(نیویارک، د ۲۰۲۵ کال د اګست ۵) — د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل چې طالبان له ۲۰۲۱ د اګست د ۱۵ نېټې راهیسې چې افغانستان یې تر واک لاندې راوست، خپله ځپنه نوره هم زیاته کړې ده. دوی د ښځو او نجونو پر حقونو بندیزونه سخت کړي، خبریالان یې نیولي او د هر ډول مخالفت غږ یې خاموش کړی دی. افغانستان اوس د نړۍ له تر ټولو ستر بشري کړکېچونو سره مخ دی، چې د مرسته ورکوونکو هېوادونو د مرستو د کمېدو او له ایران او پاکستان څخه د ۱.۹ میلیونه شړل شویو کډوالو بېرته ستنېدو له امله لا پسې ژور شوی دی.
طالبانو لا هم نجونو ته د شپږم ټولګي پورته زدهکړې او ښځو ته د پوهنتونونو دروازې تړلې ساتلې دي. ښځې د کار، د تګ راتګ ازادۍ او عامه ځایونو او خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي. دغه د حقونو سرغړونې ښخې د بشري مرستو او روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کولو هم بې برخې کړې دي. د ۲۰۲۵ د جولای په ۸ نېټه، د نړیوال جزایي محکمې د طالبانو د مشر هیبت الله اخندزاده او د سترې محکمې د مشر قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړل، پر دې تور چې د جنسیتي ځورونې په وسیله یې د بشریت پر وړاندې جنایت کړی دی.
د بشري حقونو د څار د افغانستان څېړونکې، فرشته عباسي، وویل: «د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه موږ ته د دوی د ظلمونوشدت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې، تریخ یاد راپه زړه کوي. د طالبانو دغه کرغیړن کړنې باید هېوادونه دې ته وهڅوي چې د طالبانو مشرتابه او ټول هغه کسان چې په افغانستان کې د درنو جنایاتو مسوول دي، د قانون منګولو ته وسپاري.»
طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» تر نوم لاندې سخت او ظالمانه قانون په جدي توګه پلي کړی چې د لباس او چلند لپاره ځانګړې قاعدې ټاکي. د دې قانون د پلي کولو لپاره د سیمې په کچه جوړو شوې کمېټې پر کاري ځایونو چاپې وهي، عامه ځایونه څاري، او د تلاشي پوستې جوړوي څو د خلکو ګرځنده ټیلیفونونه وګوري او د وسایطو له سپرو او پلي تګ کوونکو څخه پوښتنې وکړي.
د طالبانو چارواکو هغه کسان نیولي دي چې د دوی د قانون د سرغړونې په تور تورن شوي وي، لکه د موسیقۍ غږول، نامناسب حجاب اغوستل، یا په کاري چاپېریال کې د ښځو او سړیو د جلا ساتلو شرط نه پوره کول. د دې سربېره، د ښځو لپاره د محرم د ملتیا د سخت شرط عملي کول د هغوی په ورځنیو ستونزو او محدودیتونو کې زیاتوالی راوستی او هغوی ته یې د بشري مرستو او د عامه خدمتونو، لکه روغتیايي پاملرنې، ته لاسرسی لا پسې ستونزمن کړی دی.
د افغان او نړیوالو د بشري حقونو د سازمانونو یو ائتلاف په ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په میاشت کې خپله غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړه. هغوی له د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې د افغانستان لپاره یو خپلواک نړیوال د حساب ورکولو میکانیزم جوړ کړي، څو په افغانستان کې د درنو سرغړونو او ظلمونو د څېړنې، د شواهدو د راټولولو، ساتلو او تحلیلولو واک ولري.
د بشري حقونو د څار سازمان وویل چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په تېرو څلورو کلونو کې ونه توانېدل چې په افغانستان کې د روانو سختو د بشري حقونو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره مؤثر ګامونه پورته کړي. د اروپايي اتحادیې لپاره پکار ده چې د افغانستان د حساب ورکونې یو پراخ میکانیزم د جوړېدو وړاندیز په هغه کلنۍ پرېکړه لیک کې شامل کړي چې په سپتمبر کې یې د تصویب لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کوي.
ایران او پاکستان د خپلو حکومتونو د کډوالو او پناه غوښتونکو پر ضد د سختو اقداماتو په لړ کې نږدې دوه میلیونه افغانان شړلي دي. په هغو کسانو کې چې په زور بېرته ستنېږي، هغه افغانان هم شامل دي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ځورونې له وېرې ایران او پاکستان ته تښتېدلي وو. ډېری له شړل شویو یا بېرته ستنېدلو کسانو څخه څو لسیزې له افغانستانه بهر ژوند کړی و، او په ځینو مواردو کې یې ټوله ژوند له هېواده بهر تېر کړی و. دغه شمېرې د هغو میلیونو کور دننه بېځایه شویو کسانو له شمېر سره یو ځای شوې او د بشري مرستو د توان په جدي توګه فشار راوړی دی.
سربېره پر دې، جرمني د ۲۰۲۵ د جولای په ۱۸ نېټه ۸۱ افغانان کابل ته وشړل، چې دا د صدراعظم فریدریش مېرتس د حکومت له لوري افغانستان ته د لومړنیو شړنو پیل و. د حکومت په وینا، دا به د دوامدارو شړنو پیل وي. په متحده ایالاتو کې د ټرمپ ادارې د افغان وګړو لپاره د موقتي خوندي وضعیت پروګرام ختم کړی، د افغانانو لپاره د بشري پارول پروګرام یې په سخت ډول محدود کړی، د کډوالو د منلو بهیر یې تر نامعلومه وخته ځنډولی، او افغانستان یې د سفر بندیز په هېوادونو کې شامل کړی دی. د دې کار له امله زرګونه افغانان د شړلو وړ ګرځېدلي، چې پکې د دریمو هېوادونو ته د شړلو امکان هم شامل دی.
د هېواد دننه رسنۍ اړې شوې دي چې له سختو محدودیتونو سره سم خپرونې وکړي، چې پکې د خلکو د انځورونو خپرول منع دي او همدارنګه مبهم شرطونه شته چې د اسلام پر ضد د هر ډول موادو خپرول منع کوي. خبریالان وايي چې د چارواکو له غبرګون او غچ اخیستنې د ځان ساتلو لپاره دوی په زیاتېدونکي ډول د ځان-سانسوري څخه کار اخلي.
د ټرمپ ادارې له لوري د امریکا د مرستو د هغو پروګرامونو کمول چې تر ۲۰۲۵ د جنورۍ پورې یې د افغانستان د بشري مرستو له ۴۰ سلنې څخه ډېر جوړاوه، د خوړو د مرستو هغه هڅې له منځه وړي چې د خوراکي توکو د لاسرسي د خوندي کولو لپاره حیاتي وې، او په ځانګړي ډول یې ښځې او نجونې ډېرې زیانمنې کړې دي. د افغانستان شاوخوا نیم نفوس یاشاوخوا ۲۳ میلیونه کسان کېږي، د خوړو مرستې ته اړتیا لري. د جولای تر میاشتې پورې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) راپور ورکړی چې له ۴۰۰ څخه ډېر روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله تړل شوي، چې ډېره برخه یې د مرسته ورکوونکو هېوادونو د رسمي پراختیايي مرستو له لارې تمویلېده.
د بهرنۍ مرستې له لاسه ورکولو د خوارځواکۍ ستونزه ، په ځانګړي ډول د ماشومانو په منځ کې، نوره هم زیاته کړې ده. د مرستو کمېدو همدارنګه د نجونو او ښځو د مهمو آنلاین تعلیمي پروګرامونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.
عباسي وویل: «حکومتونه باید طالبان تر فشار لاندې راولي چې له خپلو ظلمونو لاس واخلي، او په عین وخت کې د افغانستان د بشري کړکېچ د کمولو هڅه وکړي. هېڅ هېواد باید افغانان په زور بېرته ونه ستنوي.»