Skip to main content

د ملګرو ملتونو د افغانستان ځانګړي راپور ورکوونکي د پراخ حساب ورکولو لپاره خپله غوښتنه بیا تکرار کړه

د جدي بشري سرغړونو د عدالت غوښتنې لپاره نړیوال ملاتړ مخ په زیاتېدو دی

An Afghan woman walks among Taliban soldiers at a checkpoint in Kabul, Afghanistan, July 6, 2023.  © 2023 Ali Khara/Reuters

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ريچارډ بينټ، په خپل تازه راپور کې يو ځل بيا له دولتونو غوښتنه کړې چې د افغانستان د تېر وخت او روانو جدي بشري سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې، د حساب ورکولو لپاره يو پراخ ميکانيزم جوړ کړي.

بينټ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تبعيض بيلابيل ډولونه مستند کړي او دا یې روښانه کړې چې هغوی ته عدالت او ساتنه ته لاس‌رسی څومره ستونزمن شوی دی. نوموړی يادونه کوي چې د عدالت نظام خپله اوس د ښځو او نجونو د ځپلو او چوپ ساتلو لپاره کارول کېږي، نه د هغوی د خوندیتوب لپاره.

د عدالت د پرمختګ لپاره، بينټ له هېوادونو غواړي چې يو خپلواک حساب ورکوونکی ميکانيزم جوړ کړي، چې پراخ صلاحيت ولري، د جدي سرغړونو او نړيوالو جنايتونو (لکه د جنسيت پر بنسټ ځورونې) شواهد راټول او خوندي کړي او د هغو کسانو د محاکمې لپاره دوسيې چمتو کړي چې دغو جرمونو کې لاس لري.

يو ځانګړی حساب ورکوونکی ميکانيزم کولی شي د طالبانو هغه معافيت له منځه يوسي چې د ښځو او نجونو د ځورونې او د بشري حقونو د پراخو سرغړونو جرئت يې پيدا کړی. دا ميکانيزم به عدالت ته د لاسرسي ملاتړ وکړي، چې پکې د نړيوال جزايي محکمې روانې او راتلونکې هڅې، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعيض د له منځه وړلو کنوانسيون لاندې د نړيوال عدالت محکمې نوښت، او د نړيوال يا نورو بڼو قضايي صلاحيتونو له لارې د ناقضینو حساب ورکول شامل دي.

که څه هم چې د جنسيت پر بنسټ جرمونو ته عدالت بايد د افغانستان لپاره د حساب ورکولو د ميکانيزم يو لومړيتوب وي، خو بينټ له ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کميسارۍ، د بيلابېلو سيمو د هېوادونو له ډلې، او د افغانو او نړيوالو بشري حقونو له سازمانونو سره هم‌نظر دی، چې هر ډول ميکانيزم بايد پراخ صلاحيت ولري، څو وکولای شي هم د تېر وخت او هم د روانو بشري سرغړونو ته رسیدنه وکړي. د ياد ائتلاف په وينا، د بشري حقونو د قربانيانو لپاره رښتينی عدالت بايد د دوه‌ګوني چلند يا د تحقيقاتو او محاکمو د انتخابي تګلارې له امله زيانمن نه شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د حساب ورکولو ميکانيزم د اړتیا په اړه توافق مخ په ډېرېدو دی، هيله شته چې اروپايي اتحاديه به د روان کال په سپتمبر کې، کله چې د افغانستان په اړه خپله کلنۍ پرېکړه‌لیک وړاندې کوي، د دغه ميکانيزم وړانديز هم وکړي. راتلونکې اونۍ چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ياد راپور بحث کوي، د ټولو سيمو هېوادونه بايد خپل ملاتړ څرګند کړي.

GIVING TUESDAY MATCH EXTENDED:

Did you miss Giving Tuesday? Our special 3X match has been EXTENDED through Friday at midnight. Your gift will now go three times further to help HRW investigate violations, expose what's happening on the ground and push for change.
Region / Country