(نیویارک) - د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل چې طالبانو یو کال وړاندې د افغانستان د واک له ترلاسه کولو راهیسې د بشري حقونو او ښځو حقونو ته د درناوي په اړه ګڼې ژمنې ماتې کړي دي. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د کابل له نیولو وروسته، طالب چارواکو د ښځو او نجونو پر حقونو سخت محدودیتونه وضع کړل، رسنۍ یې وځپلې، او د نورو سرغړونو ترڅنګ، خپل منتقدین او مخالفین يې په خپلسري توګه توقیف کړل، شکنجه کړل او په بې له محاکمه یې اعدام کړل.
د بشري حقونو د څار سازمان وویل، د طالبانو له بشري حقونو سرغړونې په پراخه توګه وغندل شوې او د هېواد د ناوړه بشري وضعیت د حل لپاره یې نړیوالې هڅې له خنډ سره مخ کړې دي. اقتصاد سقوط کړی، په لویه کچه ځکه چې حکومتونو بهرنۍ مرستې قطع کړې او نړیوالې اقتصادي راکړې ورکړې یې محدودې کړې. له ۹۰ سلنې څخه زیات افغانان له نږدې یوه کال راهیسې د خوړو له خوندیتوب څخه بې برخې دي، چې له امله یې میلیونونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ او اوږدمهاله روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان د چارو څیړونکې، فرشته عباسي وویل، «افغانان د بشري حقونو په ویرونکي خوب ژوند کوي، د طالبانو د ظلمونو او د نړیوالو بې تفاوتی قرباني شوي دي.» «د افغانستان راتلونکې به ترهغې تیاره وي، ترڅو چې بهرني حکومتونه د طالبانو له چارواکو سره په لا فعاله توګه له هغوی سره ښکیل نه شي او د بشري حقوقو پر وړانډې د هغوی د چلند په برخه کې پر هغوي جدي فشار را نه وړي. »
طالبانو د واک له اخیستو راهیسې داسې قوانین وضع کړي چې په هراړخیزه توګه د ښځو او نجونو د بیان، حرکت او زده کړې له بنسټیزو حقونو څخه د ګټې اخیستنې مخه نیسي او د ژوند، معیشت، روغتیا ساتنې، خوړو او اوبو په برخه کې د دوی نور اساسي حقونه اغیزمنوي. دوی ښځې د کورنۍ له نارینه غړي پرته د کار ځای ته له تګ او راتګ څخه منع کړي دي -- چې د نږدې ټولو کورنیو لپاره یوه ناشونې شرط ده -- او له ډېرو کارونو یې منع کړي دي. طالبانو تقریباً ټولو نجونو منځني ښوونځي ته د لاسرسي مخه نیولې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان وویل، د طالبانو د بشري حقونو وحشتناک ریکارډ او له نړیوالو مالي موسسو سره په ریښتینی توګه ښکیلتیا ته د هغوی نه غوښتل د دوی انزوا نوره هم زیاته کړي. بهرني حکومتونه باید د قانوني اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو د اسانتیا لپاره د هیواد د بانکدارۍ سکټور محدودیتونه کم کړي، مګر طالبان هم اړتیا لري چې د حقونو سرغړونې کمې کړي او د سرغړونې مسؤل کسانو سره حساب وکړي.
عباسي وویل، «طالبان باید په عاجله توګه د نجونو او ښځو د ثانوي ښوونځیو د ممنوعیت خپل وحشتناکه او ناوړه پریکړه بیرته واخلي.» «دا به یو پیغام واستوي چې طالبان غواړي په خپلو خورا ناوړه کړنو له سره غور وکړي. »
ډیری حکومتونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو غړو او د G7 او G20 نږدې ټولو غړو په ګډون د نجونو د زده کړې د محدودولو په اړه د طالبانو پریکړه غندلې او یا یې انتقاد پرې کړی دی. هیڅ حکومت د طالبانو د دریځ څخه دفاع ونه کړه او نه ېي د طالبانو د یاد دریځ د توجیه کولو هڅه نه ده کړې.
د تیر کال په اوږدو کې، د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه ګڼ شمیر رسنیزې اعلاميې او راپورونه خپاره کړل، او په دې وروستیو کې یې د افغانستان د ټولیز بشري او اقتصادي ناورین په اړه د پوښتنو او ځوابونو یو نوی سند خپور کړ او د یاد ناورین د کچې د کمولو لپاره یې وړاندیزونه کړي دي. په یادو وړاندیزونو کې د متحده ایالاتو او طالبانو لپاره د یوې موافقې د خبرو اترو ملاتړ شامل دی چې عامو افغانانو ته اجازه ورکوي چې په مشروع سوداګریزو فعالیتونو کې په اغیزمنه توګه ښکیل شي.
د جولای په ۳۰مه د امریکا هوايي برید چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وواژه، داسې نه بریښي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې اترې له خنډ سره مخ کړي وي. هر اړخ باید د افغانستان د اقتصادي ناورین د حل لپاره یو جوړجاړي ته د رسیدو لپاره په بیړنۍ توګه عمل وکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان وویل، شدیده لوږه په ټول افغانستان کې پراخه ده، سره له دې چې خوراکي توکي او اساسي توکي په ټول هېواد کې په بازارونو کې شتون لري. نږدې ۲۰ ملیونه خلک - د نفوس نیمایي برخه - د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) د ارزونې سیسټم له مخې د خوراکي خوندیتوب د کچې - ۳ "بحران" یا د کچې -۴ "بیړني" کچې سره مخ دي. له یو میلیون څخه ډیر د ۵ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان - په ځانګړي توګه د مړینې له خطر سره مخ دي کله چې د خوړو څخه محروم وي - د اوږدې شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي. د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) د جون په میاشت کې راپور ورکړ چې په غور کې په یوه ولایت کې په لسگونو زره خلک د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په کچه -۵"تباه کوونکي" کچې ته راښکته شوي، چې د قحطۍ یو مخکینی دی.
په ټولیز ډول، افغانان د تیر اګست له میاشتې راهیسې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له یو ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د ورځې یو وخت خواړه نه خورې او یا د ټوله ورځ خواړه نه خوري او د کار لپاره د ماشومانو د لیږلو په ګډون د خوراکي توکو د پیرلو لپاره د مجادلې شدید میکانیزمونو ته يې مخه کړې ده.
په ښځو او نجونو باندې د اقتصادي بحران اغیزې په ځانګړې توګه سختې دي، ځکه چې ښځې او نجونې مرستې او روغتیایی پاملرنې ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.
د بشري حقونو د څار سازمان وویل، که ملګري ملتونه او نور مرستندویه سازمانونه په ۲۰۲۲ کال کې خپل عملیات د پام وړ نه وای زیات کړي، بشري وضعیت به نور هم خراب شي.
عباسي وويل: "له يو کال وروسته چې په واک کې دي، د طالبانو مشران بايد هغه غمیزه وپيژني چې دوی رامنځته کړې او د حقونو په اړه باید خپل چلند ته بدلون ورکړي، مخکې له دې چې نور افغانان قرباني شي او نور کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي."