Skip to main content
Donate Now

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې د بشري حقونو د څار سازمان شفاهي وینا

The United Nations Human Rights Council in Geneva, Switzerland, June 13, 2022. © 2022 Valentin Flauraud/Keystone via AP Photo

ښاغلی ریئس،
تیر څلور کاله کیږي چې طالبانو د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د طالبانو پراخ او منظم بریدونه د ښځو او نجونو پر حقونو د انسان ضد جرم ګڼل کېږي چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو ورته د "جنسیتي اپارتاید" نوم ورکړی دی. دغه سخت محدودیتونه د تګ راتګ او د بیان ازادۍ ته غځېدلي دي چې د ښځو مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه نور هم راکموي.

لکه څنګه چې طالبان خپل ځپونه ژوروي، د بشري حقونو شورا باید په بېړنۍ توګه یو خپلواک او پراخ د حساب ورکولو میکانیزم جوړ کړي. دا میکانیزم باید د ځانګړي استازي له کار سره توپیر ولري، خو ورسره همغږی وي، او د دې واک ولري چې پر تېر او روانو سرغړونو څېړنه وکړي، په ځانګړي ډول د طالبانو جرمونه پر ښځو او نجونو.

افغان ښځې لا هم د خپلو حقونو د ځپلو پر وړاندې کلک مقاومت کوي. موږ باید له هغوی سره په عملي کارونو کې د ملاتړ ترڅنګ ودرېږو.

د حساب ورکولو یو میکانیزم به د افغانستان د بشري حقونو د کړکېچ په زړه کې د قوي معافیت د له منځه وړلو لپاره یوه مهمه وسیله وي. دا به د قربانیانو لپاره د عدالت، حقیقت او جبران د حقونو ترلاسه کولو لاره هواره کړي. دغه میکانیزم به د راتلونکو سرغړونو په مخنیوي کې هم اغېزناک رول ولري.

لکه څنګه چې یو بل کال هم تېرېږي او نجونې له زده کړو بې برخې پاتې کېږي، دغه شورا نور د چوپ پاتې کېدو وس نه لري. موږ له شورا غوښتنه کوو چې په همدې غونډه کې یو پیاوړی د حساب ورکولو میکانیزم جوړ کړي.

مننه.

Every piece on our website is resource intensive. If you donate whatever you can today, we will use it to continue investigating abuses and advocate for change in 100+ countries.

Region / Country