Skip to main content

افغانستان: د طالبانو لخوا د ځپونې تشدید د حقونو د لا کم زورتیا لامل شوی

اقتصادي کړکیچ ملیونونه خلک په خطر کې اچولي

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر په ۳مه، د افغانستان په تورخم کې، افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنیدو په حال کې © ۲۰۲۳ AP عکس/ابراهیم نوروزی

(بنکاک) – د بشري حقونو د څار سازمان نن په خپل ۲۰۲۴ کال نړیوال راپور کې وویل چې طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپل ځپوونکي اقدامات ګړندي او پراخ کړي دي. له ۲۸ میلیونو څخه زیات خلک، نږدې دوه پر دریمه برخه نفوس بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشردوستانه سازمانونو لپاره د افغان ښځو په کار کولو باندې د طالبانو بندیزونو کړکیچ لاپسې کړکیچن کړی دی.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان چارو څیړونکې، فرشته عباسي وویل، «طالبانو د افغانانو په تیره بیا د ښځو او نجونو د حقونو او حساب ورکولو غوښتنو ته په ډیر زور زیاتي ځواب ورکړی دی» «اړوندو حکومتونو لخوا همغږي ملاتړ ته اړتیا ده چې په طالبانو فشار راوړي ترڅو ناوړه چلند پای ته ورسوي پداسې حال کې چې د بشردوستانه مرستو لپاره د افغانانو اړتیاوو ته رسیدګي کوي.»

د ۲۰۲۳ کال د ۷۳۴ مخیزه نړیوال راپور په ۳۴ مه ګڼه کې، د بشري حقونو د څار سازمان نږدې ۱۰۰ هیوادونو د بشري حقونو کړنو له حیثه تر بررسی  او بیا کتنې لاندې نیولي دي.  در یاد راپور په مقدماتي مقاله کې، اجراییه مشره تیرانا حسن وايي چې ۲۰۲۳ نه یوازې د بشري حقونو د ځپلو او د جګړې په دوران کې د ظلمونو لپاره، بلکې د حکومتونو سلیقه ای تاوتریخوالي او د معاملاتي ډیپلوماسۍ لپاره هم د بدو پایلو څخه ډک کال و چې د هغو کسانو د حقونو لپاره چې په مقابل لوری کې وو، ډیر لګښتونه درلودل.  مګر آغلی حسن وايي چې د امید نښې هم شتون لري، چې د یوې بلې لارې امکان ښیې، او په حکومتونو غږ کوي چې په دوامداره توګه د بشري حقونو پورې اړوند خپل مکلفیتونه ژمن پاتې شي.

د طالبانو لخوا د نړیوالو موسسو سره د ښځو په کار کولو او په نورو دندو باندې بندیز ، ډیری افغان میرمنې د خپل معیشت د ترلاسه کولو څخه بې برخې کړي.  د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې افغانستان یوازینی هېواد پاتې شوی چې ښځې او نجونې په رسمي ډول له ثانوي او لوړو زده کړو منع دي. طالبانو هم د پارکونو په ګډون په ډیرو عامه ځایونو کې د ښځو په ورتګ بندیز لګولی، په داسې حال کې چې  د کور څخه د وتلو په وخت کې د محرم د درلودلو شرط د ښځو د تګ راتګ آزادي خورا محدوده کړې ده.

د ۲۰۲۳ په اوږدو کې د طالبانو د چارواکو کړنو په زیاتیدونکي توګه دا ځپونکې پالیسۍ پلي کړی. د طالبانو امنیتي ځواکونو د ښځو د مظاهرو د شنډولو لپاره له زیات ځواک څخه کار واخیست. دوی په خپله خوښه یو شمیر ښځینه مظاهره چیان ونیول او په ډیرو مواردو کې یې د اونیو لپاره چې په ځینو مواردو کې، د بهر سره د اړیکو امکان پرته زندان ته واچول. په توقیف کې نیول شوې ښځې او د هغوی د کورنۍ غړي شکنجه شوي دي.

د طالبانو امنیتي ځواکونو د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو پرسونل د غچ اخیستنې په توګه وژلي او په زوره یې نادرکه کړي دي. د طالبانو د استخباراتو د ادارې، د استخباراتو د عمومي ریاست او د طالبانو نورو امنیتي ځواکونو، بندیان د اوبو سره د ساه لنډۍ احساس رامنځته کولو په شمول، شکنجه کول.  د مدني ټولنې پر وړاندې د طالبانو روانه ځپونه د افغان رسنیو پراخ سانسور او د خبریالانو او فعالانو په ځانګړې توګه د ښځینه فعالانو نیول شامل دي.  د پوهنې په ډګر کی فعال مطیع الله ویسا د اوو میاشتو لپاره بې له کوم تور زنداني شو.

په ۲۰۲۳ کې بې ساري شمیر افغانان، د دریو میلیونو څخه ډیر ماشومانو په شمول چې د شدید خوارځواکۍ سره مخ دي، بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې د طالبانو واک ته رسیدو څخه راهیسې د میلیونونو دندو له لاسه ورکول، د ډیرو بهرنیو مرستو دریدل، د بهرنیو بندیزونو اغیزې او څو کلنه وچکالي د بیوزلۍ د ژوریدو اصلي لاملونه دي.

د افغان ښځینه کارکوونکو باندې بندیز د ښځو او نجونو د بشري اړتیاوو د ارزونې او څارنې لپاره د مرستندویه ډلو توان محدود کړ، چې دغه چاره ددې سبب شوه چې په هغو کورنیو کې چې ښځې یی مشري پر غاړه لري، ناکافي تغذیی کچه لوړه شي.

په افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) پورې تړلې ډلې پر ملکي وګړو په ځانګړې توګه د هزارګانو او شیعیه ګانو د په نښه کولو په موخه خپل بریدونو ته دوام ورکړ.

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country