(بنکاک) - د بشري حقونو د څار سازمان نن په خپل ۲۰۲۵کال نړیوال راپور کې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴ کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب شوی ځکه چې طالبانو د ښځو، نجونو او لږکیو ډلو په وړاندې خپل فشارونه زیات کړي دي. طالب چارواکو خبریالان او منتقدین نیولي او پر رسنیو یې سخت بندیزونه لګولي دي. د افغانستان اقتصادي بحران ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړ کړي، چې په غیر متناسب ډول یې ښځې او نجونې اغیزمنې کړي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان د ۵۴۶ مخیز نړیوال راپور په ۳۵م ګڼه کې د نړۍ له ۱۰۰ زیاتو په هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت ارزولی دی. د یاد سازمان اجرائیوي مشرې تیرانا حسن په خپلې پرانیستونکې لیکنه کې لیکي چې ”د نړۍ په ډېرو برخو کې، حکومتونو پر مخالفینو، فعالانو او خبریالانو سخت فشار راوړی، هغوی یې په ناحقه نیولي او زنداني کړي دي. وسلهوالو ډلو او حکومتي ځواکونو په غیرقانوني ډول ملکي وګړي وژلي، ګڼ شمېر خلک یې له خپلو کورونو شړلي، او د بشري مرستو رسولو مخه یې نیولې ده. په ۲۰۲۴ کال کې د له ۷۰ زیاتو ملي ټاکنو په ترڅ کې، مستبدو مشرانو د خپلو تبعیضي ویناوو او تګلارو له لارې خپل نفوذ زیات کړی دی“.
په یاد سازمان کې د افغانستان چارو څیړونکې، فرشته عباسي وویل: "د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته، د حقونو او آزادیو تر پښو لاندې کول د پخوا په پرتله زیات شوي دي." هغې زیاته کړه: "حکومتونه باید پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې پای ته ورسوي او په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د حساب ورکونې د یوه جامع میکانیزم په جوړولو کې په عاجله توګه مرسته وکړي."
- طالبانو یو نوی قانون اعلان کړ چې له مخې یې ښځې له نارینه ساتونکي پرته د عامه ترانسپورت پر تګ راتګ بندیز لګوي او له دوی یې هم غوښتي چې په عام محضر کې له سندرو وییلو څخه ډډه وکړي او له کورونو څخه د هغو غړ پورته نشي. طالبانو هم ښځې او نجونې له دې امله نیولي دي چې د جامو د ټاکل شوي قانون نه مراعات کوي.
- طالبانو په خپلسري ډول خبریالان او نور منتقدین نیولي او شکنجه کړي دي. په سپتمبر کې، دوی په ژوندۍ سیاسي خپرونو بندیز ولګاوه، پر طالبانو هر ډول انتقاد يي محدود کړ او دا بل چې مرکې باید له مخکې تصویب شويو خلکو سره ترسره شي.
- داعش خراسان (ISKP)، چې په افغانستان کې د داعش پورې تړلې ده، بریدونه ترسره کړي چې ملکي، قومي او مذهبي اقلیتونه، په ځانګړې توګه هزاره ګان او همدارنګه طالبان یې ټپیان او وژلي دي. د می په ۱۸مه، داعش یو بیان خپور کړ چې نادولتي موسسو، رسنیو، او بهرنیو مرستندویه ادارو ته یې ګواښ وکړ.
- د افغانستان اقتصادي بحران تر نیمايي زیات نفوس – ۲۳.۷ میلیونه وګړي – په ۲۰۲۴ کال کې بشردوستانه مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري، چې له دې جملې څخه ۲.۹ میلیونه وګړي د لوږې په بیړنۍ کچه کې دي.
دیدبان حقوق بشر اعلام کرد که حامیان افغانستان باید کمکهایی را ارائه دهند که هدف آن رسیدگی به نیازمندترین افراد و ایجاد راهحلهای پایدار برای بحران اقتصادی افغانستان باشد.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د افغانستان ملاتړي باید هغه مرستې چمتو کړي چې هدف یې خورا اړو کسانو ته رسیدګي او د افغانستان اقتصادي بحران ته دایمي حل لاره پیدا کول دي.