Skip to main content

ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو لا خرابیدونکې کړکېچ بیان کړې

دوامداره څارنه، مستند کول د حساب ورکونې لپاره مهم دي

یوه ښځه په یوه ښوونیز مرکز کې د ځانمرګي برید په ځای کې چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه په کابل، افغانستان کې د اسلامي دولت سره تړلې یوې ډلې يي مسؤولیت پر غاړه واخیسته. © 2022 ابراهیم نوروزي/عکس د AP

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ وروستی راپور هر اړخیز او ویجاړونکی دی.

ځانګړي راپور ورکوونکي په پراخه کچه او جدي سرغړونې فهرست بندي کړې او په ګوته کوي چې د طالبانو چارواکو د ښځو او نجونو له حقونو څخه په سیستماتیک ډول سرغړونه "عادي" کړې ده. هغه دا هم وړاندیز کوي چې د طالبانو "د ښځو او نجونو د بنسټیزو بشري حقونو تبعیض آمیزه انکار" کیدای شي د جندر پربنسټ ځورونې کچې ته ورسیږي چې د بشریت په وړاندې جرم ګڼل کیږي. یاد راپور د ښځینه اعتراض کوونکو خپلسري توقیف په ګوته کوي، او همدارنګه هغو فرمانونه ته اشاره کوي چې ښځې او نجونې یې د ثانوي او لوړو زده کړو، ډیری دندو، او حتی د عامه پارکونو ته د تګ څخه منع کړي دي.

ځانګړی راپور ورکوونکي د طالبانو تر واک لاندې یو هیواد تشریح کوي چې په هغه کې "د توپیر لپاره خورا لږ زغم شتون لري، او د اعتراض لپاره هیڅ ډول زغم وجود نلري." خبریالان په زیاتیدونکې توګه د څارنې، ډارونې، تاوتریخوالي او توقیف سره مخ دي.

هزاره، شیعه او نور مذهبي اقلیتونه له تاریخي پلوه په افغانستان کې له تبعیض او ناوړه چلند سره مخ دي. د بریدونو یوه بیلګه چې د تیر حکومت پرمهال یې په زرګونو ملکي وګړي وژلي او ټپیان کړي دي، لام هم دوام لري. د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک څخه وروسته په کال کې، لږترلږه ۱۰۰۰ کسان په هغو چاودنو کې ووژل شول چې ظاهرا د اسلامي دولت (داعش) پورې تړلې وسله والې ډلې لخوا ترسره شوي. په زیاتره هغو بریدونو کې هزاره ګان په نښه شوي.

ځانګړي راپور ورکوونکی د اقتصادي بحران د بشري حقونو سختې اغیزې هم مستند کوي چې د نړیوالو بندیزونو او د بهرنیو مرستو د ناڅاپي قطع کیدو له امله زیات شوي، کوم چې ډیری دولتي خدماتو د هغو له لارې ترسره کیدل. د اټکل له مخې ۱۸.۹ میلیونه افغانان – د افغانستان نیم نفوس – د خوراکي توکو له سختې ناامنۍ سره مخ دي. دغه ناوړه بشري ناورین د طالبانو له خوا ښځو ته د کار د نه اجازې ورکولو له امله لا پسې خراب شوی دی. که څه هم ښځینه روغتیایی کارکونکي مستثنی ګڼل شوي، خو دوی هم "د سرپرست حکومت د چارواکو د پالیسیو له امله له سخت خنډ سره مخ دي."

له هرڅه مهمه داده چې د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت د طالبانو له واک څخه وروسته دوره پورې محدوده نه ده. د هغه راپور د هالنډ د محکمې د وروستي حکم هرکلی کوي چې هالنډ ته یې امر کړی چې په ۲۰۰۷ کې د هالنډي بمبارۍ قربانیانو ته مالي تاوان ورکړي. بینیټ له نورو هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې د ۲۰ کلنې جګړې په جریان کې د بشري حقونو سرغړونو لپاره د یو داخلي حساب ورکونې لپاره میکانیزمونه ایجاد کړي.

د طالبانو واګ ته له رسیده یو نیم کال وروسته، د بینیټ راپور په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت هراړخیز څیړنه او اسنادو ډاډ ترلاسه کولو لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت لپاره د نړیوال ملاتړ او تمویل دوام اهمیت څرګندوي.

GIVING TUESDAY MATCH EXTENDED:

Did you miss Giving Tuesday? Our special 3X match has been EXTENDED through Friday at midnight. Your gift will now go three times further to help HRW investigate violations, expose what's happening on the ground and push for change.
Region / Country