Skip to main content

افغانستان: ښځینه پولیسې د ناوړه چلند او د طالبانو لخوا د ګواښونو راپور ورکړی

هغه هیوادونه چې د ښځینه پولیسو روزنه یې تمویل کړې وه، باید د خطر سره مخ یاد ښځینه پولیسی بیا میشته کړي

افغان نارینه او ښځینه پولیسان د ۲۰۱۲ کال د دسمبر ۲۰مه په هرات کې د فراغت په مراسمو کې ©️   اسوشیتیت پریس (AP)  ۲۰۱۲ عکس/هوشنګ هاشمی
  • طالب چارواکو هغه افغان ښځې ګواښلي چې د تېر حکومت پر مهال یې په پولیسو کې دنده ترسره کړې و، چې دغه چاره په هغو خطرونو اضافه کیږي چې یادې ښخې یي د خپلو کورنیو لخوا ورسره مخ دی کوم چې د هغوی د کار کولو سره مخالفت کاوه.
  • افغان ښځینه پولیسو سره له دواړو خواوو خیانت شوی، لومړی د پخواني حکومت له خوا چې چارواکو یې د پراخ جنسي تیري مسؤول وو، او بیا د هغو هیوادونو له خوا چې ناوړه جنسي تیري یې له پامه غورځولي او یادو ښځینه پولیسو ته یې پناه نه ده ورکړې.
  • د متحده ایالاتو، کاناډا، جرمني، جاپان او د اروپايي اتحادیه  هیوادو په ګدون، هغو هیوادونه چې د افغان پولیسو په لیکو کې یي د ښځو د روزلو او ګمارلو د پروګرامونو ملاتړ کاوه، باید د هغو افغان میرمنو ملاتړ وکړي چې پناه غوښتونکي دي او د کډوالو بیا میشتیدنې لپاره دې دغو میرمنو ته لومړیتوب ورکړي.

 

(نیویارک) – د بشري حقونو د څار سازمان په یوه راپور کي چي نن خپور شو وییلی دي، د طالبانو چارواکو هغو افغان ښځو ته ګواښونه کړي دي چې د پخواني حکومت په دوران کې یې په پولیسو کې خدمت کړی و، چې دې چاري هغوی د خطر سره مخ کړي دي.

د  "دوه ګونی خیانت: د افغان ښځینه پولیسو په وړاندې تیر او اوسني ناوړه چلند" تر عنوان لاندې دغه ۲۶ مخیزه راپور د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې د طالبانو د چارواکو ګواښونه مستند کړي چې ډیری پخوانۍ ښځینه پولیسې یې د پیژندل کیدلو له ویرې پټیدو ته اړ کړې دي.

فرشته عباسي، د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان چارو څیړونکې وویل، "له افغان ښځینه پولیسو سره دوه ګونی خیانت شوی، لومړی د پخواني افغان حکومت له خوا چې د دوی پر وړاندې یې د درنو جنسي تیریو اجازه ورکړې وه چې مسوولین یی مسوول و نه ګنل شول، او بیا د هغو هیوادونو له خوا چې دا ناوړه ګټه اخیستنه یې له پامه غورځولې او نه غواړي چې د خوندیتوب په لټه کې ښځو ته پناه ورکړي یا هغوی په خپله خاوره کې یی میشت کړي." فرشته زیاتوي، "واګ ته د طالبانو د رسیدو راهیسې، پخوانۍ ښځینه پولیسې مجبوره شولې چې وتښتي و روسته لدې چې طالب چارواکو هغوی وګواښلې و د هغوی د کورنیو غړو لخوا هغوی سره تاوتریخوالی زیات شو کومو چې د پولیسو په توګه د هغوی د کار کولو سره مخالف وو. " 

یاد راپور له هغو ښځو سره چې د پخواني حکومت پر مهال پولیسې وې، د ۲۴ مرکو پر بنسټ جوړ شوی، چې په کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې له ۱۰ ښځو سره په حضوري توګه  او ۹ښځو سره په غیر حضوري توګه مرکې او په امریکا، سویډن، ایټالیا، ایران، او پاکستان هېوادونو کې ۵ غیر حضوري مرکې ترسره شوي دي. په دې اړه مو د ملګرو ملتونو له پخوانیو او اوسنیو چارواکو او د مدني ټولنې له فعالانو سره  چې دغو مسایلو سره آشنایی لري، هم مرکې کړې دي.

پخوانیو ښځینه پولیسو وویل چې د طالب چارواکو لخوا یي ډارونکي تلیفوني تماسونه  ترلاسه کړي  چې هغوی وییلي چې د پوښتنو لپاره  حاضر شي او د پخوانیو کارونو په اړه د نامعلومو پایلو خبرداری یی ورکړی. ګن شمیر پخوانۍ ښځینه پولیسې او د محبسونو ښځینه چارواکي وژل شوي، ظاهرا د خپلو خپلوانو لخوا چې باور لري د دوی کار کورنۍ  یی"شرمنده" کړې. طالبانو د دغو وژنو په اړه کره څېړنه نه ده کړې. یادو ښخو همدا راز وییلی چې طالبانو د دوی د کورونو په ناوړه توګه تلاشي کړي چې کله ناکله یې د دوی خپلوان ځورولي او شخصي ملکیتونه یې زیانمن کړي.

مرکه شویو ښځو وویل چې د تیر حکومت پرمهال دوی د جنسي تیري او د جنسي تیري نورو ډولونو په ګدون، په مکرر ډول د جنسي ځورونې او تیریو سره مخ شوي، او همدارنګه د لوړ پوړو چارواکو څخه د ترفیع او یا له دندې د نه ګوښه کیدو په بدل کې د جنسي تیریو غوښتنې ورڅخه شوي وې. دې ناوړه سرغړونو پراخه ماهیت لږ تر لږه د ۲۰۱۳ راهیسې ښه پیژندل شوی و، د هغو هیوادونو په شمول چې د تیر حکومت ملاتړ یط کاوه، مګر د ناوړه ګټه اخیستنې مسؤل پولیس افسرانو هیڅ ډول  حساب و نه شو.

د ښځینه پولیسو په ګډون هغه ښځې چې د پخواني حکومت په وخت کې د ملکي کارکوونکو په توګه ګمارل شوې وې، خپلې دندې له لاسه ورکړې کله چې طالبانو قدرت ترلاسه کړ.په داسې حال کې چې طالبانو یو شمېر ښځینه پولیسو ته امر کړی چې په ټاکل شویو سیمو کې دندې ته ستانې شي، په دې کې په پوستو کې د ښځو تلاشي کول او د ښځینه بندیانو ساتنه شامله ده، اکثریت یې د بدیل عاید موندلو لپاره د ستونزو سره لاس او ګریوان دی.د افغانستان اقتصادي سقوط په ځانګړې توګه پخوانۍ ښځینه پولیسې سختې ځپلې دي.

ډیری یې ګاونډي ایران یا پاکستان ته تښتیدلي او یا یې نورو هیوادونو ته د پناه اخیستو هڅه کړې ده. ډیری هغه مرکه شوي د اوږدې مودې رواني رنځ او صدمې راپور ورکړی چې د ناوړه ګټه اخیستنې څخه یې تجربه کړې مګر د مناسب رواني ټولنیز ملاتړموندلې نشو یا مالي توان یی نه درلود.

طالبان باید د پخوانیو پولیسو او نورو هغو ښځو په وړاندې ټولې ځورونې او ګواښونه پای ته ورسوي چې د پخواني حکومت لپاره یې کار کاوه او د تاوتریخوالي پېښې په موثقه توګه وڅېړي. هغه هیوادونه چې پخوا یې د امریکا په ګډون د افغان پولیسو په لیکو کې د ښځو د روزلو او ګمارلو له پروګرامونو ملاتړ کاوه، اوس باید د پناه غوښتونکو ملاتړ وکړي او د کډوالو د بیا میشتیدنې لپاره دې ښځو ته لومړیتوب ورکړي.

متحده ایالات باید ډاډ ترلاسه کړي چې هغه ښځینه پولیسې چې په افغانستان کې پاتې دي یا په موقتي توګه په دریم هیواد کې چې د متحده ایالاتو محافظت غواړي باید لږ تر لږه د نورو زیان منونکو کټګوریو په څیر د بیا میشتیدنې وړ وي. برتانیا، اروپايي ټولنه او غړي هېوادونه یې کاناډا او جاپان باید د افغان کډوالو لپاره د کډوالو د اوسېدو ځایونه زیات کړي، او د خطر سره مخ ښځو ته لومړیتوب ورکړي.

عباسي وویل، "د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو ظلمونه په تیره بیا پر پخوانۍ ښځینه پولیسې دوه برابره سخت تمامیږي.  هغه حکومتونه چې د افغان پولیسو په لیکو کې ښځې تمویل کولې او روزلې باید پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول تاوتریخوالی پای ته ورسوي. "

 

د پخوانیو ښځینه پولیسو څخه غوره شوي نقل قولونه 

د پخواني حکومت په دوران کې:

د پولیسو یوه پخوانۍ افسره هغه پیښې بیانوي چې د پخواني حکومت په وخت کې رامنځ ته شوی و -
"د ولسوالۍ امنيه قوماندان د شپې کور ته راغى او په هغې يې جنسي تېرى وکړ. د هغې میړه هغه ورځ بهر وو. هغې زما په مخ کې ژړل. هغې وویل چې هغه نشي کولی رسمي شکایت درج کړي ځکه چې ویره لري چې میړه به یې طلاق ورکړي او د خپلو ماشومانو سرپرستي به له لاسه ورکړي. -

"که تاسو له بهر څخه وګورئ هر څه سم ښکاري؛ خو د هغو کسانو لپاره چې دننه یې کار کړی، بل وضعیت بیخي بل ډول و.  ما په خپلو سترګو ولیدل چې ساتونکي ښځې یی ځورولې، ودرولې  او حتی لمس کولې. ... زما د حوزې د استخباراتو آمر ما سره بد چلند وکړ.  هغه ماته وویل چې هغه کولی شي هر هغه څه وکړي چې هغه یې زما سره وغواړي.

د طالبانو واک ته د رسیدو څخه را پدې خوا:

یوې پخوانۍ ښځینه پولیسېد یو پټ ځای څخه وویل : "ما ته د طالبانو له خوا زنګ راغی او ويل يې چې بېرته خپلې دندې ته راشم. ما دوی ته جعلي نوم ورکړ، مګر دوی په دروغو تورنه کړم او ویې ویل چې زه باید په هر قیمت خپل کار ته حاضره شم. زه وډاره شوم او تلیفون مې پرې کړ.  یو ځل بیا، ما یو تلیفون ترلاسه کړ او دا ځل یی ما ته وول، 'ایا تاسو پخپله رازې، یا موږ درشو او تاسو د ویښتو ونسیو او تاسو راوړو؟'"

یوې پخوانۍ ښځینه پولیسېد یو پټ ځای څخه وویل : "زه په تلیفون کې ګواښل شوی یم، او هره ثانیه یو ګواښ دی. ... کله چې زه بازار ته لاړه شم، ماسک او عینکې اغوندم ترڅو هیڅوک ما ونه پیژني. ... که خلک پوه شي، کیدای شي ما طالبانو ته وسپاري چې ما د پولیسو لپاره کار کاوه ."

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country