Skip to main content

افغانستان: د ملکیانو مرګوني تلفات

زیاتېدونکې جګړه او د جنګي جرمونو پر وړاندې معافيت، بشري حقونه او امنیت زیانمن کړي دي

عبد الجبار، فردی که چهار عضو خانواده خود را بر اثر حمله هوایی مورخ 19 سپتامبر 2019 در جلال‌آباد افغانستان از دست داد، فهرست نام کشته شدگان قریه‌ خود را نشان می‌دهد. © 2019 AP Photo/رحمت ګل

(نيويارک): د بشري حقونو د څار ادارې د ۲۰۲۰ کال په نړيوال راپور کې چې نن خپور شو، ویلي چې د افغانستان د وسله‌والې جګړې ټولو ښکېلو اړخونو په ۲۰۱۹ کال کې ملکیانو ته مرګوني تلفات ور اړولي دي.

د افغان حکومت او متحده ایالاتو هوايي بريدونو د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمه کې د تلفاتو هغه شمېرې چې د طالبانو له لوري رامنځته کېدلې، نورې هم لوړې کړې؛ د دې تلفاتو ډېره برخه د امریکا په هوايي بریدونو کې د زياتوالي له کبله رامنځته شوې دي. طالبانو بیا په ځانګړي ډول په سپټمبر میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال له توپیر پرته ډېر بریدونه وکړل چې سلګونه ملکیانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله.
د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا برخې رییسې، پټریشيا ګوسمن وويل: «د جګړې په اوږدېدو سره د افغانستان د جګړې ټولو ښکېلو اړخونو د جګړې له قوانینو سرغړونه کړې ده او ملکیانو ته يې له وحشته ډک تلفات اړولي دي. په‌داسې حال کې چې د سولې خبرې ۲۰۲۰ کال ته وغځېدې، د عادي افغانانو ژوند د ښکېلو غاړو له لوري، په‌دې ژمنه پورې تړلي دي چې د ملکیانو ساتنه او د بشري حقونو درناوی به وکړي.»

د ۲۰۲۰ کال د نړیوال راپور په ۶۵۲م مخ کې د بشري حقونو د څار ادارې په ۱۰۰ هېوادونو کې بشري حقونه ارزولي دي. اجرایه ریيس، ښاغلي کینیت روت د راپور په سرلیکنه کې ويلي چې د چين حکومت چې د ظلم پر مټ قدرت ساتي، پر بشري حقونو داسي تېري کوي چې په تېرو لسیزو کې يې ساری نه دی ليدل شوی. هغه دې پايلې ته رسېدلی چې د بېجينګ د کړنو تشویق او ملاتړ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د موجودو استبدادي ولسپالو له خوا کېږي، خو چین له خپل اقتصادي ځواک څخه په استفادې د نورو دولتونو د نیوکو مخه نيسي. د دې تېریو پر وړاندې درېدل چې د بشري حقونو په برخه کې د لسیزو پرمختګ او زموږ راتلونکی ګواښي، بېړنۍ اړتیا بلل کېږي.

د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې، د ښځو د حقونو د فعالو ډلو او نورو فعالانو له طالبانو سره په مذاکراتو کې د ښځو د پراخ ګډون او په هره برخه کې له اساسي قانون سره سم د ښځو د برابرې ونډې تضمین په ګډون، د بشري حقونو د خونديتوب غږونه هم پورته کړل.

په ډسمبر میاشت کې د جنګي جرایمو نړیوالې محکمې د استناف څانګې یوه استماعیه غونډه راوبلله، تر څو دا و ارزوي چې ایا د دې محکمې لومړنۍ ځانګړې د افغانستان په وسله‌واله جګړه کې د شویو جنګي او بشري جنایتونو په تړاو د پلټنې د پیلولو لپاره د څارنوالې د غوښتنیلیک په ردولو کې تېروتنه کړې او که نه. د بشري حقونو نهو افغان او نړیوالو سازمانونو هم په ګډه سره يوه سپارښتنه ورکړې چې د استیناف غوښتنې پر اهمیت يې ټينګار کړی دی.

د افغانستان ځانګړو ځواکونو، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې له ملاتړ څخه برخه‌من دي، د شپنيو عملیاتو پر مهال غيرقانوني اعدامونه او اختطافونه کړي دي. د بېلګي په ډول، د اګسټ په ۱۲مه نېټه د CIA په ملاتړ د ځانګړو ځواکونو ۰۲ قطعې د ننګرهار په زرمت ولسوالۍ کې ۱۱ کسان په غیر قانوني ډول اعدام کړل چې ډېری یې د يوې کورنۍ غړي وو.

طالبانو ملکیان هدف وګرځول؛ له دې ډلې یو هم عبدالصمد امیري، په غور ولایت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د دفتر سرپرست دی چې د سپټمبر په ۳مه نېټه له يوه دولتي کارکوونکي سره يو ځای ووژل شو. د سپټمبر په ۵مه د دواړو کسانو جسدونه د میدان وردګ ولایت په جلرېز ولسوالۍ سيمو کې وموندل شول؛ جلرېز د طالبانو تر واک لاندې سيمه ده.

که څه هم افغان حکومت په زندانونو کې د شکنجو په را کمولو کې څه نا څه پرمختګ کړی دی، خو په‌دې کې پاته راغلی چې امنيتي ځواکونه او وتلې سياسي څېرې د جنسي تېريو په ګډون د تاوتریخوالي په تړاو مسوول وګڼي. طالبانو هم غير قانوني اعدامونه، شکنجې او تېري کړي دي.

د افغانستان لویي څارنوالي د افغانستان د فوټبال فډارسیون AFF پر مشر، کرام الدين کرام د جنسي تېريو او د ښځينه لوبغاړو د زورونې تورونه ولګول، چې د لويي څارنوالۍ په وینا، هغه په ۲۰۱۷ کال کې ښځینه لوبغاړې زورولې دي. د فوټبال نړیوال فډراسيون FIFA پر کرام الدین کرام دايمي بنديز ولګاوه، خو دا چې هغه پخوانی والي تېر شوی، په افغانستان کې لا تر اوسه هم نه دی نیول شوی.

د پراخو درغلیو تورونو د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشتې کې شویو ټاکنو ته سخت زیان ورساوه، حال دا چې تر رایې ورکولو دوه میاشتې وروسته لا هم د پایلو هېڅ درک نه دی معلوم شوی.

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country