Skip to main content

افغانستان: طالبان شعیه اقلیت په زوره شړلي

هزاره ګان، پخواني ملکي مامورین د ډله ییزې سزا هدف، د ځمکو غصب

A displaced persons camp in Mazar-i-Sharif, capital of Balkh province, Afghanistan, September 16, 2021. © 2021 Kawa Basharat/Xinhua via Getty Images

(نیویارک) - د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل چې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو چارواکو په زور سره د خپلو سیمو ملاتړو ته د ځمکو ویشلو لپاره په زوره بې ځایه کړي. ډیری د هزاره شیعه ټولنو او همدارنګه د پخواني حکومت سره تړلي خلک د ډله ایزې سزا په توګه په نښه کړي دي.

د ۲۰۲۱کال د اکتوبر په پیل کې، طالبانو او هغو سره تړلو ملیشو په زرګونو هزاره کورنۍ د سویل هلمند ولایت او شمالي بلخ ولایت څخه په زور ایستلي. حال دا چې هزاره ګان د دایکندي، ارزګان ، او کندهار ولایتونو څخه دمخه ایستل شوي و. وروسته له هغه چې طالبان د اګست په میاشت کې واک ته ورسیدل، طالبانو په یادو پنځو ولایتونو کې ډیری هزاره ګانو او نورو اوسیدونکو ته ویلي چې خپل کورونه او کروندې پریږدي، په ډیری مواردو کې یوازې د څو ورځو خبرتیا سره او پرته له کوم فرصت څخه چې دوی خپلې قانوني غوښتنې وړاندې کړي. د ملګرو ملتونو یوه پخواني سیاسي تحلیل کونکي وویل چې هغه د شړلو خبرتیاوې لیدلي چې اوسیدونکو ته یې ویلي چې که دوی عمل ونه کړي ، هغوی "د پایلو په اړه د شکایت کولو حق نلري."

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا مرستیال مشر پاتریشیا ګوسمن وویل: "طالبان د قومیت یا سیاسي نظر پر اساس په زور سره هزاره ګان او نور خلک شړي." "دا شړنې، د زور ګواښونو له لارې او پرته له کوم قانوني پروسې ترسره شوي، جدي سرغړونې دي چې د ډله ایزې سزا په توګه ګڼل کیږي."

رسنیو راپور ورکړی چې د بلخ ولایت د مزار شریف د قباط الاسلام ولسوالۍ هزاره اوسیدونکو ویلي چې د سیمه ایز کوشاني ټولنې وسله والو کسانو د ځایی طالبانو امنیتي ځواکونو سره کار کاوه ترڅو کورنۍ په زوره مجبوره کړي چې خپل کورونه پریږدي او دوی ته یې یوازې درې ورځې وخت ورکړی و چې دا کار وکړي. د طالبانو چارواکو ادعا کړې چې یاد خلک د محکمې د حکم پر بنسټ شړل شوي، خو د شړل شویو خلکو ادعا وکړه چې دوی له ۱۹۷۰ کلونو راهیسې د ځمکې ملکیت درلود. د اختلافي ادعاوو په اړه شخړې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د واک له مبارزو راپورته شوې.

یو بل اوسیدونکي وویل چې د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې، ځایی چارواکو د خپلو خپلوانو او ملاتړ کونکو تر منځ لویې ځمکې وویشلې، چې د توکمیزو او قومي ټولنو ترمنځ تاوتریخوالی لا پسې زیات کړ. د ځمکې د ادعا ګټل په دې پورې اړه درلود چې څوک په واک کې و، او هغه څوک چې په پخوانیو پریکړو کې دعوا له لاسه ورکړي اوس له طالبانو غوښتنه کوي چې د دوی د ادعاوو ملاتړ وکړي. د هلمند یوه فعال وویل چې دا جایدادونه د طالبانو پر هغو غړو ویشل کیږي چې رسمي موقفونه لري. هغه وویل "طالبان ځمکې او نور عامه توکي څو تقسیمه کوي" او خپلو ځواکونو ته یې بیا توزیع کوي.

ترټولو لوی بې ځایه کیدنه په دایکندي او ارزګان ولایتونو کې په ۱۵ کلیو کې شوي، چیرې چې طالبانو د سپتمبر په میاشت کې لږترلږه ۲۸۰۰ هزاره اوسیدونکي شړلي دي. یادې کورنۍ نورو ولسوالیو ته کډه شوي، خپل شیان او فصلونه یې شاته پریښي. یو پخواني اوسیدونکي وویل چې "د طالبانو تر راتګ وروسته، موږ د طالبانو لخوا یو لیک ترلاسه کړ چې موږ ته یې خبر راکړ چې موږ باید خپل کورونه پریږدو ځکه چې ځمکې دعوایی دي. یو څو استازي د ولسوالۍ چارواکو څخه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه، مګر د هغو له جملې څخه شاوخوا پنځه تنه یې نیول شوي دي. د بشرحقونو څار سازمان و نشو کولی څرګند کړي چې ایا هغوی بیرته خوشې شوي که نه.

پخواني اوسیدونکي زیاته کړه چې طالبانو د کلیو څخه بهر سړکونو کې د پلټنې پوستې جوړې کړې او "هیچا ته اجازه نه ورکوي چې حتی د خپل حاصلات هم له ځانه سره واخلي."  د رسنیو له  لخوا د یادو شړنو د خبر خپرولو وروسته ، په کابل کې طالب چارواکو د دایکندي ځینې کلیو کې د شړلو امر بیرته واخیست، مګر د اکتوبر تر ۲۰ پورې هیڅ اوسیدونکي بیرته ندي راستون شوي.

د سپتمبر په نیمایي کې په کندهار ولایت کې، طالبانو د یوه دولتي ملکیت کمپلکس اوسیدونکي اوسیدونکو ته درې ورځې وخت ورکړ چې وځي. دا ملکیت د پخواني حکومت لخوا ملکي کارمندانو ته ویشل شوی و.

نړیوال قانون جبري شړل منع کوي، کوم چې د افرادو، کورنیو، یا ټولنو د خپل د کور یا ځمکې څخه د دایمي یا موقتي شړلو په توګه تعریف شوي، او دا چې د قانوني یا نورو محافظت مناسب ډولونو ته لاسرسی نلري.

هزاره ګان اکثریت شیعه مسلمانان دي چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالب ځواکونو لخوا د ډله ییزو وژنو او نورو بشري حقونو جدي سرغړونو هدف و. دوی له سلو کلونو وروسته د افغان حکومتونو لخوا د تبعیض او ناوړه چلند سره مخ دي. 

په افغانستان کې اجباري شړل په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د وچکالۍ، اقتصادي مشکلاتو او جګړو له امله د داخلي بې ځایه کیدنې شمیر د ریکارډ په کچه کې شتون لري، چې حتی د طالبانو تر نیولو دمخه په ۲۰۲۱ کال کې ۶۶۵۰۰۰ خلک نوي بې ځایه شوي.  په ټولیز ډول، په هیواد کې شاوخوا څلور ملیونه خلک بې ځایه شوي دي.

ګوسمن وویل: " د کورنۍ بې ځایه کول په ځانګړي ډول د حاصلاتو پرمهال او د ژمي له پیلیدو دمخه، ظالمانه دي." "طالبان باید د هزاره ګانو او نورو په زور شړل ودروي او د ځمکې دعواګانې د قانون او عادلانه قانونې مراحلو له مخې حل کړي."

 

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country