د جي شلو (G20) هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د مارچ په ۱-۳په نوي ډیلي کې غونډه کوي. د امریکا او چین ترمنځ کړکېچ او په اوکراین کې د روسیې جګړه په دې غونډه کې به ترټولو نورو مسلو سیورې واچوي. په دغه غونډه کې به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د چین د بهرنیو چارو وزیر کین ګنګ او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ګډون کوي. ددغه مسلو د پس منظر په پام کې نیولو سره، ایا د کومې مسلې په اړه به موافقه حتی ممکنه ده؟
په لومړي سر کې، تاسو شاید فکر وکړی چې نه داسې یوه هوکړه به ممکنه نه وي. حکومتونه اکثرا د خپلو تیرو کړنو په اړه انتقادي بیانونو سره موافق نه وي، نو G20 د هرې ګډې اعلامیې په تصویبولو کې به په ډیری مهمو مسلو کې لکه په اوکراین کې د روسیې جنګي جنایتونه، په ژینګانګ کې د بشریت په وړاندې د چین جنایتونه، په یمن کې د سعودي عربستان سرغړونې یا د نژادي عدالت او د مهاجرینو حقونو په اړه د متحده ایالاتو حکومت خپلې تیرې کړنو، چوپه خوله وي.
د هند لپاره هم همدغه خبر صدق کوي. پداسې حال کې چې د ډیموکراتیکو هیوادونو مشران کیدای شي په خصوصي توګه په هند کې د بشري حقونو د لا خرابیدونکو کړنو په اړه اندیښنې راپورته کړي، خو لږ شمیر یاد مشران به په عامه توګه د کوربه هیواد په اړه خبرې وکړې.
خو، ځینې امکانات تشون لري. احتمال لري چې د جي شل ډلې غړې هیوادونه په ګڼو مسلو لکه د نړیوال خوراکي خوندیتوب، د اقلیم بدلون، او د هغو هیوادونو بد حالت چې د نه اداره کیدونکي پور سره مبارزه کوي د حل کولو لپاره پر اقدامات موافقه وکړي.
دا هم د تصور وړ ده، که څه هم د منلو وړ نه ده، چې د جي شل (G20) غړي کولی شي د میانمار د پوځي حاکمي ډلې په وړاندې د قوي اقداماتو په اړه موافقه وکړي، چې د یادې پوځې ډلې پراخې سرغړونې د هغې د ډیپلوماټیک انزوا سبب شوي دې.
د تړون بله د پام وړ ساحه افغانستان دی. په هرصورت، د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو د مخ په زیاتیدونکي سختو بندیزونه د نړیوال غبرګونونه لخوا په متفقه توګه غندل شوي دي.
طالبان په حقیقت کې د دې موضوع هیڅ ملاتړی هیواد نه لري. سعودي عربستان، ایران او د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) پاتې ۵۷ غړي او د هغې نړیوالې اسلامي فقهې اکاډمۍ، لکه څنګه چې د G20 نږدې ټولو غړو - ارجنټاین، برازیل، مکسیکو او سویلي افریقا په ګډون او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۲ غړو، د طالبانو په دغو کړنو نیوکه کړې یا یې اندیښنه ښودلې ده.
حتی روسیې او چین د ښځو په تعلیم باندې د طالبانو د محدودیتونو د غندلو په اړه د بیانیو سره موافقه کړې ده. دواړو په شخصي توګه د طالبانو له مشرانو سره په لیدنو کې خپلې اندیښنې راپورته کړي او نه یې د ۲۰۲۲ په ډسمبر کې د امنیت شورا غړو لخوا د یوې قوي ډلې بیانیی سره مخالفت کړی دی. شاید هیڅ هیواد د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د توکمپالنې سویلي افریقا راهیسې په ډیپلوماټیک ډول د بشري حقونو په یوه لوی مسله کې داسې ګوښه شوی نه وي. دا په نننۍ قطبي نړۍ کې د یووالي یوه حیرانونکې کچه ده. خو د طالبانو په دریځ کې د پام وړ بدلون لپاره هر ډول هیله به د یاد یووالي ساتل اړین وي. د G20 هیوادونه باید یو ګډ دریځ ته د رسیدو لپاره کار وکړي چې د طالبانو پریکړې وغندي او له دوی څخه غوښتنه وکړې ترڅو دغه ډول کړنو ته د پای ټکې کیږدي.