Skip to main content

طالبانو په افغانستان کې د یوټیوبرانو مخه نیولې ده

د رسنیو کارکونکي په زیاتیدونکي توګه توقیف شوي، او "اعتراف" ته اړ شوي

اجمل حقیقي (مرکز) او دوه همکاران یې له نیول کېدو وروسته، کابل، د ۲۰۲۱ کال د جون ۷مه. سرچینه: د استخباراتو عمومي ریاست، ټویټر، د ۲۰۲۲ کال د جون ۷ https://twitter.com/GDI1415/status/1534212175488864256  

د جون په ۷ مه، افغان یوټیوبر اجمل حقیقي – چې د خپل یوټیوب چینل او ماډلینګ خپرونو له امله مشهور و – په یو بل ډول خپرونه کې راڅرګند شو. طالب چارواکو اجمل حقیقي او د هغه درې ملګري ونیول او یوه ویډیو یې خپره کړه چې یاد کسان پکښی له ټپي مخونو او په ښکاره ډول تر فشار لاندې دي، وښودل، او د "فحاشۍ" او "قرآن کریم د سپکاوي" هڅولو له امله يې بښنه وغوښتله. د می په ۲۸، دغو څلورو کسانو په یوټیوب کې یوه ویډیو خپره کړې وه چې پکې دوی په عربي ژبه د قرآن کریم آیتونه په طنزیه انداز تلاوت کول. د یوې اونۍ په اوږدو کې، د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست (GDI) هغوی ونیول.

حقيقي په خپل لیکلي اقرار کې وویل: "موږ د لویدیځ کلتور او ارزښتونو ته وده ورکوو، او د دې لپاره زه بخښنه غواړم."

د جون تر نیمایي پورې، یاد کسان په توقیف کې پاتې شول. په هغوی باندې هیڅ تورونه په رسمي ډول ندي لګول شوي، او هیڅ مدافع وکیل یا د کورنۍ غړي یې نه دي توانیدلي چې هغوی سره لیدنه وکړي.

دا نیونې د بیان د آزادۍ په وړاندې د طالبانو د ځپونکو اقداماتو څخه دي. د می په ۲۴ مه طالب چارواکو د صدای افتاب راډیو مدیر میرزا حسنی په هرات ښار کې په یوه پوسته کې د مخالفو ډلو د ملاتړ په تور ونیوه. د می په ۱۰، د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست (GDI) چارواکو په ارزوګان کې د تلویزیون خبریال خان محمد سیال پرته له وضاحت څخه توقیف کړ. د جون په نیمایي کې، د دواړو کسانو څخه هیڅ یو خوشې شوی نه و.

د کندهار یو خبریال چې د اپریل په میاشت کې د موسیقۍ د خپرولو په تور څلور ورځې نیول شوی و، راته وویل چې له بهرنیانو سره په کار کولو تورن شوی و. د هغه هم "اعتراف" ته اړ ایستل شوی و: "هغوی (طالبانو) زه ووهلم او وټکولم او ما ته یې ویل چې زه باید اعتراف وکړم."

طالبانو په افغانستان کې د رسنیو د خاموشه کولو لپاره له مختلفو لارو چارو کار اخیستی دی، په کوم کې چې د محدودو لارښوونو له رامنځته کولو شروع کیږي او بیا د رسنیو له کارکوونکو سره د لیدنې لپاره د استخباراتي مامورینو د لېږلو پورې لارې چارې شاملې دي. د رسنیو د کارکونکو مجبورول چې په مشکوکو جرمونو اعتراف وکړي نورو ته دا پیغام رسوي چې د طالبانو قواعدو ته غاړه کیږدي – همدغه تاکتیک هم د ښځینه لاریون کونکو پروړاندې وکارول شو چې توقیف شوې وې او اعتراف کولو ته مجبوره شوې.

په هرات کې د رسنیو یوه کارکونکي په دې وروستیو کې ماته وویل، "په افغانستان کې د بیان ازادي مړه شوې ده." د ژورنالیستانو، د ټولنیزو رسنیو فعالینو او نورو لپاره چې په عامه توګه د طالبانو د سختو بندیزونو په وړاندې مقاومت کوي، د هغه خبرې خورا ریښتیا ښکاري.

GIVING TUESDAY MATCH EXTENDED:

Did you miss Giving Tuesday? Our special 3X match has been EXTENDED through Friday at midnight. Your gift will now go three times further to help HRW investigate violations, expose what's happening on the ground and push for change.
Region / Country