Skip to main content

د نړیوالې مذهبي ازادۍ په اړه د متحده ایالاتو کمیسیون ته شاهدي

په افغانستان کې مذهبي ازادي: د طالبانو له واک څخه یو کال تیر شو

فرشته عباسي، د بشري حقونو د څار سازمان

د ۲۰۲۲ کال د اګوست ۲۴

 

مننه چې ما ته مو بلنه راکړه چې په دې مهم استماعییه  کې شاهدي ورکړم او په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ وضعیت ته د پام وړ پاملرنه را واړوم.

زه به مستقیم اصلي موضوع ته راشم. په افغانستان کې مذهبي ازادي نشته.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واک څخه راهیسې،  طالب چارواکو د خپل مشر هبت الله اخندزاده د حکم په حواله ویلي چې د پخواني حکومت قوانین نور نافذ نه دي او یوازې شریعت یا اسلامي شریعت په افغانستان کې د تطبیق وړ دی.

خو، د شریعت په اړه د طالبانو تعبیرونه او هغه نوي مقررات او پالیسي ګانې چې دوی د واک له اخیستو وروسته اعلان کړي، په کوم بل هیواد کې چې اسلامي نفوس لري نه شې موندل کیدی. د دوی نږدې ټول قوانین د افغانانو اساسي بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په جدي توګه محدودوي. د طالبانو د شريعت له افراطي تعبيرونو سره سم، طالب چارواکو د نجونو پر ثانوي زده کړو باندې په حقيقت کې بنديز لګولی، د ښځو د بدنونو او مخونو د پټولو امر يې کړی، چې له کوره بهر وي، او ښځې يې له نارينه خپلوانو (محرم) پرته له سفر او کار کولو منع کړي دي.

په نړۍ کې بل داسې هېواد نشته چې ښځې پکې له خپلو اساسي بشري حقونو څخه د دومره پراخې سرغړونې سره مخ وي.

طالبانو هم د شريعت په حواله د نارينه او ښځو بېلابېل نور فعاليتونه منع کړي دي، چې په هغو کې د نا آشنا نارينه او ښځو له يو ځاى کېدو او پارکونو او رستورانتونو ته له تګ څخه منع کول شامل دي.

دا محدودیتونه د افغانانو حقونه هم تر پښو لاندې کوي چې د خپلو مذهبي عقیدو له مخې ژوند وکړي.

مګر نور سرغړونې هم شتون لري. طالبان د افغانستان د مذهبي اقلیتونو د تاوتریخوالی څخه په ساتنه کې پاتې راغلي، او ځینې ډلې یې تر تعذیب او ځورونې لاندې راولي.

طالبان د اسلام په اړه د سني تر ټولو ستر سخت دریزه تعبیر تعقیبوي. خو په سلو کې له ۱۰ څخه تر ۱۵ پورې افغانان شیعه ګان دي او په ښاري سیمو کې د پام وړ شمیر صوفيان، لږ شمیر احمدیان او ځینې هندوان او سیکان شته. طالبانو نه دي ویلي چې شیعه توب یا صوفي توب منع دي. او چارواکو هم د هندوانو او سکانو د خوندیتوب ژمنه کړې، که څه هم د دواړو ټولنو غړو له افغانستان څخه وتلو ته دوام ورکړی، او یوازې د سلو څخه لږ څه افغانستان کې پاتې دي.

طالبان احمدیان مسلمانان نه ګڼي او په تیرو وختونو کې یې د هغوی ځینې مشران د کفر په تور ځورولي دي. په افغانستان کې د نامسلمانو ډېری وړې ډلې هم د ځورونې تر ګواښ لاندې ژوند کوي، په تېره بیا بهايي، بودایان، زردشتیان او عیسویان، چې په پټه خپل عبادت ترسره کوې یا پټ شوي دي. یو نا معلوم شمېر افغانان ځانونه اګنوسټیک یا ملحد ګڼي او یا هم اسلام نه تعقیبوي او د بل کوم دین لارویان ندې. طالب چارواکي په دې نظر دي چې هر هغه څوک چې اسلام پریږدي د ارتداد مرتکب دی، د دوی په باور باید د مرګ سزا ورکړل شي.

نن ورځ په افغانستان کې د شیعه، صوفي او غیر مسلمانانو لپاره جدي ستونزې د خراسان څانګې (ISKP) څخه سرچینه اخلي، چې په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) پورې تړلې وسله والې افراطي ډله ده. د خراسان څانګې په مکرر ډول د شیعه ټولنو په ځانګړې توګه د هزاره توکم پر وړاندې ځانمرګي بریدونه او نور وسله وال بریدونه ترسره کړي دي. هزاره ګان، چې اکثریت شیعه توکمه ده، له یوې پیړۍ راهیسې د افغان حکومتونو له خوا له تبعیض او ناوړه چلند سره مخ دي. د طالبانو لخوا د افغانستان د نیولو راهیسې، د خراسان څانګې د هزاره ټولنې د غړو په وړاندې د ۱۳ بریدونو مسؤلیت منلی او لږ تر لږه په دریو نورو کې ښکیل ګڼل شوي دي. دغو بریدونو لږ تر لږه ۷۰۰ کسان وژلي دي.

موږ نشو بیان کولی چې یاد بریدونه څومره وحشتناک وو. د اپریل په ۱۹مه د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي په یوه لېسه کې چې اکثره یې هزاره او شیعه ګان دي- د خراسان څانګې ځانمرګي برید له ۲۰ ډېر زده کوونکي او د پوهنې کارکوونکي ووژل او ټپیان کړل. (دا سیمه مخکې له دې چې طالبانو واک ترلاسه کړ د څو ویجاړونکو بریدونو سره مخه شوې وه: د ۲۰۲۱ کا د می په میاشت کې د خراسان څانګې لخوا د نجونو په یوه ښوونځي او د ۲۰۲۰ کال د می په میاشت کې د دشت برچي روغتون د زیږون څانګې برید چې د بی سرحده ډاکټرانو لخوا يې ملاتړ کیده، چې شاوخوا ۵۰ زده کونکي چې ډیری یې نجونې وې، ووژل او له ۱۰۰ څخه ډیر یې ټپیان کړل.) برید په میډیسن سنز باندې. د اپریل په ۲۱، د داعش خراسان څانګې بیا د مزار شریف په سه دوکان جومات کې ځانمرګی برید وکړ، چې د افغانستان یو له لویو شیعه جوماتونو څخه و، چې ۳۱ کسان یې ووژل او ۸۷ نور ټپیان شول.

د دې بریدونو سربیره، د اپریل په ۲۷ د داعش خراسان څانګې شکمنو غړو د سمنګان ولایت د دره صوف د ډبرو سکرو کان ته په لاره کې پنځه هزاره ګان ووژل. بله ورځ په مزارشريف کې د هزاره مسافرو د سپرلۍ په موټر کې بمي چاودنې ۹ تنه ووژل او ۱۳ نور يې ټپيان کړل.

طالبانو د داعش د خراسان څانګې بریدونه غندلي او د ځینو قربانیانو کورنیو ته یې لږې مالي مرستې ورکړې دي. چارواکو دا ژمنه هم کړې چې په راتلونکي کې به زیان منونکي ډلې له بریدونو څخه خوندي کړي. مګر داسې ډیر لږ نښې شتون لري چې چارواکي د دې کولو لپاره فعال یا مهم ګامونه اخلي.

دا هغه حالت دی چې نن ورځ افغانان د طالبانو په واکمنۍ کې زغمي. ټول وګړي مجبور دی چې د یو واحد مذهب د یوې څانګې د خورا محافظه کار تعبیرونو سره سم ژوند وکړي. د نفوس له نیمایي څخه ډیر - میرمنې او نجونې - د خپل له اساسي بشري حقونو څخه د پراخو او جدي سرغړونو سره مخ دي. افغان نارینه او هلکان هم د طالبانو د فرمانونو له مخې ځورول کیږي. او طالبان د اسلامي دولت د ډلې په توګه د افغانستان د زیان منونکي مذهبي لږکیو د وژلو لپاره د فرصتونو په لټه کې لږ څه کوي. افغانستان د مذهبي ازادۍ -- او نورو اساسي بشري حقونو لپاره یو ویرونکې خوب دی.

طالب مشران باید دا ومني چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د دوی لید په ظلم باندې جوړ شوی، او دا چې د ټولو افغانانو اندیښنو ته د رسیدو لپاره، دوی اړتیا لري چې مذهب او نورو بنسټیزو آزادیو ته د حقونو درناوی تګلاره غوړه کړي. دا به په دې معنی وي چې د نړیوالې ټولنې سره په لا زیاتې همکارۍ کې ښکیلتیا او د بشري حقونو په اړه د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره - د بیلګې په توګه، د تعلیم، کارموندنې او آزاد تګ راتګ په برخه کې د چلند لارو لغو کول کوم چې  د ښځو او نجونو د حقونو څخه سرغړونه کوي او په افغانستان کې ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا میکانیزمونه سره بشپړه همکاري . بشري حقونو ته د طالبانو ډیر درناوی هم کولی شي د داعش خراسان څانګې لخوا په ځانګړې توګه په افغانستان کې مذهبي اقلیتونو ته د ګواښ په وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړیوالې همکارۍ سره مرسته وکړي.

د امریکا حکومت – چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې جدي تېروتنې کړي – سره له دې هم د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او مذهبي لږکیو د حقونو په برخه کې مهمې مرستې کولی شي. په دې کې د افغانستان د بشري او اقتصادي وضعیت او د داعش خراسان څانګې له خوا ګواښ په اړه د ګډو اندیښنو په اړه له طالبانو سره د خبرو اترو دوام شامل دی. متحده ایالات باید د ملګرو ملتونو د ماموریت او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د هڅو ملاتړ وکړي ترڅو د بشري حقونو سرغړونو څارنه، راپور ورکړي، او حساب ورکونه یقیني کړي. متحده ایالات باید له نورو حکومتونه وغواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې بشري حقونه ښه کړي، ځکه چې همغږي هڅې د افغانستان د راتلونکي لپاره مهمې دي.

موږ هیڅ کله نه تسلیمیږو.

مننه.

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country