Skip to main content

افغانستان: د سولې مذاکراتو په ترڅ کې ملکیان په نښه کېږي

کويډ-۱۹ ناروغۍ خپرېدا بشري ناورين نور هم ناوړه کړی دی

د افغانستان په هلمند ولایت کې د حکومتي نظامیانو او د طالبانو تر منځ له جګړې وروسته افغان کورنۍ خپل کورونه پرېږدي.‌ د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۳مه.‌ © کورونه پرېږدي.‌ د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۳مه.

(نيويارک) – د بشري حقونو څار ادارې نن د ۲۰۲۱ کال په کلني راپور کې ویلی چې که څه هم په ۲۰۲۰ کال کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات پیل شول، خو افغانستان د ملکیانو لپاره يو مرګونی هېواد دی. د کویډ-۱۹ ساري ناروغۍ په هېواد کې ژور بشري ناورین په چټکۍ سره نور هم پسې ناوړه کړی دی.

د طالبانو له لوري د چاودېدونکو توکو کارول د ملکي مرګ‌ژوبلې اصلي لامل دی. د افغانستان د حکومت له لوري هوايي بریدونو هم لسګونه ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده چې ډېر لږ په سمه توګه پلټل شوي دي. باور دا دی چې د اسلامي دولت وسله‌واله ډله هم پر ملکیانو د لویو بریدونو مسئوله ده. د افغانستان ښځې او ماشومان د جګړې د تلفاتو نیمايي برخه جوړوي.

د بشري حقونو د څار ادارې د آسیا څانګې رئیسې، پټريشیا ګوسمن وايي: «په‌داسې حال کې چې د سولې مذاکرات پیل شوي دي، خو جګړه لا هم روانه ده او د افغانستان د جګړې ټول اړخونه په پرله پسې توګه ملکیانو ته سخت زیانونه اړوي.» هغه زیاتوي: «هغه هېوادونه چې د سولې د بهير ملاتړي دي، باید د ملکيانو د ژغورنې لپاره پر ټینګو ژمنو ټینګار او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو، د زده‌کړې حقونو او د رسنیو د خپلواکۍ ملاتړ وکړي.»

د ۲۰۲۱ کال نړیوال راپور د ۳۱م چاپ په ٧٦١ مخ کې د بشري حقونو څار ادارې تر ۱۰۰ ډېرو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت ته کتنه کړې ده.‌ اجرايیه ريیس، کينیت روتKenneth Roth په خپله پیلیزه لیکنه کې استدلال کړی‌ چې د متحده ایالاتو راتلونکې اداره باید په خپلو کورنیو او بهرنیو پالیسيو کې بشري حقونو ته درناوی درج کړي چې د متحده ایالاتو په راتلونکو ادارو کې هم وژغورل شي، چې ښايي بشري حقونو ته ډېرې ژمنې نه‌وي. روت ټینګار کوي چې که د ټرمپ ادارې ډېری وختونه د بشري حقونو له ملاتړ څخه ډډه وکړه، نورو حکومتونو د حقونو د اتلولۍ لپاره ګام واخیست. د بايډن اداره هم باید له‌دې هلو ځلو سره يو ځای شي او سترګې پر پټې نه‌کړي.‌

د بين الافغاني مذاکراتو لومړنی پړاو د سپټمبر پر ۱۲مه پیل شو. د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې د ښځو د حقونو ډلو او نورو فعالانو له طالبانو سره په مذاکراتو کې د افغانانو د پراخ ګډون او په اساسي قانون کې د ښځو د تضمین شوي مساوات او په هر ډول حالاتو کې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره غږونه پورته کړل.

د افغانستان حکومت د هغو لوړ پوړو چارواکو په محاکمه کولو کې پاته راغلی دی چې د غیر قانوني وژنو، جنسي تېریو او شکنجو مسوول دي، د دوی له منځه يو هم کرام الدين کریم دی چې پر ګڼو ښځينه لوبغاړو د جنسي تېریو تورن دی. په جنوري میاشت کې لويي څارنوالۍ ۱۸ تنه په لوګر کې پر سلګونو زده‌کوونکو شویو تېریو په تور ونیول. خو هېڅ پولیس او يا لوړپوړی چارواکی د دې تورونو په تړاو نه دی نیول شوی.

باور کېږي چې طالبان د هلمندي ژورنالیست، الیاس داعي په ګډون چې د نومبر پر ۱۲مه د مقناطيسي بمب په واسطه ووژل شو، پر ژورنالیستانو يو لړ شویو بريدونو کې ښکېل دي. ځینو حکومتي چارواکو هم ژورنالیستان ګواښلي دي، خو حکومتي چارواکو د رسنیو قانون ته هغه وړانديز شوي تعدیلات لغوه کړل چې پر ژورنالیستانو يې سخت محدودیتونه لګولای شول.

په نومبر کې د اسټرالیا حکومت په افغانستان کې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو له لوري د شویو جنګي جنایتونو په اړه څلور کلنه نظامي څېړنه خپره کړه چې د ناقانونه وژنو په اړه يې د هغو ۲۳ پېښو په اړه باوري معلومات خپار کړل چې په ترڅ کې يې ۳۹ ملکي وګړي او زندانیان وژل شوي دي.

د مارچ په ۲۵مه د جنګي جرایمو نړيوالې محکمې (ICC) د استیناف څانګې د ابتدايي محکمې د ۲۰۱۹ کال پرېکړه بېرته واخیسته او د دې محکمې څارنوال ته يې صلاحیت ورکړ چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په ګډون د جګړې د ټولو ښکېلو اړخونو له لوري شوي ممکنه جنګي او بشري جنایتونه وپلټي.  

ګوسمن وايي: «نه د افغانستان حکومت او نه هم د امریکا حکومت د جګړې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د عدالت کومه ژمنتیا وښودله.» هغه زیاتوي: «د جنګي جرمونو نړيوالې محکمې غړي هېوادونه او نور حکومتونه باید پر دې ټینګار وکړي چې یوه باوري حساب ورکونه ارومرو د سولې د مذاکراتو برخه وګرځي.»

GIVING TUESDAY MATCH EXTENDED:

Did you miss Giving Tuesday? Our special 3X match has been EXTENDED through Friday at midnight. Your gift will now go three times further to help HRW investigate violations, expose what's happening on the ground and push for change.
Region / Country