(بنکاک) – د بشري حقونو د څار سازمان نن په خپل د ۲۰۲۶ کال نړیوال راپور کې وویل، طالب واکمنو په افغانستان کې په ۲۰۲۵ کال کې پر ښځو او نجونو خپل ځپونکي اقدامات زیات کړل او نوي مقررات یې پلي کړل چې د رسنیو ازادي لا نوره هم محدوده کوي. د بهرنیو مرستو د کمېدو او د میلیونونو افغان کډوالو د جبري ستنولو له امله د هېواد بشري کړکېچ لا پسې خراب شوی دی.
فرشته عباسي، د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان څېړونکې، وویل: «حکومتونه باید پر طالبانو فشار راوړي څو خپلې وېروونکې سرغړونې پای ته ورسوي، او له بلې خوا د افغانستان د بشري ناورین د کمولو لپاره اقدام وکړي او افغان کډوالو لپاره خونديتوبونه برابر کړي. د طالبانو بې دریغه ځپنه باید حکومتونه دې ته مجبور کړي څو په افغانستان کې د درنو (سنګینو) جرمونو د ټولو مسوولینو د حساب ورکولو هڅې ملاتړ کړي.»
د بشري حقونو د څار سازمان په ۵۲۹ مخیز نړیوال راپور کې، چې ۳۶مه ګڼه ده، له ۱۰۰ څخه په زیاتو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت ارزولی دی. د راپور په سريزه کې، اجرائیوي رییس فلیپ بولوپیون لیکي چې په ټوله نړۍ کې د خپرېدونکې استبدادي څپې ماتول د یوې بشپړې نسل ننګونه ده. په داسې حال کې چې د بشري حقونو نړیوال سیستم د ټرمپ د ادارې او د نورو نړیوالو قدرتونو له خوا له بېساري ګواښ سره مخ دی، بولوپیون له هغو ډیموکراسيو او مدني ټولنو غواړي چې د بشري حقونو درناوی کوي، یو ستراتېژیک ائتلاف جوړ کړي څو بنسټیزې ازادۍ وساتي او دفاع ترې وکړي.
- طالبانو نوي سخت قوانین صادر کړل چې د ښځو د تګ راتګ ازادي او عامه ځایونو ته لاسرسی لا نور هم محدودوي، او همدارنګه یې د لوړو زده کړو پر بندیزونو او د کار پر محدودیتونو عملي کول جاري وساتل، هغه سرغړونې چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو یې «د جنسیت پر بنسټ توکمیز تبعیض یا جنسي آپارتاید» بللی دی. د جولای په میاشت کې، د جرمونو نړیوالې محکمې د بشریت پر ضد د جنسیتي ځورونې د جرم له امله د طالبانو د لوړپوړو مشرانو د نیولو حکمونه صادر کړل.
- د اکتوبر په ۶مه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یو تاریخي پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې په افغانستان کې د تېر او روان بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره یو خپلواک میکانېزم جوړ شو.
- طالبانو داسې نوي محدودیتونه ولګول چې د رسنیو ازادي یې نوره هم راکمه کړه او منتقدان یې په خپلسري ډول ونیول. چارواکو خلک د «اخلاقي» قوانینو د ادعا شویو سرغړونو له امله هم نیول، لکه نامناسب حجاب اغوستل یا د ښځو او سړیو لپاره په کاري ځایونو کې د جلا اسانتیاوو نه برابرول. د بهرنۍ مرستې د کمېدو او د طالبانو د تګلارو له امله د کارکوونکو خبریالانو شمېر هم راټیټ شو.
- د افغانستان بشري ناورین په ۲۰۲۵ کال کې لا شدید شو، وروسته له هغې چې د امریکا حکومت پر بهرنۍ مرستې لوی کموالی ولګاوه او نورو هېوادونو هم ورته ګامونه واخیستل، او همدارنګه هېوادونو میلیونونه افغان کډوال په زور افغانستان ته بېرته ولېږل. له ۲۲ میلیونو څخه ډېر خلک د خوړو له ناامنۍ سره مخ وو، چې ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې.
د بشري حقونو د څار سازمان وویل، حکومتونه باید پر طالبانو فشار راوړي چې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوي، او همدارنګه حکومتونه باید افغان ولس ته بشري مرستې برابرې کړي. هېڅ هېواد باید هغه افغانان په زور بېرته ونه ستنوي چې له ځورونې یا د خپل ژوند له ګواښ سره مخ کېدای شي. د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید د افغانستان لپاره د نوي څېړنیز میکانېزم مالي ملاتړ وکړي او همکاري ورسره وکړي.