طالبانو داسې تګلارې پلي کړې دي چې د بشري حقونو جدي سرغړونې کوي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، چې د جنسیتي ځورونې له لارې د بشریت پر ضد جرمونو کچې ته رسېږي. هغوی نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړې دي. همدارنګه یې د ښځو پر کار او د تګ راتګ پر ازادۍ سخت محدودیتونه لګولي دي، د جامو د سختو مقرراتو په پلي کولو او ډېری وخت د دې شرط په ایښودلو سره چې ښځې باید له نارینه سرپرست سره سفر وکړي. هغه کسان چې دا مقررات نه مني، د نیول کېدو له خطر سره مخ کېږي.

طالبانو پراخه سانسور پلي کړی او خبریالان او فعالان یې په خپله خوښه نیولي او شکنجه کړي دي. هغوی خپل سري نیونې، شکنجې، او په عام محضر کې اعدامونه هم ترسره کړي دي. ال جي بي تي ډلې پورې تړلي خللک (LGBT) لا هم له سیستماتیک ځورونې سره مخ دي.

د داعش وسله والو د هزاره شیعه قوم او نورو پر ضد هدفي بریدونه کړي دي، چې په پایله کې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو تبعیضي تګلارې، د بهرنیو مرستو سخت کمښت، او له ایران او پاکستان څخه د خلکو په لویه کچه جبري ستنېدنې، میلیونونه افغانان د بشري مرستو محتاج کړي دي.

Afghanistan country page map

راپورونه

نور راپورونه

خبرونه

Our people