(نیویارک) – د بشري حقونو څار ادارې په خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي: شپږ میاشتې وړاندې کله چې طالبانو پر افغانستان حاکمیت تر لاسه کړ، فرانسې ته ډېر افغانان و ایستل شول، چې اوس مهال یې ګڼ شمېر له ټکانونو او رواني فشارونو څخه کړېږي. په داسې حال کې چې فرانسې د هغو وګړو په ګډون چې له دغه هېواد سره مسلکي تړاو لري، ایستل شویو افغانانو ته اړینې مرستې/ ملاتړ چمتو کړی، خو لا هم ډېرو عاجلو او رواني ټولنیزو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.
کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې طالبانو د افغانستان واک په لاس کې واخیستی، هغو افغانانو خپل ځانونه په ډېر خطر کې ولیدل، چې له بهرنیو دولتونو او پوځونو، د افغانستان په دولت، ملي اردو او امنیتي برخو کې یې دنده تر سره کړې وه. هغو ژورنالستانو او ګڼ شمېر نورو خلکو هم د خطر احساس وکړ، چې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ د ودې په ګډون یې په مختلفو برخو له بهرنیو غیردولتي ادارو سره کار کړی وو. له دغو وګړو څخه ډېر یې په چټک ډول له هېواد څخه ووتل، چې ډېرو یې آن خپلې کورنۍ هم په افغانستان کې پرېښودلې.
د بشري حقونو د څار ادارې، د معیوبیت د حقونو برخې څېړونکي، جانس بول، وايي: «فرانسې ته ایستل شوي افغانان له سختو زوروونکو پېښو سره مخ شوي وو، ډېر یې لا هم له ذهني ناروغۍ او فشارونو څخه کړېږي. پهداسې حال کې چې هغوی له نوي چاپېریال سره مخ او د نوې ژبې د زده کړې په هڅه کې دي او په عین حال کې د جلا والي او ټکانونو احساس هم کوي، فرانسه باید هر یوه ته د ذهني روغتیا باکیفیته مرستې چمتو کړي.
د روسیې له برید څخه وروسته په لومړیو دریو میاشتو کې له یوکراین څخه د درې میلیونه وګړو له کډوال کېدلو سره، په فرانسه کې د افغانانو حالت د دغو وګړو تر لاسه کوونکو هېوادونو ته مهم درسونه دي چې هغوی په څه ډول د پناه غوښتونکو لپاره د ذهني روغتیا مرستو ته لومړیتوب ورکړي.
له افغانستان څخه وتونکي وکړي د کابل هوایي ډګر ته تر رسېدلو پورې له سختو خنډونو او ستونزو سره مخ شوي وو، په ځینو وختونو کې د طالبانو د تلاشیو په ځایونو کې ګواښل شوي، زورول شوي او وهل شوي هم وو. ښځې د طالبانو له ځانګړې پلټنې سره مخ شوې وې. ځینو هغو ښځو چې د طالبانو له تلاشیو تېرې شوې وې، ویل چې هغوی له سپکوونکي چلند سره مخ شوې وې. ځیني د ایستل کېدو پر مهال د ګډوډیو له امله له خپلو نږدې خپلوانو جلا شوې او اړې شوي وې چې هغوی تر شا پرېږدي. ډېرو افغانانو له دغو پېښو څخه مخکې د افغانستان د لسیزو جګړو له امله د ټکانونو سخت ډولونه تجربه کړي دي.
د طالبانو لاس ته د کابل لوېدلو سره سم، د فرانسې حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له ۱۵ تر ۲۶ نېټې پورې د ۲۶۳۰ افغانانو په ګډون، د ۳۰۰ تنو د ایستلو لپاره د “Operation Apagan” په نوم عملیات پیل کړل. فرانسې ته تر رسېدلو وروسته، ایستل شوي افغانان د فرانسې په مختلفو برخو کې ځای پر ځای شول او د پناه غوښتنې عمومي سیسټم ته داخل شول.
د بشري حقونو د څار ادارې، د ۲۰۲۱ کال د نومبر او د ۲۰۲۲ کال د جنوري میاشتو په اوږدو کې د ۶ تنو ایستل شویو افغانانو په ګډون له ۲۸ تنو روانپوهانو، داکټرانو، د بشري مرستو متخصصینو، د غیردولتي موسسو استازو، د ذهني روغتیا د مرکزونو کارکوونکو، افغان محلي مشرانو، ژباړونکو او د فرانسې حکومتي مامورینو سره مرکې کړې دي. دغه مرکې په پاریس، لیون، مارسیل، مونټپیلیر او سټراسبورګ کې، له لېرې ځایه د ویډیو او ټلیفون او لیکلو تبادلو له لارې ترسره شوې دي.
د بشري حقونو د څار ادارې په دې مرکو کې ولیدل، چې د فرانسې حکومت د ایستل شویو افغانانو د ښه راغلاست، په چټک ډول استوګن کولو او ملاتړ لپاره ډېرې هڅې کړې وې. د هغو غیردولتي او بشري مرستو د موسسو ډېرو استازو، چې د پناه غوښتونکو د ملاتړ لپاره کار کوي، ولیدل چې حکومت د هغو ایستل شویو افغانانو د پناه غوښتنې عریضو ته لومړیتوب ورکړی دی، چې د طالبانو تر حاکمیت وروسته فرانسې ته رسېدلي دي. یوې موسسې راپور ورکړی و، چې د فرانسې د پناه غوښتنې ادارې، Office français de protection des réfugiés et apatrides، اضافي لیدنې ترتیب کړې وې، تر څو په چټک ډول د پناه غوښتنې عریضې وارزوي. ډېرو هغو ایستل شویو وګړو چې مرکې ورسره شوې وې، په څو اوونیو کې دننه مثبت ځواب ترلاسه کړ او د اوږدمهاله پاتې کېدنې اجازه ورکړل شوې وه.
فرانسې د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر میاشت کې د ذهني روغتیا د درېیمې نړیوالې غونډې کوربه توب درلود. دې غونډه کې فرانسې ذهني روغتیا ته د لومړیتوب ورکولو ژمنتیا ښودلې وه، خو د بشري حقونو د څار ادارې په اند، بیا هم ایستل شوي وګړي د رواني ټولنیز ملاتړ په ترلاسه کولو کې له سختو خنډونو سره مخ وو.
د ډېریو ایستل شویو وګړو لپاره، په فرانسه کې لومړنۍ ورځې د هوساینې او یا هم له ستړیاوو ډکې ورځې وې. یوه روانپوه، چې د ایستل شویو وګړو د رسېدنې پر مهال د پاریس په چارلس ډي ګالې هوايي ډګر Paris Charles de Gaulle Airport کې موجوده وه، د بشري حقونو څار ادارې ته وویل چې دغه وګړي لا هم په حیرانتیا کې دي او د ژوندي پاتې کېدو له فکرونو سره لاس او ګرېوان دي. د وخت په تېرېدلو سره، هغوی له تشویش، ډېپرېشن، بې خوبۍ، ناوړه خوبونو او تر ټکانونو وروسته فشار په ګډون له سختو رواني فشارونو سره مخ وو.
د بشري حقونو څار ادارې ته په یوه مرکه کې یوه ایستل شوي سړي داسي وویل: «زه په فرانسه کې په کټ پروت یم، خو فکر مې په افغانستان کې دی.» یوې ایستل شوې ښځې بیا داسي وویل: «زه له خپل هېواده او خپلو خلکو سره مینه لرم، خو په زړه کې مې یو سوری دی، ځکه چې زه له دې ځایه هېڅ مرسته نه شم کولای. زه په شاک حالت کې وم او لا هم په شاک حالت کې یم. زما شیان هېریږي، آن خپل نوم رانه هېرېږي.» یوې بلې ښځې بیا داسي وویل: «زه نه شم ویده کېدلای، نو هغوی [فرانسوي داوطلبانو] د [ټولنیزو رواني خدماتو] دغه مرکز ته را معرفي کړم. لومړی، ما هېڅ نه شول ویلای، یوازې ژړل به مې، له یوې میاشتې وروسته مې لږ موسکا وکړه.»
په داسې حال کې چې ایستل شوي افغانان د فرانسې په مختلفو برخو کې خپاره شوي دي، ځینې په دې بریالي شوي چې د ذهني روغتیا چوپړتیاوو ته په چټک ډول لاسرسی پیدا کړي، خو ځیني نورو بیا د اړوندو او سمو مرستو تر لاسه کولو لپاره لا هم په هڅو کې دي. په فرانسه کې پناه غوښتونکي په لومړیو دریو میاشتو کې د بشپړ روغتیايي پوښښ لپاره مستحق نه بلل کېږي، دا د ذهني روغتیا خدماتو ته د لاسرسي پر وړاندې ستر خنډ دی. هغه ایستل شوي افغانان، چې د فرانسې لېرې پرتو سیمو ته استول شوي وو، دغو خدماتو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ شوي او له لېرې ځایه د ټلیفون یا ویډیو له لارې ملاتړ ترلاسه کول، ډېر کم دي.
ډېرو هغو روانپوهانو، چې مرکې ورسره شوې وې، موږ ته وویل چې د فرانسې په ښارونو کې د ذهني روغتیا مسلکي مرکزونو باندې د هغو وګړو بیروبار و، چې آن د ایستل شویو وګړو له رسېدلو څخه مخکې یې د رواني ټولنیز ملاتړ غوښتنه کوله. په پاریس کې د یوه مرکز یوه همغږي کوونکي، د بشري حقونو څار ادارې ته وویل، ځینو پناه غوښتونکو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره اوږده سفرونه کړي وو.
په داسې حال کې چې دغه مرکزونه معمولاً د مسلکي او له ټکانونو څخه د باخبره ژباړونکو له یوې ډلې سره کار کوي، ځینو تخلیه شویو وګړو له بهرني، نامسلکي روانپوهانو سره او له ژباړونکو پرته مشورتي غونډې درلودلې وې. ژباړونکو هم د ایستل شویو وګړو د تکانونو د تجربې په لیدلو سره په افغانستان کې د خپلې پاتې کورنۍ دغړو د سلامتیا په اړه اندېښمن شوي وو. په پناه ځایونو کې ټولنیز کارکوونکي هم له ګڼو او ښکاره ټکانونو سره مخ وو.
د روغتیا حق، چې ذهني روغتیا پکې شامله ده، د اقتصاد، ټولنیزو او کلتوري حقونو په اړه نړیوال کنوانسیون (ICESCR) او د معیوبینو د حقونو په اړه کنوانسیون (CRPD) په ګډون، د بشري حقونو په نړیوالو او اروپايي معاهدو کې پېژندل شوی دی. فرانسه په دواړو معاهدو کې ګډون لري. د دغو معاهدو او د معیوبینو د حقونو په اړه د کنوانسیون له اصولو سره سم، د مشورې او ذهني روغتیا نور خدمات باید په ټول هېواد کې په مساوي ډول ووېشل شي. فرانسه باید ایستل شویو او د خوندیتوب غوښتونکو نورو وګړو ته، په سمدستي ډول د ذهني روغتیا د ملاتړ خدمات چمتو کړي. د پناه غوښتنې د بهیر په ګډون، هر کله چې د ذهني روغتیا د ملاتړ لپاره غږ پورته شو یا تشخیص شو، فرانسوي چارواکي باید خلک د رواني ټولنیز ملاتړ خدماتو ته راجع کړي، په ځانګړي ډول هغو ځانګړي شویو مرکزونو ته، چې د جګړې اړوند ټکانونو په برخه کې تخصص، مسلکي ژباړونکي او د اړونده کلتور او ژبې وړتیاوي درلودونکي کارکوونکي ولري. د خوندیتوب غوښتونکو وګړو ته باید د ملاتړ د خدماتو په اړه معلومات ورکړل شي او هغوی باید وتوانیږي، تر څو د هغوی له اړتیاوو سره سم او تر ټولو مناسب مرسته انتخاب کړي. هغوی باید حق ولري چې هر وخت وغواړي له رواني ټولنیزو مرستو څخه په شا شي، وکولای شي.
ښاغلي بول وویل: «له جنګ جګړو څخه تښتېدونکي خلک باید، د ذهني روغتیا ملاتړ ته د مستحق کېدلو لپاره د اوونیو انتظار له اضافي بوج سره مخ نه شي او دا چې تر انتظار وروسته بیا لا پر دې وپوهېږي چې د هغوی په ساحه کې مناسب خدمات نشته. په فرانسه کې افغانان ډېرو مرستو ته اړتیا لري او څنګه چې اروپايي هېوادونه د روسیې - یوکراین له جنګ څخه تښتېدونکو کډوالو ته هرکلی ویل پیل کړي دي، د افغانستان له ایستلو کېدونکي بهیر څخه درسونه، په اجنډا کې ذهني روغتیا ته د لومړیتوب ورکولو پر اهمیت ټینګار کوي.»
میتودولوژي
د ۲۰۲۱ کال له نومبر څخه ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې پورې، د ۶ تنو ایستل شویو افغانانو، روانپوهانو، ډاکټرانو، د بشري مرستو متخصصینو، د غیردولتي موسسو استازو، د ذهني روغتیا د مرکزونو کارکوونکو، افغان محلي مشرانو، ژباړونکو او د فرانسې حکومتي مامورینو په ګډون، له ۲۸ تنو سره مرکې کړې وې. دغه مرکې له لېرې ځایه په فرانسوي، انګلیسي او دري ژبو شوې وې، چې د دري ژبې لپاره ژباړونکو د ویډیو، ټلیفون یا برېښنالیک له لارې هم مرکې کړې وې. د بشري حقونو د څار ادارې، د فرانسې د کورنیو چارو له وزارت څخه لا زیات معلومات غوښتي وو، خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.
د بشري حقونو څار ادارې معلومات تر لاسه کړي وو، چې رسنیو او د پناه غوښتنې د بهیر مسؤولو چارواکو له ځینو ایستل شویو وګړو سره د هغوی د تجربو په اړه تکراري مرکې کړې وې، چې د ځینو متخصصینو په اند د هغوی پرېشاني او صدمه یې لا ډېره زیاته کړې ده. د بیا ځلې صدمې د لیدلو د مخنیوي لپاره، د بشري حقونو د څار ادارې له ایستل شویو افغانانو سره مرکې محدودې کړې وې او له روانپوهانو، ژباړونکو او له ایستل شویو وګړو سره کارکوونکو نورو وګړو څخه د معلوماتو او شواهدو پر راټولولو یې تمرکز درلود. د ځینو هغو وګړو، چې مرکې ورسره شوې وې، د هغوی د امنیت یا په افغانستان کې د هغوی د کورنیو د خوندیتوب په موخه یې نومونه پټ پاتې شوي وو.
له افغانستان څخه تر وتلو مخکې وروستۍ ورځې
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پېښو مخکې، ډېرو افغانانو، د هغو په ګډون چې له هېواده وتلي وو، په دغه هېواد کې د لسیزو جګړو په اوږدو کې د ټکانونو سخت ډولونه تجربه کړي دي. افغانستان د تاوتریخوالي له امله ویجاړ شوی دی او د اټکل له مخې نیمايي وګړي یې له ژور خفګان، اندېښنې او تر ټکانونو وروسته فشار څخه کړېږي، چې دا د یوه شخص پر ذهني روغتیا او د هغه د خپلوانو او ملګرو پر ښېګڼه او سلامتیا ډېره ناوړه اغېزه درلودلای شي. له دې سره سره، په افغانستان کې تېر حکومت پر ذهني روغتیا، سړي سر شاوخوا ۰،۲۶ امریکايي ډالر مصرفول، دا له هغو ۷ امریکايي ډالرو څخه وو، چې په عمومي توګه پر سړي سر روغتیايي خدماتو مصرفېدل او له همدې امله ډېرو افغانانو کافي پاملرنې ته لاسرسی نه درلود.
د هغوی د پخواني کاري تړاو له امله، د بېلګې په ډول د پخوانيو امنیتي مامورینو په توګه چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی وو، ایستل کېدونکي وګړي د طالبانو د محاکمې له ډېر خطر سره مخ وو. ۲۷ کلنې ماري، چې د فرانسې د بشري مرستو له یوې موسسې سره یې کار کړی و، وویل: «زه اړه وم چې د ژوندي پاتې کېدلو د یوه فرصت او وطن پرېښودلو او یا د طالبانو تر واک لاندې هره شېبه د وژل کېدلو تر منځ یو انتخاب وکړم.»
د کاپیسا ولایت اوسېدونکی او د فرانسې د بشري مرستو له یوې موسسې سره پخوانی امنیتي مامور، ۲۹ کلن فرحان، چې ورور یې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره کار کاوه، وویل: «طالبانو زما د موندلو هڅه وکړه. ما خپله د ټلیفون شمېره ډېر ځل بدله کړه. هغوی زما له پلار سره اړیکه ونیوه او ورته و یې ویل، چې اوس به موږ تا پیدا کړو. له هغه وروسته زما لپاره هلته ژوند کول ډېر ستونزمن وو. پلار مې له ما سره اړیکه ونیوه او راته و یې ویل: ته باید یوه لاره پيدا کړې او له هېواده ووزې.»
د هوايي ډګر لیدلی حال او د تخلیې بهیر
له هغو ایستل شویو وګړو سره چې مرکه ورسره شوې وه، هغوی موږ ته له هغوی سره د شته اسنادو چې له نړیوالو موسسو سره د هغوی پخوانۍ کاري تجربې ور څخه څرګندېدلې، د افشا کېدلو وېره تشرېح کړه. ماري موږ ته وویل: «زه د خپلو اسنادو په اړه اندېښمنه وم. په یوه صورت کې، اسناد باید له ما سره موجود وای څو ایستل شوې وای، بل لوري ته د دغو اسنادو شتون زما ژوند په خطر کې اچولای شو. د دې لپاره چې له هغې سره یا د هغې په کور کې اسناد و نه موندل شي او له خطر سره مخ نه شي، هغې په هوايي ډګر کې د انتظار پر مهال خپل اسناد په ځمکه کې پټ کړي وو.
ځینې خلک اړ شول چې د ګډوډۍ له امله د خپلې کورنۍ غړي پرېږدي. ماري په بېروبار کې له خپلې کورنۍ بېله شوې وه. کله چې هوايي ډګر ته پر ننوتلو بریالۍ شوه، له خپلې کورنۍ سره یې اړیکه نیولې وه، خو هغوی ورته ویلي وو چې د بیروبار او د عسکرو له لورې د پر له پسې ډزو له امله یې هوايي ډګر و نه ننوتلای شول. ماري یوازې له افغانستان څخه ووتله. فرحان هم په همدې ډول یوازې وتلی و. هغې وویل: «دا ډېره ستونزمنه وه؛ زما کورنۍ د طالبانو په دوو یا دریو تلاشیو کې درول شوي وو. ما، هغوی ته یوه ورځ او یوه شپه انتظار وکړ، خو هغوی هوايي ډګر ته پر ننوتلو و نه توانېدل. «ما له خپل پلار سره بیا اړیکه ونیوه، هغه راته وویل: «ته باید لاړ شې.»
دا چې طالبانو له هوايي ډګر څخه بهر تلاشۍ کولې، ټولو ایستل شویو وګړو وویل چې هغوی له تاوتریخوالي څخه ډارېدل. ژورنالسټ او د مستندو فلمونو جوړوونکي، رفیع وویل: «دغه شپه ډېره سخته وه، موږ هر څه لیدل. عسکر، له خلکو سره د هغوی رویه، د ټوپکو ډزونه، ما ډېر داسې څه ولیدل، چې په ریښتیني ډول غمجنوونکي وو.»
ماري وویل، چې یوه طالب د ټوپک په وسیله ووهله او پښه او سترګه یې ورته خوږ کړه: «هغوی غوښتل چې زما اسناد وویني، خو ما انکار وکړ، نو ځکه یې ووهلم.» کله چې طالبانو په بیروبار کې خلک وهل، خلکو چیغې پیل کړې، چې پایله یې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدل وو او د اخطار لپاره یې هوايي ډزې وکړې. ماري وویل: «ما څو ځله داسې احساس کړل، چې ساه نه شم اخیستلای.»
ماشومان د ډېر بېروبار له امله په ځانګړي ډول له خطر سره مخ وو. ماري وویل: «ما ولیدل چې ځینې ماشومان ورک شول.» رفیع د بشري حقونو د څار ادارې ته وویل: «ما کوچني ماشومان د هغوی له مېندو سره ولیدل، چې د خلکو تر پښو لاندې کېدل، خو هیچا یې پروا نه درلوده.» هغه د کورنیو د خوندیتوب په موخه له نورو سره یو ځای له کورنۍ دایره تاو کړه، خو نه توانېدل چې دروازې ته نږدې ورسېږي. «ځینې خلک نهیلي شول او کورنیو مورال له لاسه ورکړ.»
هر څوک چې مرکه ورسره شوې وه، په هوايي ډګر کې د خفه کوونکو پېښو سره مخ شوي ول، چې یادونه یې تر اوسه هم د هغوی ذهنونه زوروي. رفیع وویل: «ما داسې څه ولیدل چې تشرېح کولای یې نه شم. دا یو بشپړ بحران و. په دې اړه په یوازې څو دقیقو کې خبرې کول سخت دي.»
هغو خلکو چې د بشري حقونو د څار ادارې مرکې ورسره کړې وې، وویل چې هوايي ډګر ته تر ننوتلو او له هېواده د وتلو لپاره تر مستحق پېژندل کېدلو وروسته ورسره د فرانسوي پوځیانو له لورې له مهربانۍ ډک چلند شوی و. رفیع وویل: «هغوی هرکلی کوونکي وو، پر شونډو یې موسکا وه او ویل یې چې اندېښنه باید و نه کړو.» ماري وویل: «کله چې الوتکې ته پورته شوم، هر څه اسان شول. لږ تر لږه د لوږې او بې خوبۍ، او یا تر ټولو مهمه دا چې د طالبانو له لورې د ویشتل کېدلو او وژل کېدلو په اړه مې اندېښنه نه درلوده.» د هغې ډېر خلک یاد وو، چې په الوتکه کې یې د ډېر خپګان او نهیلۍ احساس درلود. ښځینه فعالې او محلي سیاستوالې، زحل، وویل: «موږ له یوه مات زړه سره له افغانستان څخه ووتلو. ما د خپلو لاس ته راوړنو او په هوايي ډګر کې د لیدلو ناخوالو لپاره تر دریو میاشتو ژړل.»
د ښځو لپاره د ذهني روغتیا پایلي
ایستل شویو ښځو پر هېواد د طالبانو له حاکمیت څخه د هغوی د وېرې په اړه خبرې کولې. ماري وویل: «ما تل په دې اړه وېروونکې کیسې اورېدلي دي، چې طالبانو له ښځو سره څه ډول چلند کاوه او موږ ورڅخه وېرېدلو. موږ پوهېږو، طالبان هغه خلک نه خوښوي چې له بهرنیانو سره یې کار کړی وي او زما د هېواد پرېښودلو ۵۰ سلنه لامل همدا و. ۵۰ سلنه نور له دې امله و، چې زه یوه ښځه یم او طالبان تل د ښځو مخالف دي. هغوی خلک، په ځانګړي ډول ښځې، سپکوي، شکنجه کوي او وژني يې.»
زحل چې ډېر کلونه یې د ښځو د حقونو په برخه کې کار کړی و او له خپلې مور سره یو ځای له افغانستان څخه وتلې وه، وویل: «موږ دوه ښځې، زه او زما مور، یوازې وو. هلته ډېرو سړو موږ ته مزاحمت کاوه او ویل یې، چې که طالبان وپوهیږي چې له موږ سره سړی نشته، هغوی به مو ووژني.» په هوايي ډګر کې ځینو سړو ورڅخه غوښتي وو چې هغوی وروڼه یا خاوندان فرض کړي، تر څو له تلاشیو څخه تېر شي، خو زحل یې غوښتنه رد کړې وه. «ما ورته وویل چې نه، که زه مرم، زه به دروغ و نه وایم.» ماري او زحل دواړو وویل چې د طالبانو له لورې وهل شوې دي. زحل وویل: هغوی موږ ډېرې وهلو. کله چې ما چیغې وهلې، هغوی راغلل او راته و یې ویل: «چیغې مه وهه که نه نو موږ به دې وولو.» څلورمه شپه، زحل او مور یې وتوانېدلې چې هوايي ډګر ته ننوزي.
ځینو یې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د پابندیو له امله د غوسې او خپګان څرګندونه وکړه. فرحان، چې مور او خور یې ښوونکې وې، وویل: «اوس هغوی په کور کې دي. زه نه پوهېږم چې ولې. زه او زما مور او خور یو ډول حقونه لرو. که هغوی کار ته تلل غواړي، هغوی باید کار وکړي. په دې کې څه ستونزه ده؟ دا ځل ډېره ستونزمنه ده، یوازې زما او زما د خور لپاره نه، بلکې د افغانستان ټولو مېرمنو لپاره ستونزمن وخت دی.»
فرانسې ته تر رسېدو وروسته لومړنۍ ورځې
فرانسې ته تر رسېدلو وروسته، ډېر وګړي د تېرو ورځو له پېښو څخه ستړي وو. زحل وویل: «هیچا دومره انرژي نه درلوده، چې آن سلام وکړي. زه درې ورځې ویده وم؛ زه نه پوهېدم چې چېرته وم. تر دریو ورځو وروسته، بېرون ووتلم او ومې لیدل چې خلک ناڅي او له ازادۍ خوند اخلي. زما په ریښتیني ډول خوښ شول.» د لومړیو ورځو په اوږدو کې، د فرانسې مختلو ادارو رواني ټولنیز ملاتړ چمتو کړ. فرحان د طبي ډلو یادونه وکړه، چې په باقاعده توګه به راتلل او د هغوی د ذهني روغتیا په اړه به یې پوښتنې کولې. په پاریس کې په Charles de Gaulle هوايي ډګر کې د اضطراري واحد یو روانپوه، وویل: «په ایستل شویو وګړو کې موږ د هوساینې او ستړیا نښې ولیدې. خلک لا هم د ژوندي پاتې کېدلو په موډ/ حالت کې وو.»
په ټاکل شویو هوټلونو کې تر څو ورځو قرنطین وروسته، ایستل شویو وګړو ته د ۲۰۱۸ کال د فرمان له مخې، چې پناه غوښتونکي باید د فرانسې په ډیپارټمنټونو کې په مساوي ډول ووېشل شي، د هېواد په مختلفو برخو کې بېلا بېل ډولونه استوګنځایونه ورکړل شول. هغه ایستل شوي وګړي، چې مرکې ورسره شوې وې، بېلا بېلو سیمو ته واستول شول. هغوی د شتون او د کورنۍ د د غړو د تعداد پر بنسټ، ځینې یې په سترو کورونو کې ځای پر ځای شول، نورو ته یې له نورو پناه غوښتونکو سره شریک اپارتمانونه ورکړل.
د ذهني ناروغۍ کړاو
د بشري حقونو د څار ادارې په خپله څېړنه کې وموندل، چې پناه غوښتونکي اروپا ته د خپل سفر څخه مخکې، په جریان کې او له هغه وروسته ټکانونه لیدلای شي، چې ډېری وختونه اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو خلکو تر منځ د ذهني روغتیا خاموش بحران رامنځته کولای شي. په اروپا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو تر منځ د ذهني روغتیا د عامې روغتیا اړخونو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان راپور، چې په ۲۰۱۶ کال کې خپور شوی و، وښودله چې د کوربه وګړو په پرتله، په کډوالو او پناه غوښتونکو کې تر ټکانونو وروسته فشار کچه لوړه وه.
که څه هم خلک له فزیکي پلوه خوندي وو، ډېر یې له دې امله کړېدل چې له خپلو کورنیو او خپلوانو څخه لېرې او جلا شوي وو. فرحان وویل چې ورور یې، چې تر دې مخکې د افغان پوځ غړی و، اوس پټ دی. د هغه له کورنۍ سره لا هم د طالبانو له لورې اړیکه نیول کېدله، چې د هغه د ورور د ځای په اړه ورڅخه معلومات ترلاسه کړي.
خلک له دغه نوي چاپېریال سره د ځان په عیارولو کې له ستونزو سره مخ وو او له افغانستان څخه د وتلو د ستونزو د هېرولو هڅه یې کوله. رفیع وویل: «هره شپه چې زه ویده کېدلم، اروا به مې کابل ته تلله. هره شپه مې همدغه یو څه په خوب کې لیدل.»
پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې په مرکز کې د وخت تېرولو پر مهال، رفیع ته د ذهني روغتیا د ملاتړ غوښتلو د امکان وړاندیز نه وو شوی: «زه له یو چا سره خبرو ته اړتیا لرم. زه فکر کوم چې دا زموږ لپاره تر ټولو مهم دي. دا ښايي ځینې وختونه هغه ناوړه خوبونه او ډېپرېشن یا ژور خفګان له منځه یوسي چې زه یې لرم. زما په څېر خلک تر هغه وخته خبرې نه کوي چې د یوه ارواپوه په څېر له کوم چا سره یې خبرې نه وي شوې او داسي څوک چې خبرو ته یې غوږ ونیسي. که ستا ذهني روغتیا ښه نه وي، مخکې به څه ډول لاړ شې؟»
د پخوانیو سختو پېښو د هېرولو سربېره، پناه غوښتونکو د جلا والي احساس هم درلود. ماري وویل: «لومړۍ څو اوونۍ ډېرې ننګوونکې او ډېرې ستونزمنې وې. زما ذهني روغتیا په بشپړ ډول خرابه وه. زه په ډېره هڅه کې وم. ما د یوه روانپوه غوښتنه وکړه. «هغې ته د ټاکل شوي ټولنیز کارکوونکي سره تر خبرو کولو وروسته، هغې سره د رواني ټولنیز ملاتړ باقاعده غونډې کېدلې او د ژور خفګان ضد درمل ورته تجویز شول. سره له دې هم له خپل مېړه سره د بیا نه یو ځای کېدلو له امله ډېره پرېشانه وه، چې هغه لا دمخه په فرانسه کې اوسېده.هغې وویل: «په دغه ځای کې د اوسېدلو حالت زما پر ذهني روغتیا اغېزه کوي او دلته په پاتې کېدلو زما ډېپرېشن لا زیاتېږي. زه دلته یوازې یم، زه په دغه هېواد کې یوازې یم.»
له شپږو څخه پنځو تخلیه شویو وګړو، چې مرکه ورسره شوې وه، د پناه غوښتنو له مسؤولو چارواکو Office français de protection des réfugiés et apatrides سره یې مرکه بریالۍ وه، چې ځینو یې د کډوالۍ حیثیت پېژندنه ترلاسه کړې وه او په څو اوونیو کې دننه به د لسو کلونو مودې لپاره د اوسېدنې کارت هم ترلاسه کړي. په داسې حال کې چې دا یوه ستره هوساینه وه، ډېرو نورو په فرانسه کې د ځان عیارولو په برخه کې د ستونزو څرګندونه کوله. فرحان وویل: «په فرانسه کې هېڅوک نشته، زه دلته یوازې یم، زه دلته هېڅ خپلوان یا ملګري نه لرم. زه یوازې یم.»
د جنګ جګړې له ټکانونو سره د چلند لپاره د عاجل او جامع رواني ټولنیز ملاتړ نه شتون د یوه شخص د ذهني روغتیا د لا خرابېدلو لامل کېدلای شي چې پایله به یې نهیلي، خپګان او ډېپرېشن وي. وروسته له دې چې فرحان ستراسبورګ ته واستول شو، هغه وویل: «کله چې وغواړم ویده شم، ډېر زیات فکر کوم. زه نه شم ویده کېدلای، د شپې ښايي له دریو تر څلورو ساعتونو خوب کوم. زه په کټ کې پروت یم، خو فکر مې دلته نه، بلکې په افغانستان کې وي.» فرحان وویل چې باقاعده رواني ټولنیز ملاتړ ته د لاسرسي له هڅو سره سره یې بیا هم څو اوونۍ ځواب نه دی ترلاسه کړی.
«ما فکر کاوه، دا به ښه نه وي چې ټولنیز کارکوونکي ته ورشم او خپله ستونزه ورته تشرېح کړم. هغوی به فکر وکړي، ده ته وګورئ، دلته یې لومړۍ اوونۍ ده، شکایتونه او ستونزې یې پیل کړې دي، خو تر دریو ورځو انتظار وروسته، غوسه راغله. ځکه چې ټوله ورځ به مې سردرد درلود، خوراک مې نه شو کولای. «کله چې هغه بالاخره په یوه نږدې روغتون کې روانپوه ولید، هغه ته مشوره ورکړل شوه چې هره ورځ پیاده وګرځي. یو څه وخت وروسته، هغه بېرته ټولنیز کارکوونکي ته ورغی او ورته و یې ویل چې ذهني روغتیا یې نه ده ښه شوې، خو هغوی غوسه شول. ټولنیز کارکوونکي ورته ویلي وو: «ته ډېرې خبرې کوې، ته باید انتظار وکړې.»
پخوانی پوځي مامور، فیصل، وايي: زه ښه خوب نه شم کولای. زه وېروونکي خوبونه او د هوايي ډګر منظرې په خوب کې وینم. زه نه پوهېږم چې څه وکړم. د هغه مېرمن او ماشومان، چې یو یې رواني ټولنیز معیوبیت هم لري، په افغانستان کې پټ دي. په مارسیل کې د نورو افغانانو تر منځ، هغه د رواني ټولنیز ملاتړ یوه مرکز ته راجع شوی و، چې ملاتړ یې هم ورته چمتو کړی و.
د ملاتړ او له ټکانونو څخه د باخبره ژباړې غوښتل
څېړنو ښودلې چې په اروپا کې پناه غوښتونکي وګړي د ذهني روغتیايي پاملرنې د ترلاسه کولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي. د فرانسې د قانون مطابق، ۱۸ کلن یا تر هغه د پورته عمر درلودونکي پناه غوښتونکي، په فرانسه کې د اوسېدنې په لومړیو دریو میاشتو کې یوازې اضطراري روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی درلودلای شي، چې دا د ذهني روغتیا ملاتړ په ترلاسه کولو کې ستر خنډ دی. پر دې تر پوهېدلو وروسته، رفیع د ناراحتۍ احساس درلود او په پناه ځای کې له ټولنیزو کارکوونکو سره یې خپل ناوړه خوبونه شریکول: «ما فکر کاوه چې دا ښايي شخصي شیان وي او هغوی په کاغذي کار کې مرسته کولای شي.»
ډېرو موسسو، چې پناه غوښتونکو او کډوالو ته د رواني ټولنیز ملاتړ او مرستو په چمتو کولو کې تجربه لري، او د بشري حقونو څار ادارې ورسره خبرې کړې وې، خپل خدمات په وړیا ډول چمتو کول. البته، پناه غوښتونکو باید ډېر انتظار کړی وای، په دې مانا چې د ملاتړ له ترلاسه کولو څخه مخکې یې انتظار ان تر څو میاشتو غزېدی. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال تر پېښو وروسته، د رواني ټولنیزې روغتیا یوه مرکز پرېکړه وکړه چې ټولو افغانانو لپاره د ذهني روغتیا خدمات پرانیزي او دې ته پام و نه کړي چې هغوی فرانسې ته څه ډول رسېدلي وي. یوه روانپوه وویل: «دا پر بشپړه افغان ټولنه اغېزه کوي.»
زحل له یوه مرکز سره وصل شوې وه او په هرو دوو اونیو کې به یې له روانپوه سره لیدل: «زه ویده کېدلای نه شوم، نو ځکه هغوی [فرانسوي داوطلبانو] دغه مرکز ته معرفي کړم. لومړی، ما هېڅ خبرې نه شوای کولای، یوازې ژړل مې. تر یوې میاشتې وروسته، مې لږ موسکا وکړه.» اوس هغې په فرانسه کې د افغان مېرمنو لپاره د ملاتړ یوه ډله او د خپل راتلونکي لپاره د پلانونو جوړول پیل کړي دي. په عین وخت کې، زحل هغه مهال د نهیلۍ احساس وکړ چې د اوسېدنې حیثیت یې ترلاسه کړ، هغې پاریس ته تلل غوښتل، خو هلته د اوسېدو لپاره یې تر اوسه ځای نه وو موندلی.
تر دې دمه، له لېرې ځایه د خدماتو چمتو کولو په برخه کې لږ کار شوی دی. د رفېع په څېر خلکو ته، چې د فرانسې په جنوب ختیځه برخه کې یوه کوچني ښار ته استول شوي دي او تر دې دمه یې د رواني ټولنیز ملاتړ محلي خدماتو ته لاسرسی نه دی پيدا کړی، له لېرې ځایه د ملاتړ خدمات یو ښه بدیل ورته کېدلای شي. په پاریس کې د رواني ټولنیز ملاتړ د مرکز یوې همغږې کوونکې/ کووارډیناتورې ومنله چې په ځینو حالاتو کې خلک اړ وو چې مرکز ته د رسېدلو لپاره اوږد سفر وکړي. سره له دې، هغې اندېښنه وښوده چې له لېرې ځایه ملاتړ له خلکو سره په مرسته کې محدودیتونه لري او ښايي هغه مهال یې اغېزه کمه وي، چې که چېرې د ملاتړ غوښتونکی شخص د غونډو په جریان کې شخصي ځای و نه لري. له لېرې ځایه د ملاتړ شتون، کډوالو لپاره د ذهني روغتیا د محلي خدماتو د تاسیسولو هڅې هم ورو کولای شي.
ډېرو ایستل شویو وګړو او روانپوهانو، د ټولنیز روغتیايي ملاتړ خدماتو لپاره د ژباړونکو د اهمیت یادونه وکړه. د رواني ټولنیز ملاتړ ځانګړي شوي مرکزونه په عمومي ډول له ټکانونو څخه د باخبره ژباړونکو له یوې جوړې شوې ډلې سره کار کوي. یوې روانپوهې، چې په تبعید کې د خلکو لپاره د رواني ټولنیز ملاتړ په یوه مرکز کې یې کار کاوه، وویل چې هغې له ژباړونکو سره په باقاعده ډول کار کوی: «هغوی به خپل نظرونه او مشاهدې چمتو کولې او موږ به د شخص رواني ټولنیز حالت معلوماوه. هغوی ما ته یو فرصت راکاوه چې خپل کلتوري او ژبني توپیرونه ووینم او په ګډه پر معالجوي طریقو بحث وکړو. [...] په ګډه د غونډو ترسره کول د شخص لپاره غوره ملاتړ چمتو کوي.»
ژباړونکي ښايي هغه مهال په خپله هم د ذهني روغتیا له ننګونو سره مخ شي، چې له روانپوه سره مرسته کوي. د ډېرو ژباړونکو خپلوان په افغانستان کې پاتې دي او د هغوی سلامتیا ته اندېښمن دي. د فرانسې د پناه غوښتنې له چارواکو سره یوه کارکوونکي ژباړن وویل: «زه هم له هغه څه اغېزمن شوی یم چې زما په هېواد کې پېښ شوي دي، زه د خپلې کورنۍ او ملګرو په اړه اندېښمنه یم. زه له فرانسې څخه منندویه یم چې زه یې دلته منلې یم او زه غواړم هغو خلکو سره مرسته وکړم چې پر ژبه نه پوهېږي. خو زه هم دلته یوازې او جلا شوې یم.» هغې د فرانسې د پناه غوښتنې له چارواکو څخه هغه مهال رواني ټولنیز ملاتړ ترلاسه کړی نه و، چې د یوې ژباړنې په توګه یې ورسره کار کاوه.
له پخوانیو سختو ټکانونو او په یوه بهرني هېواد کې د نوي ژوند له پېچلتیاوو سره ځان بلدول به د ایستل شویو افغانانو وخت ونیسي، خو رواني ټولنیز ملاتړ د ځان عیارولو بهیر یوه مهمه برخه ده. ۱۹ کلنې رویا، چې د بشري مرستو د یوې موسسې له لورې یې په یوه روغتون کې کار کاوه، وویل: «زه له خپل هېواد سره مینه لرم؛ زه له خپلو خلکو سره مینه لرم، خو زه په زړه کې یو سوری لرم او له دې ځایه هېڅ نه شم کولای. زه په شاک حالت کې وم او لا هم په شاک حالت کې یم. زما هر څه هېرېږي، آن خپل نوم مې هم له یاده وزي.»
رویا له خپلې مور سره په ګډه، په هرو دوو میاشتو کې له یوه روانپوه سره لیده کاته کوي او له نورو ډېرو ایستل شویو وګړو سره یې ډله ییزه معالجه کې ګډون درلود، چې د روانپوه له لوري ترتیب شوې وه. هغې همدا راز د هنر له لارې د معالجې غونډو کې ګډون درلود، هغې موږ ته ویل: «کله چې موږ د هنر له لارې معالجې ته لاړو، ما د خپلو احساساتو په اړه خبرې وکړې. هغوی ما ته ځینې لارې چارې راوښودلې، تر څو زه په شاک حالت کې پاتې نه شم. هغوی راسره ډېره مرسته وکړم. زه به ښه شم.»