Skip to main content

افغانستان: په انجونو د ثانوي زده کړې د بندیز زیان

۳۰۰ ورځې کیږي، ځانګړې ویدیو د زیان څخه ډګ اثر ښيي

د بشري حقونو د څار سازمان نن په یوه نوې ځانګړې ویدیو کې وویل چې د ثانوي زده کړې په اړه د طالبانو بندیز ددې لامل شوې چې انجونې لا دمخه د ۳۰۰ ورځو لپاره د زدکړې څخه په افغانستان کې محرومې پاتې شي چې دغې چارې د انجونو، د هغو کورنیو او هیواد د راتلونکې لپاره ناوړو پایلو سبب ګرځیدلي دي.

په ویډیو کې شپږ نامتو افغان میرمنې ښیې: تمنا ایازي، یوه فلم جوړونکی؛ سحر فطرت، د بشري حقونو د څارسازمان د یوه څیړونکی؛ یلدا حکیم او زهرا جویا، خبریالان؛ الها سورور، یوه سندرغاړې؛ او هیله یون، یوه مدنې فعاله. دوی بحث کوي چې څنګه زدکړې د هغوی ژوند بدل کړ او دا چې اوسنې بندیز د افغان انجونو اوسنې نسل باندې څه ویجاړونکي پایلې پریږدي.

سحر فطرت، د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د حقونو مرستیاله څیړونکی او د دغې پروژې تولید کونکي وویل «د باور څخه لرې خبره ده چې موږ په ۲۰۲۲ کې پدې اړه خبرې کوو چې ایا انجونو ته باید د زده کړې اجازه ورکړل شي او که نه. موږ له هغه قوي افغان میرمنو څخه ډیره مننه کوو چې له موږ سره یې خبرې وکړې. نړۍ باید دوی ته غوږ ونیسي او د دې بوږنونکې ناوړې چارې پای ته رسولو لپاره ډیر څه وکړي. هره ورځ، په ملیونونه افغانې انجونې د فرصتونو او خوبونو له لاسه ورکوي، کوم چې هغوی يې هیڅکله بیرته نشي ترلاسه کولی.»

د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۸مه، د هېواد تر واک لاندې نیولو یوه میاشت وروسته، طالبانو د هلکانو د منځنیو ښوونځیو د بیا پرانستلو امر وکړ، خو د نجونو د منځنیو ښوونځیو په اړه یې څه ونه ویل. یاد امر د نجونو د ثانوي زده کړو د بندیز په توګه تفسیر شوی. په څو ولایتونو کې، د ټولنې تر فشار لاندې، طالب چارواکو د نجونو منځني ښوونځي د بیا پرانستلو اجازه ورکړه، خو د دغو ښوونځیو لویه برخه تړلې پاتې دي.

د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۱، طالبانو ژمنه وکړه چې د مارچ په ۲۳ به ټول ښوونځي پرانیزي، خو په همدې نېټه یې د نجونو منځني ښوونځي بیا وتړل. یو نامعلومه بندیز په خپل ځای پاتې دی او وضاحت شتون نلري چې دا ښوونځي به کله خلاصیږي. یلدا حکیم، د بي بي سي خبریاله چې په دې پروژه کې یې برخه اخیستې، په ټویټر کې د بندیز له پیل راهیسې ورځې شمیرې چې د جولای په ۱۴ د بندیز ۳۰۰ ورځو ته رسیږي.

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country