(نیویارک) – د بشري حقونو څار ادارې په هغه راپور کې چې نن يې خپور کړی دی، ويلي چې په افغانستان کې پر ملکیانو د ترهګریزو بريدونو د قربانیانو کورنۍ او د بریدونو ټپيان له سختو مالي، طبي او رواني ستونزو سره مخ دي، دوی پهدې برخه کې جدي مرستو ته اړتیا لري. د افغانستان حکومت باید ډاډ ورکړي چې پروګرامونه يې د هغو قربانیانو لپاره چې د طالبانو او په اسلامي حکومت پورې اړوندو وسلهوالو ډلو لهخوا په شویو بریدونو کې ورته زیان رسېږي، مرستندویه تمامېږي؛ باید پهدې هم ځان ډاډمن کړي چې هغه کسان چې مرستو ته اړتیا لري، د دوی دې پروګرامونو ته لاسرسی لري.
د بشري حقونو د څار ادارې مشري پلټونکې او د دې راپور چمتو کوونکې، پټريشیا ګوسمن وايي: «وسلهوال په مسجدونو او هغو ځایونو چې د خلکو ګڼهګوڼه په کې ډېره وي، بریدونه کول، چېرې چې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته په کې مرګژوبله اوړي، جنګي جنایت بلل کېږي.» هغه مخکې زیاتوي: «د قربانیانو کورنۍ او ټپیان ښايي د ژورو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه وکړي او یا هم هغوی له هغو ټپونو چې له برید وروسته تر ډېره وخته پاتې کېږي، د دې خلکو لپاره د افغان حکومت کړنې او هڅې دومره نهدي، څومره چې اړیني دی.»
دا راپور چې (د امن ځای نشتوالی: په افغانستان کې پر ملکيانو د اورپکو بريدونه) تر سرلیک لاندې چمتو شوی، له ۲۰۱۶م کال راهیسې يې د طالبانو او اسلامي دولت د خراسان ولایت ډلګۍ له لوري شویو بریدونو جاج اخيستی دی؛ که څه هم طالبان ادعا کوي چې په بریدونو کې ملکيان نه په نښه کوي، خو راپور داسې بريدونه ثبت کړي چې هر څه په کې معلوم دي، طالبانو په بریدونو کې د ملکیانو هیڅ توپیر نهدی کړی، زرګونو کسانو ته يې مرګژوبله اړولې ده. د اسلامي دولت خراسان ډلې د افغانستان په ښارونو کې د شیعه مذهبو مسجدونو په ګډون ملکي تاسیسات په نښه کړي دي. دا راپور چې د ترهګرو په بريدونو کې له ۴۵ قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره د مرکې پر بنسټ چمتو شوی دی، راپور پر متاثره شویو کورنیو او ټولنو د بريدونو اوږدمهالې اغېزې څېړلې دي.
له ۲۰۱۶م کال راهیسې ترهګرو ډلو د افغانستان په کابل او نورو لویو ښارونو کې بریدونو ته زور ورکړی دی، چې په ترڅ کې یې زرګونه ملکيانو ته مرګژوبله اړولې ده. د ترهګرو په بريدونو کې د وژل شویو کسانو خپلوانو د بشري حقونو څار ادارې ته د هغوی پر کورنیو د بریدونو ناوړه اغېزو په اړه خبرې وکړې، ډېری ستونزي چې د دې بریدونو قربانیانو کورنۍ ورسره مخ شوې او اغېزمنې کړې یې دي: پر هغو کورنیو ناوړه مالي اغېزې چې د کورنۍ یوازنی ډوډۍ راوړونکی يې له لاسه ورکړی دی؛ د هغو ښځو لپاره ټولنیزې منفي پايلې چې پهدې بریدونو کې یې خپل د ژوند ملګری له لاسه ورکړی او کونډې شوې او د ملاتړ لپاره د مېړه د کورنۍ نورو غړو ته محتاجه شوې دي، دوی په ژوند او کاري برخه کې له محدوديتونو سره مخ شوې دي؛ پر ماشومانو یې منفي اغېز کړی، هغوی د ښوونځیو پرېښودو ته اړ شوي دي، ځکه يا خو د کورنۍ نور مصارف نهشي پرې کولای او يا هم باید دا ماشومان کار وکړي، تر څو د کور لپاره عاید راوړي. هر يو وژل شوی کس د ملاتړ د له منځه تللو، عواطفو، ټولنیز امنیت او د عوایدو د اړتیا له کبله د خپلې کورنۍ پر غړو چې مېرمن، ماشومان، مور او پلار او نور خپلوان دي، ناوړه اغېزې ښندي.
له ګڼو هغو خلکو سره چې د بشري حقونو څار ادارې مرکې ورسره کړې دي د چاودنو ليدلو او پهدې بريدونو کې د ټپي کېدو له کبله سخت ذهني او رواني ټکرونه لیدلي دي. په تېرو دوه کلونو کې د ترهګرو د بریدونو زیاتوالي د ناامنييو، بېباوريو، تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو کچه ډېره لوړه کړې ده، چې له امله یې د ذهني ټکانونو او رواني فشارونو کچه هم ډېره لوړه شوې ده.
د افغانستان حکومت د ټپیانو او وژل شویو کسانو له کورنیو سره د یو څه اندازې مالي مرستو وړانديز کړی دی، خو له هغو ګڼو کسانو سره چې د بشري حقونو د څار ادارې ورسره مرکه کړې ده، وايي چې د حکومت له لوري يې هیڅ مرسته نهده تر لاسه کړې، که څه هم داسې ژمنې ورسره شوې دي چې مرسته به ورسره وشي. ځینو نورو بیا ویل چې د حکومت د مرستې تر لاسه کولو بهیر خورا ستونزمن او په فساد ککړ دی، ځینې مرسته تر لاسه کولای شي، خو نور يې نهشي کولای.
د بشري حقونو څار اداره پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو غږ کوي چې پر ملکیانو او د هغوی پر تاسیساتو لکه: ښوونځیو، روغتونونو، عبادتځايونو، د ملکيانو پر کورونو هر ډول بریدونه ودروي او د جنګ د مورچو په ډول باید کار ځینې وا نه خیستل شي. دوی باید هغه بریدونه هم ودروي چې د ملکي وګړو او نظامیانو توپیر په کې نهشي کېدای او يا ملکيانو ته بېکچې زیان رسېږي. همدارنګه باید هغه بریدونه هم ودروي چې د درغلیو له مخې او ډول کېږي، لکه د چاودیدونکو موادو د پټولو لپاره له امبولانس څخه کار اخيستل. هغه ترهګر مشران چې د جګړې له قوانينو څخه د سرغړونې امر ورکوي او يا يې اوامر صادروي، بايد مسوول وګڼل شي.
د افغانستان حکومت د نړيوالو قوانینو پر بنسټ مسوولیت لري چې د ټولو هغو خلکو ژوند وژغوري چې په واک سيمه کې يې ژوند کوي او هغه خلک عدالت ته معرفي کړي چې د سختو نړیوالو جرمونو مرتکب شوي دي. همداراز حکومت باید اوسنی ځانګړی سیسټم د قوانینو او مقرراتو له لارې رسمي کړي او يا نوي پروګرامونه جوړ کړي چې د جګړې له ملکي قربانیانو او هغو کسانو سره مرسته وکړي چې يا د ترهګرو په بريدونو کې ټپيان شوي او يا يې د خپلې کورنۍ کوم غړی له لاسه ورکړی دی.
دولت باید د پوهاوي داسي کمپاين په لاره واچوي چې له مالي مرستو او نورو اړوندو لاسنیوي د تر لاسه کولو په برخه کې عام وګړي له خپل طرزالعمل څخه خبر کړي. مرستې باید په مساویانه ډول ووېشل شي او د فساد او تبعیض په برخه کې هر ډول شکایتونه باید فوراً وڅېړل شي. حکومت باید د هغو کسانو لپاره رواني مرستو تدابیر هم ونیسي چې د ترهګرو، حکومت او يا ایتلافي پوځونو له بريد څخه ژوندي وتلي دي.
د افغانستان نړيوال مرستهکوونکي باید له دې پروګرامونو سره مرسته وکړي، تر څو د ښکېلو خواوو بریدونو له قربانیانو سره د مالي او نورو چوپړتیاوو په ګډون رواني او ټولنیز خدمات هم چمتو کړي.
ګوسمن وايي چې د اورپکو له لوري د شویو بریدونو د قربانیانو شمېر له ورکړل شوې احصايې څخه ډېر لوړ دی، دا هغه افغانان دي چې وقار یې بايد وساتل شي او د اړتیا وړ چوپړتیاوو ته باید لاسرسی پیدا کړي. د افغانستان حکومت او نړيوال مرستهکوونکي باید د هغوی د ملاتړ لپاره ګامونه پورته کړي.