سړی د هرات د يوازني رواني روغتون په انګړ کې ناست دی. اپرېل ۲۰۱۴.

© ۲۰۱۴ عارف کریمی/ای ایف پي/ ګيتی ایمیجز

)امسټرډام) – د بشري حقونو څار ادارې نن وويل چې د افغانستان حکومت پر رواني ستونزو اخته خلکو ته د کافي رواني او عصبي روغتیايي مرستو په برابرولو کې پاتې راغلی دی.

له جګړه‌ييز تاوتریخوالي څخه د ژغورل شویو کسانو په ګډون، د افغانستان له نیمايي څخه ډېر نفوس له رواني فشار، اضطراب او له رواني ټکان وروسته فشارونو سره لاس او ګرېوان دي، خو حکومتي اسنادو ته په کتو تر ۱۰ سلنې هم کمو وګړو ته د دولت له لوري کافي رواني ملاتړ چمتو شوی دی. د افغانستان حکومت او نړیوال مرسته‌ورکونکي باید د رواني روغتیا چوپړتیاوې او په‌دې اړه عامه پوهاوی ډېر پراخ کړي.

د بشري حقونو څار ادارې د جګړې او کړکېچ د برخې پلټونکی، جوناټن پيډنولټ وويل: «څو لسيزو تاوتريخوالي ګڼ شمېر افغانان له رواني او فزيکي پلوه سخت ژوبل کړي دي، پراخو رواني چوپړتیاوو ته سخته ډېره اړتیا لیدل کېږي چې تاوتریخوالي، ځانمرګو بريدونو او هوايي بریدونو سره مخ شویو افغانانو ملاتړ وکړي او د دې بريدونو د هغو اوږدمهاله بدو اغېزو مخه ونیسي چې ښايي ژغورل شویو کسانو، د هغوی کورنیو او ټولنې ته سرایت وکړي.»

په‌داسې حال کې چې د هېواد لويې برخې له وسله‌والې جګړې سره لاس او ګرېوان دي، د روغتیا ضعیف سیسټم او د مسلکي روغتيايي او ټولنيزو کارکوونکو د نشتوالي له امله د رواني روغتیا خدمات د نفوس د اړتیا په پوره کولو کې پاتې راغلي دي. کليوالي سيمې چې د نفوس ۷۵ سلنه جوړوي په ځانګړې توګه اغېزمنې شوې دي. له توپیر ډک ټولنیز نورمونه د ښځو او نجونو لپاره لا زیات خنډونه را پیدا کوي.

یوڅلوېښت کلنې جګړې د ميليونونو افغانانو پر رواني روغتیا ويجاړونکی اغېز ښندلی دی. په ۲۰۱۸ کال کې د اروپايي اتحاديې له لوري شوې سروې ښيي چې د افغانستان د نفوس ۸۵ سلنه وګړي لږ تر لږه یوه او په اوسط ډول څلور ټکان ورکونکې پېښي تجربه کړې او یا لیدلې دي. د سروې شوي نفوس نیمايي برخه له رواني فشار سره مخ دي او له هرو پنځو افغانانو يو نارینه او يا ښځه د رواني روغتیا د ستونزو له کبله خپله ونډه نه‌شي تر سره کولای.

د حکومت د روغتيايي خدماتو  کلني مصارف د سړي سر ۷ امریکايي ډالره دی چې دا مبلغ د ملګرو ملتونو د لوی اقتصاد او روغتیا د کمېسیون له خوا په ۲۰۰۱ کال کې د ټاکل شويو ۳۰ – ۴۰ امریکايي ډالرو په پرتله خورا کم دی. د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دې مصرف يوازې ۲۶ سينټه پر رواني روغتیا لګول کېږي. په‌داسې حال کې چې له ۲۰۰۶ کال راهيسې د رواني روغتیا بودجه ډېره شوې ده، خو مصارف تر اوسه هم د سړي سر ۳ – ۴ امريکايي ډالرو په پرتله کم دي، دا مبلغ د روغتیا نړیوال سازمان ټاکلی او د افغانستان په څېر د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو لپاره پر رواني روغتیا يوه مناسبه پانګونه بلل کېږي.

د بشري حقونو څار ادارې وويل: که څه هم حکومت د ټولو هېوادوالو لپاره وړيا روغتیايي خدمات وړاندې کوي، خو د خدماتو نشتوالی، په عامه روغتیا کې بې‌باوري او فساد خلک اړ کوي چې د خپلو روغتیايي مصارفو درې برخې په خپله پرې کړي. څرنګه چې پر رواني روغتیا کافي پانګونه مهمه ده، مالي مرسته باید د بشري حقونو معیارونو ته په درنښت سره په مناسبه توګه ولګول شي.

د افغانستان حکومت د نړیوالو بشري حقونو تر چتر لاندې مسوولیت لري چې په واک کې سرچینو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې او د عامه پوهاوي په مرسته د رامنځته شوي رضايت پر بنسټ، د رواني روغتیا په ګډون، د روغتیا لوړ معیارونه په پام کې ونیسي. د جګړې ټول اړخونه د طالب ياغیانو په ګډون مسوول دي چې تر واک لاندې سيمو کې د روغتیايي پاملرنې شتون، لاسرسی، تحمل او کیفيت تر څنګ د بشري مرستو رسولو چارو ته اسانتیاوې برابره کړي.

په ۲۰۰۴ کال کې حکومت رواني روغتیا يو لوړ لومړیتوب وګاڼه او د روغتیايي خدماتو په بنسټيزه ټولګه (BPHS) کې يې شامل کړ، په دې سره هر افغان کولای شول له کوره د یوه ساعت پلي مزل په واټن کې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي. په‌داسې حال کې چې د حکومت خدمات له کمښت سره مخ دي، د داخلي بې‌ځایه شویو کسانو لپاره د غیر دولتي ادارو دايمي او ګرځنده کلېنکونه کله کله رواني خدمات چمتو کوي.

د ۲۰۱۹ کال په اپرېل مياشت کې د بشري حقونو څار ادارې په کابل، کندهار او هرات کې د ۱۴ نارینه او ۷ ښځینه‌و په ګډون له ۲۱ تنه افغانانو سره مرکې وکړې چې په جګړې پورې اړوند تاوتريخوالي، لکه: ځانمرګو بريدونو، هوايي بريدونو، ځمکنۍ جګړې او د ناچاودېدلو موادو څخه رامنځته شویو تلفاتو د مستقيمو اغېزو له کبله په رواني ناروغیو اخته شوي وو. له نیمايي څخه ډېرو کسانو ويلي چې دوی د عامې روغتیا له خدماتو څخه ډېر لږ او يا هېڅ رواني ملاتړ نه‌دی تر لاسه کړی. نږدې نیمايي کسانو ويلي چې دوی د رواني روغتیا د موجوده سرچینو په اړه هېڅ معلومات نه‌لري.

د بشري حقونو څار ادارې له هغو ۱۱ ډاکترانو او عامه روغتیايي متخصصينو سره هم مرکې کړې دي چې په منظم ډول له جګړې اړوند تاوتريخوالي څخه له ژغورل شویو کسانو سره سرو کار لري او د مرسته‌ورکونکو له هغو ۸ کارکوونکو سره يې هم مرکه کړې ده چې د رواني روغتیا خدمات او مالي مرسته برابروي. د دې کمو مرکو پر بنسټ د بشري حقونو څار ادارې موندنې د افغانستان د رواني روغتیا د سيسټم په اړه خپرو شویو وروستیو راپورونو او څېړنو سره سمون لري.

له ګڼو خلکو سره چې مرکې شوې دي، وايي چې د رواني روغتیا لپاره له وړاندې د ملاتړ نشتوالي رواني ناروغۍ نورې هم ډېرې کړې دي، دوی د پېښي بياځلې تجسم، زړه تنګي، د ځانوژنې چورتونه او د کورنیو له غړو سره تاوتریخوالي په ګډون، نورو ستونزو ته اشاره کړې، چې له امله یې دوی کله کله د عوایدو سرچینه او دندې هم له لاسه ورکوي.

۲۳ کلن"احمد ش" ته له ځانمرګي برید وروسته چې لږ تر لږه ۲۰ کسان په‌کې وژل شوي وو، د هېڅ ډول رواني مشورې ورکولو وړانديز نه‌دی شوی. نوموړي د کابل سترې محکمې ته څېرمه برید په اړه موږ ته وويل: «د رخصتۍ وخت وو، نږدې ۴:۰۰ بجې به وې. ځانمرګی بريد کوونکی زما تر څنګ تېر شو او زما پر بوټونو يې پښې کېښودې، ما يو کاغذي دسمال راواخيست چې پاک يې کړم، په‌دې وخت کې چاودنه وشوه. ما خپل شا او خوا مړه جسدونه او د جسدونو ټوټې وليدلې.»

د احمد د ټپونو درملنه په نظامي روغتون کې وشوه، خو دی وايي چې هیچا د هغه د دماغي حالت پوښتنه نه‌ده کړې. دوی یوازې زما د جسم درملنه کړې ده. دوه کاله وروسته احمد د مرستې په لټون پسې راووتی، خو رواني ټکان يې اوس هم پر ځای پاتې دی. هغه وويل: «زه اوس هم  د پېښي بياځلې تجسم وينم، ټوله شپه خوب نه‌لرم. ژر غصه کېږم، په تېره بيا کله چې شور ډېر وي؛ په‌دې هر څه برسېره به ما هڅه کوله چې غوصه مې پټه وساتم، ډېر به خپه وم. زه نه پوهېږم چې څه ډول درملنه بايد وکړم، خو باید داسې خلک وي چې زموږ د  اړتياو پوښتنه وکړي.

د سپټمبر په ۳۰مه د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدين فيروز د بشري حقونو څار ادارې ته په لېږل شوي لیک کې د دې پخلی کړی دی چې وزارت يې د رواني روغتیا د خدماتو له نیمګړتیاوو خبر دی، خو د دې ننګونې د لرليد پراخوالي ته په پام سره لا ډېرې پالیسۍ او مالي پانګونې ته اړتیا ده چې دا ستونزه په ښه توګه هواره شي.

د کمښتونو په ګوته کولو لپاره حکومت اړ دی چې د عامه پوهاوي د کمپاينونو لرليد او لاسرسی پراخ کړي، تر څو د رواني روغتیا سواد لوړ او د دې نومبدۍ کچه راټيټه کړي. وزارت باید د روغتیا کارکوونکو ته لارښوونه وکړي چې دغه ناروغان او په تېره بیا ښځې او ماشومان د رواني روغتیا خدماتو ته راجع کړي. وزارت باید د بنسټیزو خدماتو د چمتو کولو لپاره ارزانه لارې چارې، لکه: د موبايل ټلیفون له لارې طبي مشورې، پر ټاکلو کلیوالي سیمو د درملنې تمرکز، له خپل ځان سره د مرستې ښوونه، څارنیز ملاتړي ګروپونه او د امتیازاتو په ورکولو سره په کليوالي سیمو کې د ډاکټرانو شمېر زیاتول په نظر کې ونیسي. دا ټول باید د فردي غوښتنو پر بنسټ تر سره شي او غیر داوطلب کسان او يا بسترول په کې شامل نه‌وي.

پيډنولټ وويل: «له‌دې کاره مطلب د درمل ویشل نه‌دي، بلکې خلکو ته د هغه ملاتړ برابرول دي چې دوی ورته اړتیا لري.»

د افغانستان نړیوال مرسته ورکوونکي باید د رواني روغتیا خدماتو د لا پیاوړتیا په موخه، په تېره بیا د ښځو او ماشومانو په برخه کې د حکومت روانو هلو ځلو لپاره ملاتړ زیات کړي. دوی باید د روغتیايي کارکوونکو او رواني ډاکټرانو روزنه لا ډېره ښه کړي. ښاغلي پيډنولټ زیاته کړه: «مرسته ورکونکي هېوادونه دې په کليوالي سیمو کې د رواني درملنې په لومړیتوبونو کې له حکومت سره خپل ملاتړ روان وساتي او په ټول هېواد کې دې د جګړه‌ييز تاوتريخوالي څخه د ژغورل شویو کسانو لپاره د رواني روغتیا د خدماتو په چمتو کولو کې مرسته وکړي. د دې کارونو نه تر سره کول به د جګړه ځپلو وضعیت نور هم خراب کړي او ګڼ ټولنیز زیانونه به رامنځته کړي.

د رواني روغتیا لپاره د مرستو او ملاتړ نشتوالی

د جګړې اړوند تاوتریخوالي څخه د ۲۱ ژغورل شویو کسانو، درېيمه برخه چې د بشري حقونو څار ادارې ورسره مرکه کړې ده، وايي چې له پېښو لږ وروسته په کلینیکونو او روغتونونو کې د دوی درملنه شوې ده. په‌دې درملنو کې د دوی ټولو جسماني درملنه شوې او طبي کارکوونکو ته هم د دوی د ټپونو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شوي دي، خو يو هم د رواني روغتیا ډاکټرانو او يا خدماتو ته نه‌دی راجع شوی او نه هم د داسې خدماتو د شتون په اړه ورته ويل شوي دي. تر یو ځايه دا کار د افغانستان د روغتیايي سيسټم په اجزاوو کې د مراجعې د سيسټم د محدودیت له کبله نه‌دی شوی. د دې لپاره چې محرمیت يې وساتل شي ټولو هغو ژغورل شویو قربانیانو ته چې له موږ سره يې مرکې کړې دي، له مستعار نومه کار اخیستل شوی دی.

"ارمين بي"  ۳۸ کلن، چې په کابل ښار کې هټیوال دی ۱۳ کلن زوی یې د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې د شيعه‌ګانو په يوه غونډه د ځانمرګي بريد په ترڅ کې وژل شوی او د جمپر یوازې يوه ټوټه يې د چاودنې په ځای کې موندلې ده، هغه په‌دې اړه داسي وویل: «زه پر ځمکه ولوېدم، ځان مې نه‌شو کنټرولولای. زما بدن رېږدېدی او ما هڅه کوله چې د الله نوم په زړه کې راولم او هغه څه ومنم چې پېښ شول.» هغه د رواني روغتیا د خدماتو په اړه وويل: «زه د دولت له لوري د داسې خدماتو په اړه معلومات نه‌لرم. زما په اند دا ډېر اړین دي، خو فکر نه کوم چې دلته به شتون ولري.

یو کال وروسته مو بیا له ارمین سره وکتل، هغه موږ ته وویل چې لا هم د خپل زوی د مړېني له کبله زورېږم. کله چې زما نور ماشومان کوم څه وکړي، زه ژر په غصه کېږم، خو یو ساعت وروسته بېرته په خپلو کړو پښېمانه کېږم.

شفيع عظيم چې د کابل ښار د رواني روغتون ډاکټر دی، وويل: «موږ بايد تل له تاوتريخوالي څخه د ژغورل شويو کسانو پوښتنه وکړو، د دوی کورونو ته ورشو او هره میاشت يې په منظم ډول څارنه وکړو، خو متاسفانه د بوديجې او سرچینو نشتوالی موږ ته د دې کارونو او خدماتو اجازه نه‌راکوي.

روغتیايي سواد د بنسټیزو روغتیايي معلوماتو تر لاسه کول، پروسس او پر هغو د پوهېدلو ظرفیت ته وايي چې په افغانستان کې يې کچه ډېره ټیټه ده او د رواني روغتیا د وضعیت او خدماتو په اړه پوهاوی له‌دې هم محدود دی. په درېیمه برخه کې له هغو کسانو سره مرکه شوې ده، چې په رواني ټکان پورې اړوند ګواښ سره مخ دي، او د مرستې په تر لاسه کولو يې هېڅ غور نه‌دی کړی. ځکه چې دوی د دې ډول خدماتو له شتون څخه هېڅ خبر نه وو.

"سيد ای"، د کابل له یوه پوهنتون څخه د حقوقو له پوهنځي فارغ شوی دی، هغه موږ ته وویل چې د هغه تحصيل او د کارموندنې لرليد له هغه وروسته په ژوره توګه اغېزمن شوی دی چې ځوان ورور يې پنځه کاله وړاندې له کابله بهر د ميدان پر لویه لار په بمي چاودنه کې ووژل شو، هغه د دې پېښي له امله په رواني فشار اخته شوی دی.

سيد موږ ته وویل: «زه ۲۳ کلن وم، د حقوقو له پوهنځي څخه فارغېدو ته لېږ وخت پاته وو‌، چې ورور مې مړ شو، د هغه مرګ د ټولې کورنۍ لپاره ډېر سخت وو. زه په خپل ټولګي کې اول نمره وم، خو د هغه مړينې زما په درجه کې ډېر بدلون راوست.» له دې تراژیدۍ وروسته د هغه په یادښت او له خلکو سره د اړيکو په جوړولو کې ستونزې را پیدا شولې، په داسې حال کې چې هغه تر دې پېښي مخکې هېڅ ستونزې نه درلودلې، هغه وايي چې اوس له ژوند سره  په تعامل کې ستونزې لرم. هغه زیاته کړه: «پخوا ډېر هڅاند وم. اوس نه غواړم چې په محفلونو او يا هغو ځایونو کې حضور ولرم چې خندا ګانې او خوشحالۍ په کې وي. که لاړ شم، ناڅاپي مې یاد ته راشي چې ورور مې له لاسه ورکړی او په هغه پسې شوی وير او ژړاګانې مې په ذهن کې راګرځي.»

په‌داسې حال کې چې سید د خپل ورور د مړينې له امله تر اوسه هم ځورېږي، خو د حل لپاره یې په هېڅ ډول مرسته پسي نه ګرځي، هغه وايي چې زما په ذهن کې دا نه را  تېرېږي چې زه دې دا ستونزي حل او یا له نورو سره شریکې کړم.

د رواني روغتیا په تړاو د پوهې نشتوالی او ننګ روغتیايي چارواکو ته دا اړتیا ور په ګوته کوي چې د جګړه‌ييز تاوتريخوالي قربانیانو او د هغوی خپلوانو ته ورسېږي او د رواني روغتيا او د خدماتو د شتون په اړه عامه پوهاوی ډېر کړي. د حکومت د رواني روغتیا د ۲۰۱۹ – ۲۰۲۳ سټراټيژي کې داسي راغلي دي: د رواني روغتیا د اوسني پروګرام تر ټولو ضعيف اړخ، د رواني روغتیا د دوامداره روزنې نشتوالی دی، تر څو چې د رواني روغتیا په اړه پوهاوی زيات کړي او د منلو وړ يې وګرځوي. د دې کار تر سره کول د مراجعې د سيسټم ښه‌والي او په روغتیايي پرسونل کې د هغه دودولو ته اړتیا لري.

روغتیايي متخصصين باید ښه وروزل شي چې د رواني روغتیا وضعیت تشخيص او ناروغ د ټولنې په کچه پروګرامونو، ټولنیزو خدماتو او رواني ډاکټرانو ته راجع کړي.

"صديقي جې" ۶۲ کلن، د بامیان ولایت اوسېدونکی دی، په ۲۰۱۱ کال کې د کابل په ابوالفضل مسجد کې د عاشورا د مراسمو پر مهال له ځانمرګي برید څخه ژوندی وتلی دی. هغه په‌دې برید کې يو لاس له لاسه ورکړی او د هغه لپاره يې طبي درملنه تر لاسه کړې ده. خو کله چې هغه د رواني اغېزو د درملنې لپاره د ملاتړ لټون کړی دی، ډاکټرانو ورته د خوب درمل ورکړي دي چې د هغه په وینا هېڅ ګټه يې نه‌ده ورته کړې.

صديقي وايي چې له بريده لنډه شېبه وروسته هغه ته رواني تکليف پيدا شو. کله چې زه وغواړم ويده شم، د هغه جګړې یادونه او خاطرې زما ذهن ته راځي او زما بدن په رېږدېدو پیل کوي. هر څه را ته توره شپه شي او زه خپل شعور له لاسه ورکوم. هغه وايي: «زما بدن تود او پر اوږو مې فشار وي، کله چې وغواړم له بسترې پورته شم، بېرته بې‌هوښه کېږم او لوېږم.»

صديقي بالاخره شپږ کاله وروسته له يوه ډاکټره مرسته تر لاسه کړه. هغه وايي چې ډاکټر يوازې يوه نسخه دوا راکړله او را ته و یې ویل چې ته روغ او جوړ يې. له هغه را وروسته د هغه وضعیت نه‌دی ښه شوی. صديقي شپږ میاشتې وروسته یو ځل بیا يوه بل ډاکټر ته ورغلی؛ هغه وايي چې زه د خپل بدن د تداوي لپاره ډاکټر ته ورغلم، هغه ته مې  د خوب د ستونزو په اړه وویل، ډاکټر را ته د خوب درمل وليکل. کله چې ډاکټر د خوب د نه شتون په اړه را څخه وپوښتل، ما ورته د پېښي په اړه وويل، وروسته له هغه مې د ډاکټر له لوري لیکل شوې ګولۍ او شربت واخیستل، هغه بیا زه عصبي ډاکټر ته هم راجع کړم، خو عصبي ډاکتر يوازې د خوب درمل را ته وليکل.

د ټولنې په کچه د ملاتړ، ټولنیزو خدماتو او د رواني روغتیا د ډاکټرانو کمښت او د رواني روغتیا د دودولو او رواني سواد لپاره د کمپاين نشتوالی پر وګړو، کورنیو او ټولنې لوړ قيمت تحميلولای شي.

۲۶ کلنه، فرزانه جي وايي چې د کابل په دشت برچي کې يې پر مېړه، آرش دوه ځله بریدونو ژوند په بشپړه توګه بدل کړی دی. کله چې په روغتون کې د هغه درملنه کېدله هیچا يې د رواني روغتیا په اړه پوښتنه نه‌ده کړې. لنډه موده وروسته ورته رواني تکلیف پیدا شو، اوس کورنۍ د هغه غصې زغمي. فرزانه وايي چې پخوا به ژوند ښه وو، خو نور به داسې نه‌وي. ما دوه مياشتنی حمل درلود، خو کله چې زما په مېړه دویم ځل برید وشو او ما د هغه ټپي بدن وليدی، بې‌هوښه شوم او دوه ورځې وروسته مې خپل ماشوم ضایع کړ.

هغه څه چې د فرزانې ناهيلي نوره هم زياتوي د هغې د مېړه رواني  وضعیت دی. هغه وايي کله نا کله د خواشينۍ احساس کوم، خو په خپل ځان فشار راوړم چې کور سنبال او ماشومان وپالم، ځکه چې زما مېړه یې ناروغ دی. هغې وويل: «کله چې غصه او يا خپه شم او يا پر ځان د فشار احساس وکړم، کور ته نه ننوزم، ځکه چې نه غواړم د کور غړي خواشیني شي. کله کله خپل ماشومان وهم او ځان د خونې په يوه ګوټ کې پټ نيسم. ساه نشم اخیستلای، احساس کوم چې زندۍ کېږم او بیا په زوره زوره ژاړم. که داسې و نه‌کړم، ښايي خبرې و نه‌شم کړلای.»

"اميري کې" ۱۸ کلن ځوان دی، هغه د ۲۰۱۷ کال په اګسټ میاشت کې په امام زمان مسجد بريد پر خپلو سترګو ليدلی او د ۲۰۱۹ کال د مارچ پر ۷مه نېټه له هغه بريده روغ وتلی دی چې د طالبانو له خوا په ۱۹۹۵ کال کې وژل شوي هزاره رهبر، عبدالعلي مزاري په تلين کې شوی وو. دا چې دې پېښو پر هغه څه اغېز کړی ده، هغه داسي وايي: «ما په جیم کې تمرين کوی، کله چې له تمرینه بېرته د کور پر لور تلم، له امام زمان مسجد څخه تېرېدم، ما هلته له بریده وروسته داسي جسدونه وليدل چې پښې، سرونه او د بدن نور غړي یې نه وو، کوڅې له وينو ډکې وې.»

اميري وروسته په ۲۰۱۹ کال کې د مزاري په تلين د بريد پر مهال پر اوږه وويشتل شو او د جنګي قربانیانو لپاره ايمرجنسي روغتون کې بستر شو. هغه وايي چې له پېښي سمدستي وروسته يې د ډاکټر د نسخې پر بنسټ د بدن او دماغ د تسکين لپاره هره شپه ګولۍ خوړلې، خو دې درملو زما رواني روغتیا ته هېڅ ګټه و نه‌رسوله. هغه وايي چې تر مياشتې کمه موده کې يې د ۲۰۱۹ کال د مارچ او اپرېل تر منځ درې شوکه تجربه کړي دي.

کله چې په ما شوک راشي، ما ته ټولې پخوانۍ بدې پېښي را يادېږي او بیا هر څه را ته تور شي او بيا بې‌هوښه شم. دا معمولاً هغه وخت پېښيږي چې خلک د جګړې خبرې کوي؛ پخواني بد یادښتونه مې بیا ذهن ته راشي، زه يې بیا نه‌شم سنبالولی. که زه تر هغه وخته چې دوی موضوع بدلوي، بې هوښه نشم بيا د دې پېښو يادښت همداسې دوام پيدا کوي او په افغانستان کې ډېری خلک د جګړې په اړه خبرې کوي.

اميري د راتلونکي لپاره لږ هیله‌من دی، هغه وايي: «په افغانستان کې بدبختي روانه ده او خلک لګيا دي چوپه خوله زورېږي.» هغه اوس ښوونځي ته نه‌ځي او جمناسټیک يې هم د نورو بریدونو د وېرې له امله پرې ایښی دی.

د هغو خلکو له خبرو چې د رواني روغتیا اړوند خدمات تر لاسه کوي، داسې ښکاري چې د روزل شوي ټولنیز رواني ډاکټر پاملرنه کولای شي، د يو چا رواني ټکانونه را کم کړي او د هغوی پر رواني روغتیا اوږدمهاله منفي اغېزې راکمې کړي.

"مهوش ن" د ژوند په درېیمه لسیزه کې ده، هغې د رواني درملنې خدمات تر لاسه کړي دي، خو کلونه وروسته بیا هم ټکانونه/ستونزي تجربه کوي. په ۲۰۱۳ کال کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د جګړې له تودېدو سره د امریکا متحده ایالاتو د هغې په کورني ولایت، فاریاب کې هوايي بريدونه وکړل، چې مهوش د هغو شاهده وه، د مهوش د کور شا او خوا ځایونه ویشتل شوي وو. هغه وايي: «الوتکې راغلې او د کلي بهر سيمې يې هدف وګرزولې. موږ د بمونو غږونه اورېدل او رڼا ګانې یې هم زموږ تر کورونو را رسېدلې.» هر وخت چې به د دوی په کلي کې جګړه وه، مهوش او د هغې ماشومانو به د کور دننه ځانونه پټول. هغه وايي: «موږ به په خونه کې پټ شوو او يوه دېوال ته به مو ځانونه ټینګ نیولي وو... ماشومان به وېرېدل، خو له ډاره به یې نه ژړل او نه يې خبرې کولې؛ موږ بیا له دې پېښو وروسته تر څو شپو له ډاره خوب نه‌شو کولای.»

نقيب الله د مهوش مشر زوی دی، کله چې د دوی کور ته څېرمه جګړه وه، له امله یې نقیب وژل شوی دی، د هغه د مرګ په اړه مهوش وايي: «ماشومان د جګړې له ټک او ټوکه ډېر وېرېدل، نقیب منډه کړه او په څاه کې ولوېدی.» مهوش زیاتوي، له هغې وروسته د پېښي بيا ځلې تجسم ويني: «کله چې را په زړه شي، پر زړه مې ډېر بوج راځي، کله چې زه د خپل زوی په عمر ماشومان ووينم، فشار را باندي راځي. کله چې زما ماشومان وژاړي، په غصه کېږم او هر څه چې مې لاس کې وي، په هغوی باندې وار پر کوم.»

په ۲۰۱۸ کال کې مهوش او د هغې پاتې ماشومانو فاریاب د تاوتريخوالي او وچکالۍ له امله پرېښود او هرات ته ولېږدېدل. هلته لسګونه زره بې‌ځایه شویو کسانو سره يو ځای شول، دا ټولي بې‌ځایه شوې کورنۍ له ښاره بهر په يوه کمپ کې ژوند کوي.

دا بې‌ځایه شوي کسان په‌دې کمپ کې محدودو رواني خدماتو ته لاس رسی لري، د هېلت نېټ په نامه ګرځنده روغتيايي ټیم دا خدمات وړاندې کوي، او د عامې روغتیا وزارت له لوري د یوې قراردادي موسسې له لوري پر مخ وړل کېږي. مهوش وايي:  «درملنې ګټه ورته کړې ده، اوس چې د پېښي بيا ځلې تجسم وينم، بهر وزم او خپل زړه ته دا تسلي ورکوم چې هر سړی مري.»

تاوتريخوالي او ټکانونو مقابله
افغانستان د ۱۹۷۸ کال له اپرېل مياشتې را په‌دېخوا په جګړه کې دی. هغه تاوتريخوالی چې لسګونه ميلیونه افغانانو په دې درې نسلونو کې تجربه کړی او لیدلی، ژور رواني ټکانونه يې رامنځته کړي دي. که په‌دې ټکانونو اخته کسان رواني ملاتړ ته لاسرسی و نه‌لري، دا  ټکانونه له دوی سره پاتې کېدای او لا ډېر ناوړه کېدای شي.

د روغتیا د نړيوال سازمان راپور چې د ۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې خپور شوی او په جګړه ځپلي نفوس کې يې ۱۲۹ څېړنې مطالعه کړې دي، دې پایلي ته رسېدلي چې د دې نفوس څلورمه برخه د زړه تنګوالي، اضطراب، له ټکان وروسته فشار، دوه قطبي‌توب او شیزوفیرنیا تجربه کوي. دا څېړته چې افغانستان يې هم يوه برخه وه، هغه بشري مکلفيتونه په ګوته کړي چې د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره دې نور تاوتریخوالی راکم او د رواني روغتيا د لاسرسي وړ همکاریانې ډېرې شي.

په افغانستان کې حالات ترينګلي دي چې په پایله کې يې د رواني او دماغي ناروغیو د زياتوالي احتمال هم لوړ دی. پر رواني ناروغیو د اخته کسانو ارزول ګران دي، خو د امریکا د ناروغیو د کنټرول او درملنې مرکز سروې چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې يې د ۵۰ ولسوالیو پر ۶۹۹ غیر معیوبو او ۱۰۰ معیوبو کسانو کړې، ښيي چې ۶۲ سلنه کسانو د تېرو ۱۰ کلونو په اوږدو کې د رواني ټکان څلور او يا زیاتې پېښي تجربه کړې دي چې په‌دې کې له بريدونو سره مخ کېدل، د خپلوانو له لاسه ورکول او د اوبو او خوراکي توکو نشتوالی شامل دي.

دې مطالعې ښودلې چې ۶۸ سلنه غیر معيوب خلک او ۷۲ سلنه معیوب خلک له ژور خفګان څخه زورېږي. ۷۲ سلنه غیر معیوب او ۸۵ معیوب خلک په اضطراب اخته دي. په دواړو ګروپونو کې له رواني ټکان وروسته فشار د عامېدلو احتمال ۴۲ سلنه دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون په يوه مطالعه کې چې د روسانو له يرغل وروسته تېري ارزولي دي، د دې ستونزو په اړه عيني اخیستنه لري:

په افغانستان کې ډېر زیات جرمونه شوي دي او د هغو کسانو په منځ کې چې موږ خبرې ور سره کړې دي د غدر او خیانت برداشت پراخ او ژور دی. نږدې هر يو په يوه نه يوه ډول تاوتریخوالی زغملی دی. کله چې موږ په يوه سروې کې له ۴۱۵۱ کسانو پوښتنې وکړې چې ایا دوی په خپله د جګړې پر مهال له تاوتريخوالي اغېزمن شوي دي، ۶۹ سلنه خلکو يا خپل ځان او يا د کورنۍ نږدې غړي د ۲۳ کلنې جګړې پر مهال له بشري حقونو څخه د سختې سرغړونې قربانیان ګڼلي دي.

په ۲۰۰۵ کال کې د بلې مطالعې موندنې ښيي چې ۶۷ سلنه افغانان د روانې جګړې د ټکانونو او نورو رواني حالاتو ویجاړونکې اغېزي تجربه کوي، چې په‌دې برخه کې بې دندې خلک، زاړه خلک او کونډې ښځې په ځانګړې توګه اغېزمن شوي دي. 

د نړيوال بانک له لوري په ۲۰۱۱ کال کې د خپاره شوي راپور، پر بنسټ په تخميني ډول د افغانستان نیمايي نفوس چې له ۱۵ کلنۍ ډېر عمر ولري، د ډپرېشن، اضطراب او يا له ټکان وروسته فشارونه تجربه کړي دي.

په ۲۰۱۸ کال کې د بشري حقونو د څار ادارې د روان تاوتريخوالي، ناامنۍ او اقتصادي ستونزو، لکه: سختو روحي او رواني ټکانونو له کبله کورنیو او ټولنې ته د دوامداره زيانونو تثبيت کړی او پر حکومت او مرسته‌ورکوونکو يې ټينګار کړی وو چې مرستې چمتو او ډېرې کړي.

د خدماتو پر وړاندې پراته خنډونه

هغه افغانان چې عصبي او رواني روغتیا ستونزي تجربه کوي د خدماتو په تر لاسه کولو کې له بېلا بېلو خنډونو سره مخ کېږي. د ۲۰۱۹ – ۲۰۲۳ کلونو لپاره د رواني روغتیا ملي اسټراټيژي وايي چې له ۱۰ سلنې کم نفوس له موجوده خدماتو څخه ګټه اخيستلی شي.

دا چې خلک په مرستو پسي ګرځي او که نه، په يو لړ فردي، کلتوري او ساختاري عواملو پورې اړه لري چې روغتیايي سواد له کموالي واخله تر فقره پورې، ټولنیزه انزوا، ننګ، د جنسیت پر وړاندې توپیر او روانه جګړه په کې شامل دي.

ښځې او نجوني هم له دې ستونزو سره مخ دي، ځکه چې د ناامنۍ له امله د دوی د تګ راتګ ازادي په نامناسبه توګه اغېزمن شوی دی. د جنسيت نابرابري او له توپیر ډک ټولنيز نورمونه هم د ښځو او نجونو لپاره لوی خنډونه راپیدا کړي دي. روغتیايي خدماتو ته د دوی د لاسرسي پرېکړه ډېری وختونه د دوی د کورنۍ د نارینه غړو له خوا کېږي او ښايي پر ځانګړو خدماتو، ښځينه کارکوونکو او ځانګړو بنسټونو لکه: بېلې دروازې او  انتظار خونې پورې مشروط وي.

په‌داسې حال کې چې نړیوالې او کورنۍ ډلې د ښځو او د جنسيت پر بنسټ له تاوتریخوالي ژغورل شویو کسانو لپاره ټولنیز رواني مشورې چمتو کوي، د عامې روغتیا وزارت پر وړاندې اوږده لار پرته ده چې د ښځو لپاره مساوي لاسرسی ډاډمن کړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۱۶ کال کې يوازې ۴۰ سلنه روغتیايي مسلکیان (ډاکتران، نرسان، قابلې) ښځې وې، ۶۳ سلنه يې قابلې وې. څرنګه چې نږدې ۸۷ سلنه افغانې ښځې او نجونې د ژوند په اوږدو کې يو نه یو ډول تېري سره مخ کېږي، د دوی د رواني روغتیا اړتیاوې هم د هغه چا په تېري پورې اړه لري چې خدماتو ته د لاسرسي پرېکړه يې کوي.

د رواني روغتیا لپاره شته بشري سرچينې هم محدودې دي. د ۲۰۱۹ – ۲۰۲۳ کلونو لپاره د افغانستان د رواني روغتیا ملي سټراټیژۍ ته په پام، په ټول افغانستان کې د هرو ۴۶۰۰۰ کسانو لپاره یوازې يو ټولنیز رواني ډاکټر موجود دی. د يوې بريالۍ درملنې لپاره د دوی وړتیا، د تجربې نشتوالي او محدودې روزنې له کبله اغېزمنه شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې هېواد د هرو ۴۳۵۰۰۰ کسانو لپاره يوازې يو رواني ډاکټر او د هرو ۳۳۳۰۰۰ کسانو لپاره يو ارواپوه لري. په عامه رواني روغتونونو کې یوازې ۲۰۰ بستره یا د هرو ۱۷۲۵۰۰ کسانو لپاره يوازې يو بستر موجود دی.

په نتېجه کې يوازې د ګوتو په شمېر افغانان چې د جګړې له رواني اغېزو شکایت کوي، د مسلکي رواني روغتیايي خدماتو په لټه کې دي. په ۲۰۱۸ کال کې د اروپايي اتحادیې له لوري په ټول هېواد کې د شوې رواني روغتیا سروې موندلې چې د ۸۸ سروې شویو کسانو له منځه نیمايي په رواني رنځ اخته دي، هېڅکله یې د رواني روغتیا د خدماتو لټون نه‌دی کړی. د هغو ۱۲ سلنه کسانو له منځه چې د مرستې لټون یې کړی، ۴۷ سلنه یې وايي چې له ډاکتره یې مشوره اخیستې، ۳۶ سلنه يې ټولنیز روغتیايي کارکوونکي ته ورغلي او ۱۷ سلنه یې د مسجد له امام سره مشوره کړې ده.

پر ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو او يا داوطلبو ټولنیزو غړو زیاته تکیه کېږي، په تېره په هغو روزل شویو جوړو (ښځه او مېړه) چې د ټولنې په کچه محدود روغتیايي خدمات چمتو کوي، په تېره بيا هغه ځای کې چې نږدې ډاکتران نه وي. د ۲۰۱۹ – ۲۰۲۳ کلونو لپاره د افغانستان د رواني روغتیا ملي سټراټیژۍ ته په پام له نیمايي کم يې داسې روزل شوي دي چې لومړنۍ رواني مرستې چمتو کړي، همدارنګه مذهبي څېرې هم ځینې وخت تیارې نه وي چې په رواني‌ رنځ اخته کسانو سره په ښه توګه مرسته وکړي او کله کله له عاره ډک عقايد خپروي، لکه دا مفکوره چې رواني ناروغان ناوړه ارواګانو نیولي دي.

شپږ کسان چې مرکه ورسره شوې وه، د کليوالي سیمو وو چې د جګړې او د چاپېریال د ناورین له کبله ښارونو ته بې‌ځایه شوي وو. له دوی څخه ډېرو يې ويل چې د ناامنۍ، روغتونونو نشتوالي، مصارفو لکه د تګ راتګ مصارف، درمل اخیستلو او د ډاکټرانو د فیس له کبله په خپلو سیمو کې په ډېره مشکله خدمات تر لاسه کوي. حکومت د خدماتو فیس نه اخلي، خو د ۲۰۱۶ – ۲۰۲۰ لپاره د عامې روغتیا وزارت سټراټیژۍ د اټکل پر بنسټ تر ۷۴ سلنه روغتیايي مصارف وړيا دي، خو روان فساد د روغتیايي خدماتو وړاندې کول بې‌ګټې کړي دي.

د افغانستان روغتیايي سیسټم ډېر په روغتونونو او په‌دې هڅو را لنډ شوی دی چې له مرکزي ښارونو بهر غوښتنې بشپړې کړي. د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې د ټيټ عاید لرونکو هېوادونو، لکه په افغانستان کې د روغتیا لپاره د ملګرو ملتونو د پایداره پرمختیايي اهدافو د پوره کولو لپاره د هرو ۱۰۰۰۰ کسانو لپاره ۲۳ روغتیايي مسلکي – ډاکټران، قابلې او نرسان – په کار دي. د ۲۰۱۶ – ۲۰۲۰ لپاره د عامې روغتیا وزارت سټراټیژي د شمېرو پر بنسټ د هرو ۱۰۰۰۰ کسانو لپاره ۴.۹۸ روغتیايي مسلکي ډاکټران موجود وو، خو د روغتیا د نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې د ډاکټرانو شمېر په کليوالي سیمو کې د هرو ۱۰۰۰۰ کسانو پر سر ۰.۶ ته رسېدی، په‌داسې حال کې چې دا شمېرې د ښاري سیمو لپاره ۷.۲ وو.

فيروزه جي په ۱۵ کلنۍ کې واده شوې ده، اوس ۲۰ کلنه ده. هغه ۱۷ کلنه وه چې مېړه يې له خپل کورني ولایت بادغیس څخه ايران ته ولاړ او هغه يې له خپلو دوه ماشومانو سره د جګړې په سيمه کې پرېښوده. هغه وايي، چې مېړه يې د کار لپاره ولاړی: «هغه ما ته هېڅ و نه ويل چې د څومره وخت لپاره ځي. بس دومره یې وویل چې زه ځم، که و نه نیول شوم، بېرته به راشم، زما زړه ولوېدی.»

د مېړه له تګه لږ وړاندې يې په ولسوالۍ کې جګړه سخته شوه، په‌دې ولسوالۍ کې د ۲۰۱۶ کال راهيسې د طالبانو او د امريکا په ملاتړ افغان ځواکونو تر منځ سختې جګړې روانې وې. فيروزه وايي چې طالبانو پر بډایو کلیوالو فشار واچوی چې د دوی ملاتړ وکړي او هغه خلک يې اعدام کړل چې انکار يې کاوه. هغه وايي چې يو ځل موږ هم کلي ته څېرمه د هوايي برید شاهدان وو. دا موږ ته نږدې او ډېر قوي بريد وو. دې بريد څاروي ووژل او د جسمونو ټوټې هر ځای پرتې وې.

فيروزه بالاخره خبره شوه چې میړه يې په ايران کې بندي شوی دی او بېرته نه راستنېږي، هغه وايي: «په دغه شپه، ټوله شپه زه له کوره وتم او بېرته ننوتم. ما خپل ځان نه شو اداره کولای. سهار چې به له خوبه پاڅېدم خواشينې به وم.» فيروزه وايي چې په سیمه کې نږدې د جګړې له امله هېڅ ډاکټران نه وو. ما ته یې سیر او يخ راوړل چې ښه شم، خو سیر او يخ هېڅ ګټه و نه‌کړه. هغه وايي: «کله چې به ما د هغه (مېړه) په اړه فکر کاوه، زه بې‌صبره کېدلم، زما پر زړه بوج وو او بېهوښه به شوم. دا حالت به د ورځې لږ تر لږه يو ځل پېښېدی او کله به تر پنځو ځلو هم پېښېدی.»

فیروزه له خپلو ماشومانو سره په هرات کې د کورنیو بې‌ځایه شویو کسانو يوه کيمپ ته وخوځېدله او هلته د هيلت نيټ ادارې له داوطلبه کارکوونکو رواني مشورې تر لاسه کوي.

نړيوال حقوقي معیارونه

افغانستان په اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقوقو د يوې نړيوالې ژمنې غړی دی چې ۱۲مه ماده کې یې راغلي چې حکومتونه اړ دي چې د فزيکي او رواني روغتیا د لاسرسي وړ لوړو معیارونو څخه د ګټې اخيستلو لپاره د هر سړي حق په رسميت وپېژني، له حکومتونو څخه دا هم غواړي چې روغتيايي پاملرنه، په تېره رواني روغتیايي خدمات د خلکو اګاهانه رضایت پر بنسټ ډاډمن کړي چې په دوامداره توګه موجود، د لاسرسي وړ، د منلو وړ او ښه کيفیت ولري.

غير دولتي وسله‌والې ډلې چې د طالبان په څېر په ځینو سيمو بشپړ کنټرول لري، که څه هم په قانوني ډول د دې تړون له مخې اړ نه‌دي، خو باید دې روغتیايي معیارونو ته د لاسرسي حق ته درنښت ولري.

افغانستان د معیوبینو د حقوقو او د هغو اختیاري پروتوکول د کنوانسیون غړی دی. دا کنوانسيون وایي چې د افغانستان حکومت بايد د امکان وړ روغتیايي خدمات د خلکو ټولنو ته او په تیره بيا په کلیوالي سیمو کې چمتو کړي. او هر ځای کې چې مناسبه وي تر وخت وړاندې تشخیص او درملنه چمتو کړي او داسې خدمات وړاندې کړي چې د معيوبيتونو د راکمولو او مخنیوي لپاره طرح شوي وي. دا تړون غوښتنه کوي چې حکومتونه دې د جګړه‌ييزو او بېړنیو بشري حالاتو په ګډون د خطر پر مهال د معيوبو وګړو د خوندیتوب او مصئونیت لپاره تدابير ونيسي.

د نړيوال بشري قانون او د جګړې د قانون له مخې چې د افغانستان پر جګړې هم د پلي کېدو وړ دی، د جګړې ټولې خواوې بايد تر خپله وسه کوښښ وکړي چې د ټپیانو او ناروغانو لپاره مصئونیت رامنځته کړي، چې دا کار رواني ناروغان هم په بر کې نیسي. د جينیوا د ۱۹۷۷ کال کنوانسيون دويم پروتوکول وايي چې ټول ټپیان او ناروغان باید د جګړې له اړوندې خواوو څخه تر عملي امکانه پورې په حد اقل ځنډ سره د اړتیا وړ طبي مرسته او پاملرنه تر لاسه کړي. په‌دې کې هغه ملکيان هم شامل دي چې د ټکان، ناروغۍ او يا کوم بل فزيکي او يا عصبي اختلال او يا معيوبيت له کبله د طبي مرستې په لټه کې دي. د جګړې خواوې په‌دې هم مسوولې دي چې مرسته ورکوونکو موسسو ته هم اسانتیاوې برابرې کړي چې د ملکي وګړو لپاره محافظت او پاملرنه رامنځته کړي.

څنګه چې د نظامي او ملکي مطالعاتو مخ پر ودې مرکز له جګړې سره د دوامداره مخ کېدو پراخ رواني اغېز په ډاګه کړی، د جګړه‌ييز تاوتريخوالي قرباني ته طبي پاملرنه باید د دې ناروغانو لنډمهاله او اوږدمهاله رواني روغتیا په نظر کې ونيسي.

د معیوبو خلکو اړتیاوې او غوښتنې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو په ګډون د ګڼو هېوادونو د سولې او امنيت له اجنډا ګانو پاتې دي. د ۲۰۱۹ کال د جون په ۲۹مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۴۷۵ پرېکړه‌لیک خپور کړ چې مطلب يې د جګړو پر مهال د معيوبو خلکو خونديتوب دی، دا پرېکړه‌لیک حکومتونو ته وايي چې په بشري فعالیتونو کې فعاله ونډه او استازیتوب وکړي، له جګړې مخنیوی، حل لارې، پخلاينه، بيارغونه او د سولې رامنځته کول په کې شامل دي.

سپارښتنې
د افغانستان حکومت باید د نړیوالو مرسته‌ورکوونکو په مرسته د رواني روغتیا خدمات او رواني ملاتړ د هغو خلکو لپاره پراخ او دود کړي چې په جګړې پورې اړوند ټکان ورکونکې پېښي يې تجربه کړې. دا لاندې سپارښتنې د افغانستان حکومت او مرسته ورکوونکو ته ځينې لارې چارې وړانديز کوي چې د بریدونو او جګړو پورې اړوندو ټکانونو څخه اغېزمن شویو خلکو لپاره په وخت او دوامداره رواني ملاتړ برابر کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته:

د ټولنیزو رواني مشاورینو او روزل شویو روغتیايي کارکوونکو (ټولنیزو روغتیايي کارکونکو، نرسانو، قابلو، ډاکټرانو)، په تېره بیا د ښځو شمېر ډېر کړي چې خپلې ټولنې او ناروغان د رواني روغتیا په برخه کې وروزي، لومړنۍ رواني مرستې برابرې کړي، محدودې رواني مشاورې ورکړي او د رواني روغتیا ډاکټرانو (ارواپوهانو، رواني ډاکټرانو او عصبي ډاکټرانو) ته د ناروغانو په خوښه او يا د اړتیا په مناسبت مراجعه وکړي. په کليوالي سیمو کې بايد روزنې چمتو شي او ګمارل شویو کسانو ته بايد کافي کاري شرایط برابر او امتیازات ورکړل شي، تر څو دندې پرې نه‌ږدي.

د مراجعې لپاره د څارنې وړ او هر اړخيز سيسټم رامنځته کړي چې د ښځو، بېړني او نورو روغتیايي برخو د ناروغانو لپاره د اړتیا وړ رواني ملاتړ تر لاسه کړای شي.

د مرسته ورکوونکو موسسو او نورو ادارو لپاره په قراردادونو کې د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو په تړاو کافي معیارونه وټاکي، تر څو ډاډمن شي چې نوموړې موسسې مناسب، په وخت او له کلتوري پلوه حساس او له خوښې سره سم رواني روغتیا خدمات وړاندې کوي.

روغتیايي پاملرنې چمتو کوونکو او د رواني روغتیا موجوده مسلکي وګړو ته لارښوونه وکړي چې له جګړه‌ييزو پېښو څخه ژغورل شویو کسانو ته د حکومت په لګښت موجوده لومړنۍ رواني مرستې په وړيا ډول وړاندې کړي.

د ښځو او نجونو لپاره ځانګړي د رواني روغتیا خدمات چمتو کړي. ټول اړین تدابير ونیسي چې د طالبانو تر ادارې لاندې سيمو کې د رواني خدماتو شتون او دوام ډاډمن کړي.

عامه خلکو کې د رواني روغتیا او د خدماتو د شتون په اړه د راډيو، ټلوېزيون او ټولنیزو غونډو په مرسته پوهاوی لوړ کړي. دا هلې ځلې باید پر هغو ډلو تمرکز وکړي چې رواني خدماتو ته لږ لاسرسی لري، لکه: ښځې، نجونې او د کليوالي سیمو نفوس.

له فساده ډک فعالیتونو، لکه: په عامه روغتونونو کې وړيا خدماتو په مقابل کې د فيس اخيستلو پلټنه وکړي، که هغه د عامې روغتیا وزارت او يا کومه بله اداره وي، دا کار رواني خدماتو ته د لاسرسي مخه نیسي.

ملایانو او نورو مذهبي څېرو ته د حج او اوقافو وزارت په همغږۍ، اړونده خدماتو او ملاتړ ته د مراجعې اهميت په ګوته شي.

نړیوالو مرسته ورکوونکو ته:
عامې روغتیا وزارت ته داسې تخنيکي مرستې برابرې کړي چې سرچینې په لا ډېره او ښه ګټوره توګه تخصيص کړي چې د رواني خدماتو لپاره د بودجې کسر له منځه ولاړ شي. دا کوښښونه بايد د کليوالي او ښاري سيمو تر منځ د رواني روغتیا په خدماتو کې توپير د ارزانه ټولنیزو رواني خدماتو، لکه: د ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو، قابلو او د ګرځنده کلينکونو د زياتوالي په نتېجه کې د لومړني رواني خدماتو د زياتولو په مرسته له منځه یوسي.

د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته وکړي چې د ټلیفون له لارې له لېرې رواني ښوونه او محرمانه رواني مشورې چې ښايي دا کار د کورني ملاتړ شبکې ۶۴۶۴ د پراخولو له لارې په وړيا توګه وشي.

له خدماتو محرومو ښځو او نجونو لپاره د رواني روغتیا د خدماتو د پراختیا په برخه کې د حکومت د هلو ځلو ملاتړ وکړي.

د رواني مشاورینو او روزل شویو روغتيايي کارکوونکو (د ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو، نرسانو، قابلو، ډاکټرانو) د شمېر او مسلکيتوب زیاتول، تر څو وکولای شي خپله ټولنه او مشتریان د رواني روغتیا په برخه کې وروزي، لومړني رواني خدمات چمتو کړي، بنسټيزې رواني مشورې ورکړي او له اړتیا سره سم يې رواني روغتیا مسلکيانو (ارواپوهانو، رواني ډاکترانو او عصبي ډاکترانو) ته راجع کړي. وزارت بايد په کليوالي او جګړه ځپلو سيمو کې د ښه کاري شرایطو او وظيفوي امتیازاتو په برابرولو سره روزل شویو کارکوونکو پراختیا او ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.

د جګړې ښکېلو خواوو ته:

پر ملکیانو ټول بریدونه ودروي، داسې بريدونه چې د ملکیانو او جنګيالیو تر منځ توپیر په کې نشي کولای او داسې بریدونه چې نا متناسبه ملکي زيانونه رامنځته کوي.

د دوی تر واک لاندې سیمو کې روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي حق محفوظ کړي، د رواني روغتیا د ملاتړ په ګډون اړو خلکو ته د بشري مرستو لاسرسی اسانه کړي او پر طبي بنسټونو او پرسونل هر ډول بريدونه ودروي.