Skip to main content

افغانستان: طالبانو هغه کسان اعدام او "نادرکه" کړل چې ادعا کیږي اورپکي وو.

په ختیځ کې په کانال کې له سلو زیات جسدونه وموندل شول

د درونټې کانال، د ننګرهار ولایت، افغانستان، د ۲۰۲۲کال د جون ۲۷مه. © ۲۰۲۲ خصوصي

(نیویارک) – د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل، د طالبانو امنیتي ځواکونو د افغانستان په ختیځ کې د اسلامي دولت د یوې ډلې غړي او ملاتړي په صحرايي توګه اعدام کړي او په زوره یې نادورک کړي دي. د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې، د کابل په ختیځ کې د ننګرهار او کنړ ولایتونو اوسېدونکو د څه باندې ۱۰۰ کسانو جسدونه په کانالونو او نورو ځایونو کې موندلي دي.

طالب ځواکونو د اوسیدونکو په وړاندې د شپې د عملیاتو په شمول د پلټنې ناوړه عملیات ترسره کړي دي، کوم چې دوی په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې د خراسان څانګې (ISKP) غړو ته پناه په ورکولو یا ملاتړ تورنوي. د دغو چاپو په ترڅ کې، طالب ځواکونو د قانوني پروسې پرته د سیمې اوسیدونکي وهلي او بندیان کړي دي، کوم چې طالبان يې د داعش د خراسان څانګې په غړیتوب تورنوي او یا یې د دوی کورنیو ته د دوی ځای نه دی څرګند کړی. یو نامعلوم شمیرکسان  په سحرایی توګه اعدام شوي - په ډزو ویشتل شوي، ځړول شوي، یا سرونه يې  پرې شوي - یا په زوره نادرکه شوي.

پیټریشیا ګاسمن، د بشري حقونو د څار د آسیا د برخې مشرې، وویل "موږ په ننګرهار کې د یوه خالي کانال پلټنه وکړه چې د ۲۰۱۱ کال د اګست او ۲۰۲۲ تر اپریل پورې په کې له ۱۰۰ څخه ډیر جسدونه ایستل شوي دي. داسې ښکاري چې طالب چارواکو خپلو ځواکونو ته د اورپکو د توقیف، "نادرکه کولو" او وژلو لپاره پوره واک ورکړی دی. "

د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر او ۲۰۲۲ کال د جون تر منځ، د بشري حقونو د څار سازمان، چې د یوې سیمه ییزې ادارې سره کار کوي چې د امنیتي دلایلو له امله نوم يې نشي افشا کیدی، په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د ۴۲ کسانو په ګډون له ۶۳ کسانو سره مرکې وکړې، او له هغو څخه ۲۱ یې د تلیفون له لارې ترسره شوې.

د نومبر په میاشت کې د دواړو ادارو څخه راجوړ شوې یوې ډلې د ۱۵ څخه تر ۲۰ کیلومتره اوږد خالي شوي کانال کې د ۵۴ کسانو جسدونه شمیرل، چې ډیری یې د تجزیي په پرمختللي حالت کې وو. جسدونو د شکنجې او وحشیانه وژنو نښانې ښودلي: د ځینو د وجود غړي ورک شوي ، په غاړه کې رسۍ وې، یا سرونه غوڅ شوي یا پرې شوي وو. په ننګرهار کې روغتیايي کارکونکو ویلي چې دوی ۱۱۸ جسدونه ثبت کړي چې د اګست او ډسمبر ترمنځ په ټول ولایت کې موندل شوي دي.

رسنیو په یوه راپور کې د یوه طالب جنګیالي له قوله ویلي چې «موږ شپني عملیات ترسره کوو او کله چې د داعش غړی ومومو، یوازې یې وژنو.» ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د  داعش د خراسان څانګې په وړاندې د طالبانو عملیات "په پراخه کچه په غیر قانوني توقیفونو او وژنو تکیه کوي."

د څو کلونو راهیسې د  داعش د خراسان څانګې په ځانګړې توګه د هزاره، شیعه او نورو مذهبي اقلیتونو او همدارنګه د طالبانو او پخوانیو حکومتي ځواکونو په وړاندې بمي بریدونه ترسره کړي دي. دغه وسله واله ډله د سلفیزم د لږکیو له افراطي برخې څخه منشا اخلي او یو داسې حرکت دې چې د اخلاقي لارښوونې لپاره د اسلام لومړنیو کلونو ته ورتلل غواړي.

د بشري حقونو د څار سازمان تر دې مخکې د طالبانو ځواکونه د افغان حکومت پخواني چارواکو او امنیتي ځواکونو د صحرايي وژنو او اجباري نادرکه کیدنې، ثبت یا مستندکړي دي. د بشري حقونو د څار سازمان وویل، د افغانستان په ختیځ کې قضیې ښیي چې طالب ځواکونو دا ډول ظلمونه پر هغو کسانو ترسره کړي چې دوی یې د داعش له خراسان څانګې سره په اړیکو تورنوي.

نړیوال بشردوستانه قانون، یا د جګړې قوانین، چې د طالبانو او داعش د خراسان څانګې ترمنځ په وسله واله جګړه کې پلي کیدو وړ دې، ټولې خواوې مکلفوي چې په توقیف کې له هرچا سره انساني چلند وکړي. خپلسري توقیفونه، صحرایی اعدامونه، او د ناوړه چلند نور ډولونه منع دي، او مسؤل کسان د جنګي جرمونو په تور محاکمه کیږي. همدارنګه   جبري نادرکه کول منع دي، کوم چې نړیوال قانون يې په لاندې ډول تعریفوي: د دولتي ځواکونو یا هغوی پورې اړوند کسانو لخوا د یو کس د  توقیف منلو څخه انکار او د هغه د توقیف ځای د نه څرګندولو څخه انکارد  جبري نادرکه کولو په معنې دې.

د داعش د خراسان څانګې شکمن غړي چې د جنایي جرمونو لپاره توقیف شوي باید ژر تر ژره محکمې ته وړاندې شي، په مناسبه توګه تورن شي، خپلوانو او مدافع وکیل ورته لاسرسی پیدا کړي، او د نړیوالې عادلانه محاکمې معیارونو سره سم محاکمه شي.

ګاسمن وویل: "د داعش د خراسان څانګې بې شمیره ظلمونه د طالبانو وحشتناک غبرګون نه توجیه کوي." طالبانو په پرله پسې ډول په خپلو زندانونو کې د خلکو په وړاندې سحرایی اعدامونه او نور جنګي جنایتونه ترسره کړي او تر اوسه یې مسؤل کسان د قانون منګلو ته نه دي سپارلي."

د موندونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ لاندې وګورئ.

د بشري حقونو د څار سازمان او سیمه ایز سازمان د طالبانو لخوا د داعش د خراسان څانګې د ملاتړ په تور یو شمیر کسانو د سحرايي اعدامونو او جبري نادرکه کیدو په اړه کره شواهد موندلي. د جلال اباد ښار ته څېرمه د درونټې له کانال څخه پراخ شواهد شتون درلود چې دغې ډلې ورڅخه لیدنه کړې او هلته یې د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د موندل شویو جسدونو په څېړلو سره د ګڼو وژنو اسناد ثبت کړي دي. مرکو څرګنده کړه چې په وژل شویو کې ډیری هغه کسان دي چې طالبانو مخکې بندیان کړي وو.

په ننګرهار او کونړ کې د طالبانو او د داعش ډلې د خراسان څانګې ترمنځ جګړه

طالب ځواکونو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د ننګرهار مرکز جلال اباد تر خپل کنټرول لاندې راوست – په هماغه ورځ یې په کابل کې واک تر لاسه کړ. وروسته له هغې، د طالبانو امنیتي ځواکونو د افغان ملي امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو او د داعش ډلې د خراسان څانګې د غړو د نیولو او توقیفولو لپاره د لټون عملیات ترسره کړل.

کله چې د اګست له میاشتې وروسته د طالبانو پر ځواکونو د داعش ډلې د خراسان څانګې بریدونه دوام وموند، په ځانګړې توګه د ننګرهار په ختیځو ولسوالیو لکه ده بالا، شینوارو مهمند دره، اچین او کامې کې، طالبانو  د داعش ډلې د خراسان څانګې پر ضد خپل کمپاین ګړندی کړ. د نومبر په میاشت کې طالبانو په سلهاو جنګیالي د د داعش ډلې د خراسان څانګې ځواکونو پر ضد یاد ولایت ته واستول. طالب چارواکو رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې د دوی ځواکونو داعش "۹۸ سلنه" له منځه وړی دی او دا ډله نور "په افغانستان کې جدي ګواښ نه ګڼل کېږي." خو، هغه ادعا شوي وحشت چې طالبانو ورسره عملیات ترسره کړي دي کیدای شي په یاد ولایت کې د داعش ډلې د خراسان څانګې ته د استخدام زیاتوالي لامل شي.

په څو مواردو کې، طالب چارواکو ادعا کړې چې د داعش ډلې د خراسان څانګه یې په جدي توګه ضعیفه یا ویجاړ کړی دی. لیکن، د داعش ډلې د خراسان څانګې ځواکونو په ځانګړې توګه د مقناطیسي ماینونو (IEDs)، د سړک د غاړې بمونو، او د طالبانو په پوستو باندې د برید او تیښتې په واسطه د طالبانو په واحدونو بریدونو ته دوام ورکړی،. دوی همدا راز پر هزاره او شیعه ټولنو خپلو ناقانونه بمي حملو ته دوام ورکړی، چې په ترڅ کې يې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژلي او معیوب کړي دي.

د طالبانو شپني عملیات او ډله ایزه سزا

د واک د ترلاسه کولو راهیسې، طالبانو د استوګنې په سیمو کې د شپې عملیات ترسره کړي، دا یو تاکتیک دی چې د اوږدې مودې راهیسې د افغانستان په جګړه کې د ټولو خواوو لخوا د یاغیانو ضد عملیاتو کې کارول شوي دي. په دې بریدونو کې په مکرر ډول سرغړونې او ناوړه چلند شامل دي.

طالبانو ډیری سیمې په نښه کړي چې هلته سلفیان پکښې ژوند کوي. سفلیان د اوومې پیړۍ د لومړنیو مسلمانانو د عقایدو او عملونو پر بنسټ د اسلام بڼه تعقیبوي. داسې ښکاري چې دا بریدونه نه یوازې د داعش ډلې د خراسان څانګې جنګیالیو په وړاندې، بلکې د هغو اوسیدونکو مجازات کول دي چې د سلفیت لارویان دې کوم چې ممکن د داعش ډلې د خراسان څانګې سره هیڅ تړاو نلري.

د سپټمبر څخه تر نومبر پورې، د ننګرهار او کنړ اوسیدونکو د طالبانو د یو لړعملیاتو او د سلفیانو د جبري نادرکه کیدو او وژلو خبر ورکړ. په ځینو مواردو کې، خپلوان یې ادعا کړې چې طالبانو د دوی د کورنۍ غړي نیولي، او وروسته یې رد کړي چې یاد کسان به د دوی په توقیف کې وي. په نورو قضیو کې، اوسیدونکو وویل چې دوی د خپلوانو جسدونه موندلي چې طالبانو له ځانه سره وړي و. راپورونو له مخې، د ځینو کسانو سرونه پرې شوي وو.

د کنړ ولایت اوسیدونکو ویلي چې دوی په نښه شوي. کنړهغه ولایت دی چې د اوږدې مودې راهیسې د طالبانو او پخواني حکومت، داعش یا نورو وسله والو ډلو تر منځ نښتې ترسره شوي. یاد کسانو وویل چې طالب جنګیالي په لارو کوڅو کې سړي ودرول او پوښتنې یې وکړې، کله ناکله به یې په عام محضر کې وهل او یا سپکاوی کول، که طالبان پوه شي یا شک وکړي چې دا کسان سلفیان دي.

یوه سړي وویل: "کنړیان د دغه چلند په اړه څه نشي ویلای. که تاسو څه ووایی، نو وايي چې ته داعش یې.» د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ یو تن چې په جلال اباد کې د طالبانو له خوا ودرول شوی و، وویل: «کله چې دوی پوه شول چې زه سلفي یم، نو د سلګونو خلکو په مخ کې زما ږیره او د سر ویښتان يې وخرییل او زه یې د ساعتونو لپاره هلته کینولو."

سلفي مشرانو وویل چې د پرله پسې بریدونو له امله په یو شمیر ولسوالیو کې د سلفي ټولنې مشرانو فشار احساس کړی چې د طالبانو له چارواکو سره د بیعت ژمنه وکړي. طالبانو د سلفي ټولنو غړي هم ثبت کړي دي، کوم چې د نورو شیانو تر څنګ د ټولنې د غړو د څارنې لپاره طالبانو ته اسانتیاوې برابروي.

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې د وژل شویو او په زوره نادرکه شوي کسانو کره شمېره نشته، خو د جلال اباد ښار او شاوخوا سیمو کې د ځینو قربانیانو جسدونه ښودل شوي دي. د اګسټ او ډسمبر تر منځ د جلال اباد په سوېل کې د فارم اډې په پارک کې ځايي اوسېدونکو او خپلوانو وويل چې د ورکې شوې کورنۍ د غړو په لټه کې يې د هغو کسانو جسدونه وموندل چې طالبانو له ونو ځړولي وو. د طالبانو چارواکو منلې چې دوی د لویو لارو او څلورلارې په اوږدو کې جسدونه ښودلي دي چې نورو ته یې خبرداری ورکړی چې که تاسو له داعش سره یوځای شئ "دا به پیښ شي". د کورنیو غړو د خوګیاڼو ولسوالۍ د خالص بابا په نوم په ګاونډ کې د خپلو خپلوانو جسدونه موندلي دي. نورو په کانالونو او سیندونو کې جسدونه موندلي دي.

له داعش سره د تړاو په تور د افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو د وژنې مخنیوی ستونزمن کار دی، که څه هم دوی یو څه مختلف نمونې تعقیبوي. کله چې طالبانو د امنیتي ځواکونو پخواني غړي په نښه کړي، نو داسې ښکاري چې دوی د هغه موقف له مخې چې پخوا یې درلودل، یا دا چې دوی په سیمه کې د طالبانو جنګیالیو او قوماندانانو ته پیژندل شوي وو، د خلکو څخه جلا کړل.

د ټولنې مشرانو، د قربانیانو د کورنیو غړو، او شنونکو چې د داعش په اړه یې مطالعه کړې، ویلي چې طالبان په مکرر ډول د داعش د اړیکو د ثابتولو پر ځای د جرم پر بنسټ ډله ییزې نیونې کوي. ډیری نیول شوي سلفیان داسې ښکاري چې نیول شوي وي ځکه چې دوی په ځینو ګاونډیو یا سلفي کلیو کې اوسیدل. د ټولنې مشرانو او د کورنۍ غړو وویل چې موندل شوي جسدونه ډیری وختونه ځانګړي جامې، اوږدې ږیرې او نور په ځانګړي ډول سلفي ځانګړتیاوې لري.

د ځايي روغتون يوه روغتيايي کارکوونکي وويل، چې د ډسمبر تر وروستيو پورې د روغتون کارکوونکو په ننګرهار کې ١١٨ مړي ثبت کړي، چې د جسدونو د پوښتنې لپاره راغلي ډېرى کسان د کونړ، جلال اباد ښار او د جلال اباد ښار شاوخوا ولسواليو څخه راغلي دي. احتمال شته چې ټول موندل شوي جسدونه به راجستر شوي نه وي یا روغتون ته وړل شوي نه وي.

درونټې کانال

د درونټې کانال د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار لوېدیځ ته په اوه کیلومترۍ کې د اوبو د برېښنا له یوې فابریکې څخه تېرېږي. د نومبر د اوومې په سهار، ځايي چارواکو د کانال په غاړه د اوسېدونکو د غوښتنې په ځواب کې د بند له لارې د اوبو جریان بند کړ چې غوښتل یې د یوه هلک مړی بیرته راوباسي چې یوه ورځ وړاندې ډوب شوی و. کله چې د بند له لارې جریان ودرول شو، ټول کانال وچ شو.

د بشري حقونو د څار سازمان او د یو افغاني سازمان څخه جوره شوې یوې ډلې د نومبر په ۷ مه د سهار مهال د کانال په اوږدو کې یوه پلټنه وکړه، چې شاوخوا دوه نیم ساعته یې د موټر په واسطه له ۱۵ تر ۲۰ کیلومتره کانال تر پوښښ لاندې راوست. یاد ټیم په تش شوي کانال کې 54 جسدونه - ټول نارینه - وشمیرل. پداسې حال کې چې د عمر معلومول ستونزمن وو، هیڅ یو یې د 50 څخه زیات عمر نه درلود. پنځلس جسدونه د تجزیې په پرمختللي حالت کې ګڼل کیږي. د اوو تنو سرونه غوڅ شوي وو او د نورو مری غوڅې شوې وې خو سرونه پرې شوي نه وو. د دوو تنو په غاړه کې رسۍ ایښې وې، چې ګواکې دوی په کانال کې له اچولو مخکې ځړول شوي وو. د ځینو جسدونو پښې ورکې وې. یوازې یو څو د مرمۍ څرګند ټپونه درلودل، که څه هم دا په دقت سره نشو ثابت کیدی ځکه چې ځینې یې په بد ډول تجزیه شوي وو.

دې ډلې د کانال په اوږدو کې له اوسېدونکو سره مرکې وکړې، چې یو یې هغوی ته د مقدم خان په نوم یو ځای ته لارښوونه وکړه، چې سرحدی لیوا ته نږدې د طالبانو پوځي مرکز دی. په دې سیمه کې په وچ کانال  کې جسدونه لیدل کیدل. ځینې یې جدا جدا  شوي وو او ځینې یې په ډله کې وو. ځینې داسې ښکاريدل چې د تجزيې پرمختللي حالت پراساس د یو څه وخت لپاره په اوبو کې وو.

اوسیدونکو وویل چې د ۰۲۱ د اګست راهیسې، کانال د جسدونو د خړوبولو ځای په توګه پیژندل شوی. د کانال په اوږدو کې مېشتو پنځو کورنيو تاييد کړه، چې د اوبو د تېرېدو پر مهال يې مړي ليدلي دي. یوه اوسیدونکي وویل، «ډیری د اګست او نومبر په منځ کې کانال ته وغورځول شول، کله چې طالبانو د داعش په تور کسان بندیان او ورک کړل.»

یو بل اوسېدونکی وايي، د اګست له میاشتې وروسته په مقدم خان سیمه کې د طالبانو پر وړاندې لږ تر لږه پنځه د ماین چاودنې شوي او ښايي طالبانو د پیغام رسولو لپاره دغه جسدونه هلته غورځولي وي.

د "حبيب" مستعار په نوم، چې د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکى دى، وويل:

کله چې کانال وچ شو، د کابل اډې [کابل ته د تلونکو بسونو تمځای] ته نږدې ۱۰ جسدونه وموندل شول. د کانال دا ساحه چې د "بارونګ" په نوم یادیږي یو جال لري چې کانال ته د کثافاتو یا نورو موادو د ننوتلو او بندیدو مخه نیسي؛ جسدونه په جال کې بند پاتې وو. خبره راپورته شوه او طالبان راغلل او خلکو ته یې د نږدې کیدو اجازه ورنکړه. یو ساعت وروسته یو امبولانس راغی او مړي یې له ځانه سره یوړل. د ځینو جسدونه بې سره وو. ځینې یې تجزیه او رنګ شوي وو. ډیری جسدونه د پیژندلو وړ نه وو. زما په اند دا خلک په دې ځای کې کانال ته اچول شوي وو.

پداسې حال کې چې ډیری مړي د نومبر په ۷ وموندل شول، خلکو وروسته د جسدونو موندلو ته دوام ورکړ. وروسته د نومبر په میاشت کې، حبیب د ورځني کارګر په توګه کار کولو وروسته په کانال کې حمام کاوه. هغه وویل: "یو څه نرمه ما لمس کړه. دا د پارسل په څیر پوښل شوی و - یو بدن دننه و. ما او زما همکار هغه جسد مو روغتون ته بوتلو.»

د سرخرود ولسوالۍ د نظرآباد کلي اوسېدونکې "زکريا" هم له کانال څخه جسدونه را ايستل. هغه څلور جسدونه ولیدل چې "د نومبر په ۷، ۲۰۲۱ کې په کانال کې په جال کې بند پاتې وو."

د سرخرود ولسوالۍ د تتنګ کلا څخه یو کارګر "سعدالله" د نومبر په وروستیو کې په کانال کې جسدونه وموندل. هغه وویل:

موږ کانال پاکولو کله چې زما ملګري دوه پوښل شوي شیان وموندل. جسدونه دننه وو. دوی مخکې له دې چې په اوبو کې وغورځول شي د تیږو سره نښلول شوي. جسدونو بوی کاوه او داسې ښکاریده چې د ورځو لپاره په اوبو کې پراته وو. شاوخوا يو شمېر خلک راټول شوي وو چې مړي يې روغتون ته يوړل.

د وهاب الدین په نوم د یوه کس مړی چې د سرخرود ولسوالۍ د فتح اباد کلي اوسیدونکی و، په کانال کې موندل شوی و. طالبانو د اکتوبر په نیمایي کې هغه او د هغه ورور ګلاپ الدین ونیول. د فتح اباد یو تن اوسیدونکی وویل:

د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۰ مه، موږ د وهاب الدین مړی په [درونټه] کانال کې وموند، او ګلاپ الدین لا هم ورک دی. وهاب الدین دوه ځله په اوږه ویشتل شوی او ستونی یې هم پرې شوی دی. د وهاب الدین په سینه کې یوه تیږه هم وه، نو د هغه جسد سطحې ته نه و پورته شوی.

د وهاب الدین مړی د کانال په متن کې د ډیرو نورو جسدونو له موندلو ۱۳ ورځې وروسته وموندل شو.

"احمد" د خپل ورور نذیرالله د جسد لټه نتیجه ورنکړه، کوم چې د اکتوبر په اوومه د طالبانو له خوا نیول شوی و. کله چې هغه له یوه خپلوان څخه خبر شو چې د نومبر په اوومه به د درونټې په کانال کې اوبه بندې شي، د کورنۍ غړي ورته راغلل. احمد وویل چې خپلوانو ورته خبرداری ورکړی و چې د جسدونو پیژندل به ستونزمن وي، خو ویې ویل چې "زموږ زړه نه شو کولی [امید] بند کړي نو موږ لاړو." هغه د کانال صحنه بیان کړه:

ډیری جسدونه نه پیژندل کیدل. …یاد جسدونه ټول په یو ځای کې نه وو بلکې د کانال په متن کې خپاره شوي وو. دا ممکنه ده چې هغوی [طالبان] یو جسد دلته او بل بل چیرې غورځولې ده. د جسدونو تر منځ فاصله توپیر لري: د ځینو جسدونو تر منځ ۱۰ متره، ځینې ۱۰۰ متره، ځینې حتی ډیر فاصله. … موږ په موټر کې [نږدې] ټول کانال وکتل. …زموږ د ورور [نذیرالله] په یوه لاس داغ وو، او موږ د مړو جسدونه د داغ لپاره کتل… کره شمېره مې په یاد نه ده، خو زه ډاډه یم چې په کانال کې شاوخوا سل کسان وو. ما اوریدلي چې ځینې لا دمخه د خپلو خپلوانو او نورو خلکو لخوا انتقال شوي وو. ځکه چې د نذیرالله په لاس کې داغ وو، نو موږ فکر کاوه چې موږ به هغه وپیژنو. موږ هلته د سهار له ۹:۳۰ بجو څخه تر ۴:۳۰بجو پورې وو. … د دې ټولو مړو لیدل، په ما باندې، په ذهني توګه خورا ډیر اغیز درلود.

هغه نذیرالله ونه موند.

بی له محکمې (صحرايي) اضافي اعدامونه او جبري نادرکه کیدنې

"ډاکټر" مبارز
د هغه د ناروغانو او په ټولنه کې د نورو په وینا، مبارز د ۴۰ او ۴۵ کلونو ترمنځ، د روغتیا پاملرنې په اړه د هغه د پوهې له امله درناوی کیده، که څه هم هغه د طب سند نه درلود. هغه د افغانستان په ختیځ او سویل ختیځ کې په ننګرهار کې د ډېرو کوچنیو کلینیکونو په ګډون خصوصي کلینیکونه فعال کړل، چې د دې لپاره یې طبي کارکوونکي استخدام کړل. وروستى کلينيک يې له خپل يوه همکار سره د جلال اباد ښار په سمرخيل سيمه کې پرانيست. د ۲۰۲۱ د اګست څخه وروسته، هغه د نورو په څیر کلینیک ته دوام ورکړ. طالب ځواکونو مبارز او ملګري یې د سپټمبر په لومړیو کې له دې کلینیک څخه ونیول. شاوخوا لس ورځې وروسته یې جسد په جلال اباد ښار کې وموندل شو چې په مرمیو لګېدلی و.

د مبارز د نیول کیدو یوه عيني شاهد کورنۍ ته وویل چې «هغه [طالبان] په یوه موټر کې چې د ملي امنیت یونیفورم یې اغوستی و، د پخواني حکومت د استخباراتي ادارې، د ملي امنیت د ریاست نښانونه درلودل. دوی د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست غړي وو.» د نوموړي کورنۍ وايي، چې د نیول کېدو په ماښام دوی ته زنګ راغی او خبر یې ورکړ، چې مبارز د ملي امنیت د ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ته وړل شوی دی. کورنۍ مرکزي دفتر ته لاړه او ورته وویل شول چې مبارز هلته دی: "موږ ته د هغه د لیدلو اجازه نه وه، که څه هم طالبانو وویل چې هغه دلته له موږ سره دی."

د کورنۍ غړو وویل چې بله ورځ د ټولنې له مشرانو سره مرکزي دفتر ته ورغلل: "موږ د ملي امینت د دروازې تر څنګ ناست وو تر هغه چې زموږ وار له چارواکو سره خبرې وکړي. خو موږ ډاکټر مبارز ونه لیدو. په دروازه کې یوه چارواکي کورنۍ ته وویل: "تاسو بیرته کور ته لاړ شئ. د هغه قضیه لا تر تحقیق لاندې ده خو په دوسیه کې [د هغه په اړه] څه نشته.»

له نیول کېدو شاوخوا نهه ورځې وروسته، مبارز د شپې لس بجې خپل مشر زوی ته زنګ وواهه. هغه ورته وویل: زویه، زما زړه دلته ډوب دی. هیچا زه نه یم وهلې، نه چا ماته بده خبره کړې ده. دوی راته ویل چې زه به سبا خوشې شم، خو تاسو باید ژر تر ژره ما خوشې کړئ. زما ته راشئ، مشران راولئ چې زما خلاصون خوندي کړي. که زه له داعش سره د اړیکو لرلو مجرم وپیژندل شم، نو هغوی [طالبان] ماته سزا راکوي.» کورنۍ نه پوهیده چې مبارز څنګه تلیفون ته لاس رسی پیدا کړ. یوه طالب چارواکي موږ ته وویل چې «ډاکټر مبارز له خپلې شمېرې نه، بلکې له یوې نوې شمېرې څخه زنګ وهلی، چې کېدای شي د طالبانو له خوا د توقیف ځای په دننه کې برابر شوی وي.»

بله ورځ سهار نهه بجې کورنۍ ته له ګاونډیانو تلیفون راغی چې د مبارز مړی له دوو نورو جسدونو سره د جلال اباد په فارم اډه سیمه کې موندل شوی دی. یو کس چې جسدونه یې موندلي ویلي، داسې ښکاري چې د شپې په اوږدو کې وژل شوي وي. د مبارز پر جسد یو لیک و چې پکې لیکل شوی و: "ډاکټر مبارز، د داعش جراحي ډاکټر،" څرګندوي چې هغه د داعش لپاره کار کاوه یا ورته روغتیایی خدمتونه چمتو کول. یو قومي مشر وویل: "دا دروغ دی چې هغه د داعش ډاکټر و."

د مبارز ملګری خوشې شو خو ویې ویل چې دوی په توقیف کې جلا شوي او هغه نه پوهیده چې څه پیښ شو.

نړیوال بشردوستانه قانون ټول پرسونل له ناوړه چلند څخه محفوظ ګڼې، د هغه کسانو په شمول چې د مخالفو وسله والو یا وسله والو ډلو لپاره طبي پاملرنې چمتو کوي.

محمد باز
محمد باز د کنړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د بادیل درې څخه وو. د هغه د کورنۍ او د ټولنې غړي وايي چې هغه سلفي و، خو له طالبانو ترڅنګ يې هم جګړه کړې وه.

یو خپلوان وویل چې باز د سپتمبر په ۲۰ مه د نرنګ په ولسوالۍ کې له خپل کور څخه د سوداګرۍ په موخه د کندهار ولایت سپین بولدک ته ولاړ. طالبانو هغه د جلال اباد ښار د درونټې په سیمه کې د یوې پوستې مخې ته ودراوه.

هغه ته اجازه ورکړل شوه چې خپلې کورنۍ ته زنګ ووهي او ورته یې وویل چې کله طالبانو د هغه ټیلیفون کتلی و، په هغه کې یې د سلفیانو ځینې مواد وموندل. هغه خپلې کورنۍ ته دا هم وویل چې د نرنګ ولسوالۍ د استخباراتو له مشر صالح سره یې اړیکه نیولې او صالح طالبانو ته ویلي چې باز د طالبانو غړی دی، نه د داعش غړی. خو طالبانو چې باز توقيف کړ وويل چې نه شي تللې.

د باز کورنۍ او ملګرو ویلي چې کله یې هڅه وکړه چې ټیلیفون وکړي وروسته بند شو. د تره زوی د درونټې سیمې ته لاړ چې باز توقیف شو. هغه د ځايي اوسېدونکو څخه وپوښتل چې دوی څه لیدلي دي. یوه عیني شاهد، یو سوداګر وویل، "طالبانو یو څوک [چې د باز له وینا سره سمون خوري] توقیف کړ، په رینجر [ موټر] کې یې واچاوه او د ښار [جلال آباد] په لور روان شول.

بله ورځ، د باز کورنۍ ته له یوه کلینیک څخه زنګ راغی چې د جسد اخیستلو لپاره ورشي، چې د خوګیاڼو ولسوالۍ د میملې په غرنیو دښتو کې د موټر چلوونکي لخوا موندل شوی و. د باز ستوني پرې شوې وه؛ د هغه نوم د کاغذ په یوه ټوټه باندې د بدن سره تړلی و. د هغه کورنۍ او نور په دې باور دي چې طالبانو باز ځکه وژلی چې سلفي و، اوږده ږیره یې درلوده او په تلیفون کې یې سلفي مواد درلودل.

نظیرالله
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د طالبانو امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۷ مه نذیرالله ونیول. د هغه ورور "جواد" وویل:

د شپې شاوخوا لس بجې طالبانو زموږ پر کور چاپه ووهله. دوی په دوو موټرو کې وو: یو رینجر او د بل نقره یي ټیوټا فیلډر. څلور تنه يې په زوره کور ته ننوتل او زما ورور يې چې شاوخوا ۴۳ کاله عمر لري او مزدور دی او په سختو کارونو کې د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پيدا کوله، ونيول. هغه د څو شاهدانو په مخ کې موټر ته وړل شوی و. ... [لس] دقیقې وروسته طالبانو زما دوه زامن [ابراهیم او سبحان الله] چې جومات ته نږدې په کروندو کې کار کاوه،س ونیول.

یو کلیوال چې د دغې صحنې شاهد و، وویل چې له طالبانو څخه یې پوښتنه کړې وه، ''تاسو دا هلکان چیرته وړئ؟'' هغو وویل، ''موږ یې ولسوالۍ [مرکز] ته بوځو.''

جواد وويل، چې دى سمدلاسه د ولسوالۍ مرکز ته ولاړ، خو له کوم طالب چارواکي سره د ليدلو اجازه ورنکړل شوه. بله ورځ هغه بیا هڅه وکړه، خو بریالې نشو.  په دریمه ورځ له کونړ څخه د کورنۍ نور غړي د ولسوالۍ مرکز ته ولاړل او د یوه سیمه ییز نفوذ لرونکي بخت الرحمن په ضمانت طالبانو ابراهیم او سبحان الله خوشي کړل.

جواد وويل، چې د طالبانو د کامې ولسوالۍ امنيه قوماندان قاري ياسر او د استخباراتو د عمومي رياست مشر شاهين ورته ويلي، چې ولسوال حکمت عادل يې د نيولو امر کړى و. جواد وويل، چې د عادل ليدو ته ورغلم، هغه ورته وويل، چې له کابله يو کنډک راغلى او نذيرالله يې له ځانه سره وړى دى.

د جواد په خبره، لومړى يې د ننګرهار والي محمد داوود مزمل ته عريضه وړاندې کړه او بيا يې له مرستيال والي څخه وغوښتل، چې د کامې ولسوالۍ مسوولينو ته د نذيرالله د پيدا کولو امر وکړي. هغه هیڅ ځواب ترلاسه نه کړ. هغه بیا د کورنیو چارو وزارت له چارواکو وغوښتل چې د نذیرالله پیدا کړي، خو ځواب یې ورنه کړ. په پای کې يې د ننګرهار استيناف محکمې ته مکتوب واستاوه، چې دوسيه يې د ختيځ زون لومړنۍ نظامي محکمې ته راجع کړي. کورنۍ د نذیرالله د ځای په اړه هیڅ ډول معلومات ترلاسه نکړل.

د جبري ورکیدو نورې قضیې هم ورته وې. یوې ښځې چې زوی یې د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو لخوا نیول شوی و، وویل چې هیڅوک به ورته ونه ویل شي چې هغه چیرته توقیف شوی دی: "هغوی ما ته اجازه نه راکوي چې ولسوالۍ ته لاړ شم [ولسوال یا پولیس]… ما په ساعتونو ساعتونو د والي د کور مخې ته تیر کړل. چا ماته د ننوتو اجازه رانکړه او نه یې هم پوښتنه وکړه. زه نه پوهېږم چې څه وکړم."

طالب چارواکو د کورنۍ غړو ته هم ګواښ کړی چې د خپلو نیول شویو خپلوانو په اړه معلومات غواړي. د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې له "جعفر" سره په کابل کې د طالبانو د استخباراتو د عمومي  ۹۰نمبر ریاست  ته ورغلی و چې د جعفر د ورور د حال پوښتنه وکړي، چې طالبانو په سپټمبر میاشت کې توقیف کړی و، وویل چې په دروازه کې ساتونکو ورته یې وویل: دوی به تا هم ونیسي، د دې خلکو پوښتنه مه کوه. جعفر وويل: زه ډاريدم خو څه وکړم؟ زه غواړم پوه شم -- [هغه] زما ورور دی.»

په یوه بله قضیه کې یوه سړي ویلي چې ورور او وراره یې د ننګرهار امنیه قومندانۍ ته ورغلي وو چې د خپلوانو د حال پوښتنه وکړي. د طالبانو قوماندان چې له دوی سره یې لیدلي ګواښ وکړ: "چپ شه، تاسو دلته د داعش د خلکو د خلاصون لپاره راغلي یاست." یو بل سړي وویل: ته غواړې چې د خپل خپلوان په اړه پوښتنه وکړې، خو د پوښتنې جرأت ونه کړئ.

حتی که دوی ته ګواښ نه وي شوی، د کورنۍ غړي چې د توقیف شویو خپلوانو په اړه معلومات غواړي، ویلي چې طالب چارواکي د توقیف څخه انکار کوي یا هر ډول معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي. د یوه سړي ګاونډي چې د طالبانو لخوا د داعش سره د اړیکو په تور د جبري ورکیدو قرباني شوی و، وویل: "کله چې تاسو د ننګرهار [ولایت] والي [د خپلوانو په لټه کې] لیدو ته لاړ شئ، دوی به تاسو ته دننه نه پریږدي. په دروازو کې دوی تاسو ته وايي چې لاړ شئ بل چیرې یی پوښتنه وکړئ، ترڅو تاسو وډاروي.

ناصر
ناصر، چې د داعش په نوم یو تورن غړی دی، څه موده وړاندې د طالبانو له خوا د پخواني افغان حکومت له خوا نیول شوی و. نوموړی د بګرام په زندان کې وخت تیرکړ او کله چې طالبانو واک تر لاسه کړ، وتښتېد. هغه د اګست په وروستیو کې د کابل په چهاردهي بت خاک سیمه کې د میوو د ګرځنده کاروبار پیل کړ. ځایی کارکونکو وویل چې د سپتمبر په ۲۰ مه "له طالبانو ډک موټر [راوتل] او ناصر یې له ځانه سره بوتلو." ورور یې لومړی د دولسمې ناحیې امنیه قومندانۍ ته ولاړ او بیا یې د کورنۍ نور غړي د پروان ولایت د بګرامي ولسوالۍ د والي دفتر ته ولاړل، خو په وار وار ورته ویل شوي وو چې طالبانو د ده په نوم څوک نه دي نیولي. د کورنۍ یوه غړي وویل چې موږ "یوازې غواړو پوه شو چې هغه ژوندی دی ... که هغه څه [غلط] يې کړي وي، محاکمه یې کړئ.

په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې راپور شوي ټولې قضیې د داعش خراسان څانګې سره د تړاو په تور تورن کسان شامل ندي.

احمدالله
۲۵ کلن احمدالله په تېر حکومت کې په پوځ کې دنده ترسره کوله. د هغه خپلوانو ویلي چې د سپټمبر په میاشت کې طالب ځواکونو د جلال اباد ښار سرخاب پل سیمه محاصره کړه او مستقیما د احمدالله کور ته ورغلل. طالب چارواکو له لوډسپیکرونو څخه په استفادې سره پر کورنۍ فشار راوړ چې هغه وسپاري او ګواښ یې وکړ چې که یې دا کار ونه کړ، کور ته به ننوځي. د کلیوالو د یوې ګڼې ګوڼې په وړاندې، کورنۍ یې احمدالله طالبانو ته وسپارل.

  درې ورځې وروسته د احمدالله پلار ته زنګ راغی چې د زوی مړی یې د خالص بابا په سیمه کې پروت دی. پلار يې وويل، چې کله يې د خپل زوى مړى وليد، پر يوه کاغذ يې د احمدالله نوم او کلي ليکل شوي وو. په سیمه کې د شاوخوا اوو یا اتو نورو کسانو جسدونه هم موندل شوي وو.

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country
Tags