Skip to main content

افغانستان: د طالبانو لخوا د رسنیو ځپل مخ په خرابېدو دي

خبریالان ګواښل شوي؛ نوي 'مذهبي لارښوونې' ښځینه ممثلیني د تمثیل کولو څخه منع کړي

Taliban fighters stand guard at the entrance to the former Ministry of Women Affairs, which the Taliban has replaced with the Ministry of Vice and Virtue, which oversees the implementation of hardline Islamic rules in Afghanistan.  © 2021 Oliver Weiken/picture-alliance/dpa/AP Images

 (نیویارک) - د بشري حقونو د څار سازمان نن وویل، په افغانستان کې طالب چارواکي خبریالان ګواښي او د رسنیو لپاره سختې لارښوونې وضع کړي چې په ځانګړې توګه ښځو ته زیان رسوي.

د طالبانو استخباراتي چارواکو د هغو خبریالانو په وړاندې د مرګ ګواښونه کړي چې پر طالب چارواکو یې نیوکې کړي او له خبریالانو یې غوښتي چې ټول راپورونه له خپریدو مخکې د تصویب لپاره وړاندې کړي. د امر په معروف او نهی له منکر وزارت په تلویزیون کې د ښځینه ژورنالیستانو د جامو په اړه  نوي مقررات وضع کړي او  ډرامو او تفریحي پروګرامونه منع کړي چې ښځینه ممثلینې پکې تمثیل کوي.

د بشري حقونو د څار په اداره کې د اسیا د برخې مشرې پاتریشیا ګوسمن وویل: "د طالبانو نوي رسنیز مقررات او د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه د طالبانو د واکمنۍ د ټولو نیوکو د خاموشولو پراخې هڅې منعکسوي. په رسنیو او هنرونو کې د ښځو لپاره د محدودیتونو سختیدل او د مخالفت لپاره د هر ډول فضا د له منځه وړل ویجاړونکی دی."

يو شمېر خبريالانو ويلي چې د طالبانو د سرغړونو په اړه د راپورونو له خپرولو سمدستي وروسته د ځايي چارواکو له خوا احضار شوي دي. یو خبریال چې د طالبانو د کورونو د تلاشۍ او د خلکو د وهلو په اړه یې شکایت کړی ، وویل چې مرستیال والي هغه خپل دفتر ته ورغوښتی و او ورته یې ویلي وو چې "که بیا داسې څه نشر کړي، نو د ښار په چوک کې به یې ځړوي".

د رسنیو نورو کارکونکو ویلي چې د وسله والو طالبانو استخباراتي چارواکو د دوی دفترونو ته مراجعه کړې او خبریالانو ته یې خبرداری ورکړی چې په خپلو راپورونو کې د "طالبان" کلمه ونه کاروي، بلکې په ټولو خپرونو کې دې "اسلامي امارت" ته اشاره وکړي. په یوه ولایت کې د استخباراتو مسوولینو سیمه ییزو رسنیو ته امر وکړ چې د ځانمرګي بریدګر کلمه دې د شهید په کلمه بدله کړي، وروسته له هغه چې یو خپاره شوي راپور کې راغلي وو چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته درناوي غونډه جوړه کړی وه.

د ۲۰۲۱ کال د نوامبر په ۲۱ د طالبانو د امر په معروف او نهی له منکر وزارت په یوه لارښود کې د هغو فلمونو خپرول منع کړل چې د "اسلامي یا افغاني ارزښتونو خلاف" ګڼل کیږي او د ډرامو په ګډون چې ښځینه ممثلینې پکې شاملې وي، او حجاب  اغوستل يې  د تلویزیون ښځینه خبریالانو لپاره اجباري کړي.

مدیرانو او ژورنالیستانو د رسنیو لپاره د محدود چاپیریال څخه شکایت کړی. د یوې ولایتي رسنۍ مشر مدیر وویل چې د دوی ډیری همکارانو د دوی د خوندیتوب لپاره کار بند کړی دی. هغه وويل: "معلوماتو ته لاس رسی خورا محدود شوی دی." "د طالبانو سیمه ییزو چارواکو موږ ته لارښوونه کړې چې خپل راپورونه له خپریدو مخکې له دوی سره شریک کړو."

طالبانو هم په رسنیو په ځانګړې توګه په ولایتونو کې پر رسنیو فشار اچولی چې د دوی په خوښه راپورونه خپاره کړي او په ځینو مواردو کې یې خبریالانو ته امر کړی چې مرکې ورسره وکړي. یو خبریال وویل: "وروسته له هغه چې دوی موږ ته د مرګ ګواښ وک، موږ هغه څه خپاره کړل چې دوی یې ویل. اوس موږ د پروګرامونو په پیل کې د قرآن کریم آیاتونه او نعتونه خپروو ځکه چې موږ د خپل خوندیتوب څخه ویره لرو.

ډیری رسنیو د ویرې له امله خپل دفترونه تړلي او یوازې آنلاین خپرونې کوي. د ښځو په مشرۍ د رسنیو دفتر مشرې مدیرې وویل چې د هغې کارمندان د خپل هویت پټولو لپاره جعلي نومونه کاروي ځکه چې طالبان دوی "لویدیځ ارزښتونو ته په وده ورکولو" تورنوي.

يوې ښځې چې په هرات کې خبرياله وه، وويل: "ما به پخوا د ښځو پر وړاندې د بکارت د ازموينې او تاوتريخوالي په اړه رپوټونه جوړول، چې نور څوک په دې اړه راپور نه شي خپرولی." "هیڅ پروګرام د ښځو مسایل نه پوښي، په ځانګړې توګه په تلویزیوني چینلونو کې. تعلیمي او تفریحي پروګرامونه ټول بند شوي دي.»

د وېرې په فضا کې خلک وېرېږي چې لکه د طالبانو له خوا جبري شړلو یا تاوتریخوالی د پېښو په اړه معلومات شریک کړي. خبریالانو وویل چې طالب چارواکي په منظمه توګه د معلوماتو لپاره د دوی غوښتنې له پامه غورځوي، یا یوازې راپور شوي پیښې ردوي.

ګاسمن وویل، «سره له دې چې د طالبانو له ژمنو سره سره چې رسنیو ته اجازه ورکوي چې اسلامي ارزښتونو ته درناوی ولري، په افغانستان کې واقعیت دا دی چې خبریالان د خپلو د دروازې د ټکولو یا د چارواکو له احضار څخه په ویره کې ژوند کوي.» "دا چاره د معلوماتو د بندیدو سره مرسته کوي په کوم کې چې د طالبانو ناوړه ګټه اخیستنه په پټه او پرته له حساب ورکونې ترسره کیږي."

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country