د ۲۰۲۶ کال د اګست ۱۵مه د هغې ورځې پنځمه کلیزه ده چې طالبان بېرته په افغانستان کې واک ته ورسېدل. په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو ورځ تر بلې سختو او ځپونکو تګلارو افغانستان د نړۍ له تر ټولو ژورو بشري حقونو له بحرانونو څخه په یوه بدل کړی دی، چې تر ټولو ډېر زیان یې ښځو او نجونو ته اوښتی دی.

طالبانو له واک ته رسېدو لږه موده وروسته، ښځې او نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو منع کړې. همدارنګه پر ښځو د کار، د بیان د ازادۍ او له کوره د وتلو په برخه کې سخت محدودیتونه ولګول شول، چې له امله یې بشري مرستندویه بنسټونه هم له ښځو سره د مرستو رسولو له جدي ستونزو سره مخامخ شول. خبریالان، مدني فعالان او هغه کسان چې د طالبانو منتقدین ګڼل کېږي، له ګواښونو، خپل‌سرو نیونو، غیرقانوني توقیف او شکنجې سره مخ شوي دي. د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو سلګونه غړي په جبري ورکېدو او له محکمې پرته په وژنو کې قرباني شوي دي.

افغانان د اوږدې مودې له بشري ناورین سره هم مخ دي. افغانستان ته د ډېری بهرنۍ مرستې له بندېدو وروسته، د هېواد نږدې نیمایي وګړي د خوړو او روغتیايي مرستو محتاج شوي دي. له ۳.۷ میلیونو څخه ډېر ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، او روغتیايي خدمتونه هم په جدي توګه کمزوري شوي دي. له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو پراخه جبري ستنېدو دغه ناورین نور هم ژور کړی دی، ځکه ډېری بېرته ستانه شوي کسان نه د اوسېدو مناسب ځای لري او نه هم د ژوند د دوام لپاره د عاید یا معیشت کومه سرچینه لري.

له پاکستان سره د وسله‌والې شخړې بیا پیل، او د اسلامي دولت ډلې له لوري پرله‌پسې بریدونو، د سلګونو ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې لامل شوي دي.

سره له دې چې د تېرو څو لسیزو د جګړو پر مهال د ټولو ښکېلو خواوو د سرغړونو لپاره نږدې هېڅ ډول حساب ورکونه نه ده شوې، خو په ۲۰۲۵ کال کې د عدالت د تأمین هڅو نوی ځواک وموند. د جرمونو نړیوالې محکمې د نیولو حکمونه صادر کړل او ملګرو ملتونو د څېړنې یو ځانګړی بنسټ جوړ کړ، چې دا دواړه د عدالت د تأمین په برخه کې مهم پرمختګونه بلل کېږي.

لاندې د بشري حقونو د څار سازمان د هغو راپورونو لنډیز وړاندې شوی چې د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې یې خپاره کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو او بشري ناورینونو کچه پراخه او ژوره ده. په تېرو پنځو کلونو کې پر دې اوږده کړاوونو د ظلم او درد نوې پاڼې هم ورزیاتې شوې دي. د دې ناورین یوه برخه هغه زیانونه دي چې په انځورونو کې نه ښکاري، لکه د زده کړو له لاسه وتلي کلونه، د میلیونونو نجونو د هیلو او راتلونکي محدودېدل، د خپل‌سرو نیونو، شکنجې او جبري ورکېدو دوامداره اغېزې، د تېرو جرمونو لپاره د عدالت نشتوالی، او د کډوالو لپاره د لازم خوندیتوب نشتوالی.

یوازې نړیواله غندنه بسنه نه کوي. حکومتونه باید:

  • پر طالبانو فشار راوړي چې سمدستي د ښځو او نجونو پر حقونو ټول محدودیتونه پای ته ورسوي، په ځانګړي ډول د زده کړو، کار، تګ راتګ، د بیان ازادۍ او په ټولنیز ژوند کې د ګډون بندیزونه.
  • د حساب ورکونې له هڅو ملاتړ وکړي، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي جوړ شوي خپلواک تحقیقاتي میکانیزم (IIMA) له کار، د جرمونو نړیوالې محکمې له روانو څېړنو، چې باید د افغانستان د ټولو ښکېلو خواوو له خوا د ترسره شویو درنو جرمونو پلټنه هم په عملي توګه رانغاړي، او همدارنګه د جرمني، کاناډا، اسټرالیا او هالنډ له هغې ګډې هڅې ملاتړ وکړي چې غواړي طالبان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون د سرغړونې له امله حساب ورکوونکي وګرځوي.
  • د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دنده پرله‌پسې وغځوي او ډاډ ترلاسه کړي چې هغه د خپلو مسؤلیتونو د ترسره کولو لپاره کافي امکانات او سرچینې لري.
  • ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پلان په بشپړه توګه تمویل کېږي او مرستې ښځو، نجونو، معلولیت لرونکو کسانو او نورو زیان‌منو ټولنو ته رسېږي.
  • افغانستان ته ټول جبري ستنول ودروي او پر ځای یې افغان کډوالو، پناه غوښتونکو او مهاجرینو ته ملاتړ، خوندي او قانوني لارې برابرې کړي.

 

 

د افغانستان په اړه د بشري حقونو د څار سازمان د فعالیتونو په اړه نور معلومات لاندې وګورئ: https://www.hrw.org/asia/afghanistan