Skip to main content

افغانستان د کليدي اصلاحاتو په راوستلو کې پاتې راغلی

د امنیتي وضعیت له خرابیدو سره ملکیان په خطر کې دي

(کابل، جنوري ۲۷، ۲۰۱۶) ـ د بشري حقونو د څار ادارې نن، د ۲۰۱۶ کال نړیوال راپور د خپرولو پر مهال وويل چې د افغانستان د ملي وحدت نوی حکومت د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې پاتې راغلی دی. خو د تيری ‌کوونکو مليشو په کنټرولولو، د فساد په راکمولو، د ښځو د حقونو په پراختیا او د محاکمو په اصلاحاتو کې لږ پرمختګ شوی دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار ادارې مشرې پلټونکې، پتريشيا ګاسمن وويل: "چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د بشري حقونو د ستونزو د حلولو په برخه کې مهم فرصتونه له لاسه ورکړي. لکه څرنګه چې اصلاحات په ټپه ولاړ دي، په دې ډول د رسنیو ، بندیانو او د ښځو په بنسټيزو بشري حقونو کې هم هیڅ پرمختګ نه دی شوی. تمویل کوونکي باید له افغان حکومت سره له نیږدې کار وکړي چې د تيرو ۱۴ کلونو لاسته راوړنې وژغوري."

تير کال حکومت د محلي مشرانو په منځګړيتوب د داخلي توپيرونو او جګړو د حل په موخه هڅې پیل کړې، خو د حکومتي ارګانونو تر منځ شته سيالیو د پراخه اصلاحاتو اجنډا له خطر سره مخامخ کړه؛ پر ولسي وګړو د امنيتي ځواکونو تيریو او ورځ تر بلې د طالبانو پرمختګ پر حکومت د ولس باور راکم کړی دی.

په ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د جګړو له پراخيدو سره حکومت ځینې داسې ګامونه واخیستل چې د بنسټيزو حقونو ساتنه يې له خطر سره مخامخ کړه؛ د حکومت له ‌دې کړنو څخه يو هم د محلي پولیسو ډېرول وو چې په جنسي تيریو، چور او غیر قانوني وژنو تورن دي.

د سپټمبر په میاشت کې ولسمشر غني يو داسې فرمان صادر کړ چې د نامحدوده احتياطي توقیف ته د اجازې تر څنګ يې له تیريو ډک چلند ته لاره هواره کړه چې دا کار به توقیف شويو کسانو لپاره د شکنجې خطر لا زیات کړي. همداراز حکومت د نظامي عملیاتو پر مهال د ملکي کسانو د تلفاتو د راکمولو په موخه ځينې تدابير ونیول او تیری کوونکې ملیشې يې بې وسلې کړې خو د امنیتی ځواکونو له خوا د شويو تیريو مسئولیت نه اخيستلو دغه هلې ځلې ټکنۍ کړي دي. 

په داسې حال کې چې طالبان په ډلو ویشل شوي دي، بیلابیلې ترهګرې ډلې د ملکیانو پر وړاندې بریدونه ترسره کوي. په دې ډلو کې هغه وسله واله ډله هم شامله ده چې خپل ځانونه د داعش پلویان بولي او پر سلګونه ملکیانو د بریدونو د ترسره کولو او د هغوی پر وژنو تورن دي.

طالبانو د يو لړ ولسوالیو مرکزونه ونيول او د قندوز په شمول يې يو شمير نور ولایتونه تهدید کړل، قندوز یې د سپتامبر او اکتوبر په میاشتو کې ولکه او د دوه اونیو لپاره پخپل کنټرول کې وساته چې بيا وروسته د متحده آیالاتو په هوايي او ځمکني ملاتړ د افغانو امنیتي ځواکونو له خوا بیرته ونیول شو. طالبانو د ښځو د حقونو فعالان وګواښل او په لوی لاس يې ځينې ملکیان له حکومت سره د کار کولو په تور ووژل. بل ‌خوا افغان امنيتي ځواکونو هم ځینې طالب بندیان ووژل.

د اکتوبر پر درېيمه يوې امريکايي جنګي الوتکې افغانو او امريکايي ځمکنیو ځواکونو ته د هوايي ملاتړ د برابرولو پر مهال په قندوز کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون برید وکړ چې لږ تر لږه ۴۲ کسان په دې بريد ووژل شول او لسګونه نور يې ټپیان کړل. د امریکايي نظامي ځواکونو له‌ خوا ترسره شویو لومړنیو څيړنو ښودلې چې دا د بشري، تخنیکي او عملیاتي بهیر تيروتنه وه؛ خو دې موندنو دا پوښتنې بې ‌ځوابه پرېښودلې دي چې ولې او څنګه د بې ‌پولي ډاکټرانو پر روغتون برید وشو؟ ایا افغان ځواکونو د دې برید غوښتنه کړې وه؟ ددې پوښتنو رښتينی ځواب د غير نظامي څیړونکو پلټنې ته اړتیا لري.

افغان حکومت د بشري حقونو يو لړ اوږدمهالو اندېښنو د حل لپاره ځينې مثبت ګامونه واخیستل، يو عملیاتي پلان يې جوړ کړ، د دې پلان له مخې د شکنجې او زورونې د مخنیوي تر څنګ په پوځ کې له ۱۸ کلونو د کم عمره زلمیانو ګمارل جرم ګڼل شوی وو. خو دغه عملياتي پلان د کال په پای کې په ټپه ودریده؛ په پوځ کې د کم‌عمره زلمیانو د ګمارنې او شکنجې بهير اوس هم روان دی.

که څه هم ولسمشر غني او اجرایه ریيس، عبدالله عبدالله په ډاګه د ښځو د حقونو د دفاع او ساتنې پر ژمنو ټینګار کوي، خو حکومت نه دی توانیدلی چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو قانون پلی کړي او د اخلاقي جنایتونو په نامه محکومول بند کړي. د جولای میاشتې پر ۸مه نيټه ولسمشر غني انیسه رسولي د سترې محکمې د غړیتوب د باور رايې لپاره پارلمان ته معرفي کړه، خو د پارلمان غړو هغې ته د باور رایه ور نه کړه.

د بشري حقونو د څار اداره وايي چې د مارچ پر ۱۹مه د خلکو د یوې ډلې له‌ خوا د ډبول شوې او وژل شوې فرخندې ملکزاده په وژنه کې د ښکيلو کسانو نيمګړې محاکمې او د هغې په ژغورنه کې د ناکامه شویو پولیسو د سزا راټيټول ثابتوي چې حکومت له تاوتریخوالي څخه د ښځو د ژغورنې او په عدلي سیسټم کې د بې‌ کفايتۍ د له ‌منځه وړلو په برخه کې پاتې راغلی دی.

آغلې ګاسمن دا هم وويل چې د طالبانو او نورو ترهګرو له‌ خوا ترسره شوي تيري د دې پلمه نشي کيدی چې حکومت تیري ‌کوونکې مليشې وګماري او د سرتيرو له خوا ترسره شوي تیري توجه کړي. هغې زیاته کړه: " د دې پر ځای چې نړیوال بسپنه ورکوونکي پر حکومت د خپل نفوذ نه په استفادې سره دې تيریو ته د پای ټکی کيږدي، په پرله پسې توګه سترګې پټوي."

GIVING TUESDAY MATCH EXTENDED:

Did you miss Giving Tuesday? Our special 3X match has been EXTENDED through Friday at midnight. Your gift will now go three times further to help HRW investigate violations, expose what's happening on the ground and push for change.
Region / Country