Skip to main content

طالبانو د مدني ټولنې د ځپلو لمن پراخه کړې

تعلیمي فعالان، ژورنالیستان او ویبلاګ لیکونکی د هغو کسانو په ډله کې دي چې په دې وروستیو کې د ځپلو په لړ کې په نښه شوي دي

مرتضی بهبودي © شخصی

مرتضی بهبودي د جنورۍ په پنځمه د افغانستان پلازمینې کابل ته راغی، د هغه څه د ترسره کولو په نیت چې خبریالان یې معمولاً کوي، یعنی د خبرونو پوښښ. پرځای یې، دا فرانسوي-افغان دوه ګونی ښاروند ژورنالیست اوس په زندان کې دی. د هغه له راتګ دوه ورځې وروسته، هغه د طالبانو لخوا ونیول شو کله چې هغه د در کار د مجوز غوښتنه وکړه.

د بهبودي مېرمن الکساندرا راته وویل: "زه ډېره اندېښمنه یم، له نږدې درې میاشتو راهیسې مې له مرتضی سره خبرې نه دي کړي." "هغه یو عکاس، ژورنالیست او د بیان د آزادۍ مدافع دی. د هغه ځای زندان نه دی.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ تر ۲۶ نیټې پورې د بهبودي نیول تایید نه کړل او ادعا یې وکړه چې ۲۸ کلن بهبودي "ښه دی او ورسره ښه چلند شوی دی." طالبانو د نوموړي د توقیف علت نه دی ښودلی.

د بهبودي کیسه غیر معمولي نه ده. په وروستیو میاشتو کې، طالبانو په زیاتیدونکي توګه د مدني ټولنې فعالان، د بشري حقونو مدافعین او د ښځینه مظاهره کوونکو په ګډون د خپل منتقدین د نیولي دي.

چارواکو په دې وروستیو کې مطیع الله ویسا، د زدکړې فعال او په افغانستان کې د پوهنې لپاره د کمپاین د قلم لار په نوم د یوې موسسې بنسټ ایښودونکی او د هغه د کورنۍ له څو غړو سره ونیول. د مارچ په لومړیو کې، د راپورونو له مخې طالب ځواکونو د هرات پوهنتون پخوانی استاد رسول عبدي پارسي نیولی و چې پر فیسبوک یې د چارواکو انتقادي پوسټونه لیکلي وو. طالبانو هم په تېر کال کې په ټول هېواد کې د ښځو د حقونو لسګونه اعتراض کوونکي توقیف کړي دي. محلي رسنیو باندې د طالبانو د سختو بندیزونو سره، د ډیری نورو فعالینو د نیولو احتمال شتون لري، په ځانګړې توګه د افغانستان په لرې پرتو ولایتونو کې.

طالب چارواکي په ندرت سره د دغو نیول شویو کسانو په اړه معلومات ورکوي او یا هم نیول شوي کسان به کله محاکمه شي. دا هم روښانه نه ده چې طالبان د خلکو د توقیف لپاره کوم قوانین او طرزالعملونه – که شتون ولري – پلي کوي.

هغه کسان چې په توقیف کې دي مدافع وکیلانو ته لاس رسی نلري، او په ډیرو مواردو کې، د کورنۍ غړي حتی اجازه نه لري چې له دوی سره وګوري.

د بهبودي میرمن الکساندرا په حقه ده چې پوښتنه وکړي چې ولې خبریالان – یا فعالان، مظاهره کوونکي او یا نور چې په سوله ییز ډول د ښه افغانستان لپاره کار کوي – په زندان کې اچول شوي دې.

داسې ښکاري چې طالبان په دې باور دي چې د ټولو نیوکو ماتول د سیاسي مشروعیت لاره ده. بهرني ډیپلوماتان، د ملګرو ملتونو چارواکي او د نړیوالو سازمانونو استازي له طالبانو سره په خبرو کې باید خپل مشرتابه ته روښانه کړي چې دا خپلسري نیونې او توقیفونه یوازې د افغانستان راتلونکې له خطر سره مخ کوي.

GIVING TUESDAY MATCH EXTENDED:

Did you miss Giving Tuesday? Our special 3X match has been EXTENDED through Friday at midnight. Your gift will now go three times further to help HRW investigate violations, expose what's happening on the ground and push for change.
Region / Country