Skip to main content

افغانستان: د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره د بشري حقونو د اصلاحاتو بهیر په ټپه درېدلی

د حکومت او طالبانو لهخوا د ملکیانو بېساري وژنې

(نیويارک، جنوري ۱۲، ۲۰۱۷) – د بشري حقونو د څار ادارې، د ۲۰۱۷ کال په نړیوال راپور کې چې نن خپور شو، ویلي په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان حکومت داسې لاسته‌راوړنې نه‌لري چې د بشري حقونو پرمختګ په‌کې ښکاره شي. د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ زياتېدونکې جګړې تر ۸۰۰۰  ډېرو ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې چې ډېری يې د ترهګرو له‌خوا په شویو بريدونو او يا د حکومتي ځواکونو يا حکومت‌پلوه ملېشو له‌خوا بریدونو کې په نښه شوي دي. په حکومت کې دننه د لوړپوړه دولتي چارواکو تر منځ د غښتلیو سیاليو او سیاسي ارادې نه‌شتون؛ د ښځو پر حقونو د تېري‌کوونکیو ملېشو مخنیوی، له بریدونو څخه د ښوونځیو د ژغورلو او رسنیزې ازادۍ  د خوندي‌کولو بهير په ټپه درولی دی.

د بشري حقونو د څار ادارې، د نړیوال راپور د ۲۷م چاپ په ۶۸۷ مخ کې د ۹۰ هېوادونو بشري فعالیتونو ته کتنه کړې. اجراییه رئيس کینیت روت Kenneth Roth د راپور په سرلیکنه کې ليکي چې  د ولس‌پالو یو نوی قدرت غوښتونکی نسل په‌دې لټه کې دی چې د بشري حقونو د ساتنې مفهوم له منځه یوسي دوی دا حقونه د اکثریت ارادې له‌پاره خنډ بولي. د هغو لپاره چې ځانونه له نړیوال اقتصاد څخه شاته پاتې بولي او له تاوتريخجنو جرمونو څخه وېرېږي مدني ټولنې، رسنۍ او ولس يې د هغو ارزښتونو په بیا پیاوړي کولو کې کلیدي ونډه لري چې د حقونو د ملاتړ کوونکې ډیموکراسۍ بنسټ يې ايښی دی.

د افغانستان له‌پاره د بشري حقونو د څار ادارې لويي څېړونکې، پټریشیا ګوسمن وايي: په داسې حال کې چې د افغانستان ملي وحدت حکومت چارواکي د قدرت پر سر سره په جنګ کې دي، ورسره د بشري حقونو د تېرو ۱۵ کلونو غټې لاسته‌راوړنې هم له خطر سره مخ شوې دي. حکومت باید د ملکیانو د ساتنې او اصلاحاتو د بیا پلي کولو له‌پاره خپله ژمنیتا راژوندۍ او د د عملي کولو په موخه یې چټک ګامونه واخلي.

طالبانو ولسوالۍ او ولایتونه ګواښلي او زرګونه ملکیان يې خپلو سیمو پرېښودو ته اړ ایستلي دي. په ۲۰۱۵ کال او بیا د ۲۰۱۶ کال تر لومړیو پورې طالبانو د کم عمره ځوانانو برتي کول په تېره بیا په شمال ختیځ افغانستان کې ډېر کړي دي. حکومتي ځواکونو هم په نا امنو سیمو کې ښوونځي نیولي او یا يې د نظامي موخو له‌پاره کارولي دي. 

اسلامي دولت پورې اړوندو ډلو هم سلګونه ملکیان وژلي. په‌داسې حال کې چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړې هم زور اخیستی دی، په ځواکمنو سیاسي څېرو پورې تړلیو بلواګرو ملیشه ځواکونو هم ګڼ شمېر ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

حکومت د هغو ښځو چې د اخلاقي جرمونو په تور بندیانې شوې وې، ازادولو کې لږ څه پرمختګ کړی دی، خو د هغو ښځو د محاکمې په مخنیوي کې پاتې راغلي چې له کوره تښتېدلې دي. په‌داسې حال کې چې دولت د ښځو، سولې او امنیت د عملياتي پلان له‌پاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ قطعه‌نامې پر بنسټ يو تطبیقي پلان جوړ کړی دی، خو دا پلان تر اوسه نه‌دی په ډاګه شوی او نه يې د حکومت له‌خوا بودجه نهايي شوې.

دا کال د افغان ژورناليستانو له‌پاره يو ډېر خونړی کال وو چې له ۲۰۰۱ کال را په‌دېخوا یې ساری نه‌درلود؛ د دې کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۱۲ ژورنالیستان ووژل شول. د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېری پېښو اصلي مسوولین حکومت او يا حکومت‌پلوه عناصر دي چې ور پسې طالبان هم يادولی شو. پر ژورنالیستانو د بریدونو د مخنیوي له‌پاره د حکومت په ژمنو کې سږ کال هېڅ پرمختګ نه‌دی راغلی.

ګوسمن وويل چې حکومتي چارواکي په هېڅ‌ډول نه‌شي کولی چې ترهګري د بنسټيزو بشري حقونو د محدودولو او د ملکیانو د زیان له‌پاره پلمه وګرځوي. د ښوونځيو ساتنه، د بشري حقونو تضمینول او امنیتي ځواکونه مسوول ګڼل هغه اړین ګامونه دي چې د افغانانو دا هیله چې په هېواد کې یې امنیت راشي، پوره کړي.

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country