Skip to main content

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بسپنه ورکوونکو په کنفرانس کې تمویل کوونکو او حکومتونو ته د بشري حقونو د څار سازمان اعلامیه، د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۳۱.

زما نوم فرشته عباسي دی او زه د بشري حقونو د څار سازمان په استازیتوب خبرې کوم. 

تېر کال د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان د بشري او بشري حقونو له ناورین سره مخ شوی دې. ملیونونه افغانان د خوراکي توکو له شدید ناامنۍ سره مخ دي چې د اقتصادي رکود پایله ده کوم چې د پراخو عایداتو له لاسه ورکولو، د نغدو پیسو کمښت او د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو له امله رامنځ ته شوې ده. ماشومان قحطی سره مخ دي. 

په ورته وخت کې، طالبان د نړیوالې ټولنې لپاره د مرستې رسول ستونزمن کوي. چارواکو د بشري حقونو مدافعین، د ښځو د حقونو فعالان او خبریالان ځورولي او بندیان کړي دي او  تر سلو ډیر له پخواني حکومت سره تړلي کسان يې په خپلسري توګه اعدام کړي او یا یې په اجباري توګه نادرکه کړي دي، او په زیاتیدونکي توګه یې پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي او سانسور کړي دي. او تیره اونۍ، هغوی د انجونو په ثانوي زده کړو خپل پخوانی بندیز وغځاوه، چې په ترڅ کې يې په میلیونونو نجونو او د هغوی کورنیو ته یې ویجاړونکی ګوزار ورکړ. دا د هغو پریکړو په لړ کې وروستۍ پریکړه ده چې طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو په هر اړخ کې تر پښو لاندې کړي دي – داسې پریکړه چې د دوی ظلم او د بنسټیزو حقونو ته نه پاملرنه په ګوته کوي. 

د دې ناورینونو پر وړاندې، لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده. بسپنه ورکوونکي او حکومتونه باید د نجونو او ښځو د حقونو په ګډون د افغانانو د بشري حقونو د دفاع او ودې لپاره ګڼ شمیر سمدستي ګامونه واخلي. یو څو هغه دلته ذکر کوم: 

له طالبانو سره داسې لیده کاته (تعامل) ودروئ کوم چې هغوی ته وقار ورکوي. ناوړه عملونه باید عواقب ولري. که تاسو په کابل یا دوحه کې له چارواکو سره وینئ، پرته له عکسونو څخه په خاموشۍ سره یاد لیده کاته ترسره کړئ. ډاډ ترلاسه کړئ چې ښځې په پلاوي کې ښه استازیتوب څخه برخمنې اوسي. د امکان په صورت کې افغانې ښځې هم پکې شاملې کړئ. 

د هغو کسانو غږ پورته کړئ چې د بشري حقونو دفاع کوي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو. که څه هم طالبانو په تیرو وختونو کې د ښځو د حقونو د لاریون کونکو په وړاندې په وحشیانه توګه غچ اخیستی، د تیرې اونۍ د منځني ښوونځي د بندیز له غځولو وروسته لاریونونه پیل شول. په لوړ غږ خبرې وکړئ - او په ګډه سره خبرې وکړئ - ترڅو د لاریون کونکو او نورو حقونو مدافعینو ملاتړ وکړئ. 

زدکړه او نور خدمتونه تمویل کړئ، مګر د تبعیض پرته. ډاډ ترلاسه کړئ چې تمویل د هغو پروګرامونو ملاتړ لپاره نه کارول کیږي چې نجونې پکې نه وي، د بیلګې په توګه، په ولایتونو کې منځني ښوونځي چیرې چې نجونې منع دي. هغه ډلې یا ګروپونه تمویل کړئ کوم چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع لپاره کار کوي، د انجونو د زده کړې هغو بدیل انتخابونه پشمول چې ښوونځیو ته د تګ څخه منع شوي دي. 

مهمه خبره دا ده چې له افغانستان سره د مرستو په اړه د پریکړو په ترسره کولو په خت کې، موږ له تاسو څخه غوښتنه کوو چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو له امله د افغانستان خلکو ته له سزا ورکولو ډډه وکړئ. 

د افغانستان بشري ناورین په اصل کې  یو اقتصادي بحران څخه سرچینه اخلي او یاد ناورین په ځانګړې توګه ښځې او نجونې اغیزمنې کوي، کوم چې د خوړو او بنسټیزو سرچینو په ترلاسه کولو کې له لویو خنډونو سره مخ دي. 

مالي ژمنې مهمې دي، مګر لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، دا ناورین یوازې د بسپنه ورکولو په واسطه نشي حل کیدی. حکومتونه او په ځانګړې توګه د امریکا حکومت باید د افغانستان د بانکدارۍ او د نقدینګۍ بحران ته په عاجله توګه رسیدګي وکړي. اقتصاد له نړۍ څخه قطع شوی دی. د بې وزلۍ د کمولو مهمې پروژې ولاړې شوي دي. د حیاتي مرستو او معاشونو تادیات ملیونونو ښوونکو، روغتیایی کارمندانو او نورو اړینو کارمندانو ته بند شوي دي. 

تر څو چې د افغانستان بانکي سکټور عادی نشی کړای، له یادو ستونزو څخه هیڅ یوهم په مؤثره توګه نه شي حل کېدای. موږ له حکومتونو څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره اقدام وکړي ترڅو یاده چاره ترسره شي. 

په پای کې، موږ غوښتنه کوو چې تاسو د ملیونونو افغانانو حالت په یاد ولرئ چې تښتیدلي یا په افغانستان کې د ځورونې په خطر کې پاتې دي. بسپنه ورکوونکي دولتونه باید د بې ځایه شویو افغانانو سره د مرستې او د امکان په صورت کې د خطر سره مخ د خلکو لپاره د بیا میشتیدنې او ځای په ځای کولو په شمول د پټنځایونو د زیاتولو په برخه کې د خپلو مسؤلیتونو او ژمنو سره سم عمل وکړي. 

مننه.  

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.