(نیویارک) - د طالبانو له خوا د افغانستان نیولو په هیواد کې د بشري حقونو بحران او بشري ناورین ګړندی کړی دی، د بشري حقونو د څار سازمان نن په خپل نړیوال راپور ۲۰۲۲ کې وویل.
وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه د هېواد واک تر لاسه کړ، هغوی د ښځو د حقونو پرمختګونه او د رسنیو ازادي بېرته واخیسته – چې د ۲۰۰۱ کال وروسته د بیارغونې د هڅو تر ټولو مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېږي. د نجونو ډیری منځني ښوونځي د کال تر پایه تړلي پاتې وو، او ښځې په لویه کچه د تدریس او روغتیا پاملرنې پرته په نورو دندو کې د کار کولو څخه منع شوې دي.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشرې پیټریشیا ګوسمن وویل: "افغانان د طالبانو د ظلمونو او د لوږې د بلا تر منځ ایسار دي. هغه حکومتونه چې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ښکیل ول، باید بشري مرستې وړاندې کړي او د روغتیا او ښوونې او روزنې په ګډون بنسټیز خدمتونه تمویل کړي، پداسې حال کې چې خپل اغېز د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره وکاروي."
د بشري حقونو د څار سازمان د خپل ۲۰۲۲ نړیوال راپور، ۲۳ مې ګڼې، په 752-مخ کې ، په نږدې ۱۰۰ هیوادونو کې د بشري حقونو کړنو ته بیاکتنه کوي. اجرایوي رییس کینیت روت هغه دودیز حکمت ننګوي چې استبداد اغېزناکه چاره ده. په دې وروستیو کې، په پرلپسې توګه، په ډېرو هیوادونو کې ګڼ شمیر خلک سړکونو ته د بندي کیدلو یا ویشتل کیدلو د خطر په منلو سره راوتلي دي، چې د دې ښکارندوی کوي چې د ډیموکراسۍ غوښتنه لاهم پیاوړې ده. په ورته توګه، د استبدادي حکومتونو لپاره ستونزمنه خبره ده چې د خپلو ګټو لپاره په ټاکنو کې لاسوهنې وکړي. هغه وايي، چې دیموکراتیک مشران باید د ملي او نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره غوره کارونه وکړي؛ په دې معنی چې دوی باید ډاډه اوسي چې ډیموکراسي هغه ګټې وړاندې کړي چې ژمنه یې کوي.
په ګډوډۍ کې د زرګونو افغانانو ویستلو سره سره، ډیری هغه کسان شاته پاتې شول چې د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخ وو. طالب ځواکونو په لنډه توګه د افغان حکومت د امنیتي ځواکونو ډېر پخواني غړي اعدام کړل. د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدل او د بهرنیو مرستو له لاسه ورکولو اقتصادي سقوط ګړندی کړ او په میلیونونو افغانان یې د قحطۍ له خطر سره مخ کړل. په هیواد کې د روغتیایی خدماتو سقوط ډیری افغانان د ډیری فزیکي او رواني روغتیا پاملرنې له لاسه ورکولو سره مخ کړل.
د طالبانو له واک څخه څو اونۍ وروسته، نوي حکومت د پالیسیو او مقرراتو یوه منظمه لړۍ اعلان کړه چې د ښځو حقونه یې بېرته واخیستل. همدا ډول طالب چارواکو پر افغان رسنیو پراخ محدودیتونه ولګول او له هېواده د ډېرو خبریالانو په وتلو سره، نږدې ۷۰ سلنه افغان رسنۍ وتړل شوې. طالبانو او د اسلامي دولت خراسان ولایت (ISKP)، د اسلامي دولت (داعش) افغان څانګې، دواړو د دولتي کارکوونکو، ژورنالیستانو او مذهبي مشرانو په ګډون د ملکي خلکو هدفي وژنې ترسره کړې.
د ۲۰۲۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په جګړو کې د وژل شویو او ټپیانو ملکي وګړو شمېر د طالبانو او افغان حکومت د امنیتي ځواکونو له خوا د بریدونو په پایله کې زیات شو، چې د دولتي ځواکونو له خوا اوښتي تلفات د هوايي بریدونو له امله ول. داعش خراسان پر ملکي تاسیساتو ډیر بریدونه ترسره کړل، چې پر ښوونځیو او جوماتونو بریدونه په کې شامل ول، او په سلګونو خلک یې ووژل، چې ډیری یې د افغانستان د هزاره ټولنې غړي وو. د داعش خراسان بریدونو د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو وروسته هم دوام درلود.
د جزاء د نړیوالې محکمې څارنوال د خپلو تحقیقاتو د بیا پیلولو اجازه وغوښته، خو ویې ویل چې هغه به د طالبانو او داعش خراسان په ادعا شویو جرمونو تمرکز وکړي، او هغه څه چې د متحده ایالتونو د پوځ او سي آی ای او د افغان حکومت د پخوانیو امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شوي، له لومړیتوبه وغورځوي.