Skip to main content

په افغانستان کې د طالبانو انتقامي وژنې پای نه لري

د ملګرو ملتونو نوی راپور د محاکمې پرته وروستي وژنې، جبري نادرکه کیدل مستند کړي دي

طالب جنګیالي په کابل، افغانستان کې ګزمې کوي، د اګست ۱۹، ۲۰۲۱. © 2021 رحمت ګل/AP عکس

د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د محاکمې پرته وژنو په اړه د ملګرو ملتونو یو نوی راپور خورا دردونکی دی. یاد راپور د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو پرسونل سره د طالبانو د چلند په اړه ویره تاییدوي.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې افغانستان په خپل ولکه کې راوسته، د دوی ځواکونو د غچ اخیستنې وژنې ترسره کړې او د پخوانیو پولیسو، اردو او امنیتي افسرانو جبري نادرکه کیدنه يي ترسره کړل. دوه کاله وروسته هم دا ډول سرغړونې نه دي دریدلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) موندلې چې د پخواني افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو (ANDSF) د وژلو او نادرکه کولو لویه برخه د طالبانو له واک ته له رسیدو وروسته د څلورو میاشتو په موده کې ترسره شوي دي. په دې موده کې، یوناما د ۱۴۸ د محاکمې پرته وژنې مستند کړي. یوناما د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د ډسمبر تر ۳۱ نیټې پورې ۷۰ نورې د محاکمې پرته وژنې مستند کړي او د ۲۰۲۳ ترکاله پورې یې د دا ډول پیښو مستند کولو ته دوام ورکړی دی. د می په ۱۷ د طالبانو امنیتي پرسونل په تخار ولایت کې د افغان پوځ یو پخوانی سرتیری په ډزو وواژه.

طالبانو هم د افغان ملي امنیتي ځواکونو پخواني غړي په خپلسري توګه توقیف کړي دي، د هغوی د توقیف لپاره یې هیڅ دلیل نه دی وړاندې کړی او په مکرر ډول یې هغوی ته اجازه نده ورکړې چې د توقیف سره بهر له چا سره تماس ونیسي. د دوی کورنۍ اکثرا وايي چې دوی ته د دوی د ځای په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي، یا ولې دوی ساتل کیږي. دا ډول قضیې د نړیوالو قوانینو له مخې جبري نادرکه کول بلل کیږي، او یوه بیلګه تعقیبوي چې د بشري حقونو د څار سازمان لخوا مستند شوې ده. یوناما یوه وروستۍ قضیه په ګوته کوي چې د یوه پخواني سرتیري کورنۍ په پکتیا ولایت کې له ګڼو توقیف ځایونو څخه لیدنه وکړه ترڅو یاد سرتیره وموندي. درې میاشتې وروسته طالبانو د هغه جسد بېرته دوی ته وسپاره.

د یوناما راپور په هرات کې د ښځو د زندان د پخوانۍ مشرې عالیه عزیزي قضیه هم په ګوته کوي چې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر کې وروسته له هغه نادرکه شوه چې طالب چارواکو ورته وویل چې خپلې دندې ته ستنه شي او تر اوسه پوری نادرکه ده.

د یاد راپور له مخې، طالب چارواکو هڅه کړې چې دغه وژنې او نادرکه کیدني د "شخصي دښمنۍ یا غچ" پر بنسټ رد کړي او شمېرې یې کمې کړي. پداسې حال کې چې دوی ادعا کوي چې خپل پرسونل د سرغړونو له امله حساب ورکووني ته اړ کړي دي، خود دوی د هیڅ تحقیقاتو یا مجازاتو پایلې نه دي خپري کړي.

د طالبانو مشرتابه د واک ترلاسه کولو څخه وروسته، د امنیتي ځواکونو پخوانیو غړو ته د بخښنې ژمنه وکړه، خو دې کار د سیمه ییزو قوماندانانو د انتقامي بریدونو مخه نه ده نیولې. دا د طالبانو د مشرتابه مسوولیت دی چې د نورو وژنو مخه ونیسي، مسؤلینو سره یې حساب کړي او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

GIVING TUESDAY MATCH EXTENDED:

Did you miss Giving Tuesday? Our special 3X match has been EXTENDED through Friday at midnight. Your gift will now go three times further to help HRW investigate violations, expose what's happening on the ground and push for change.
Region / Country