Skip to main content
نیولو وروسته د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه د افغانستان د وتلو انتظار کوي. ©️ 2021 وکیل کوهسار/د فرانسی خبرگزاری via Getty Images

په کندهار یا کابل کې د بند پاتې افغانانو د واټس اپ پیغامونو لړۍ ورو شوې خو نه ده دریدلې کومه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې چې زه ېی  ترلاسه کوم. د طالبانو ګواښونه ادامه لري چې له امله يې ډیری فعالین او خبریالان کړې چې پټو ځایونو ته پناه ویسي. شرافت – پخوانۍ خبریاله، د ښځو د حقونو مدافع او د جرمني د یوې پرمختیايي ادارې کارکوونکې – له اتو میاشتو راهیسې ماته د زیاتې مایوسۍ پیغامونه رالیږي، ځکه چې یو په بل پسې د هغه لپاره د خوندیتوب لارې تړل شوې دي.

کله چې کابو دوه کاله وړاندې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د شرافت ورور یې وروسته له هغه وواژه چې پر فیسبوک یې انتقادي تبصره وکړه. بیا دوی د شرافت تعقیب پیل کړ، کوم چې په یو ځای کې پټ شوی و. پروسږکال طالبانو هغه وموند، هغه یې ووهلو او د قتل به موخه هغه يې په چړو یې ووهلو. هغه ژوندی پاتې شو ځکه چې یو شمیر کلیوالو هغه یو کلینیک ته یوړل، چیرې چې ډاکټرانو د هغه ژوند وژغوره. له هغه وخت راهیسې هغه بېلابېلو ځایونو کې ځان پټ ساتلې دی، او پوهیږي چې که بل ځل د طالبانو لاس ته راشي، ښايي ژوندی پاتې نه شي.

ځکه چې هغه د آلمان پراختیایي ادارې GIZ لپاره کار کاوه، شرافت د آلمان د فدرالي استوګنې پروګرام لاندي د بیا میشتیدنې غوښتنه وکړه. یاد پروګرام د هغو افغانانو لپاره په لاره اچول شوې دې کوم چې د بهرني حکومت سره د خپلو د اړیکو له امله په خطر کې دي.

له څو میاشتو انتظار وروسته، شرافت د پروګرام سره تړلي یو رسمي حساب څخه یو پیغام ترلاسه کړ چې د هغه غوښتنلیک یې رد کړ او ویې ویل چې هیڅ داسې شواهد شتون نلري چې په آلمان کې د هغه دندې "په افغانستان کې د عمومي خطر څخه بهر" خطر رامنځته کړی وي. ، د طالبانو هغه تورونه چې هغه د بهرنیو ګټو لپاره یې دادخواهي کوله، ظاهرا د یاد پروګرام لخوا کافي نه دي بلل شوي.

وروسته شرافت راته ولیکل: "زه له ژونده مایوسه یم، نور ژوند نه غواړم." هغه ماته د سیارې ځمکې ویډیو لینک واستاوه چې څو کاله دمخه په پراخه توګه خپور شوی و. په دې ویدیوکې، یو ځوانه چرمښکۍ هڅه کوي د لسګونو وحشي مارانو څخه ځان وژغوري کوم چې د هغې د وژلو نیت لري. د یادې ویدیو لیدل کیدای شې زړه راښکونې وی، مګر، لکه څنګه چې شرافت ما ته وویل، هغه صحنه دومره زړه راښکونکی نه دی که چیری دا ستاسو ژوند منعکس کړي.

آلمان ولې د هغه غوښتنلیک رد کړ؟ دا د هغه "سیاسي څرګندونې" وې، نه د هغه دنده، چې هغه یې د طالبانو په څار کې واچاوه. د شرافت څرګندونو د بشري حقونو دفاع کوله — د خطر فکتور د آلمان حکومت  د فدرالي استوګنې پروګرام د دوهم پروګرام له لارې د تخلیي او بیا میشتیدنې لپاره د معیارونو په توګه پیژندلی دی، کوم چې د افغان بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو او نورو لپاره چې د طالبانو لخوا ګواښل کیږي، په لاره اچول شوې دی.

د فدرالي استوګنې پروګرام، چې د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې پیل شوی و، ټاکل شوې وه چې په میاشت کې تر ۱۰۰۰ پورې افغانان جرمني ته ولېږي. خو یاد پرواګرام له ستونزو سره مخ دی. آلمان لا دمخه یو شمیر پخواني محلي کارکونکي او نور افغانان چې په ځانګړې توګه له تخليي سمدستي وروسته له خطر سره مخامخ وو، په آلمان کې استوګن کرې دي. خو د می میاشتې راهیسې، یو افغان هم د نوي پروګرام له لارې آلمان ته نه دی راغلی، او په زرګونو د بشري حقونو فعالان، ژورنالیستان او نور په افغانستان یا ګاونډیو هیوادونو کې بند پاتې دي، یا په ناڅرګند ډول د هغو غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د مارچ په میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت یاد پرواګرام د دې ویره له امله ودرولو چې د اسنادو د څیړلو اقدامات ناکافي وو. د جون په نیمایي کې، یاد پرورام بیا پیل شو. د کورنیو چارو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت په منظمه توګه د آلمان نادولتي موسسو ته د دې پروګرام په اړه تازه معلومات ورکوي، خو نور دې پروسې ته لږ لاس رسی لري. نو یوازینۍ لار چې زه کولی شم د دغه پروګرام په اړه معلومات ترلاسه کړم چې دوی څنګه د بشري حقونو مدافعینو او ژورنالیستانو قضییو ته رسیدګې کوي، په برلین کې زموږ د بشري حقونو د څار دفتر له لارې ده. که زما لپاره د یادو معلوماتو ترلاسه کول ګران وي، دا د یو افغان لپاره چې   ۰۰۰ ۸کیلومتره لیرې وي، د لږو پیسو او انټرنیټ ته محدود لاسرسی سره نږدې ناممکن دی چې یادو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي.

البته، آلمان یوازینی هیواد نه دی چې په ۲۰۲۱ کال کې یې له افغانانو سره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی، انګلستان ډیر کم هغه افغانان قبول کړي چې د انګلستان له حکومت سره یې مستقیم کار نه دی کړی، او هغه کسان چې انګلستان ته انتقال شوي وو، لازمي مرستې یي ندي ترلاسه کړي. شاوخوا ۹۰۰۰ افغانان چې هلته په موقتي استوګنځایونو کې بند پاتې دي اوس د اخراج سره مخ دې او بل ځای د تللو لپاره نلري.

امریکا په زرګونو ژباړونکي، عادي کارکونکي او نور شاته پریښودل کوم چې باید د ځانګړو ویزو لپاره وړ وي، سره له دې چې دا پروګرام اوس د ۲۰۲۴ تر پای پورې تمدید شوی دی. د ناټو هیوادونو چې د افغانانو د بیا میشتیدنې ژمنه يې کړې وه خورا ورو روان دي. او د هغو افغانانو په تخلیه باندې تمرکز کوم چې په پوځي هڅو کې یې برخه اخیستې وه، د ښځو د حقونو د مدافعینو په ګډون د خطر سره مخ ښځې زیانمنې کړې.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک ویلي دي چې د آلمان د پروګرام موخه دا ده چې هغو کسانو ته چې د طالبانو له خوا ځورول کیږي، د آزاد، پر ځان بسیا او خوندي ژوند چانس ورکړي. د دې په منلو سره چې دنده به پراخه وي، هغې ژمنه وکړه، او داسې یی وویل "موږ به دغه پروګرام  ترپایه رسوو." د هغو زرګونو افغانانو لپاره لکه شرافت چې په دغو الفاظو چې له ژوند او مرګ پر پوله خپلی شپې او ورخې تیروي، یادې خبرې د هغو لپاره هسي پلمې ښکاري.

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country