نیویارک – د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر ۳۰مه، د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل چې د طالبانو له خوا پر انټرنېټ بندیزونه د خلکو پر حقونو او ژوند په ټول افغانستان کې سخت اغېز کړی دی. دغه بندیزونه چې د سپتمبر په نیمایي کې پیل شول او د میاشتې تر پایه ټول افغانستان ته وغځېدل، د زدهکړې، سوداګرۍ، رسنیو او روغتیايي خدمتونو بهیر یې ګډوډ کړی دی.
د طالبانو چارواکو ویلي چې دوی د "غیراخلاقي کړنو" د مخنیوي لپاره انټرنېټ تړلی دی. لومړی یې په څو شمالي ولایتونو کې د فایبر لینونه پرې کړل، وروسته بیا د سپتمبر په ۲۹ د ماښام په پنځو بجو په کابل کې هم فایبر او هم موبایلي انټرنېټ ودرول شو. د پروټون VPN د سپتمبر په ۳۰ راپور ورکړ چې په ټول افغانستان کې انټرنېټ په بشپړ ډول پرې شوی دی.
د بشري حقونو د څار د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي وویل د طالبانو دا کار د میلیونونو افغانانو ژوند ته زیان رسوي او هغوی د زدهکړې، روغتیايي خدمتونو او معلوماتو له خپلو اساسي حقونو بېبرخې کوي. طالبان باید له دې بېاساسه پلمو لاس واخلي او د انټرنېټ بندیز پای ته ورسوي."
له دې وروسته چې کابل کې انټرنېټ بند شو، ګڼو کاروبارونو د ګډوډیو راپور ورکړ او د کابل هوايي ډګر پروازونه لغوه شول.
زدهکوونکي چې انلاین زدهکړې یې کولې، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې لا دمخه د طالبانو د پراخو بندیزونو له امله له منځني او لوړو زدهکړو محرومې شوې وې، نورې هم له زدهکړې پاتې شوې. د سپتمبر په ۲۹مه، د پوهنتون د زدهکوونکو د یوې انلاین ټولګۍ استاد د بشري حقونو د څار سازمان ته وویل چې له ۲۸ زدهکوونکو څخه، چې ۱۸ یې په افغانستان کې ښځې وې، یوازې ۹ تنه وتوانېدل ګډون وکړي.
دغه بندیزونه ښځې او نجونې نورې هم یوازې کوي، او له هغو لږو لارو یې بېبرخې کوي چې د زدهکړې، معلوماتو، انلاین کار او ډیجیټلي خدماتو لپاره پاتې وې. فعالانو ویلي چې دا بندیز به د هغوی هڅې د ټولنې د ملاتړ لپاره کمزورې کړي، په ځانګړي ډول هغه نوښتونه او خدمتونه چې د ښځو په مشرۍ پرمخ ځي او د ښځو او نجونو لپاره ځانګړي دي.
په افغانستان کې خبریالانو راپور ورکړی چې د انټرنېټ بندېدو له امله نه شي کولای کورني او نړیوال زنګونه ووهي، ځکه چې بندیز هم موبایلي شبکې او هم د فایبر نوري شبکې فلج کړي دي، چې پکې لکه واټساپ او سیګنال هم شامل دي. د بندیز د اغېزو مستندول هم ستونزمن شوي دي، ځکه چې د انټرنېټ او ټیليفوني شبکو د پرې کېدو له امله له هېچا سره د هېواد دننه اړیکه نیول ممکن نه دي.
مرستندویه بنسټونو ویلي چې دا تور تم به په افغانستان کې د دوی د غبرګون بهیر ټکنی کړي، ځکه چې د اړیکو، همغږۍ او د مرستو د وېش ډېره برخه په انټرنېټ پورې تړلې ده. اندریکا رتواته، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی دی، وویل چې دا بندیزونه د ورځني کاروبار او د مهمو مرستو پر وړاندې خنډ جوړوي: " دا د موجودو کړکېچونو تر څنګ بله کړکېچ ده، او اغېزې به یې د افغانانو پر ژوند وي."
انټرنېټ ته لاسرسی د بشري حقونو د پراخې کچې د عملي کولو لپاره د یوه اړین وسیله په توګه پېژندل شوی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د انټرنېټ د بندیزونو پر سختو اغېزو راپور ورکړی دی، چې پکې د بیان ازادۍ، سیاسي ګډون، عامه امنیت، زدهکړې، کار، روغتیا او پر ټولنیزو، اقتصادي او جنسي توپیرونو د زیاتېدو اغېزې شاملې دي. دغه بندیزونه د ښځو او نجونو د مهمو ملاتړونو او معلوماتو، په ځانګړي ډول د عاجلو روغتیايي خدمتونو، ته لاسرسی هم محدودوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او د بشري حقونو شورا له حکومتونو غوښتي چې له دې ډول بندیزونو ډډه وکړي.
عباسي وویل: "افغانان له نړۍ سره مخکې هم لږ تړاو درلود، خو اوس په بشپړ ډول پرې شوي دي. څومره چې د طالبانو د انټرنېټ بندیزونه اوږدیږي، هغومره به یې د خلکو او د هېواد لپاره زیان ډېر وي."