- پاکستاني چارواکو پر افغان کډوالو فشار زیات کړی چې بېرته افغانستان ته ستانه شي، چیرته چې دوی د طالبانو لخوا د ځورونې او سختو اقتصادي حالاتو سره مخ دي.
- په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت له طالبانو د واک ترلاسه کولو راهیسې لا خراب شوی دی. راستنېدونکي به د بې روزګارۍ، خراب روغتیايي سیسټم او د بهرنیو مرستو د کچې د کمېدو له ستونزو سره مخ وي.
- پاکستان باید په زوره د افغانانو بېرته ستنول او شړل ودروي. طالبان باید خپلې ناوړه کړنې ودروي او راستنېدونکو ته د تذکرې ورکړي. نور حکومتونه باید هیڅوک هغه هیواد ته بیرته ونه لیږي چیرې چې دوی له ځورونې سره مخ شي.
(نیویارک) – د بشري حقونو د څار ادارې نن وویل، پاکستاني چارواکو پر افغان کډوالو باندې ناوړه تاکتیکونه او نور فشارونه زیات کړي دي چې بیرته افغانستان ته ستانه شي، چیرته چې دوی د طالبانو لخوا د ځورونې خطر او له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې مخ په خرابېدو دی. ښځې او نجونې د لومړنیو زده کړو څخه منع دي او د پراخو حقونو او آزادیو څخه محرومې دي. د بشري حقونو مدافعین، خبریالان او پخواني حکومتي پرسونل په ځانګړي خطر کې دي.
ټول هغه کسان چې راستنیږي د افغانستان د بې کارۍ د زیاتوالي، د روغتیا پاملرنې د خراب سیسټم او د بهرنیو مرستو د کمیدو په منځ کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزه کوي.
د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا مشرې ایلین پیرسن وویل: "پاکستاني چارواکي باید سمدلاسه د افغانانو بیرته ستنیدو ته اړ ایستل ودروي او هغو کسانو ته چې له اخراج سره مخ دي د خوندیتوب غوښتنه وکړي ئ ." په افغانستان کې د طالبانو چارواکي باید د راستنیدونکو افغانانو په وړاندې د هر ډول غچ اخیستنې مخه ونیسي او د ښځو او نجونو په وړاندې خپلې ناوړه پالیسۍ ملغی کړي."
د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۳۱مه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې هغه افغانان چې د استوګنې رسمي اسناد نلري، د افغان تابعیت کارت لرونکو سره یوځای، باید د اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونه پریږدي یا له شړلو سره مخ شي. هغه افغانان چې د نوم لیکنې ثبوت (PoR) کارتونه لري باید د جون تر ۳۰مې پورې ووځي.
د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې، د بشري حقونو سازمان په پاکستان کې له ۳۵ افغانانو او له هغو څو تنو سره چې په دې وروستیو کې افغانستان ته راغلي وو، مرکې وکړې چې ولې له پاکستان څخه ووتل او هغه شرایط چې دوی د بیرته راستنیدو څخه وروسته ورسره مخ شول. د بشري حقونو څار سازمان د هغو مرستندویه سازمانونو له استازو سره هم مرکې وکړې چې د پولې دواړو غاړو ته د افغان کډوالو سره کار کوي.
د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د شړلو او جبري ویستلو یوه پخوانۍ څپه، له ۸۰۰،۰۰۰ څخه ډیر افغانان اړ وشول چې افغانستان ته ستانه شي چې ډیری یې په پاکستان کې زیږیدلي یا د لسیزو راهیسې هلته ژوند کاوه. د ۲۰۲۴ کال د نومبر راهیسې، پاکستاني چارواکو د افغانانو د شړلو لپاره فشارونه نوي کړي دي. د راستنیدونکو څخه له ۷۰ سلنې څخه ډیر یې ښځې او ماشومان دي، په شمول د ثانوي ښوونځي عمر نجونې او هغه میرمنې چې نور به زده کړې ته لاسرسی ونلري.
پاکستاني پولیسو په کورونو چاپې وهلي، خلک یې وهلي او په خپل سر یې بندیان کړي، او د استوګنې جوازونو په شمول د مهاجرت اسناد یې ضبط کړي. دوی د افغانانو څخه په پاکستان کې د پاتې کیدو لپاره د رشوت غوښتنه کړې ده. ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې ډیری افغانان چې افغانستان ته راستانه شوي دي د پاکستاني چارواکو لخوا د توقیف ویره یې د خپل د وتلو دلیل بللی دی.
مسعود رحمتي، یو افغان ورزشي خبریال، وویل چې حتی هغه افغانان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) سره ثبت شوي وو یا قانوني د اوسېدو کارتونه یې لرل هم په امن کې نه وو. "موږ د مهاجرت کارتونه درلودل." "خو پولیسو زموږ کارتونه پرې کړل او موږ یې افغانستان ته وشړلو."
په هغو کسانو کې چې تر ټولو زیات له خطر سره مخ دي هغه کسان دي چې د پخواني افغان حکومت له امنیتي ځواکونو سره تړاو لري.د بشري حقونو څار سازمان او ملګرو ملتونو د پخواني حکومت له پوځي او پولیسو ځواکونو سره د تړاو لرونکو کسانو له خوا له محاکمې پرته وژنې، جبري ورکېدل، خپل سري نیول او توقیف، شکنجه او نور ناوړه چلندونه مستند کړي دي، چې ځینې یې په لومړي ځل په پاکستان کې د پناه اخیستو وروسته افغانستان ته راستانه شوي وو. غه خبریالان او فعالان چې د طالبانو له نیوکې وروسته پاکستان ته تښتیدلي وو، هم له غچ اخیستنې څخه ویره لري. همدغه راز، طالبانو هغو ښځو ته ګواښونه کړي، په خپل سري ډول یې توقیف کړي او شکنجه کړي دي چې د طالبانو د پالیسیو پر ضد یې اعتراض کړی دی.
"ما افغانستان ځکه پرېښود چې د بشري حقونو فعاله وم او د طالبانو پر ضد مې اعتراض کړی و،" ناهید وویل. هغه وروسته له دې چې په ۲۰۲۴ کال کې له افغانستان څخه وتښتېده، په پاکستان کې په پټه ژوند کاوه او د شړلو ویره یې درلوده. د هغې بشپړ نوم، د نورو په څیر، د خوندیتوب لپاره نه دی یاد شوی.
"کله چې زما هویت ښکاره شو، زه مجبوره شوم وتښتم. تر څو چې طالبان په واک کې وي، زه نشم کولی افغانستان ته ستنه شم."
راستنېدونکو کډوالو عموماً په پاکستان کې خپل شتمنۍ او سپما پرېښې دي او په افغانستان کې د معیشت ډېر لږ فرصتونه یا ځمکه لري. د طالبانو له واکمنېدو وروسته، افغانستان نړیوال بانکدارۍ سیسټم ته لاسرسی له لاسه ورکړ او نږدې ټولې بهرنۍ پراختیایي مرستې ودرېدلې، چې پخوا یې پخوانی افغان حکومت په مالي لحاظ ملاتړ کاوه. د دې په پایله کې، د افغانستان اقتصاد په چټکۍ سره کمزوری شو، او په لسګونو زره دندې له منځه لاړلې.
د جنورۍ تر میاشتې پورې، له ۲۲ میلیونو زیات افغانان، چې نږدې نیمایي نفوس جوړوي، د بېړني خوراکي مرستو او نورو مرستو ته اړتیا لري، او اټکل کېږي چې ۳.۵ میلیونه ماشومان په شدیده خوارځواکي اخته دي. د معیوبو کسانو لپاره ډېر لږ د ملاتړ خدمات موجود دي. د طالبانو له خوا د غیر حکومتي سازمانونو سره د ښځو د کار بندیز د بحران زیاتېدو لامل شوی، ځکه چې د ښځو لپاره د کار او خدماتو لاسرسی محدود شوی دی.
محمد الله ، چې په فبروري ۲۰۲۴ کې کندهار ته رسېدلی و، وویل "د ژوند په اړه پوښتنه مه کوئ،"
"دلته برېښنا نشته، پکه نشته. دا ژوند نه دی. زموږ خیمه سوري لري، او زموږ فرش لمدی کېږي. زما ماشومان وږي ویده کېږي."
ښځې او نجونې چې افغانستان ته راستنېږي، د زده کړو، کار او د تګ راتګ په برخه کې د سختو محدودیتونو سره مخ دي. حمیدالله ، چې ۴۰ کاله یې په پاکستان کې ژوند کړی و او په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته وشړل شو، وویل "زموږ په منطقه کې[په کندهار کې] یوه ښوونځي دی ، خو نجونې اجازه نه لري چې ورشي،"
"زه پنځه لوڼې لرم چې مخکې ښوونځي ته تلې."
هغه هیوادونه چې افغان کډوال پکې مېشت دي، په شمول د متحده ایالاتو، اسټرالیا، بریتانیا، کاناډا او نیوزیلینډ، باید په دې دریځ ټینګار وکړي چې افغانستان د بېرته ستنېدو لپاره خوندي نه دی. د پاکستان له خوا د افغانانو په زوره بېرته ستنول او شړل کېدای شي د شکنجې ضد د ملګرو ملتونو د کنوانسیون او د نړیوالو بشري قوانینو د اصولو د سرغړونې په معنا وي، چې په کې بېرته ستنول منع دي که چیرې د ځورونې، شکنجې یا نورو ناوړه چلندونو یا ژوند ته ګواښ شتون ولري. جرمني او نورو هېوادونو هم افغانان په اخراجولو سره له خطر سره مخ کړي دي.
پیرسن وویل: "افغانستان د کډوالو د جبري بیرته ستنیدو لپاره خوندي نه دی. هغه هیوادونه چې د خطر سره مخ افغانانو د بیا میشتیدنې ژمنه یې کړې باید په پاکستان کې د وضعیت بیړني حالت ته رسیدګي وکړي او د هغوی د قضیو د څیړنې بهیر ګړندۍ کړي."