(نيويارک) – د بشري حقونو د څار ادارې نن د ۲۰۱۹ کال په نړيوال راپور کې ويلي چې ملکيان په لوړه کچه د پراخې وسلهوالې جګړې دروند پېټی پر اوږو وړي. د دې کال په اوږدو کې تر ۱۰۰۰۰ ډېرو ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده، د دې مرګژوبلو درېیمه برخه ماشومان دي.
مخالفینو پر ښاري سیمو مرګونې بريدونه وکړل، نظامي او ملکي کسان يې ترور او رايهورکونکي يې په نښه کړل. امریکا او د افغانستان حکومتي ځواکونو سختو هوايي بريدونو او شپنیو عملياتو کې ملکي تلفات اړولي دي. د امنيت نشتوالي هم ګڼ شمېر خلک له خپلو سيمو بېځايه کړي دي او له ۲۰۰۲ کال راهيسې د لومړي ځل لپاره ښوونځي ته د ماشومانو په تګ کې کموالی راغلی دی چې له منځه يې ۶۰ سلنه نجونې شاملي دي چې په دې کال کې ښوونځي ته نه دي تللي.
د بشري حقونو د څار ادارې د اسیا څانګې رييسې، پټريشيا ګوسمن وايي: د حکومتدارۍ اوږدمهاله ناکامي، د ملکيانو پر وړاندې د حکومت د مخالفينو بېاعتنايي او د امریکا او نورو مرسته ورکوونکو هېوادونو له لوري رامنځته شوې لنډ لید او لنډ فکره امنيتي سټراټیژي په افغانستان کې له ناورين ډکې پايلې درلودلې. "په ۲۰۱۹ کال کې به هم د سولې د مذاکراتو پرمختګ په دې پورې تړاو ولري چې ایا ګډونوال د ملکيانو تحفظ او بشري حقونو ته لومړيتوب ورکوي او که نه".
د بشري حقونو څار ادارې د ۲۰۱۹ کال نړيوال راپور د ۲۹مې ګڼې په674 مخ کې په تر ۱۰۰ ډېرو هېوادونو کې د بشري حقونو پر وړاندې چلند ارزولی دی؛ د دې راپور په سریزه کې اجرايوي ريیس، کینیت روت Kenneth Roth وایي، هغه کرکه او د زغم نشتوالی چې په ګڼو هېوادونو کې د بانفوذه خلکو له لوري خپرېږي، د مقاومتونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي. هغه هېوادونه چې بشري حقونو ته په کې درناوی موجود وي، د مدني ټولنو او عامه وګړو له لوري د نويو ايتلافونو رامنځته کول او په هغو کې غړیتوب اخیستل، نور هم د چارواکو استبدادي چلند لوړوي؛ د دوی بريالیتوبونه له بشري حقونو څخه د دفاع امکانات او ان په ډېرو ناسمو شرایطو کې د دې چارو د مسوولیت پر غاړه اخيستلو ښکارندوی دي.
په ۲۰۱۸ کال کې د اسلامي دولت د خراساني ولايت ډله چې د اسلامي دولت د افغانستان څانګه ده، په ښاري سیمو کې بريدونه ډېر کړي دي، چې پر شیعه اقلیت شوي بريدونه هم په کې شامل دي. طالبانو هم له توپير پرته بریدونه کړي چې سلګونه ملکيانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د امریکايي او افغان هوايي ځواکونو له لوري په عملياتو کې ۶۰۰ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده چې ۶۰ سلنه يې ښځې او ماشومان دي. نه د امریکا او نه هم د افغانستان حکومتونو پر هغو هوايی بريدونو کافي پلټنه کړې چې دا ممکنه جنګي جرمونه يې رامنځته کړي دي. د ماشومانو د تلفاتو لوی لامل د حکومت د مخالفينو له لوري د لاسي بمونو او يا هغو چاودېدونکو موادو له امله دي چې په جګړه کې د ټولو ښکېلو اړخونو پاتې شونې دي.
ټولټاکنو ته د چمتووالي بهير هم له پراخو تاوتريخوالو ډک وو. مخالفينو پر نوماندانو او د ښوونځيو په ګډون پر هغو بنسټونو هم ګڼ بریدونه وکړل چې د رایهورکونکو د نوملیکنې لپاره کارېدلي دي. د ټولټاکنو په ورځ پر رايهورکونکو، لارو او کوڅو او رايهورکونې پر مرکزونو شویو بريدونو، تر ۴۰۰ تنو ډېرو ملکيانو ته مرګژوبله واړوله. په بيه د رايو پېرلو او د تقلب شواهدو د ۲۰۱۹ کال د ولسمشريزو ټولټاکنو پر اعتبار شکونه را پیدا کړي دي.
په ۲۰۱۸ کال کې لږ تر لږه ۱۴ ژورناليستان ووژل شول چې ۱۱ کسان يې په هغه ځانمرګي برید کې وژل شوي چې د اسلامي دولت خراسان ولایت په يوه ځانمرګي بريد کې د مخکینۍ چاودنې په اړه د خبر جوړولو پر مهال په نښه کړل. د افغانستان چارواکو او امنيتي ځواکونو هم د رسنيو پر غړو بریدونه کړي دي. په خوست او کندهار کې نامعلومو کسانو دوه ژورنالیستان ترور کړي دي.
که څه هم افغانستان د ۲۰۱۸ کال په اپرېل میاشت کې د شکنجې پر وړاندې د ملګرو ملتونو اختياري پروټوکول لاسليک کړ، خو په دې کې پاتې راغلي دي چې د پوليسو او د ملي امنیت رياست له پرسونل سره د پر له پسې شکنجې، صحرايي محاکمو او تبعیدونو پر وړاندې محاسبه وکړي. امريکايي او اسټراليايي ځواکونه په افغانستان کې د شویو جنګي جرمونو له کبله چې له محاکمې پرته وژنې او د ملکيانو پر وړاندې د ربړونو قضيې په کې شاملې وې، د کورنیو پوښتنو او ګرويږنو لاندې راغلي دي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو ته پر له پسې معافيت په دې معنی دی چې ښځې او نجونې تر اوسه هم په محکمو له عدالته نه دي برخهمنې، ځکه چې څارنوالان او پوليس پر دوی فشار راوړي چې د عاملینو تر محاکمې تېري شي او د منځګړيتوب له لارې خپلې قضيې حل کړي.
ګوسمن وايي چې افغانستان ته د ثبات راوړلو هڅې خو فساد او سیسټماټیکې ربړونې ته په ړنده سترګه کتل، د افغانستان د حکومت، مرسته ورکونکو او نړیوالو ځواکونو له لوري يوه جوته شوې ناکامي په ګوته کوي. "که ټول شریکان بشري حقونو لپاره درناوی او ملکيانو ته د اړول شوي زیان راکمولو ته ژمنتیا و نه لري، افغانستان له دې هم د یوه لوی ناورین خولې ته لوېدلی شي".