Skip to main content

افغانستان: د داعش ډله مذهبي اقلیتونه په نښه کوي

طالبان باید د هزاره او نورو خطر سره مخ ټولنو څخه ساتنه و ور سره مرسته وکړي

کابل، افغانستان: د ۲۰۲۱ کال د می ۹مه  د یکشنبې په ورځ، خلکو د یوه ښوونځي مخې ته د یوه خونړي برید یوه ورځ وروسته ګلونه کېښودل © AP عکس/مریم ذهیب

(نیویارک) – د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) پورې تړلې ډلې د خراسان څانګې (ISKP) په مکرر ډول د هزاره ګانو او نورو مذهبي اقلیتونو په جوماتونو، ښوونځیو او کار-ځایونو باندې بریدونه کړي دي. طالب چارواکي د دې ټولنو د ځانمرګو بریدونو او نورو غیرقانوني بریدونو څخه د ساتنې لپاره یا د قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د اړینو طبي پاملرنې او نورو مرستو په رسولو کې لږ اجراآت کړي دي.

له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه ک، د داعش خراسان څانګې د هزاره ګانو پر ضد د ۱۳ بریدونو مسوولیت منلی او لږ تر لږه ۳ نورو سره تړاو لرلی، چې لږترلږه ۷۰۰ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې. د رسنیو په وړاندې د طالبانو مخ په زیاتیدونکي ځپونکي اقدامات، په ځانګړې توګه په ولایتونو کې، په دې معنی ده چې احتمالي اضافي بریدونه به راپور شوي نه وي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) راپور ورکړی چې په کابل کې د شیعه ګانو پر غونډو د دغې ډلې له خوا وروستیو بریدونو تر ۱۲۰ ډېر کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

د بشري حقونو څار په سازمان کې د افغانستان د چارو څیړونکې، فرشتې عباسي وویل، "د طالبانو لخوا د افغانستان د نیولو راهیسې، د داعش پورې تړلو جنګیالیو د هزاره ټولنې د غړو په وړاندې ګڼ شمیر وحشیانه بریدونه ترسره کړي کله چې هغوی ښوونځي ځې، کار ته ځې یا عبادت کوي، خو د طالب چارواکو جدي غبرګون ندی ښودلې ". "طالبان مکلفیت لري چې د خطر سره مخ ټولنو ساتنه وکړي او د بریدونو له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي."

هزاره ګان د شیعه ګانو یوه اکثریتي توکمه ده چې له یوې پیړۍ راهیسې د افغان حکومتونو له خوا له تبعیض او ناوړه چلند سره مخ دي.  د ۱۹۹۰ لسیزې په اوږدو کې، طالب ځواکونو شیعه ګان د ډله ایزو وژنو او نورو جدي سرغړونو لپاره په نښه کړل. د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو سره، هزاره ګان د خپل خوندیتوب په اړه لا اندېښمن شوي او آیا نوي چارواکي به د دوی ساتنه وکړي او که نه. په بامیان ولایت کې د هزاره ګانو د ټولنې یوه غړي وویل، "طالبانو هیڅکله هزاره ګان خوښو نه ول. تیر ځل چې هغوی په واک کې وو، زموږ ډیری غري يي ووژل."

د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر میاشت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي وویل چې دوی به د مذهبي اقلیتونو امنیت تامین کړي: "د یوه مسؤل حکومت په توګه، موږ د افغانستان د ټولو اتباعو په ځانګړې توګه د هېواد د مذهبي اقلیتونو د ساتنې مسوولیت لرو." خو، داسې نه ښکاري چې طالبان په کابل، مزار شریف او کندز ولایتونو کې امنیت زیات کړې وي، چیرته چې د ۲۰۲۲کال له جنوري راهیسې بریدونو سلګونه کسان وژلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان  د خوندي ارتباطې له لارې د اپریل او جولای ترمنځ په کابل او مزار ولایتونو کې د بریدونو له ۲۱ ژوندي پاتې شویو کسانو او د قربانیانو د کورنیو له غړو سره مرکې وکړې.

د اسلامي دولت ډلې د اپریل په ۱۹مه د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي– چې هزاره او شیعه مېشته سیمه ده –  د عبدالرحیم شهید په عالي لېسه کې د ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته چې ۲۰ زده کوونکي، ښوونکي او کارکوونکي یې ووژل او ټپیان کړل. یوه ژوندي پاتې شوي وویل: "هره خوا مړي پراته وو." "جسدونه ټوټه ټوټه شوي و، او تاسو د وینې بوی کولی شو."

یادې ډلې د اپریل په ۲۱مه د افغانستان د شیعه ګانو ترټولو لوی جومات، په مزار شریف کې د سه دوکان په جومات کې د ځانمرګي برید مسؤلیت هم په غاړه واخیست، چې ۳۱ کسان یې ووژل او ۸۷ نور یې ټپیان کړل. د اپریل په ۲۷ مه ناپېژاندو کسانو د سمنګان ولایت د دره صوف د ډبرو سکرو کان ته پر لاره ۵ هزاره ګان په ډزو ووژل. یوه  ورځ وروسته له هغې په مزار شریف کې د هزاره مسافرو په یوه منی بس موټر کې چاودنې ۹ کسان ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.

د کابل یو هزاره اوسېدونکی چې د ډېرو پخوانیو بریدونو شاهد و، وویل: «زموږ ماشومان ضرورت لري چې مکتب ته لاړ شي، ښځې مو روغتونونو ته لاړې شي، موږ غواړو جوماتونو ته ولاړ شو. د دې ټولو لپاره موږ باید د خوندیتوب احساس وکړو. د خدای لپاره، دا ځایونه هدف نشي کیدی - هر ځای زموږ وژنه بنده کړئ. «

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بینیټ د مې په ۲۶مه په هزاره، شیعه او صوفي ټولنو باندې د بریدونو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې یاد بریدونه "په ماهیت کې په زیاتیدونکي ډول سیستماتیک کیږي او د سازماني پالیسۍ عناصر منعکس کوي، پدې توګه د انسانیت پروړاندې د جرمونو مصداق ګڼل کیږي."

بریدونه، د خپل سمدستي ویجاړۍ څخه هاخوا، د ژوندي پاتې شویو او د قربانیانو کورنیو ته اوږدمهاله زیان رسوي، دوی د نفقه راوړونکي څخه بې برخې کوي، ډیری وختونه سخت طبي بوجونه په هغوی اچوي، او ورځني ژوند ته د هغوی لاسرسی محدودوي. یوه سړي چې د سه دوکان جومات په برید کې یې خپل ۴۵ کلن ورور له لاسه ورکړی و، وویل: "موږ نور خپل ماشومان ښوونځي ته نه لیږو، او موږ خپل دوکانونه ژر تړو. له برید وروسته جومات هم تړل شوی دی. "

د ښځو لپاره، د کورنۍ د نارینه غړي له لاسه ورکول په ځانګړې توګه ناوړه ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري، په ځانګړې توګه د ځوانو میرمنو لپاره چې ناڅاپه کونډې کیږي. د ښځو د کار کولو او ازاد تګ راتګ پر حقونو د طالبانو محدودیتونو د ځینو ښځو لپاره دا ناشونی کړی دی چې عاید ترلاسه کړی او له مالی پلوه خپلواکه شی. هغه مقررات چې ښځې ته د سفر په وخت کې د محرم (نارینه خپلوان) سره اړتیا لري د میرمنو لپاره دا خورا ستونزمن کړي چې ورځني کارونو ته لاړ شي او هغه روحې صدمه زیاته کړي چې دوی دمخه ورسره مخ دي.

یوې میرمنې چې د طالبانو له واک څخه سمدلاسه وروسته د کابل په دشت برچي کې د مقناطیسي بم په چاودنه کې خپل میړه له لاسه ورکړ، وویل: "زما عزیز مړ شو." "که څه هم زه د لیسانس سند لرم، اوس د ښځو لپاره ستونزمن کار دی چې کار پیدا کړي او د طالبانو په واکمنۍ کې مالي خپلواکي رامنځته کړي."

ډیری هغو کسانو چې د بشري حقونو د څار سازمان سره مرکه کړې دا هم ویلي چې دوی د بریدونو په پایله کې خپګان او سخته روحې صدمه تجربه کړې.

د داعش د خراسان څانګې لخوا پر هزاره او نورو مذهبي لږکیو بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون څخه سرغړونه ده، کوم چې په افغانستان کې د تطبیق وړ دی. په ملکي وګړو قصدي بریدونه جنګي جنایت دی. د سمدستي ژوند له لاسه ورکولو سربیره، دا ډول بریدونه د اوږدمهاله اقتصادي ستونزو لامل کیږي، فزیکي او رواني روغتیا ته تلپاتې زیان رسوي او د زده کړې او عامه ژوند په وړاندې نوي خنډونه رامنځته کوي.

د خطر سره مخ خلکو ته د امنیت په برابرولو او ژوندي پاتې شویو او اغیزمنو کورنیو ته طبي او نورې مرستې کې د طالبانو پاتې راتلل، او همدارنګه د طالبانو هغه تګلارې چې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو تر پښو لاندې کوي، د دې بریدونو له امله زیانونه نور هم زیاتوي.

عباسي وويل: "د وسله والو ډلو مشران ښايي يوه ورځ د هزاره ګانو او نورو ټولنو په وړاندې د خپلو ظلمونو له امله له عدالت سره مخامخ شي." "د طالبانو چارواکي چې د مذهبي لږکیو د بریدونو څخه د ساتنې لپاره اقدام نه کوي ممکن په دې درنو جرمونو کې شریک وګڼل شي."

د موندنو د تفصیل لپاره، مهرباني وکړئ لاندې وګورئ.

لاندې شخصي نومونه استعاري ډول کارول شوي دي ترڅو د مرکه کونکو امنیت خوندي وساتل شي.

په ژوند او معیشت باندې د بریدونو اوږدمهاله اغیزې

د بریدونو د قربانیانو کورنیو د خپلو کورنیو د غړو له لاسه ورکولو په اړه خپل غم او د خپلو ماشومانو او ځان د تغذیې په اړه خپلې اندیښنې بیان کړې. کله چې لومړني نفقه ګټونکي ووژل شول، لکه څنګه چې په ډیری قضیو کې څیړل شوي، ژوندي پاتې خپلوان، په ځانګړې توګه ښځې، د طالبانو په واکمنۍ کې له ځانګړي سختۍ سره مخ شوي. ډیری کورنیو ویلي چې دوی د طالبانو له چارواکو څخه لږ یا هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

فایزه، چې مېړه یې د سه دوکان پر جومات په برید کې وژل شوی، وویل:

زه د اوو ماشومانو سره پاتې یم. ما د خپل میړه د ژوند لګښتونو سره د مرستې لپاره د صفا کارې په توګه کار کاوه، مګر وروسته له دې چې طالبانو واک واخیست، نور دا ممکنه نه ده. زه نور مهارتونه نلرم، او حتی که ما نور مهارتونه درلودل، ما بیا هم کار نشم کولی. طالبان اوس ښځو ته په ډیرو مسلکونو کې د کار کولو اجازه نه ورکوي. زموږ ګاونډی چې پخوا ښوونکی وه، اوس د کور کارونه کوي. دا ډیره ستونزمنه ده چې حتی د اوو ماشومانو د تغذیه کولو تصور وکړئ پداسې حال کې چې سرچینې یا د کار فرصتونه شتون نلري.

۲۷ کلن نعیم چې د سه دوکان جومات ته څېرمه اوسېږي او چاودنه یې لیدلې، وویل چې نور جوماتونو ته د تګ خوندي احساس نه کوي. "ما له خپلې مور سره قسم خوړلی، چې هېڅکله به جومات ته نه ځم، ترڅو له چاودنې ځان وژغورم."

۴۲ کلن ګل احمد، چې د سه دوکان په جومات کې په بمبارۍ کې ووژل شو، پنځه ماشومان یې درلودل، چې ټول یې له ۱۸ کلونو کم وو. په کورنۍ کې د نفقې پیداکونکي پرته، د هغه ۱۵ کلن زوی ښوونځي ته د کار لپاره ولاړ. د احمد مېرمنې وویل: "موږ په یوه ناورین کې ژوند کوو، هیڅ ملاتړ نشته، د میړه د له تللو سره، اوس زموږ لپاره هیڅ شی نه دی پاتې."

۵۳ کلن شېرمحمد چې په جومات کې په بمي چاودنه کې هم وژل شوی و، په مزارشریف کې یې کوچنی کاروبار کاوه. هغه سخت کار کاوه ترڅو ټولو ماشومان ته یې د زده کړو زمینه برابره کړي، خو د هغه له مړینې راهیسې، دوی نه دي توانیدلي چې ښوونځي یا کورسونه ته لاړ شي. کورنۍ په مشکلاتو سره د خوړو او جامو د اخیستلو توان لري. د هغه میرمن وویل: "موږ باید د دې درد سره ژوند کولو ته دوام ورکړو."

د طالبانو چارواکو هرې کورنۍ ته سل زره افغانۍ (۱۱۰۰ امریکايي ډالر) ورکړې کله چې دوی د خپلو میړونو جسدونه له روغتون څخه ترلاسه کړل. دا پیسې د اوږدې مودې مرستې لپاره بدیل نه وې چې کورنۍ ورته اړتیا لري. د احمد میرمن وویل: "اوس د راتلونکي لپاره هیڅ امید نلري ، ډیری ورځې موږ نه خورو." "دا زموږ نوی ژوند دی."

په مزار شریف کې یوې کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړل: ۴۰ کلن رحمت الله؛ اسدالله، د هغه ۱۵ کلن زوی؛ او يو ٢٤ کلن وراره محمد علي چې د افغانستان له مرکزي ولايت دايکنډي څخه د پوهنتون د داخلې د ازموينې لپاره تللى و، درې واړه د سه دوکان په جومات کې د لمانځه پر مهال ووژل شول. اوس پنځه کسيزه کورنۍ د نفقې پيدا کوونکي نه لري. "که تاسو د یو کور مخې ته درې مړي لیدلي وای نو تاسو به څنګه احساس کړی وای؟" د رحمت الله وراره وویل. "په ګاونډ کې هرڅوک حیران او چوپ وو. وضعیت ویرونکی او ټکان ورکوونکی و.»

د عبدالرحیم شهید لېسې ته څېرمه د اپریل په ۱۹مه د سهار د ۹:۴۵ او ۹:۵۵ دقیقو ترمنځ هغه مهال چاودنه وشوه، چې د دولسم ټولګي زده کوونکي کور ته روان وو. د وژل شویو یا ټپیانو ۲۰ کسان د ۱۶ او ۵۳ کلونو ترمنځ وو.

يو ځايي اوسېدونکي سيد محمد حسين، ٥٣ کلن، د چاودنې غږ واورېد او د قربانيانو د مرستې لپاره ورغى. دوهمې چاودنې ۳۰ دقیقې وروسته هغه په سمدستي ډول وواژه. د هغه زوی له ټپي زده کوونکو سره مرسته وکړه، خو وروسته نه پوهېدل چې پلار یې د قربانیانو په منځ کې دی. د حسین زوی وویل: "زه یو له هغو لومړیو څو کسانو څخه وم چې مرستې ته ورغلم." "ما جسدونه انقتال کړل. اوه زده کوونکي او دوه ځايي اوسېدونکي ووژل شول، خو زه نه پوهېدم چې یو یې زما پلار و.»

حسین اته ماشومان درلودل - شپږ نجونې او دوه هلکان. هغه د کورنۍ نفقه پیدا کونکی و، او د هغه له مړینې وروسته، د هغه مشر زوی، ۲۲، د ټولو لپاره مسؤل شو.

په فزیکي او رواني روغتیا اغیزه

د تیر کال په بریدونو کې د سلګونو ټپیانو څخه ډیری شدید ټپیان شوي وو، او ټول به په بشپړه توګه روغ نشي. تېر افغان حکومت د اورپکو په بریدونو کې له ټپیانو او د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړو سره مالي مرستې کولې. ژوندي پاتې شوي او د وروستیو بریدونو د قربانیانو کورنیو ویلي چې دوی د مالي ملاتړ یا د ورکړل شوي پیسو د ټاکلو لپاره د طالبانو له کوم لارښود څخه خبر نه وو.

د عبدالرحیم شهید لېسې ته څېرمه چاودنې د یوه کور د پخلنځي کړکۍ ماتې کړې. یادې چاودنې ١٦ کلنې صفيه چې په پخلنځي کې وه، غوږ ته يې زیان ورساو او نور خبرې نه شي کولاى. د هغې پلار، چې د ورځې مزدوري کوي، هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ افغانۍ (۳ ډالره) ګټي؛ دوی نشي کولی طبي درملنه وکړي. څو تنو طالب چارواکو د دوی کور ته مراجعه وکړه، خو هیڅ مالي مرسته یې ورسره ونه کړه.

۲۸ کلن بصیر احمد چې د معلوماتي ټکنالوجۍ کارکوونکی دی، وویل چې د سه دوکان په جومات کې د بم په چاودنه کې د هغه لاس ټپي شو. هغه وویل: "زه فکر نه کوم چې زه به هیڅکله د دې لاسونو سره د انټرنیټ لاینونه تنظیم کړم." "زما دنده ما ته اړتیا لري چې لوړ جوړښتونه اندازه کړم. زه په لاسونو کې قوت نه لرم.» هغه دا هم تشریح کړه چې روحې  زیان يې لیدلی دی. "هرچیرې چې زه ځم، داسې انګیرم چې چاودنه کیږي. زه هره ورځ هغه بد خوبونه بیا بیا ګورم.»

۲۷ کلن سید محمد چې څو کاله وړاندې یې د برید له وېرې خپل پوهنتون پرېښی و، د سه دوکان په جومات کې په چاودنه کې په وژل شویو کسانو کې و. پلار يې وويل، چې کوژدنه يې، معصومه په روحې ټکان کې پاتې ده او نه يې څه خوړل، څښل او نه يې ډېر خوب کاوه. د محمد مور وویل چې هغه د اضطراب او بې خوبۍ سره مخ وه او د دوو ډاکټرانو تجویز شوې درملو مرسته نه وه کړې.

۲۲ کلن احمد شاه د سه دوکان په جومات کې په بمي برید کې ټپي شوی و، کوم چې د هغه ۵۰ کلن پلار یې وواژه. چاودنې د هغه چپ لاس ټپي کړ او د کار کولو توان یې له لاسه ورکړ. ډاکټرانو هغه ته مشوره ورکړه چې د اضافي پاملرنې لپاره هند ته سفر وکړي، مګر هغه دا مالي توان نلري.

محمد، یو زده کوونکی چې د فوټبال سره یې مینه درلوده، د اپریل په میاشت کې د ممتاز تعلیمي مرکز په برید کې سخت ټپي شو چې وروسته له هغې ګرځیدلی نشي. د هغه کورنۍ نشي کولی د هغه لپاره پیسې ورکړي چې هند یا پاکستان ته د ځانګړي طبي پاملرنې لپاره سفر وکړي چې ډاکټران وايي چې هغه بشپړ روغیدو ته اړتیا لري. محمد وویل: «ما هغه سړی ولید چې ځان یې چاودلی دی. "له چاودنې څو ورځې مخکې هغه زموږ مرکز ته راغی او ځان یې د زده کوونکي په توګه ثبت کړ." محمد وویل چې هغه د بریدګر مخ انځوروي.
۱۷ کلن زمان د عبدالرحیم شهید لېسې په برید کې ټپي شوی و. طالب چارواکو هغه ته ۵۰۰۰ افغانۍ (۵۵ ډالره) ورکړې، خو هغه له نورې درملنې پرته ښه نه شي اورېدلی ترڅو ښوونځي ته راستون شي.

په بنسټیزو حقونو او آزادیو باندې د بریدونو اغیزې

بریدونو د هزاره او شیعه ټولنې د غړو لپاره دا ستونزمنه کړې ده - که ناشونی نه وي ـ چې د زده کړې، د خپل مذهب د او نورو بنسټیزو آزادیو لپاره د خپلو حقونو څخه کار واخلي. ډیری یې د روغتیا پاملرنې ترلاسه کول ستونزمن موندلي او وايي چې دوی په عامه ځایونو کې د خوندیتوب احساس نه کوي. دوی اوس د ټولنیزو غونډو، عامه ترانسپورت، او نورو عامه ځایونو څخه ډډه کوي.

په مزارشریف کې د سه دوکان جومات تر برید وروسته وتړل شو. ډیری کورنیو دا هم وویل چې دا د دوی ماشومانو لپاره خوندي دی چې په کور کې پاتې شي نه دا چې په ښوونځي کې د خطر سره مخ شي.

د کابل اوسېدونکې سايره چې له څلورو زامنو سره ده، وويل، چې ښوونځي او يا نورو ځايونو ته يې د هلکانو لېږل بند کړي دي. هغه او د هغې میړه نور په دیني خدماتو کې ګډون نه کوي پرته لدې چې بالکل اړین وي.

ژوبل شوي زده کونکي هم د ناکافي طبي پاملرنې له امله ښوونځیو ته د بیرته ستنیدو توان نلري. ۱۸ کلن علي رضا، چې د عبدالرحیم شهید لېسې زده کونکې دی، د پښو او غوږونو د ټپونو له امله ټولګي ته نه شي تللی. یو شمیر نورو زده کوونکو وویل چې دوی نور ښوونځي ته نه ځي، د خپل خوندیتوب له ویرې. رضا وويل: "زما زياتره ټولګيوال له تراژيدي وروسته ښوونځي ته ندې تللې دې." "کله چې طالبانو واک ترلاسه کړ، د ۵۰ ټولګيو پر ځای یوازې ۲۵ وو. اوس زموږ په موسسه کې د وروستي برید په پایله کې یوازې له ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې ماشومان کورسونو ته ځي."

د علي رضا ټولګيوال محمد حکيم وويل: "که زه مړ شم، زه به مړ شم، مګر تر څو چې زه ژوندی يم، زه به ښوونځي ته لاړ شم." خو د هغه په پښو کې د مرمۍ ټوټې د هغه لپاره حتی لنډ واټن ته تګ ستونزمن کړی دی. هغه هیله مند دی چې ټپونه به یې روغ شي او هغه به وکولای شي چې یو ځل بیا تګ وکړي او ښوونځي ته لاړ شي.

وړاندیزونه

·     د داعش خراسان څانګه او نورې وسله والې ډلې باید نړیوال بشردوستانه قوانین په بشپړه توګه رعایت کړي او د ملکي وګړو په وړاندې هر ډول بریدونه ودروي او د سرغړونو مسؤل قوماندانان مجازات کړي.

·     طالبان باید نړیوال بشردوستانه قانون په بشپړه توګه رعایت کړي، او د جدي سرغړونو مسؤلین په سمه توګه محاکمه کړي.

·     طالب چارواکي باید د هزاره او شیعه گان په ګډون د خطر سره مخ لږکیو ساتنه وکړي او پرته له ویرې د هغوی  زده کړې او عبادت ته لاسرسی حقونه تضمین کړي.

·     طالبان باید له خطر سره مخ ټولنو او د مدني ټولنې له ډلو سره مشوره وکړي تر څو د ښوونځيو، روغتونونه، عبادت ځایونه او نور ټولنیز بنسټونه په ګدون د هغو ملکي بنسټونو ساتنه وکړي چې له بریدونو سره مخ دي،

·     طالبان باید د بیړنیو روغتیایی خدماتو لکه امبولانس خدمات او رواني ټولنیز (رواني روغتیا) ملاتړ لپاره کافي ملاتړ تضمین کړي.

·     طالبان باید د بریدونو څخه ژوندي پاتې شویو او د کورنۍ غړو ته مالي مرستې ورکړي، په ځانګړې توګه د هغو کورنیو سره مرستې ته چې نفقه ګټونکې یې له لاسه ورکړی دی، د هغو کورنیو په شمول چې ښځې يي سرپرستې په غاړه لري، او د دې مرستې چمتو کولو لپاره باید لارښوونې صادر کړي.

·     طالبان باید د ښځو له حقونو څخه ټول سرغړونې پای ته ورسوي، د هغو چارو په شمول چې ژوند کول یې ستونزمن کړي.

·     طالبان باید د رواني روغتیا خدماتو او د بریدونو د ژوندي پاتې شویو او شاهدانو لپاره د رواني ټولنیز ملاتړ لپاره کافي ملاتړ یقیني کړي.

·     طالبان باید ډاډ ترلاسه کړي چې هغه ماشومان چې د بریدونو په پایله کې معیوبیت لري باید وکولای شي چې د نورو سره په مساوي توګه ښوونځي ته لاړ شي.

·     هغه حکومتونه چې له طالبانو سره ښکیل دي باید د هزاره او شیعه ټولنو د ښه خوندیتوب غوښتنه وکړي او باید داسې میکانیزمونه وهڅوي او ملاتړ یې وکړي چې په افغانستان کې د هزاره او شیعه ټولنو په وړاندې په ګډون د ترسره شویو جرمونو حساب ورکونه پیاوړي کړي.

·     ټول حکومتونه باید افغانستان ته په زوره راستنیدل وځنډوي او په افغانستان کې د هزاره او نورو ځورول شوي قومي او مذهبي اقلیتونو لپاره د پناه غوښتنې او د نړیوال خوندیتوب نور ډولونه باید د هغو په نفع ملاحظه شي.

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country