(نیویارک) – د بشري حقونو څار ادارې نن وویل، چې طالب چارواکو د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د افغان رسنیو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی دی، سانسور کړي یې دي او په افغانستان کې د مهمو چارو په اړه د هغوي راپور ورکول یې محدود کړي دي. ژورنالستانو، په ځانګړي ډول ښځینه ژورنالستانو، لپاره له کابل څخه بیرون حالت، په کابل کې د دننه حالت په پرتله بدتر ښکاري.
په ولایتونو کې د مېشتو ژورنالستانو په اند، د طالبانو غړو هغوي او د هغوي هغه همکاران چې د خبرونو د راپور ورکولو هڅه یې کوله، تهدید کړي، بندیان کړي او وهلي ټکولي دي. ډېرو ژورنالستانو د مجبورۍ له مخې ځان سانسور کړی دی او یوازې د طالبانو د بیانیو او رسمي پېښو په اړه راپور ورکوي. ښځینه ژورنالستانې له تر ټوله ناوړه حالت سره مخ دي.
د بشري حقونو د څار ادارې، د افغانستان برخې څېړونکې فرشته عباسي په وینا، له سترو ښارونو څخه په وتلیو سیمو کې پر ژورنالستانو د طالبانو د بریدونو او د هغوي د ځورولو په اړه تر ډېره کچه راپور نه ورکول کیږي، چې لامله یې په لیرې پرتو ولایتونو کې د رسنیو ادارې پر ځان سانسورولو یا له یوې مخې بندېدلو ته اړ کیږي. د نوموړې په اند، طالبانو په ډېرو ولایتونو کې د یو لړ پراخه ستونزو په اړه د راپور ورکول نږدې له منځه وړي دي او ښځینه ژورنالستانې یې له دغه مسلک څخه وتلو ته اړ کړي دي.
د ۲۰۲۲ کال د فبروري پر ۲ یمه نېټه، د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې ته، چې د رسنیو د دفاع یوه ډله ده، وویل چې ژورنالستان باید د یوه خبر تر خپرولو څخه مخکې ”ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او ملي یووالی“ په پام کې ونیسي. نوموړي وویل، چې هر ډول ستونزو ته د حل موندلو لپاره به د رسنیو یو نوی کمیسون تاسیس شي او چارواکي به د پخواني دولت د رسنیو قانون تطبیق کړي. نوموړي همدا راز له تشرېح ورکولو پرته وویل چې ”ښځې د اسلامي او ملي اصولو په چوکاټ کې په رسنیو کې ازادانه دنده ترسره کولی شي. “
په افغانستان کې ژورنالستانو ویلي دي چې طالبانو د افغانستان د رسنیو له قانون او د بیان او څرګندونې د ازادۍ په اړه د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو څخه په سرغړونه د هغوي کار محدود کړی دی. د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د اټکل له مخې ۸۰ سلنه ښځینه ژورنالستانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او سلګونه رسنۍ تړل شوي دي.
د بشري حقونو څار ادارې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۱۷ ولایتونو کې، له ۲۴ تنو ژورنالستانو او د رسنیو له کارکوونکو سره خبرې اترې کړي دي څو له کابل څخه بیرون د حالاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي. له دغو ولایتونو څخه په هر ولایت کې، ژورنالستانو وویل چې طالبان په فعاله توګه د هغوي خپرونې څاري او هغوي مجبوروي چې د خپلو راپورونو منځپانګه تر خپرونې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره شریکه کړي. اکثریت ژورنالستانو وویل چې د طالبانو د استخباراتو مامورین په پرلپسې ډول د رسنیو له ادارو سره ناستې کوي څو ورته ووايي، چې څه خپاره کړي او د طالبانو له پالیسیو سره د ټکر او مخالفت او یا د طالب چارواکو له لورې د تاوتریخوالي د کړنو په اړه له راپور ورکولو څخه د ډډې کولو اخطار ورکړي.
په بغلان ولایت کې یوه خبریال وویل: ”مونږ د خپل ځان د خوندیتوب په اړه وېرېږو. که ژورنالست ته څه ورپېښ شي، د ملاتړ یا د عدالت غوښتنې لپاره یې کومه اداره یا سیستم نشته. اوسمهال په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکو لپاره هېڅ ډول مرسته او ملاتړ نشته. [1] “
ډېرو ژورنالستانو وویل چې هغوي یا یې همکاران، د طالبانو پر ضد مظاهرو، خپلسرو نیونو، د خوراکي توکو د بیو لوړوالي او نورو هغو موضوعاتو په اړه د راپور ورکولو د هڅې پر مهال وهل شوي وو چې د طالبانو اعتبار زیانمنوي. په ځینو ولایتونو کې، طالب چارواکو ټولو ښځینه ژورنالستانو ته د کار نه کولو امر کړی دی. هغه څو تنه، چې د کار کولو اجازه لري، له عامو خلکو سره مخامخ خبرې اترې نه شي کولی.
مېرمن عباسي وویل: ”د افغانستان له کلیوالو سیمو څخه خبرونه ترلاسه کول هېڅکله اسانه نه وو، خو په ولایتونو کې د طالبانو له لورې پر رسنیو فشار راوړل د ژورنالستانو او هغو خلکو لپاره خطرناک دي چې د داسې کړنو له امله یې ژوند زیانمنیږي چې راپور یې نه چمتو کیږي. حکومتونه باید پر طالبانو فشار واچوي چې په کابل یا ولایتونو کې پر رسنیو بریدونه پای ته ورسوي. “
د تفصیلي موندنو لپاره، لطفا لاندې برخې ووینئ.
د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ولایتي رسنیو محکومیت
د ۲۰۲۱ کال له نوومبر میاشتې راهیسې، د بشري حقونو څار ادارې، د خوندي خبرو اترو د سرچینو په کارولو، له هغو ۲۴ تنو ژورنالستانو او د رسنیو له مسلکي کارکوونکو سره له لیرې ځای څخه مرکې ترسره کړي دي، چې اوسمهال په بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، دایکندي، غور، هلمند، هرات، کابل، کندهار، کاپیسا، کندوز، ننګرهار، پکتیا، پروان، تخار او ارزګان ولایتونو کې کار کوي. دغه مرکې په پښتو او دري ژبو ترسره شوې دي او باخبره رضایت یې اخیستل شوی دی. د دغو ژورنالستانو او د رسنیو د مسلکي کارکوونکو نومونه او د موقعیت ځانګړي معلومات د هغوي د خوندیتوب په موخه څرګند شوي نه دي.
نیونې او وهل ټکول
ډېرو هغو ژورنالستانو، چې مرکې ورسره ترسره شوې وې، وویل چې طالب چارواکو هغوي یا د هغوي همکاران ځورولي، وهلي ټکولي او په نامنطقي ډول نیولي دي او په ځینو وختونو کې یې څو ساعته یا ورځې له ځان سره ساتلي دي. ځینې له دې امله وهل شوي چې د بې اجازې طالب ضد مظاهرو په اړه یې راپور ورکړی و یا یې د دغو بې اجازې مظاهرو خبري پوښښ چمتو کړی و. په بلخ ولایت کې یوې ښځینه ژورنالستې وویل چې په سپتمبر میاشت کې طالب عسکرو په داسې مهال ووهله چې د ښځو د مظاهرې تر پوښښ لاندې راوستلو هڅه یې کوله. نوموړې وویل:
د طالبانو د عسکرو له لورې پر سرکونو ژورنالستان په اسانۍ سره وهل کېدلی شي په داسې حال کې چې هیڅوک به یې مسؤول و نه پېژندل شي. په تېرو څو میاشتو کې، د ارزو تلویزیون خبریال وهل شوی و او همدا راز په بلخ ولایت کې د پژواک یو ژورنالست نیول شوی و.[2]
په ډېسمبر میاشت کې، په کندهار کې یوه ژورنالست وویل، چې طالبانو هغه مهال وواهه چې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي په اړه یې د سرک پر غاړه یو راپور چمتو کاوه.[3] په دغه میاشت کې، طالبانو دوه تنه ژورنالستان نیولي او د بند په موده کې یې سخت وهلي ټکولي وو. له دغو دوو تنو څخه، یو یې څو ساعته وروسته خوشې شو، خو بل شپږ ورځې ورسره بندي و. د هغوي همکار وویل چې دواړه تر څارنې لاندې دي.[4]
له کابل څخه بیرون کار کوونکي یوه اېډېټر وویل، چې د هغه له ژورنالستانو څخه یو تن یې د پاسپورت دفتر ته د دې لپاره تللی و، چې د پاسپورتونو ترلاسه کولو پر مهال د افغانانو د ستونزو په اړه راپور چمتو کړي. د طالبانو د پولیسو له ډلې څخه یوه پولیس په بې رحمۍ وهلی و او کامره یې ورڅخه ضبط کړې وه. نوموړي اېډېټر وویل چې دغه خبریال سره له دې چې د دغې ستونزې تر پوښښ لاندې راوستلو لپاره یې په کابل کې له چارواکو څخه اجازه اخیستې وه، وهل شوی و.[5]
د طالبانو د سرغړونو په اړه راپور ورکول او د ژورنالستانو په استازیتوب مداخله کول هم له خطره ډک کار دی او د ژورنالستانو په وینا، طالبانو هغوي ته اخطار ورکړی دی چې د جدي چارو په اړه به راپور نه ورکوي.[6] په بدخشان ولایت کې یوه ژورنالست وویل، چې د یوه کوماندان له لورې د یوه عام وګړي د وهلو ټکولو په اړه د یوه راپور تر چمتو کولو وروسته، یوه طالب چارواکي ورته د راپور نه خپرولو امر وکړ او ورته و یې ویل چې ”دا باید وروستی ځل وي چې نوموړی د دغه ډول ستونزو د راپور کولو په اړه آن د فکر کولو جرآت وکړي. “ [7] په کندهار کې یوه ژورنالست وویل چې هغه د طالبانو له لورې د یوه بل ژورنالست د وهلو ټکولو شاهد و، خو ”کله چې مونږ پولیسو ته ورغلو، هغوي راته وویل چې هېڅکله د دغه ډول ستونزو لپاره بیا را نه شئ. “[8]
طالب چارواکي د نیونو او بندي کولو په اړه معلومات نه ورکوي او ژورنالستان د طالبانو د دغه ډول ځورونو د راپور کولو په صورت کې له ناوړه پایلو څخه وېریږي. د نوومبر پر ۲۵ مه نېټه، د طالبانو یوې ډلې، د هلمند ولایت د لشکرګاه اوسېدونکی، نوید اعظمی، وروسته له دې ونیو چې نوموړي پر فیسبوک، ښوونکو ته د معاشاتو د ورکړې غوښتنه کړې وه.[9] د نوومبر پر ۲۸ مه نېټه، د نوموړي جسد د شکنجو له نښو نښانو سره وموندل شو. په داسې حال کې چې د دغې پېښې یو راپور له افغانستان څخه بیرون خپور شو، هېڅ محلي رسنۍ دغه پېښه خپره نه کړه.[10] د هلمند یوه ژورنالست وویل، ”هیچا د دغې پېښې په اړه د راپور ورکولو جرئت نه شو کولیب. “[11]په نورو ولایتونو کې هم، ژورنالستان له ورته تشویش سره مخ دي. یوه یې داسې وویل: "فضا له وېرې ډکه ده. هیڅوک د طالبانو د سرغړونو په اړه راپور نه ورکوي."[12]
په هرات کې، یوه ژورنالست چې د داسې یوه رادیويي پروګرام لپاره کار کوي، چې اورېدونکو ته د اړیکې نیولو او د خپل ورځني ژوند او ستونزو په اړه د خبرو کولو بلنه ورکوي، وویل: ”مونږ دغه ډاډ تر لاسه کوو چې هغوي به له طالبانو څخه شکایت نه کوي، که نه نو مونږ به تر پوښتنې لاندې راشو. “ [13]
ښځې په ولایتي رسنیو کې
پر رسنیو د طالبانو له لورې محدودیتونه وضع کول، په ځانګړي ډول له مرکز څخه بیرون هغو ښځینه ژورنالستانو لپاره ډېرې ناوړه پایلې لري، چې د جنسیت د توپیرونو او امنیتي خطرونو پر وړاندې یې په رسنیو کې د خپلو دندو لپاره، د خپلو ښاري همکارانو په پرتله سخته مبارزه کړې وه.[14] د طالبانو تر حاکمیت را وروسته، په رسنیو کې ډېری کارکوونکو ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. په ځینو ولایتونو کې، هیڅ ښځینه ژورنالسته پاتې نه ده.[15]
په غور ولایت کې، د طالبانو د کلتوري چارو ادارې، چې د رسنیو سمبالول یې هم په واک کې دي، هغو ښځینه ژورنالستانو ته، چې غوښتل یې خپلو پخوانیو دندو ته بېرته را وګرځي، وویل چې هغوي داسې امر نه دی ترلاسه کړی چې د ښځینه ژورنالستانو کار کول تصدیق کړي.[16] په فبروري میاشت، په غور ولایت کې هېڅ ښځینه ژورنالسته موجوده نه وه. [17] په کاپيسا ولایت کې، یوه ژورنالست وویل چې د طالبانو د حاکمیت په لومړیو ورځو کې چارواکو وویل چې ښځینه ژورنالستانې باید په کورونو کې پاتې شي او تر هغه وروسته هېڅ بدلون نه دی راغلی.[18]
په هلمند ولایت کې یوې پخوانۍ ژورنالستې وویل چې هغې شپږ ښځینه همکارانې درلودې، خو په فبروري میاشت کې په دغه ولایت کې هېڅ ښځینه ژورنالسته موجوده نه وه. نوموړې وویل چې طالب چارواکو رسنیو ته لارښوونه کړې ده چې هیڅ ښځینه ژورنالسته د پروګرام د کوربه یا مېلمه په توګه را نه ولي. هغه کلتوري پروګرامونه هم له منځه وړل شوي دي، چې ښځو به پکې ګډون درلود.[19]
په ننګرهار ولایت، د ښځو د رسنیو پروګرامونه هم بند شوي دي او هېڅ ښځې ته په خبري څانګو کې د ګډون اجازه نشته. یوې ژورنالستې، چې لا یې هم دنده درلوده، وویل چې یوازې له کور څخه د کار کولو اجازه لري. نوموړې وویل، ”زه په هېڅ غږیز یا ویډیويي پروګرام څرګندېدلی نه شم او خپل راپورونه یوازې پر انلاین وېبپاڼه خپرولی شم.“ [20]
په هرات ولایت کې یوې ښځینه ژورنالستې وویل: ”زه په یوه رادیو کې کار کوم، خو واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته، زه په خبري څانګه کې د حضور اجازه نه لرم – زه یوازې د پردې تر شا کار کوم. ما ته ویل شوي دي چې غږ مې نه شي خپرېدلی.“ [21]
یوې ژورنالستې، چې په کندهار او زابل ولایتونو کې یې کار کوه، وویل چې طالبانو رسنۍ د نجونو د ثانوي ښوونځیو د بندېدلو په اړه له راپور ورکولو څخه منع کړي دي. نوموړې وویل: ”زه تهدید شوې یم او اخطار راکړل شوی دی چې د ښځو اړوند هېڅ ډول ستونزو په اړه باید راپور ور نه کړم. تر دې مخکې په کندهار او زابل کې ښځینه ژورنالستانې وې، خو اوس یوه هم نشته. “[22]په کندهار کې د یوې ژورنالستې په وینا، کله چې طالبانو په کندهار کې د ”مېرمن“ رادیويي پروګرام بند کړ، ۵۰ تنو کارکوونکو یې، چې ډېری یې مېرمنې وې، خپلې دندې له لاسه ورکړې.[23]
په بلخ ولایت کې یوې ژورنالستې وویل، ”ښځې نه شي آن په هغو غونډو او سیمینارونو کې ګډون وکړي، چې پخپله د ژورنالستانو له لورې جوړ شوي وي. “[24]
د راپورونو سانسورول؛ معلوماتو ته لاسرسی محدودول
د طالبانو تر حاکمیت وروسته، د وزارت چارواکو، رسنۍ د نږدې ټولو تفریحي پروګرامونو په ګډون، د ډېرو پروګرامونو له خپرولو څخه منع کړي دي. رسنۍ هم نه توانیږي چې پر یو لړ موضوع ګانو، لکه د اپیمو تولید، پوځي او د پولیسو کړنو، مظاهرو او نور هغه څه چې طالب چارواکي یې ډېر جدي ګڼي، راپورونه چمتو کړي. آن هغه راپورونه هم تر پوښتنې او څېړنې لاندې دي، چې د طالبانو تر واک ته رسېدلو وړاندې خپاره شوي دي. په کندهار کې د رسنیو مسؤولینو وویل چې هغوي اړ شول چې د اپیمو په اړه یو راپور له خپلې وېبپاڼې څخه ختم کړي.[25]
د یوې مقالې یا راپور تر خپرولو مخکې، ژورنالستان اړ دي چې د اطلاعاتو او کلتور له ولایتي ریاست/ امریت څخه اجازه ترلاسه کړي. هغوي باید یوه مقاله یا راپور له چمتو کولو څخه، د بیاکتنې لپاره وسپاري. هیڅ راپور د دغه ریاست/ امریت له تصدیق پرته خپرېدلی نه شي. په ډېرو ولایتونو کې ژورنالستانو وویل چې دغه پروسه د یوه راپور خپرول ځنډوي.[26] په تخار ولایت کې، ژورنالستانو وویل چې د کلتوري چارو مامورین ډېری مهال خپل پروپوزلونه د استخباراتو ریاست/ امریت ته ورکوي، چې هغوي یې د مخکې تګ اجازه یا د منع کولو حکم صادروي.[27]
په پروان ولایت کې یوه ژورنالست وویل: "مونږ خپل ټول فعالیتونه له چارواکو سره همغږي کوو. هغوي زمونږ راپورونه اېډېټ او چاڼ کوي او مونږ یې له هغه وروسته خپروو." [28] په پکتیا ولایت کې یوه پخواني څېړونکي خبریال وویل: ”زه د دوي تر واکمنېدلو وروسته د یوه مناسب راپور پر چمتو کولو نه یم توانېدلی. اوسمهال زه یوازې ډېرې لومړنۍ ستونزې تر پوښښ لاندې نیسم. هغوي مونږ ته ویلي دي چې مونږ باید نور داسې فکر و نه کړو چې پخوانی حکومت لا هم په واک کې دی او مونږ د پخوا په څېر راپورونه چمتو کولی شوو. “[29]
طالب چارواکو ویلي دي چې رسنۍ باید اسلامي او ملي اصول په پام کې ونیسي، خو د ژورنالستانو په وینا، دغه لارښوونې مبهمې دي. په بغلان ولایت کې یوه ژورنالست وویل، ”په دې اړه کوم څرګند پوهاوی نشته، چې اسلامي ارزښتونه څه مانا لري او مونږ نه پوهېږو چې څه ډول یې تعبیر کړو او له همدې امله ځان – سانسورونه منځ ته راځي. “[30]
ځینو طالب چارواکو له رسنیو غوښتي دي چې د پخواني حکومت د فساد په اړه راپور ورکړي. په غور ولایت کې یوه ژورنالست وویل، ”هغوي مونږ ته دا هم وویل چې پر دغو ستونزو د کار کولو په صورت کې به له مونږ سره مرسته هم وکړي. هغه معلومات چې هغوي یې مونږ ته راکوي، په بشپړ ډول دقیق نه دي ځکه چې هغوي یې د خپلې خوښې مطابق اېډېټ کوي.“[31] په مختلفو ولایتونو کې ژورنالستانو وویل چې طالب چارواکي ورسره اړیکه نیسي او ورته وايي، چې د رسمي غونډو په اړه راپور ورکړي او هغوي یې د خپل خوندیتوب په خاطر امر منلو ته غاړه ږدي. طالبانو له ژورنالستانو سره د انلاین خبرو اترو ګروپونه هم جوړ کړي دي او له هغه لارې خپلې لارښوونې ورکوي.[32]
طالبانو لپاره یوه تر ټولو حساسه ستونزه د خراسان ولایت اسلامي دولت (داعش) سره د هغوي روانه جګړه ده. د کندهار ولایت یوه خبریال وویل چې ”د داعش د یوه برید په اړه د یوه راپور تر چمتو کولو وروسته یې د طالبانو د ویاند ټلیفوني اړیکې ترلاسه کړې او ورته ویې ویل چې پر دغو راپورونو کار کول بند کړي – مونږ ته اجازه نشته چې دغه ډول خبرونه خپاره کړو. “ [33] په مختلفو ولایتونو کې رسنۍ د مرستو د وېش او بشري بحران په اړه له راپور ورکولو څخه منع دي. یوه ژورنالست وویل، چې ”دا ډېرې حساسې موضوع ګانې دي او هېڅوک یې په اړه د خبرو کولو اجازه نه لري. “ [34]
طالبانو پر تفریحي، ټولنیزو او سیاسي پروګرامونو بندیز وضع کړی دی. په بادغیس ولایت کې رسنیو راپور ورکړ چې د طالبانو تر واک ته رسېدلو وروسته، پر رادیو او تلویزیون موسیقي بنده شوه او آن هغو اعلاناتو ته هم اجازه نشته چې تر شا یې موسیقي وي.[35] همدا راز پر هغو پروګرامونو هم محدودیتونه شته چې رسنۍ یې خپرولی شي. په کاپیسا ولایت کې یوه ژورنالست وویل، ”سیاسي خپرونې او په ژوندۍ بڼه پروګرامونه بند دي او ځای یې اسلامي پروګرامونو نیولی دی. “ [36] نوموړي همدا راز وویل چې د تفریحي پروګرامونو خپرېدل په بشپړ ډول بند شوي دي. ”دوه ورځې وړاندې، زمونږ یوه تخنیکي همکار په تېروتنه دوه سندې خپرې کړې وې، طالبانو راسره اړیکه ونیوله او ویې ویل چې دا مو باید وروستی ځل وي. “ [37]
په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی ډېر محدود دی او هغه ژورنالستان هم نیول کیږي او سزا ورکول کیږي چې خپلو راپورونو لپاره یې د معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کړي وي. په ځینو ولایتونو کې خبریالان وايي چې هغوي نورو ولسوالیو ته د سفر کولو لپاره له چارواکو څخه لیکلې اجازې ته اړتیا لري. په بدخشان ولایت کې یوه ژورنالست وویل، ”کله چې یو څه پېښیږي، صحنې ته ورتګ، انځورونه اخیستل، ویډیوګانې ثبتول او شاهدانو سره خبرې اترې کول زمونږ مسؤولیت دی، خو مونږ ته اجازه نشته. “ [38] د هلمند ولایت یوه ژورنالست وویل، ”مونږ نه شو کولی چې له اړونده ادارې څخه ډېر معلومات وغواړو، یوازې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره اړیکه نیولی شوو، چې په پایله کې یوازې د ۱۰ سلنه پېښو په اړه راپور ورکول کیږي او پاتې نورې همداسې پاتې شي. “ [39]
[1] په بغلان ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۱ ډېسمبر ۲۰۲۱
[2] په بلخ ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۳ ډېسمبر ۲۰۲۱
[3] په کندهار ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۸ ډېسمبر ۲۰۲۱
[4] په [د موقعیت له ښودلو ډډه شوې ده] کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۲ ډېسمبر ۲۰۲۱
[5] په [د موقعیت له ښودلو ډډه شوې ده] کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۲ ډېسمبر ۲۰۲۱
[6] په کندهار ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۳۰ نوومبر ۲۰۲۱
[7] په بدخشان ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۱۷ ډېسمبر ۲۰۲۱
[8] په کندهار ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۹ نوومبر ۲۰۲۱
[9] فعالانو او ژورنالستانو د فیسبوک پوسټونو لامله د طالبانو د تهدیدونو په اړه راپور ورکړی دی. په کندهار ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۹ نوومبر ۲۰۲۱
[10] ابوبکر صدیقی، ”له سر څخه تر پښو شکنجه شوی: طالبانو ته د فیسبوک د یوه جدي پوسټ لامله د یوه افغان سړي د وژنې ګوته نیول شوې ده،” ازادۍ رادیو اروپا/ ازادۍ رادیو ګندهارا، ۳ ډېسمبر ۲۰۲۱،
https://gandhara.rferl.org/a/afghanistan-taliban-killing-facebook-criticism/31592685.html, (لاسرسی، ۸ فبروری ۲۰۲۲).
[11] په هلمند ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۹ نوومبر ۲۰۲۱
[12] په بلخ ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۳ نوومبر ۲۰۲۱
[13] په هرات ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۱ نوومبر ۲۰۲۱
[14] په بلخ ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۱ ډېسمبر ۲۰۲۱
[15] په هغو ولایتونو کې چېرې چې ښځو په رسنیو کې کار کاوه، دغه شمېره تر دوو درځنو ټیټه شوې ده. په بلخ ولایت کې یوې ژورنالستې وویل چې یوازې ۱۶ – ۲۰ تنه مېرمنې په رسنیو کې پر دندو پاتې دي. په بلخ ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۱ ډېسمبر ۲۰۲۱
[16] په غور ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲ ډېسمبر ۲۰۲۱
[17] هماغه
[18] په کاپیسا ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۰ ډېسمبر ۲۰۲۱
[19] په هلمند ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۹ نوومبر ۲۰۲۱
[20] په ننګرهار ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۵ نوومبر ۲۰۲۱
[21] په هرات ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۱۰ جنوری ۲۰۲۲
[22] په کندهار ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۹ نوومبر ۲۰۲۱
[23] په کندهار ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۸ ډېسمبر ۲۰۲۱
[24] په بلخ ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۳ ډېسمبر ۲۰۲۱
[25] په کندهار ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۹ نوومبر ۲۰۲۱
[26] په بلخ ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۳ ډېسمبر ۲۰۲۱
[27] په تخار ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۲ ډېسمبر ۲۰۲۱
[28] په پروان ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۱ ډېسمبر ۲۰۲۱
[29] په پکتیا ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۷ جنوری ۲۰۲۲
[30] په بغلان ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۱ ډېسمبر ۲۰۲۱
[31] په غور ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۲ ډېسمبر ۲۰۲۱
[32] په تخار ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۲ ډېسمبر ۲۰۲۱
[33] په کندهار ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۹ نوومبر ۲۰۲۱
[34] په بغلان ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۱ ډېسمبر ۲۰۲۱
[35] په بادغیس ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۲ ډېسمبر ۲۰۲۱
[36] په کاپیسا ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۳ ډېسمبر ۲۰۲۱
[37] په بدخشان ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۱۷ ډېسمبر ۲۰۲۱
[38] هماغه
[39] په هلمند ولایت کې له ژورنالست سره د بشري حقونو څار ادارې مرکه، ۲۹ نوومبر ۲۰۲۱