په ختیځ ولایت ننګرهار کې یوه خبریال راته وویل: «له افغانستان څخه نور راپور ورکول ګران کار دی. » «هر څه پیښ کیدی شي. یوازې د راپور یا پروګرام لپاره، تاسو نیول کیدی شی، وهل کیدی شی، شکنجه یا حتی وژل کیدی شی. »
د مارچ په ۲۸، د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست امنیتي مامورینو د ښار کندهار په جنوب کې د څلورو راډیوګانو پر دفترونو د موسیقۍ د بندیز د سرغړونې په تور چاپه ووهله او شپږ خبریالان یې بندیان کړل. ټول یوازې وروسته له هغه خوشې شول چې ژمنه یې وکړه چې هیڅکله به بیا موسیقۍ نه خپروي. یوه وویل: «زه غواړم دا دنده پریږدم. » «خبریالي تل زما د خوښې دنده وه، خو نور نه ده. »
په همدې ورځ د طالبانو چارواکو په افغانستان کې د امریکا غږ او بي بي سي په ګډون په دري، پښتو او ازبکي ژبو د نړیوالو خبري خپرونو پر خپرونو بندیز ولګاوه. دا نوی محدودیت خپلواکو معلوماتو ته د لاسرسي د محدودولو په موخه د طالبانو وروستی اقدام دی.
خبریالان وايي، د طالبانو استخباراتي چارواکي له رسنیو سره منظمې ناستې کوي، تر څو له نويو قوانینو څخه هغوی خبر کړي. په ځینو مواردو کې خبریالانو راپور ورکړی چې له دلیل او وضاحت پرته ځورول شوي، وهل شوي او په خپلسري توګه نیول شوي دي.
د مارچ په ۱۷، طالبانو د طلوع نیوز د خبریال بهرام امان په ګډون د طلوع نیوز درې کارکوونکي توقیف کړل. ټول له ۲۱ ساعتونو وروسته پرته له وضاحت خوشې شول. د کندهار یوه خبریال وویل: «طالبان نه توضیح کوي چې یو خبریال ولې نیول شوی او یا په ځینو مواردو کې په کوم ځای کې توقیف شوی دی.»
د افغانستان د رسنیو وده د ۲۰۰۱ کال څخه وروسته د بیارغونې د هڅو یوه بریالې نښه وه. د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واک څخه وروسته، پر رسنیو بندیزونه تشدید شوي، او سلګونه رسنۍ تړل شوې دي.
طالبان باید پر موسیقۍ او نورو برنامه محدودیتونه پای ته وسوي او د رسنیو د کارکوونکو او خبریالانو خپلسري توقیفونه دې ودروي. دوی باید ډاډ ترلاسه کړي چې خبریالان کولی شي د ناوړه چلند پرته په آزاده توګه راپور ورکړي، او د رسنیو د کارکونکو د خپل سري توقیفونو او ناوړه چلند لپاره د طالبانو امنیتي ځواکونه سره حساب او کتاب وشي.