Skip to main content

په افغانستان کې د عدالت پر لور پرمختګ

د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې څارنواله، د نوې څېړنې د پیل په درشل کې

عامه څارنواله، فاټو بینسوډا د ډومینیک اونګن قضیې لپاره چې په لارډ مقاومتي ځواکونو کې لوی قومندان دی، محکمې ته ننوزي، دا د هالند د هاګ نړیواله محکمه ده؛ د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر ۶مه ©رویټرز ۲۰۱۶ © 2016 Reuters

 

د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې، فاټو بینسوډا Fatou Bensouda نن اعلان وکړ چې د دې محکمې له قاضیانو څخه به غوښتنه وکړي چې په افغانستان کې د هغو شویو جنګي او بشري جنایتونو په اړه چې د ۲۰۰۳ کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې، له کله چې افغانستان د دې محکمې غړیتوب اخیستی، څېړنه وکړي؛ هغې د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې د صلاحیت حدود، د هغو ممکنه جنګي جرمونو پر وړاندې هم په ګوته کړ چې د افغانستان د وضعیت سره په تړاو د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې د نورو غړو هېوادونو په خاوره کې شوي.

د هغې له لوري دا اعلان له يو بل راتلونکي ګام څخه هم پرده پورته کوي؛ نوموړې اوس باید په رسمي ډول خپله هغه ادعا ثابته کړي چې ویل یې په افغانستان کې داسې جنګي، بشري او نسل وژنې جرمونه شوي چې د محکمې د پاملرنې وړ دي، خو مخکې له دې چې نوموړې دا څېړنه پیل کړي، له درې قاضیانو څخه جوړ يو هیئت باید په‌دې اړه ورسره هوکړه وکړي.

د دې څېړني پیل یو ځل پخوا ځنډول شوی وو،‌ محکمې څه باندې ۱۰ کاله وړاندې د افغانستان په اړه خپل لومړني تحلیلونه وړاندې کړي و، دا هغه پړاو ده چې ممکنه جنګي جرمونه او د هغو په اړه د محکمې اقدامات به یې ثابت کړي. په دې برسېره په‌دې هېواد کې ګڼې سحرایي محکمې،  په زور له هېواده ایسارول، شکنجې او پر ملکي وګړو ځانمرګي بریدونه هم شوي دي،‌ خو دغه جرمونه تر ډېره له پامه غورځول شوي دي.‌


بینسوډا په خپل وروستي راپور کې درې مهم لاملونه په ګوته کړي، چې د دې جرمونو پر وړاندې مسوول ګڼل کېږي:‌ طالبان، حکومتي چارواکي او امریکايي ځواکونه. د روم له منشور سره سم د جنګي جرمونو نړیواله محکمه رامنځته شوه، دا محکمه د غړو هېوادونو په قلمرو کې د محاکمې بشپړ صلاحیت لري، ان که دا جرمونه د امریکا په څېر هېوادونو د اتباعو له لوري هم شوي وي، محاکمه کېږي به، چې د دې محکمې غړیتوب هم نه‌لري.


که د جنګي جرمونو نړیواله محکمه د امریکايي ځواکونو او د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې د چارواکو له خوا شوي جرمونه هم په‌دې څېړنه کې شامل کړي، دا به په‌دې معنی وي چې د تر ټولو ځواکمنو هېوادونو اوسېدونکي هم په حتمي ډول د قانون له منګلو څخه ځان نه شي خلاصولای.

اوس که دا محکمه پر امریکايي ځواکونو هر ډول پریکړې وکړي، د افغانستان خلکو له څو لسیزو راهیسې دا کړاوونه تجربه کړي دي، دا جرمونه د نړیوالو د پاملرنې وړ دي. تر ټولو مهم یې دا چې دوی د عدالت مستحق دي. 

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country