فرشته عباسي، د بشري حقونو څار سازمان
د ۲۰۲۵ کال د مارچ ۱۹
زه له تاسو مننه کوم چې راته مو دا فرصت راکړ چې د افغانستان د مذهبي آزادۍ په اړه دا مهمه شاهدي وړاندې کړم. د مذهبي لږکیو او هغو کسانو بشري حقونه چې د طالبانو له تفسیر سره سم اسلام نه تعقیبوي، له جدي ګواښ سره مخ دي.
طالبان د اسلام یوه خورا محافظهکاره سني تفسیر تعقیبوي. خو د افغانستان شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ سلنه وګړي شعیه مسلمانان دي، او د صوفیانو یو قابل ذکر شمېر، د احمدي لږکیو کوچنی شمېر، او همدارنګه ځینې هندوان او سیکان شتون لري. طالبان په ښکاره د شعیه او صوفي مذهب د پیروانو د عبادت بندیز نه اعلانوي، خو هغوی احمدیان مسلمانان نه ګڼي او پخوا یې د دوی ځینې مشران ځورولي دي. د افغانستان د غیرمسلمانانو لږکیو اکثریت هم د ځورونې له ګواښ سره مخامخ دي، په ځانګړې توګه بهاییان، بودایان، زرتشتیان، او عیسویان، چې خپل دین یا په پټه عملي کوي یا له وېرې پټ شوي دي. نامعلوم شمېر افغانان ځانونه بی دینه، ملحد، یا د اسلام او بل هر دین نه پیروي کوونکي ګڼي. د طالبانو چارواکي هر هغه څوک چې له اسلام څخه اوړي مرتد بولي، چې دوی دا جرم ګڼي او د مرګ سزا ورته لازمي بولي.
طالبان د افغانستان د مذهبي لږکیو د خونديتوب په برخه کې هم پاتې راغلي. د خراسان ولایت اسلامي دولت (ISKP)، چې د داعش یوه وسلهواله ډله ده، په افغانستان کې شعیه، صوفي، او غیرمسلمان وګړي پرلهپسې تر بریدونو لاندې راولي. له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د خراسان ولایت اسلامي دولت (ISKP) د شعیه مسلمانانو پر ضد له ۲۰ ډېر ځانمرګي بریدونه او نور وسلهوال بریدونه ترسره کړي، چې په ځانګړې توګه یې هزاره قوم هدف ګرځولی، چې په زرګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د هزاره قوم نه یوازې د مذهبي باورونو له امله تبعیض او تعصب تجربه کړی، بلکې د قومي ځورونې سره هم مخ دی. د دې قوم خلک له تېرو سلو کلونو راهیسې د افغانستان د بېلابېلو حکومتونو لخوا له تعصب، تبعیض، او تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.
موږ نشو کولی د دې بریدونو وحشت په کافي اندازه بیان کړو. د خراسان ولایت اسلامي دولت (ISKP) د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په ۱۲مه د دایکندي په ولایت کې، چې یوه هزاره مېشته سیمه ده، د ۱۴ کسانو د وژلو مسؤولیت ومانه. دا د افغانستان د هزاره ټولنې پر ضد تر ټولو وروستی برید و.
د ۲۰۲۴ کال د اپرېل په ۲۹مه، یوه وسلهوال د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ په صاحبالزمان شعیه جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې، چې شپږ تنه یې ووژل. همدارنګه، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۶مه، د خراسان ولایت اسلامي دولت (ISKP) د کابل په دشت برچي سیمه کې، چې زیاتره هزاره مېشته سیمه ده، پر یوه مسافر وړونکي بس برید وکړ، چې لږترلږه ۵ کسان پکې ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.
طالبانو د خراسان ولایت اسلامي دولت (ISKP) بریدونه غندلي او د ځینو قربانیانو کورنیو ته یې محدودې مالي مرستې ورکړي دي. چارواکو ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به زیانمنې ډلې له بریدونو څخه خوندي ساتي، خو ډېر کم شواهد شته چې حکومت دې د دې ژمنو د عملي کولو لپاره جدي یا اغېزناک ګامونه پورته کړي وي.
د افغانستان څخه راپورونه ښيي چې عیسویان او نورې مذهبي لږکۍ، چې د اسلام پرېښودو شک پرې کېږي، د تاوتریخوالي، د دین جبري بدلولو او بندي کېدو له ګواښ سره مخ دي. دا مذهبي لږکۍ ډېری وخت په پټه فعالیت کوي، د دې وېرې سره ژوند کوي چې که وپېژندل شي، له سختو مجازاتو سره به مخ شي. هغوی ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې راټول شي، عبادت وکړي، یا خپل عقاید په ښکاره څرګند کړي.
د طالبانو د شریعت تفسیر او هغه نوي قوانین او پالیسۍ چې دوی اعلان کړي، په بل هېڅ اسلامي هېواد کې نه موندل کېږي. د دوی ډېری قوانین د افغانانو اساسي بشري حقونه په شدیده توګه محدودوي.
دا هغه وضعیت دی چې افغانان یې نن د طالبانو تر واک لاندې زغمي. ټول ولس مجبوره شوی چې د یوې مذهبي څانګې د خورا سختدریځه تفسیر له مخې ژوند وکړي. افغانستان د مذهبي آزادۍ او نورو اساسي بشري حقونوله پلوه یو کابوس ګرځېدلی دی.
سربېره پردې، د طالبانو لخوا د افغانستان د مذهبي تنوع د پیژندلو څخه انکار او د دوی پریکړه چې د عقیدې عمل د سني اسلام یوې واحدې، دولت لخوا تصویب شوې نسخې پورې محدود کړي، د فکر، وجدان، عقیدې او مذهب د حقونو سره په ټکر کې دي. دا پالیسۍ د ویرې، محرومیت او او زغم نشتوالي فضا رامنځته کوي.
د امریکا حکومت—چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې جدي تېروتنې کړي—لاهم کولی شي د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د مذهبي لږکیو د حقونو په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي.
امریکا باید بې له ځنډه دوامداره ګامونه واخلي، څو طالبان د خپلو سرغړونو له امله حسابورکوونکي وګرځوي او ډاډ ترلاسه کړي چې د ټولو افغانانو مذهبي آزادي، پرته له دې چې د کوم دین پیروان دي، بېرته خوندي شي. مذهبي لږکۍ او هغه کسان چې د طالبانو له سخت دریځه اسلامي تعبیر سره اختلاف لري، تل د ځورونې، تاوتریخوالي او مرګ له دوامداره ګواښ سره مخ دي.
سپارښتنې:
- نړیواله ټولنه دې وهڅول شي چې پر طالبانو فشار راوړي څو هغوی د نړیوال بشري حقونو قانون، په ځانګړې توګه د مذهبي آزادۍ په اړه خپلې ژمنې عملي کړي او د مذهبي ځورونې قربانیانو ته د عدالت د لاسرسي زمینه برابره کړي.
- پر هغو لوړپوړو طالب چارواکو دې بندیزونه او د سفر محدودیتونه ولګول شي چې د مذهبي لږکیو په ځورونه او د مذهبي آزادۍ په محدودولو کې لاس لري.
- د داعش یا د خراسان ولایت اسلامي دولت (ISKP) د هغو کسانو پر وړاندې دې د ګلوبل مګنیټسکي (Global Magnitsky) بندیزونه ولګول شي چې د هزاره او نورو مذهبي لږکیو پر وړاندې په بریدونو کې لاس لري.
- هغو کسانو ته دې د پناه او بیا مېشتېدو فرصتونه برابر شي چې د خپلو مذهبي عقایدو له امله له جدي ګواښ سره مخ دي، په ځانګړې توګه د مذهبي لږکیو غړو ته.