نن، د اګست ۱۵، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو څلور کاله پوره کېږي. دا زما لپاره او د میلیونونو نورو افغانانو لپاره یوه د غم ورځ ده، چې ورځنی ژوند یې د لوږې، ظلم او وېرې تر سیوري لاندې تېرېږي. په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو لپاره، چې د له منځه تللو ازادیو له دوامداره مبارزې سره مخ دي. دا هم د لوېدیځو ډموکراسيو د هغو ژمنو د ماتېدو کلیزه ده، لکه د جرمني، چې په افغانستان کې یې پراخ رول درلود او د خطر سره مخ خلکو ته یې د ساتنې او پناه ورکولو ژمنه کړې وه.
په جرمني کې دا ټول څه په سیاسي بحثونو کې ډېر لږ یادېږي. کله چې څلور کاله مخکې طالبان واک ته ورسېدل، جرمني افغانستان ته د افغانانو د شړلو پروسه ودروله، خو تېر اګست یې ۲۸ افغانان بېرته واستول. همدا مهال، سیاستوال په جدي ډول د نورو کډوالو د شړلو په اړه خبرې کوي. د هاګ د نړیوال جزایي محکمې له خوا د طالبانو پر لوړپوړو مشرانو د بشریت ضد جرمونو او د ښځو او نجونو د هدفمند ځورونې له امله د نیولو امر له صادرېدو څو ورځې وروسته، د جرمني حکومت د جولای په ۱۸ نېټه ۸۱ افغانان بېرته افغانستان ته واستول. دا د اغېزمنو خلکو لپاره یوه تراژیدي او دا چاره دا پیغام ښیې چې د افغانستان وضعیت عادي دې.
صدراعظم فریډریش مرز وروسته د نورو افغانانو د شړلو اعلان وکړ. که څه هم جرمني د طالبانو مشرتابه په رسمیت نه پېژني، خو د بیرته استولو په تړاو د قطر په ملاتړ ورسره "فني اړیکې" لري؛ دا د ټولو افغانانو لپاره یو ناوړه ګام دی.
افغانستان د نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو سره مخ دی. د هېواد له نیمايي ډېر خلک - شاوخوا ۲۳ میلیونه تنه - د خوړو له نړیوالو مرستو سره ژوند کوي. د بهرنیو مرستو پرې کېدو سلګونه روغتونونه او کلینیکونه تړلي دي. د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه په چټکۍ لوړېږي. ملګرو ملتونو څو ځله خبرداری ورکړی چې افغانستان د لوږې له پراخې وبا سره مخ دی.
د ټرمپ د ادارې له خوا د امریکا د مرستندویه پروګرامونو د بودجې پرې کېدو - چې تر ۲۰۲۵ جنورۍ پورې د افغانستان د بشري مرستو له ۴۰ سلنې ډېرې جوړولې - هغه پروګرامونه وتړل چې د خوړو د امنیت لپاره اړین وو.
د یوه افغانې ښځې په توګه، زه باور لرم چې د طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې ظلمونه د ښځو د حقونو پر نړیواله کچه برید دی او نړیوال ځواب ته اړتیا لري.
ښځې او نجونې د منځني ښوونځي او پوهنتون له زده کړو محرومې دي، له ډېرو مسلکونو منع دي او پرته له نارینه سرپرسته د سفر اجازه نه لري. طالبان ښځې د دې ډول "جرایمو" پخاطر نیسي او سزا ورکوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په ښکاره ویلي چې افغانستان د هېڅ کډوال د بېرته تګ لپاره خوندي هېواد نه دی. جرمني یوازینی هېواد نه دی چې له افغان کډوالو مخ اړوي. ایران او پاکستان په تېر کال کې نږدې دوه میلیونه افغانان شړلي، چې دا چاره د مرستو بشري سیسټمونو لا نور بوج زیاتوي.
پر ځای د دې چې د شړلو په اړه فکر وشي، د جرمني حکومت باید پر خپل بشري او سیاسي مسوولیت وڅېړي او د افغانستان د بشري حقونو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي. د دې لپاره د عمل لارې شته. هغوی باید خپله هغه هڅه پر مخ یوسي چې موخه یې د ښځو د ټولو بڼو د تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون لاندې د طالبانو د سرغړونو حساب ورکول وي.
جرمني باید تر خپلې وسې پورې د نړیوال جزایي محکمې سیاسي او عملي ملاتړ وکړي، په شمول د افغانستان د قضیې په اړه د هغې د څېړنو. دا کار اوس ځکه لا ډېر مهم دی چې نړیواله جزایي محکمه د خپلواک ماموریت له ګواښونو سره مخ ده.
د افغان او نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو یوه ائتلاف تېر کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته خپله پخوانۍ غوښتنه بیا وړاندې کړه چې په افغانستان کې د حساب ورکونې یو خپلواک نړیوال میکانیزم جوړ کړي. دا میکانیزم به په افغانستان کې د درنو (سنګینو) سرغړونو شواهد راټول، خوندي او وارزوي، ترڅو د عاملینو د حساب ورکونې هڅې ملاتړ وکړي. دا به د مظلومو خلکو د عدالت پر لور یو مهم ګام وي.
د طالبانو د واکمنېدو کلیزه یوازې یوه نېټه نه ده، بلکې د نړیوالې ټولنې د مات شویو ژمنو یوه یادونه ده. حتی له څلورو کلونو وروسته، موږ افغانانو له خپلو هیلې لاس نه دی اخیستی. موږ لا هم د ظلم پر وړاندې مقاومت کوو، خپلې لوڼو ته په پټو ښوونځیو کې زده کړې ورکوو، غږونه پورته کوو ـ سره له دې چې زموږ ژوند ته ستر ګواښ شته ـ او د افغانستان د ښه راتلونکي ته هیله من پاتې کېږو.
دا زړورتیا غواړي. دا هغه ځانګړتیا ده چې افغان ښځې یې په کافي او د ستاینې وړ اندازه لري. له همدې امله زه د جرمني له حکومت څخه غوښتنه کوم چې لا زیاته زړورتیا وښيي. هغه زړورتیا چې په ښکاره ډول د افغانستان د بشري حقونو سرغړونې وغندي، په څرګند ډول د نړیوال عدالت ملاتړ وکړي، د افغان کډوالو په اړه د عامه نظر غلطو افسانو پر وړاندې ودرېږي، او خپله د عمل مسوولیت په روښانه توګه ومني.