(نیویارک، د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۲۷مه) ـ د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل، د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۶مه په افغانستان کې د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان هوايي برید یو ناقانونه برید و او ښايي د جنګي جنایت وبلل شي. نړیوالو ادارو راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ناروغان وو. د پاکستان چارواکي باید ژر تر ژره او په بې پرې توګه د دې پېښې څېړنه وکړي او ټول هغه کسان چې په هر ډول سرغړونه کې ښکېل دي، حساب ورنه واخلي.
د پاکستان د هوايي ځواک په دې برید کې د امید د مخدره موادو د بیارغونې مرکز په نښه شو، چې په ختیځ کابل کې د درملنې یو ۲,۰۰۰ بستریز کمپلکس دی او له ۲۰۱۶ کال راهیسې د پخوانۍ ناټو اډې، چې د کمپ فینیکس په نوم پېژندل کېده، په ساحه کې فعالیت کوي. د مرکز یوه کارکوونکي د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي چې درې ودانۍ ویشتل شوې دي: یوه لویه ودانۍ چې د ډوډۍ خوړلو لپاره کارېده، بله ودانۍ چې ۴۵۰ ناروغان پکې اوسېدل، او د ساتونکو یوه کوټه چې اته کسان پکې پر دنده وو. د مارچ پر ۱۷مه، د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو فدرالي وزیر، عطاالله تارړ، پر ایکس ولیکل چې پاکستان پر “تخنیکي مرستندویه تاسیساتو او د مهماتو د زېرمه کولو پر ځایونو” “دقیق هوايي بریدونه” کړي دي، خو د امید د مرکز یادونه یې ونه کړه.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشرې ، پاتریشیا ګوسمن، وویل”شته شواهد ښيي چې په کابل کې پر یوه پېژندل شوي طبي مرکز د پاکستان هوايي برید، چې لسګونه ناروغان یې ووژل، ناقانونه و،. د پاکستان چارواکي باید یوه بې پرې څېړنه وکړي، تر څو معلومه شي چې ولې له ملکي خلکو ډک د معتادینو د درملنې مرکز په نښه شو او عاملین یې باید د دې کار حساب ورکړي“.
د مرکز یوه کارکوونکي وویل چې د برید پر مهال له ۱۰۰۰ څخه ډېر ناروغان په دغه مرکز کې موجود وو، خو کره شمېر یې معلوم نه دی. د یوې نړیوالې ادارې یو چارواکي وویل چې ډېری ناروغان د روژې د ماتولو لپاره د خوړو په تالار کې راټول شوي وو. ملګرو ملتونو ویلي چې “هغه بلاک په بشپړ ډول ویجاړ شوی چېرې چې د مخدره موادو د درملنې لپاره تنکي ځوانان ساتل کېدل.”
د افغانستان ضعیفه روغتیايي سیستم او د DNA ازموینو نشتون د وژل شوو کسانو پېژندنه سخته کړې ده. د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب یو ډاکټر وویل چې ځینې جسدونه د طبي پرسونل له خوا نه شوای پېژندل کېدای. د یو قرباني پلار وویل: “موږ د کابل ټول روغتونونه ولټول… خو هغه مو پیدا نه کړ. بیا عدلي طب ته ولاړو، او هلته یې جسد و. … تر هغه چې ومو پېژانده، موږ ته یې ډېر جسدونه وښودل.”
د افغانستان چارواکو د وژل شوو کسانو نومونه هغو کورنیو ته لوستي چې د خپلو خپلوانو په لټه کې وو. د امید مرکز ناروغانو کې د پلچرخي له زندانه راوستل شوي بندیان هم شامل وو، چې د کابل ختیځ ته شاوخوا ۱۶ کیلومتره لرې دی، او همدارنګه هغه کسان چې په کابل کې د نشه يي توکو پر ضد عملیاتو کې نیول شوي وو. پخوانیو کارکوونکو او د مرستو چارواکو ویلي چې ښايي په ورکو کسانو کې ځینې بندیان او نور ناروغان هم شامل وي چې د ګډوډۍ پر مهال تښتېدلي دي.
د مارچ د ۲۳مې سپوږمکيز انځورونه، چې د بشري حقونو د څار سازمان له خوا شنل شوي، د امید مرکز په پراخه کچه ویجاړۍ ښيي. د کمپلکس تر ټولو لویه ودانۍ او دوه نورې کوچنۍ ودانۍ بشپړې ویجاړې شوې دي. د اصلي ودانۍ شاوخوا نورې ودانۍ هم سختې زیانمنې شوې دي، او د کمپلکس په یوه کونج کې یو شمېر ودانۍ داسې ښکاري چې په بشپړه توګه سوځېدلې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان هغه ویډیو تایید کړه چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د مارچ په ۱۷مه پر ټولنیزو رسنیو خپره کړې وه، او پکې ښکاري چې یو توغندی د کمپلکس تر ټولو لویه ودانۍ وهي او ورپسې په دوو نورو ودانیو کې چاودنې کېږي. د بشري مرستو ادارو چارواکو څېړونکو ته ویلي چې دا لویه ودانۍ د خوړو د تالار او د اوسېدو لپاره کارېده، چې د بشري حقونو د څار سازمان دا خبره د ودانۍ د پخوانیو انځورونو او ویډیوګانو له پرتله کولو سره هم تایید کړې ده. د ۲۰۲۳ کال د الجزیره تلویزیون یوه مستنده خپرونه د امید مرکز په اړه ښيي چې لسګونه ناروغان د ودانۍ له بهر په انګړ کې راټولېږي. د بشري مرستو ادارو چارواکو ویلي چې هغه دوه نورې ودانۍ د اوسېدو ځایونه او د ساتونکو کوټه وه، چې د مرکز د یوه کارکوونکي په وینا د خوړو او د پخلي د غوړو د ساتلو لپاره هم کارېده.
د بشري حقونو د څار سازمان درې هغه ویډیوګانې هم تایید کړې دي چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وې او د برید سمدستي وروسته حالت ښيي، او همدارنګه د لټون او ژغورنې له عملیاتو اخیستل شوي انځورونه چې په ټول کمپ کې پراخه ویجاړۍ څرګندوي. په ویډیوګانو کې ښکاري چې د مرکز د یوه کونج ودانۍ په اور کې سوځي. په یوې تایید شوې ویډیو کې د یوې سوځېدلې ودانۍ پر سر لوحه لیکل شوې: “د ۲۰۰۰ بستریز ملاتړ او درملنې مرکز ریاست (۲۰۰۰)، امید.” همدارنګه، د همدې ودانۍ د ویجاړ شوي دننه یو انځور چې د مارچ په ۱۷مه خپور شوی، د دو پوړیزې کټ سوځېدلي پاتې شوني ښيي.
د ناټو په دې پخوانۍ کمپلکس کې د عامې روغتیا وزارت تر اداره لاندې د ابن سینا د معتادینو د درملنې ۱۰۰۰ بستریز روغتون هم موقعیت لري. دا دواړه طبي مرکزونه د پخوانۍ پوځي اډې یوازې یوه برخه نیولې ده، او د نورو ودانیو کارونه روښانه نه دي. خو په هغو ویډیوګانو کې چې د بشري حقونو د څار سازمان کتلي، داسې هېڅ نښه نه تر سترګو کېږي چې ګواکې دوهمه چاودنه د مهماتو، باروتو یا د هغو موادو له امله شوې وي چې عموماً د مهماتو په زېرمو کې لیدل کېږي. سربېره پر دې، دا ځای دومره پراخ نه دی چې د اړتیا وړ واټن او شرایطو سره سم په کې په خوندي ډول ډېر مهمات یا باروت جلا او ذخیره شي.
نړیوال بشردوستانه قانون، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وسلهوالې شخړې لپاره تطبیقېږي، پر ټولو ښکېلو اړخونو دا مکلفیت لګوي چې د پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې لپاره “پرلهپسې پاملرنه” وکړي. پدې کې دا هم شامل دي چې ټول ممکن احتیاطي ګامونه واخلي تر څو پوځي اهداف د ګڼ مېشتو سیمو نږدې ځای پر ځای نه شي، او دا ډاډ ترلاسه کړي چې د برید هدفونه رښتیني او قانوني پوځي اهداف وي.
روغتونونه او کلینیکونه د جګړې د قوانینو له مخې ځانګړې ساتنه لري. که څه هم نور ملکي ودانۍ هغه وخت پوځي هدف ګرځي چې د پوځي موخو لپاره وکارول شي، خو طبي مرکزونه یوازې هغه وخت له دې ساتنې بې برخې کېږي چې د دښمن پر ضد “زیان رسوونکي کړنې” ترې ترسره شي. حتا په دې حالت کې هم باید مخکې له برید څخه د مناسب وخت په ټاکلو سره خبرداری ورکړل شي. د جګړې قوانین همدارنګه دا منع کوي چې پر پوځي اهدافو برید وشي که چېرې تمه کېدونکی زیان ملکي وګړو ته د تمه شوي پوځي ګټې په پرتله زیات او نابرابر وي.
د شته معلوماتو له مخې، د بشري حقونو د څار سازمان داسې هېڅ ثبوت ونه موند چې ګواکې د امید مرکز د پوځي موخو لپاره کارول کېده، نو ځکه دا برید په ناقانونه ډول بې توپیره بلل کېږي. حتا که بل ډول هم وي، دا برید داسې ښکاري چې د نامتناسبو بریدونو د منع اصل یې نقض کړی دی. د جګړې د قوانینو جدي سرغړونې چې په قصدي یا بېپروایي ډول ترسره شي، جنګي جنایت ګڼل کېږي. پاکستان د نړیوال قانون له مخې دا مکلفیت لري چې د خپلو ځواکونو له خوا احتمالي جنګي جرمونه وڅېړي او هغه کسان چې د درنو سرغړونو مسؤل دي، حساب ته راوباسي.
د پاکستان حکومت په وروستیو کلونو کې د افغانستان پر طالبانو تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته پناه ورکوي او ملاتړ یې کوي. د دې وسلهوالې ډلې بریدونو په ۲۰۲۴ کال کې له ۶۰۰ څخه زیات د پاکستان امنیتي ځواکونه او له ۵۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي وژلي دي، او دا حالت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې دواړو غاړو کې د بریدونو د زیاتېدو سبب شوی دی. د فبرورۍ په میاشت کې ملګرو ملتونو ثبت کړې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۶ ملکي کسان وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان شوي دي. د مارچ په ۱۳مه، د پاکستان ولسمشر وویل چې افغانستان “سره کرښه اوښتې ده” وروسته له هغې چې پر پاکستاني ښارونو د بېپیلوټه الوتکو یو لړ بریدونو ملکي وګړي ټپیان کړل.
ګوسمن وویل«ذیدخله هېوادونه باید پر پاکستان فشار راوړي چې رښتینی حساب ورکونه یقیني کړي او دا ډاډ ترلاسه شي چې د استخباراتو، د هدف د تثبیت، او د پرېکړې په بهیر کې شوې تېروتنې وپېژندل شي او اصلاح شي، څو دا ډول بریدونه بیا تکرار نه شي».