Skip to main content

افغانستان: د طالبانو جنسیتي جرمونه د بشریت ضد جنایتونو د مصداق په توګه

ښځې او نجونې په نښه کیږي: د جرمونو نړیواله محکمه دنده لري چې د جندر پر بنسټ د جرمونو قضیې وڅیړي

 

افغان میرمنې د خوراکي توکو کڅوړو ترلاسه کولو ته انتظار باسي چې د بشري مرستو د یوې ډلې لخوا ویشل کیږي، کابل، افغانستان، ۲۰۲۳ کال د می په ۲۳ © 2023 ابراهیم نوروزی/AP Photo

(نیویارک)- د بشري حقونو د څار سازمان نن په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو چارواکي د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې د بشریت ضد جنایت ترسره کوي. د ۲۰۲۱ په اګست کې د هیواد د نیولو راهیسې، طالبانو داسې قوانین او پالیسي ګانې نافذ کړي چې هدف یې په ټول هیواد کې ښځې او نجونې د جنسیت له امله د دوی له بنسټیزو حقونو څخه بې برخه کول دي.

د بشري حقونو د څار د نړیوال عدالت مشرې لیز ایونسن وویل، " د ښځو او نجونو د اساسي حقونو څخه د طالبانو ظالمانه او روشمنده انکار چې له عامه ژوند څخه یې لرې کړي، د نړۍ پام ځانته اړولی دی." "د اړوندو حکومتونو همغږي ملاتړ ته اړتیا ده چې د طالبانو مشران عدالت ته راکش کړي."

د جرمونو نړیوالې محکمې د روم اساسنامه د بشریت پر وړاندې جرمونه د یو لړ ممنوع عملونو په توګه تعریفوي چې د برید په اړه د پوهیدو سره د ملکي وګړو په وړاندې د پراخ یا منظم برید د یوې برخې په توګه ترسره کیږي. د ځورونې او تعذیب جرم د نړیوالو قوانینو خلاف د بنسټیزو حقونو څخه قصدي او شدید محرومیت دی چې د دې ډلې د هویت له امله او د هغو د دلایلو پراساس چې نړیوال قانون یې مجاز نه بولي. ځورونه چې د جنسي ځانګړتیاوو یا ټولنیزو جوړښتونو او معیارونو له امله ترسره کیږي چې د جنسیت تعریف کولو لپاره کارول کیږي د جنسیت پر بنسټ د ځورونې جرم مصداق ګڼل کیږي.

د بشري حقونو د څار سازمان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان په اړه څېړنې ښيي چې د بشریت ضد جرمونه، د ښځو او نجونو ځورونه د بېلابېلو لیکلي یا اعلان شویو حکمونو له لارې ترسره شوې ده. دا فرمانونه د تګ راتګ، بیان او غونډو جوړولو پر ازادۍ سخت بندیزونه لګوي. د نږدې ټولو دندو منع کول؛ د ثانوي او لوړو زده کړو منع کول؛ او د خپلسري نيولو او د ازادۍ له حق څخه يې د سرغړونې اجازه ورکړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، طالب چارواکي باید هر ډول جبر او تبعیض له منځه یوسي چې ښځې او نجونې د دوی له بنسټیزو حقونو څخه محروموي.

افغانستان د جرمونو د نړیوالې محکمې د روم د اساسنامې غړی دی. د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۳۱، محکمې د ICC څارنوال ته واک ورکړ چې د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې څیړنې بیا پیل کړي، کوم چې په لومړي ځل په ۲۰۲۰ کې واک او صلاحیت ورکړل شوی و.

ایونسن وویل، "په افغانستان کې د جرمونو د نړیوالې محکمې تحقیقات کولی شي د جندر د ځورونې د بشریت ضد جرم لپاره حساب ورکولو ته لاره هواره کړي." "حکومتونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې محکمه منابع لري او همکارۍ ته اړتیا لري ترڅو څارنوال وکولی شي د نورو جدي سرغړونو تر څنګ دا جرم وڅیړي."

GIVING TUESDAY MATCH EXTENDED:

Did you miss Giving Tuesday? Our special 3X match has been EXTENDED through Friday at midnight. Your gift will now go three times further to help HRW investigate violations, expose what's happening on the ground and push for change.
Region / Country