John Sifton, the Asia Advocacy Director.

جان سیفټن

د آسیا څانګۍ د دادخواهی رئیس
Follow johnsifton

جان سیفټن د بشري حقونو د څار سازمان د آسیا په څانګۍ  کې د دادخواهی رئیس دی. هغه پخوا په یاد سازمان کې د څیړونکي او د واشنګټن څانګۍ د سرپرست مرستیال په توګه دنده ترسره کړې. هغه د سویلي او سویل ختیځ آسیا، ختیځ آسیا، منځني ختیځ او په ټوله نړۍ کې د تروریزم او تروریزم سره د مبارزې په مسلو تمرکز لري. سیفټن په ۲۰۰۱ کال کې د بشري حقونو د څار په اداره کې کار پیل کړ، لومړی یې د افغانستان او پاکستان په اړه د څیړونکي په توګه او بیا د تروریزم او تروریزم سره د مبارزې د مشر څیړونکي په توګه کار پیل کړ. ښاغلي سیفټن د One World Research په نوم  د عامه ګټو تحقیقاتي شرکت بنسټ کیښوده،  چې د ۲۰۰ څخه تر ۲۰۱۰ پورې یې د ریاست چارې په غاړه درلودې. په ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ کلونو کې، ښاغلي سیفټون د نړیوالې ژغورنې کمیټې لپاره د افغانستان او پاکستان په چارو کې، او په ۱۹۹۹ کال کې په البانیا او کوسوو هیوادونو کې د مهاجرینو د دادخواهې په یو سازمان کې کار کاوه. هغه د نیویارک پوهنتون د حقوقو له ښوونځي څخه د حقوقو سند او د سینټ جان اناپولس پوهنتون څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی ده.