Skip to main content

افغانستان: پر شیعه ګانو باندې د اسلامي دولت بریدونو کې زیاتوالی

د داعش پورې تړلي هدفي وژنې د بشریت ضد جنایتونه ګڼل کیږي

Relatives and local residents dig graves during a mass funeral for the victims of an ISKP suicide attack on a Shia mosque in Kandahar, Afghanistan, October 16, 2021.  © 2021 AP Photo/Sidiqullah Khan

(نیویارک، د ۲۰۲۱ کال د د اکتوبر۲۵مه) – د بشري حقونو څار سازمان نن وویل، د اسلامي دولت خراسان څانګه (ISKP)، یوه وسله واله ډله چې د اسلامي دولت (داعش) سره تړاو لري، د افغانستان د شیعه مذهبه اقلیتونو په وړاندې بمې چاودنې او نور هدفي بریدونه ترسره کوي چې بشریت ضد جنایتونه ګڼل کیږي. دې ډلې نور ډله ایز تلفات لرونکې بریدونه هم ترسره کړي، د ۲۰۲۱ کال د اګست ۲۹ نیټې د کابل په هوایی ډګر ځانمرګی برید چې پکې ۱۷۰ افغانان وژل شوي، چې ډیری یې ملکي وګړي وو.

د داعش ډلې د خراسان څانګې  په هزاره شیعه ټولنې باندې د وروستیو غیرقانوني ډیرې بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی، د اکتوبر په ۸ نیټه د کندز په سید اباد جومات کې د ځانمرګي برید پشمول چې لږترلږه ۷۲ کسان پکې ووژل شول، او بله چاودنه چې په کندهار کې د بی بی فاطمه په جومات کې د اکتوبر په ۱۵ نیټه ترسره شوه چې لږترلږه ۶۳ کسان يې ووژل. د کندهار له برید وروسته، داعش یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې یاده ډله  به شیعه ګان په خپلو کورونو او مرکزونو کې په نښه کړي "په هر ډول چې وي، د هغوی د غاړې له پریکولو څخه نیولې بیا  د هغوی د بدن د غړو تر ویشلو پورې ... او د [داعش] د بریدونو خبرونه ... د [شیعه ګانو] پر معبدونه او تجمعاتو له بغداد څخه تر خراسان پورې له هیچا پټ نه دي.

د بشري حقونو څار سازمان د آسیا څانګې مشرې پاتریشیا ګوسمن وویل"د داعش ډلې د خراسان څانګې وسله والې ډلې په مکرر ډول ویجاړونکي بریدونه ترسره کړ چې داسې ښکاري چې د ترهګرۍ خپرولو او په ځانګړي ډول د افغانستان هزاره ټولنې ته د زیاتو زیانونو رسولو لپاره ډیزاین شوي. د هغې په وینا " د هزاره ګانو په نښه کولو ډیری بریدونه د بشریت ضد جنایتونو په توګه ګڼل کیږي، او مسوول کسان يي باید عدالت ته راکش شي."

د داعش ډلې د خراسان څانګې لږترلږه له ۲۰۱۵ راهیسې هزاره ګانو او نورو افغان ملکیانو ته جدي ګواښ پیښ کړی، کله چې یادې اسلامپاله وسله والې ډلې په جوماتونو، روغتونونو، ښوونځیو او نورو ملکي تاسیساتو په ځانګړي ډول په شیعه میشتو سیمو کې بریدونه پیل کړي. دې بریدونو لږترلږه ۱۵۰۰ ملکي وګړي وژلي او په زرګونو نور یې ټپیان کړي، چې ډیری یې مذهبي اقلیتونه دي.

د داعش ډلې د خراسان څانګې بریدونه په کابل، جلال اباد، هرات او نورو ښارونو کې ترسره دي. ځینې یې هندو او سک مذهبي اقلیتونه او همدارنګه هزاره ګان په نښه کړي دي. د داعش ډلې د خراسان څانګې په ۲۰۱۸ کال کې ژورنالیستان، د مدني ټولنې فعالان، او روغتیایی کارکونکي او په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د نجونو ښوونځي په نښه کړي دي. د دوی بریدونه لومړی په ۲۰۱۶ -۲۰۱۸ کلونو کې زیات شول او بیا وروسته له هغې چې په ۲۰۱۹ کې دغه  ډله له پوځي خنډونو سره مخ شوه، بریدونه کم شوي و، خو له ۲۰۲۰ کال راهیسې، بریدونه یو ځل بیا زیات شوي دي.


د طالبانو چارواکو، چې د اګست په میاشت کې یې کابل او د هیواد ډیری برخې ونیولې، وویل چې دوی به د شیعه جوماتونو او نورو تاسیساتو لپاره ډیر محافظت چمتو کړي. لیکن، طالبان د هزاره ګانو په وړاندې د جدي سرغړونو سابقه هم لري، لکه په ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ کلونوکې په مزار شریف او بامیان کې د جګړو پرمهال د هزارګانو پر وړاندې په لویه کچه وژنې ترسره کړې وې. پدې وروستیو کې، طالب چارواکو هزاره ژورنالیستان د خپل سري توقیف او وهلو او هزاره ټولنو د اجباري شړلو  لپاره په نښه کړي دي.

د بشریت ضد جنایت مفهوم لږترلږه ۱۹۱۵ کلونو  پورې اړه لري او د ۱۹۴۵ نړیوال نظامي محکمې منشور برخه وه چې د نازي مشرانو نوریمبرګ محاکمې رامنځته کړې. د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) د روم اساسنامې له مخې، د بشریت پروړاندې جنایت د ډیری جدي جرمونو ارتکاب ته وايي، لکه وژنه اواجباري شړل، چې په قصدي ډول د یوه دولت یا غیر دولتي ډلې لخوا د ملکي وګړو په وړاندې د پراخه یا سیستماتیک برید برخې په توګه ترسره کیږي.

د هزاره ټولنې پروړاندې د داعش ډلې د خراسان څانګې بریدونه پراخه او سیستماتیک وو. د داعش ډلې د خراسان څانګې لخوا د بشریت پروړاندې ښکاره جنایتونه لکه قتل او نور غیر انساني کړنې چې د لوی رنځ لامل کیږي، ارتکاب شوې. د یادې ډلې عامه بیانات روښانه کوي چې وژونکي بریدونه قصدي پالیسي منعکس کوي.

د ۲۰۲۱کال د مې په ۱۵ نیټه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش، القاعده ، او اړوندو افرادو په اړه د بندیزونو کمیټې د داعش ډلې د خراسان څانګه د خپل د بندیز لیست کې شامله کړه او د غړو هیوادونو لخوا یې د شتمنیو کنګل کول، د وسلو بندیز او په سفر بندیز تاسیس کړ.

د نړیوالې جنايي محکمې څارنوال د یادې محکمې له قاضیانو څخه په افغانستان کې د پلټنو د بیا پیل لپاره د اجازې غوښتنه کوي، کوم چې د نړیوالې جنايي محکمې اساسنامې سره اړخ لري. هغه اشاره کړې چې د هغه دفتر به په افغانستان کې د طالبانو او اسلامي  لخوا ادعا شوي جرمونو ته لومړیتوب ورکړي، پداسې حال کې چې د نورو خواو لخوا ادعا شوي جرمونه د اولویت کچې څخه راښکته کوي. د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د څارنوال چلند به د افغان حکومت پخوانیو ځواکونو او په جدي جرمونو کې ښکیل امریکایي پرسونل ته دایمې معافیت ورکړي.

ګوسمن وویل: "په افغانستان کې قدرت اع د طالبانو له راتګ راهیسې په ملکي وګړو د داعش ډلې د خراسان څانګې وحشتناک بریدونه نه دي کم شوي او داسې ښکاري چې مخ په ډیریدو دي." "د طالبانو چارواکو ته پکار ده چې عاجل اقدامات وکړي چې د مذهبي اقلیتونو ټولنې له برید څخه خوندي کړي."

د داعش ډلې د خراسان څانګې د مهمو بریدونو جزوی لیست، په شیعه جوماتونو اوه بریدونه پشمول، لاندې وړاندې شوې:

د اکتوبر په ۱۵مه ، په کندهار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۶۳ کسان ووژل او ۸۳ نورکسان یې ټپیان کړل. د داعش ډلې د خراسان څانګې یې مسؤلیت په غاړه واخیست.

د اکتوبر په ۸مه، په کندز کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۷۲ کسان ووژل او له ۱۴۰ زیات کسان یې ټپیان کړل. د داعش ډلې د خراسان څانګې یې مسؤلیت په غاړه واخیست.

د اګست په ۲۶مه، یوه ځانمرګي بریدګر د کابل په هوایي ډګر برید وکړ، ۱۷۰ افغانان یې ووژل، چې ډیری یې ملکي وګړي ول او په سلګونو نور یې ټپیان کړل. د داعش ډلې د خراسان څانګې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

د جون په ۹مه، وسله والو په بغلان کې ۱۰ تنه بشردوستانه ماین پاکان وروسته له هغه ووژل چې لومړی یې وپوښتل چې په دوی کې هزاره څوک دي. د داعش ډلې د خراسان څانګې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

د می په ۱۴مه، د کابل په یوه جومات کې چاودنه وشوه کله چې عبادت کونکي د کوچني اختر لمانځنې لپاره راټول شوي وو، لږترلږه ۱۲ کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل. د داعش ډلې د خراسان څانګې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست.

د می په ۸مه، د کابل په دشت برچي سیمه کې د سید الشهدا په ښوونځي کې درې چاودنې د نجونو د لیسې د ټولګیو د رخصتیدول په مهال ترسره کړې د نجونو او ښځو په ګډون لږترلږه ۸۵ کسان ووژل او تر ۴۲ ډیر یې ټپیان کړل- اکثریت د هزاره ټولنې څخه وو. کومې ډلې د دغه برید پر غاړه وانخیسته و مګر یاد برید په هزاره میشته سیمه کې پیښ شو چې د داعش ډلې د خراسان څانګې څو ځله په نښه کړی و.

د مارچ په ۴مه، وسله والو د جلال اباد په سرخ رود ولسوالۍ کې د پلاستیک جوړولو په یوه فابریکه کې ۷ هزاره ګان ووژل. کومې ډلې د برید پړه په غاړه وانخیسته، خو په سیمه کې د دغه برید د داعش دلې د خراسان څانګې په تعقیب ترسره شو.
 

۲۰۲۰

د نومبر په ۲مه، د کابل پوهنتون په برید کې د ډیری محصلینو په ګډون لږ تر لږه ۳۵ تنه ووژل شول او تر ۵۰ ډیر نور ټپیان شول. د داعش دلې د خراسان څانګې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

د اکتوبر په ۲۴مه، په کابل کې د یوه تعلیمي مرکز مخې ته ځانمرګي برید لږترلږه ۳۰ کسان ووژل او ۷۰ نور یې ټپیان کړل. داعش دلې د خراسان څانګې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

د می په ۱۲مه، وسله والو د کابل په دشت برچي سیمه کې د زېږون پر یوه روغتون برید وکړ، چې د ۲ ماشومانو او  ۱۵ حامله ښځو په ګډون ۲۴ کسان ووژل. د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه وانخیست، مګر په هزاره میشته سیمه کې پیښ شو چې د داعش دلې د خراسان څانګې څو ځله په نښه کړي و.

د می په ۱۲مه، په ننګرهار کې په یوه جنازه کې ځانمرګي برید لږترلږه ۲۵ کسان ووژل او ۶۸ یې ټپیان کړل. داعش دلې د خراسان څانګې یې مسؤلیت په غاړه واخیست.

 

۲۰۱۹

د اکتوبر په ۸مه، په غزني پوهنتون کې یوې بمي چاودنې ۲۰ محصلین ټپیان کړل. د داعش ډلې د خراسان څانګې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

د اګست په ۱۷مه، په کابل کې د واده په تالار کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۹۲ کسان ووژل او له ۱۴۰ زیات یې ټپیان کړل. د داعش ډلې د خراسان څانګې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیست او ویې ویل چې په برید کې شیعه ګان په نښه کړي و.
 

۲۰۱۸

د سپتمبر په ۵مه، د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې د میوند په نامه د پهلوانۍ په کلب کې ۲ چاودنو د ۲ خبریالانو په ګډون چې د لومړی چادونې جریان يې را تر پوښښ لاندې راوسته، ۲۰ کسان ووژل. د داعش ډلې د خراسان څانګې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

د اګست په ۱۶مه، د کابل په موعود اکاډمۍ کې یوه ځانمرګي برید ۴۰ زده کوونکي ووژل او لږترلږه ۶۷ نور یې ټپیان کړل، چې ډیری یې هزاره ګان وو. د داعش ډلې د خراسان څانګې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

د جولای لومړۍ ، په جلال اباد کې یوه ځانمرګي برید د سک او هندو پلاوي غړي ووژل چې د هغه مهال له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو لپاره روان وو. د داعش ډلې د خراسان څانګې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

د ۲۰۱۸ کال د چون څخه تر دسامبر پورې: د جون په ۳مه، د داعش ډلې د خراسان څانګې اعلان وکړ چې یاده څانګه به په ننګرهار ولایت کې تعلیمي تاسیسات په ځانګړي ډول د نجونو ښوونځي په نښه کړي، او د جون په ۱۱مه په جلال اباد ښار کې به په ښوونځیو او د پوهنې ریاست باندې بریدونه ترسره کړي؛ د جلال اباد ښار د پوهنې ریاست د جولای په ۱۱ او د جولای په ۲۸ مه د ټولنې د نرسنګ او قابله ګۍ د زده کړې انسټیټیوټ باندې بریدونه ترسره شول. په دې موده کې بریدونو ۲۵ کسان ووژل او ۳۹ یې ټپیان کړل.

د جنورۍ په ۲۴مه، وسله والو په جلال اباد کې د ماشومانو د ژغورنې پر دفتر بمي او د ټوپک برید وکړ، چې په پایله کې ۶ کسان یې ووژل او ۲۷ یې ټپیان کړل. د داعش ډلې د خراسان څانګې یې مسؤلیت په غاړه واخیست.
 

۲۰۱۷

د اکتوبر په ۲۰مه، په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې ځانمرګي برید لږترلږه ۶۵ کسان ووژل او ۸۷ نور یې ټپیان کړل. د داعش ډلې د خراسان څانګې یې مسؤلیت په غاړه واخیست.

د اګست په ۱۵مه، په کابل کې  شیعه ګانو پورې اړوند د امام زمان په جومات کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۶۵ کسان ووژل او ۸۷ نور یې ټپیان کړل. د داعش ډلې د خراسان څانګې یې مسؤلیت په غاړه واخیست.

د اګست په لومړۍ، د هرات په جوادیه جومات کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه ۳۱ کسان ووژل او ۶۵ نور یې ټپیان کړل. د داعش ډلې د خراسان څانګې یې مسؤلیت په غاړه واخیست.

د جون په ۱۵مه، وسله والو د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې د شیعه ګانو پورې اړوند د  الزهرا په جومات برید وکړ ، لږترلږه ۶ کسان یې ووژل او له ۱۰ څخه ډیر یې ټپیان کړل. د داعش ډلې د خراسان څانګې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست.

 

۲۰۱۶

د نومبر په ۲۱مه، یوه ځانمرګي د کابل په شیعه ګانو پورې اړوند د باقر العلوم جومات کې دننه چاودیدونکي توکي وچول، چې لږ تر لږه ۳۲ کسان یې ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل. د داعش ډلې د خراسان څانګې مسؤلیت يې  په غاړه اخیستی.

د جولای په ۲۳مه، د کابل په ده مزنګ چوک کې دوه ځانمرګو بریدونو لاریون کونکي په نښه کړل، چې اکثریت يې هزاره ګان وو، چې د هیواد د هزاره اکثریت سیمې په تیریدو سره د بریښنا پروژې د لیکې د بدلون په اړه د حکومت د پریکړې پر ضد لاریون کاوه. په یاد برید کې  لږترلږه ۸۵ کسان وژل شوي او ۴۱۳ نور ټپیان شول. د داعش ډلې د خراسان څانګې مسؤلیت په غاړه اخیستی.
 

۲۰۱۵

د اپرېل په ۱۸مه، یو ځانمرګي بریدګر په جلال اباد کې پر یوه بانک برید وکړ، چې لږترلږه ۳۳ کسان یې ووژل او ۱۰۰ نور یې ټپیان کړل. دا لومړی لوی برید و چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مسوولیت يې پر غاړه واخیست.    

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country
Tags