(نیویارک، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل ۲۲مه) – د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو له بیا زیاتېدو وروسته، پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو پر ضد ناوړه چاپې، خپلسري نیونې او جبري ستنول په چټکۍ سره زیات کړي دي. د پولیسو دغو عملیاتو زرګونه هغه افغان کډوال، چې له وړاندې هم له زیان منونکو ډلو څخه دي، په ځانګړي ډول ماشومان، له جدي خنډونو سره مخ کړي دي، څو روغتیايي خدمتونو، زده کړو او نورو اساسي خدماتو ته لاسرسی ومومي.
"پاکستاني چارواکي د دې پر ځای چې افغان کډوالو ته د ساتنې اړمن انسانان په سترګه وګوري، د هغوی ترمنځ وېره خپروي. د پولیسو ناوړه چلند خلک دې ته اړ باسي چې له خوړو او روغتیايي خدمتونو تېر شي، په داسې حال کې چې کډوال بېرته افغانستان ته په ډله ییزه توګه ستنوي، چیرې چې هغوی له احتمالي ځورونې او لا بدو حالاتو سره مخ کېدای شي" دا خبره د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستانچارو څېړونکې فرشتې عباسي وکړه.
له ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ راهیسې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه زیاته شوې ده، پولیسو د پاکستان په څو ښارونو کې د افغان مېشتو ټولنو پر ضد خپل عملیات پراخ کړي دي. هغوی کور په کور چاپې وهي، د شپې ناوخته د خلکو کورونه تلاشي کوي، او پرته له قانوني جواز څخه نیونې ترسره کوي. پولیسو هغه افغانان هم نیولي چې معتبرې ویزې لري، او هغه کسان هم چې اسناد نه لري. ډېر افغانان ځکه له اسنادو بې برخې دي چې د پاکستان حکومت په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کډوالو لپاره د ثبت سندونو او نورو د استوګنې اسنادو نوي کول بند کړل.
پولیس عموماً نیول شوي کډوال لومړی د ساتنې یا توقیف مرکزونو ته لېږدوي او وروسته یې باسي. یوازې په ۲۰۲۶ کال کې له پاکستانه تر ۱۴۶ زرو ډېر افغانان ایستل شوي دي، او د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې دغه شمېر لا زیات شوی دی.
د فبرورۍ او اپرېل ترمنځ، د بشري حقونو د څار سازمان په پاکستان کې له اتو افغانانو او له هغو څلورو کسانو سره مرکې وکړې چې تازه افغانستان ته رسېدلي وو، همدارنګه یې له هغو مرستندویه بنسټونو له استازو سره هم خبرې وکړې چې له افغان کډوالو سره کار کوي. مرکې ښيي چې پولیسو افغانان هغه مهال نیولي دي کله چې هغوی د پېر او پلور لپاره بازار ته تللي، ښوونځي ته روان وو، او یا د ورځني کار په لټه کې وو. پولیسو د هغوی موبایلونه او نغدې پیسې هم ضبط کړې او د خوشې کېدو په بدل کې یې رشوت غوښت. هغه کسان چې د پیسو ورکولو توان یې نه درلود، نیول شوي او له هېواده ایستل شوي دي.
ډېر کسان که بېرته افغانستان ته واستول شي، له جدي خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول خبریالان، د بشري حقونو مدافعین، فعالان او نور هغه کسان چې د پخواني افغان حکومت سره د خپل پخواني تړاو یا د طالبانو پر ضد د احتمالي نیوکو له امله په نښه کېدای شي. د نیول شوو او په زور بېرته استول شوو کسانو په منځ کې هغه خبریالان هم شامل دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه تښتېدلي وو. د بې سرحده خبریالانو سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د پاکستان پولیسو لږ تر لږه نهه افغان خبریالان، چې ځینو یې معتبرې ویزې هم لرلې، په زور بېرته افغانستان ته استولي دي.
یوه افغانه کډواله چې په زور بېرته ستنه کړل شوې وه، وویل چې هغې او د هغې کورنۍ په خپل کور کې نیول شوي وو. هغې وویل: "موږ ډېرې زارۍ وکړې چې موږ مه شړئ، خو هغوی زموږ خبرې وانه ورېدې. د اسلام اباد په حاجي کمپ کې یوازې هغه کسان خوشې کېدل چې د پیسو ورکولو وس یې درلود. موږ بېرته افغانستان ته وشړل شو، هغه ځای ته چې اوس پکې په پټه ژوند کوو."
په پاکستان کې افغان کډوال تر هغو روغتیايي مرکزونو او خدماتو ته لاسرسی نه شي موندلی څو چې معتبره ویزه وړاندې نه کړي، ان د ماشومانو د بېړنیو روغتیایي حالاتو پر مهال هم. د نیول کېدو وېره کورنۍ دې ته اړې کړې چې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه ونه کړي، او له دې امله د کډوالو جسمي او رواني وضعیت لا پسې خراب شوی دی.
"زما لور ناروغه ده، خو د پولیسو د نیولو له وېرې یې روغتون ته نه شم وړلی،" دا خبره په اسلام اباد کې یوې افغانې ښځې وکړه. هغې زیاته کړه "له تېرو شپږو اوونیو راهیسې یې سمه ډوډۍ نه ده خوړلې، او زه ډېره اندېښمنه یم." مرستندویو کارکوونکو هم ویلي چې دوی له داسې کډوالو خبر دي چې له جدي ناروغیو کړېږي، خو یا د اسنادو د نشتوالي له امله درملنه نه شي ترلاسه کولی او یا هم دومره وېریدلي دي چې د درملنې لټه نه شي کولی.
ډېری افغانې کورنۍ خپل ماشومان په کورونو کې ساتي تر څو د نیول کېدو له خطره یې وساتي. هغوی ویلي چې په دوامداره ویره کې ژوند کوي او د نیول کېدو د خطر له امله عادي ورځني کارونه هم نه شي ترسره کولی. یوې افغانې ښځې وویل چې پولیسو یې مېړه او نهه کلنه لور هغه مهال ونیول چې دوی په پېر او پلور بوخت وو، او لږ وروسته یې له هېواده وایستل، چې له امله یې کورنۍ سره جلا شوه.
د ناوړه چلندونو زیاتوالی هغه مهال پیل شو چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په نیمایي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه په پراخه کچه شدیده شوه. د نومبر میاشتې په عملیاتو کې، چې د بلوچستان ولایت د سرخاب کډوالو په کمپ کې ترسره شول، له زرو څخه ډېر افغانان، د وړو ماشومانو په ګډون، ونیول شول. چارواکو تر دې وروسته، کله چې یې اوسېدونکي وایستل، د کمپ دننه کورونه او دوکانونه په بلدوزرونو ونړول. نیول شوي کسان د چمن سرحدي دروازې ته ولېږدول شول او په زور افغانستان ته ستانه کړل شول. ډېر وخت هغوی نه پوهېدل چې د کورنۍ نور غړي یې چېرته دي او ایا بېرته به سره یوځای شي که نه.
په وروستیو میاشتو کې په ګڼو پېښو کې کورنۍ په زور سره جلا شوې دي. ان تر ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان هم یوازې افغانستان ته بېرته استول شوي دي، په داسې حال کې چې مور او پلار یې پاتې شوي او د خپلو ماشومانو د ځای او حال په اړه هېڅ معلومات نه لري.
ځینې ایستل شوې کورنۍ په افغانستان کې د پولې ترڅنګ په کمپونو کې مېشتې شوې دي، هلته چې د ژوند شرایط سخت دي او د خوړو، روغتیايي خدمتونو او سرپناه په څېر لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري. ښځې او نجونې په ځانګړي ډول د تګ راتګ د ازادۍ له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د شړلو او ایستلو څپې له امله له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۵.۴ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه کړل شول. وروسته له هغه چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې پیل شوې، په سرحدي کمپونو کې د ساتل شوو کډوالو او هغو کسانو لپاره چې افغانستان ته په لاره وو، خدمات کمزوري شوي دي، ځکه مرستندویه بنسټونو د بودجې د کموالي له امله خپل فعالیتونه راکم کړي دي.
د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷مې پورې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت لږ تر لږه د ۷۶ ملکي وګړو د وژل کېدو او ۲۱۳ نورو د ټپي کېدو پېښې ثبت کړې وې، چې ډېری یې د وروستیو جګړو پر مهال د پولې هاخوا د توپچي بریدونو له امله رامنځته شوې وې.
د پاکستان له لوري د افغانانو جبري ستنول او ایستل ښايي د هغو نړیوالو مکلفیتونو سرغړونه وي چې پاکستان یې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کنوانسیون د غړي په توګه پر غاړه لري. دا کار همدارنګه د نړیوال عرفي قانون له هغه اصل سره په ټکر کې ګڼل کېدای شي چې د خلکو بېرته داسې ځای ته په زور ستنول منع کوي، چېرې چې د ځورونې، شکنجې، بل ناوړه چلند، یا د ژوند د جدي ګواښ له واقعي خطر سره مخ وي.
عباسي وویل، "پاکستان باید د پولیسو د ناوړه چلندونو پر ضد اقدام وکړي او د افغان کډوالو جبري ستنول سمدستي ودروي. نور حکومتونه هم باید د دغو کړنو په اړه خپلې اندېښنې د پاکستان له حکومت سره شریکې کړي، او همدارنګه په افغانستان کې د بشري حقونو د روانو سرغړونو غندنه وکړي."