Skip to main content

د افغان معلولینو د حقونو مدافعه وستايل شوه

بنفشه یعقوبي د مختلفو جنسیتونو د معیوبیت حقونو لپاره کار کوي

 (نیویارک) – د بشري حقونو څار سازمان نن په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې بنفشه یعقوبي، د معلولیت د حقونو افغانه مدافعه او فعاله، د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۲ کال د معلولینو په حقونو کې د زړورې رهبرۍ لپاره د مارکا بریسټو فېلوشیپ تر لاسه کوونکې ده.

Benafsha Yaqoobi, 2022 Marca Bristo Fellow © 2022 Private

بنفشې په تېرو څو کلونو کې د یوې څارنوالې په توګه د هغو ښځو د حقونو دفاع کوله چې له تاوتریخوالي سره مخ وې. هغې په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې د ړندو ماشومانو لپاره د زده کړې او تربیت لپاره د رهیاب موسسې بنسټ کېښود او د معلولیت د حقونو په اړه یې د پوهاوي لوړولو لپاره ټلوېزیوني ژوندۍ خپرونو کوربه‌توب وکړ. بنفشه له هغه وروسته د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې د کمېشنرې په توګه دنده تر سره کړه. په هېواد کې د کارګرو حقونو او معلولیت حقونو په جوړولو کې یې فعاله ونډه درلوده. هغې د ۲۰۲۲ کال لپاره د پلان شوې بیاکتنې بهیر د یوې برخې په توګه د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو او امتیازاتو په اړه د ۲۰۱۳ کال قانون کې د کمېسیون وړاندیز شوې، بیاکتنې سره راټولي او برابري کړې.

کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې طالبانو د هېواد واک تر لاسه کړ، هغه تېښتې ته اړه شوه او بریتانیا ته کډه شوه.

د بشري حقونو د څار ادارې د معلولینو د حقونو مشرې شانتا راو باریګا وايي: "بنفشې تر هر چا لومړی دا تجربه کړه چې یو ړوند کس په بیړنۍ توګه له کومو امکاناتو پرته څنګه وتښتي او پناه وغواړي." هغه د معلولیت لرونکو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي، تر څو معلولیت لرونکي وګړي نور د بشري مرستو په بهیر کې له پامه و نه غورځول شي. هغه اوس هم د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان معلولو نجونو ښوونځيو ته د تګ د حق لپاره مبارزه کوي.»

د بشري حقونو د څار سازمان له بنفشې سره په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د معلولیت د حقونو د تړون له مخې د افغانستان د مکلفیتونو د بیاکتنې په ترڅ کې همکاري پیل کړه. بنفشه د هغو شریکانو لپاره هم ارزښتناکه سرچینه وه چې د افغانستان په ختیځ کې یې د سږکال له ویجاړونکې زلزلې وروسته د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بشري مرستو په برخه کې فعالت کوی.

اوس بنفشه له خپله هېواده جلا ده، خو په جلا وطنۍ کې بیا هم په افغانستان کې د معلولیت لرونکو خلکو د حقونو غوښتنې او دفاع ته دوام ورکوي، هغه وېره لري چې د طالبانو له راستنېدو وروسته به د لا زیاتو تبعیضونو او ناوړه چلندونو سره مخ شي. په هېواد کې سیاسي وضعیت د پخواني شته توپیري چلند او د امکاناتو نه شتون دا وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی، کوم چې د لسیزو جګړو له امله د نړۍ په کچه د معلولیت لرونکو وګړو تر ټولو لوی نفوس لري. بنفشه د هغې د دې فعالیتونو له امله د بي بي سي د ۲۰۲۱ لپاره د نړۍ د ۱۰۰ الهام بښونکو او اغېزمنو میرمنو په لیست کې شامله شوه.

بنفشه وايي: "زه غواړم چې دا فیلوشیپ په ټوله نړۍ کې د معلولیت لرونکو خلکو لپاره د حق غوښتنې د یوې ښې لارې په توګه وکاروم، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په جګړه‌ییزو ځایونو کې ژوند کوي او له پامه غورځول شوي دي." هغه زیاتوي: "زه د بشري حقونو د څار سازمان څخه مننه کوم چې زه یې د دې ویاړ لپاره غوره کړم، زه به ډېره هڅه وکړم تر څو معلولیت لرونکي وګړي، په ځانګړې توګه معلولیت لرونکې نجوني ولیدل شي (په پام کې ونیول شي) او واورېدل شي."

بنفشه د هغو کاندیدانو د سیالیز بهیر له لارې غوره شوه چې د بشري حقونو د څار ادارې د کارکوونکو له لوري د معلولیت د حقونو د کار لپاره نومول شوي وو. هغه به د فیلوشپ د یوې برخې په توګه، د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې د بشري حقونو د څار سازمان له کارمندانو څخه د څېړنې، مدافعې، اړیکو او ملاتړ په برخه کې روزنه تر لاسه کړي. دا فیلوشیب به بنفشې ته دا فرصت هم برابر کړي، چې له نورو سازمانونو او مدافعینو سره خپلې اړیکې لا ډېرې ښې او پیاوړې کړي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په ناورینونو کې د معلولیت لرونکو خلکو لپاره خطر کمولو په برخه کې او د جګړې په سیمو کې ټول شموله زده کړو لپاره کار کوي.

د بشري حقونو څار سازمان دغه فیلوشیپ د معلولیت د حقونو مدافع، مارکا بریسټو چې د Access Living سازمان بنسټ ایښودونکی او د بشري حقونو د څار ادارې د معلولیت د حقونو مشورتي کمیټې لومړنی رییس و، ته د درناوي لپاره رامنځته کړ. بریسټو د معلولیت لرونکو امریکایانو لپاره د ۱۹۹۰ قانون پلي کولو په برخه کې کلیدي رول درلود او د دې برخې فعال مدافع وکیل و، هغه همدا رنګه د بشري حقونو د څار ادارې د معلولیت حقونو سټراټیژي جوړولو کې هم مرسته کړې ده. هغې د بشري حقونو د څار سازمان وهڅاوو چې په فعاله توګه معلولیت لرونکي وګړي په خپل کار کې شامل کړي او د معلولیت د حقونو د نویو فعالینو په وده کې پانګونه وکړي.

د مارکا بریسټو د فیلوشیب مخکینۍ ګډون کوونکې هاوا اوجیفو او براین رسل د لا ډېرو وړتیاوو په تر لاسه کولو سره د معلولیت حقونو ته په فعال ډول کار کوي او وده ورکوي، تر څو هغه مسوولیت چې دوی یې لري په اغېزمنه توګه تر سره کړي. اوجیفو، په نایجیریا هېواد کې د رواني روغتیا فعال دی، هغه د معلولیت لرونکو وګړو د حقونو کنوانسیون د ملګرو ملتونو د دولتي ګوندونو ۱۴ کنفرانس (COSP) کې پرانیستې وینا وکړه. رسل د فکري معلولیت لرونکی ځوان دی، هغه په پیرو کې د کانګرس دفتر ته ورغلی و، مکسیکو ته یې د فکري معلولیت لرونکو د یوې ډلې مدافعینو چې په سیاست کې د شاملیدو غوښتنه کوي د ملاتړ لپاره سفر وکړي.

ډیسي فیت، د Access Living سازمان اجراییوي رییس دی هغه وايي: "د کلونو په اوږدو کې، دغه فیلوشیپ د معلولیت حقونو غورځنګ کې د مخ پر ودې مشرانو ملاتړ کړی. زه ډاډه یم چې آغلې یعقوبي به له دې فرصت څخه په استفادې، د هر اړخیزې زده کړې او ټول شموله بشردوستانه مرستو او ځواب‌وینو په برخه کې خپل اغېزمن کار لا ډېر پیاوړی او ګټور کړي. مارکا به ووياړي.»

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country