Skip to main content

اوربلوونکې وسلې: بشري مرګ‌ژوبلي د پياوړو قوانینو غوښتنه کوي

د لا ډېرېدونکو ملکي کړاوونو د بندولو لپاره دې له قانون څخه د تېښتي لاري وتړل شي

Read a text description of this video

Over the past decade, incendiary weapons including white phosphorous, have been used in numerous conflicts.


Bonnie Docherty, Arms Division, Human Rights Watch
The purpose of incendiary weapons is to set fire and burn people.  While an existing treaty seeks to limit the human cost, it does not cover white phosphorus which gruesomely injured civilians in conflict zones such as Afghanistan and Gaza. It also has not stopped the use of other incendiary weapons in Syria and elsewhere.


This video contains violent and disturbing images. Viewer discretion advised.


At age 18, Muhammed Assi was severely burned by an incendiary weapon in 2013 and still lives with physical and psychological scars.


Muhammed Assi
At the time, words couldn’t describe my feelings. I saw fire completely surrounding me. And I started feeling burns on my body.


The following footage from 2013 documents events after an incendiary weapon landed on a playground in Urum al-Kubra, Syria.


Voice of teacher at Muhammed’s school
I’ve heard many of the students screaming. They were screaming everywhere. We were trying to find where the attack happened.


Dr. Saleyha Ahsan, Speaking in 2013
There is dozens of people that have just been rushed in, covered in burns and some white powder dust. Their clothes are hanging off them.


Muhammed Assi
The substance entered my respiratory system and my stomach, and it was very hard to breathe.

When we first got to the hospital, the doctors didn’t’ have a lot of experience dealing with this kind of substance.  They started dousing us with water and with some serums. This was calming us at first, but then after less than a minute, my pain would multiply. We stayed just a few hours and they transferred us in ambulances.


Muhammed was taken to a hospital in Turkey where he stayed for three months.


Muhammed Assi
For six months after I finished treatment,  I would dream or lay awake at night, reliving all of the events of that day, to the point where I sought treatment from a psychiatrist in France. The injuries to my body, the visible damage, it’s on about 85% of my body.

I’ll be walking on the street and someone will stop me and say, “Why do you look like that?”

The hard part is my little nephew is scared to come near me. My other nephew, who always used to hug me, is scared to play with me.


Voice of teacher at Muhammed’s school
It was really hard. For one year, it was like a nightmare every night. Lack of sleep and cannot be described in words.  It hurts my brain every time I return to the story. It affected all of my life.


Bonnie Docherty, Arms Division, Human Rights Watch
It is time to strengthen the international law on incendiary weapons, and put an end to the immediate and lifelong suffering they cause.


Muhammed Assi
I really hope that these agreements signed by countries will actually protect civilians, protect human rights.  Human beings have a right to live with dignity, to express their opinions to live with security.

(جنیوا) – د بشري حقونو د څار ادارې او د هاروارډ پوهنتون د نړیوالو بشري حقونو څانګې په یوه ګډ راپور کې چې نن خپور شو، ويلي: "د اوربلوونکو وسلو وحشتناکې سوځېدنې او د ټول عمر لپاره له کړاوونو سره مخ کول، اړتیا پيدا کوي چې حکومتونه باید ژر تر ژره د شته هوکړه‌لیکونو پر معیارونو له سره غور وکړي."

"دوی هر څه سوځوي: د ناریه وسلو بشري بیه او د نړیوالو قوانینو محدودیت" تر سرلیک لاندې دا ۴۵ مخیز راپور د اوربلوونکو وسلو له کبله رامنځته شویو زخمونو/پرهرونو او تلپاتې فزیکي، رواني او ټولنیزو اقتصادي زیانونو جزیات وړاندې کوي، چې سپين فاسفورس هم په کې شامل دی، دا وسلې په جګړه کې د ښکېلو خواوو له لوري استعمالېږي. د بشري حقونو د څار اداره وايي: "حکومتونه باید پر هغو نړیوالو هوکړه‌لیکونو له سره غور وکړي او پیاوړې يې کړي چې د دغو وسلو مسوولیت پر غاړه لري او له امله یې خلکو، ملکي ودانیو او شتمنیو ته اور اچول کېږي."

د بشري حقونو د څار ادارې د وسلو په اړه د څېړنو لوی څېړونکی او د نړیوالو بشري حقونو په څانګه کې د وسله‌والو جګړو او ملکیانو ساتنې د برخې مشر، بوني داچيرټي Bonnie Docherty وايي: "په‌داسې حال کې چې ملکیان د اوربلوونکو وسلو ظالمانه اغېزې زغمي، هېوادونه پر يو نه بشپړېدونکې مناظرې بوخت دي چې ایا پر وسلو کوم رسمي بحث راوبولي او که نه؟ "هېوادونه باید د ژونديو پاتې شویو کسانو اوږدمهالی کړاو درک کړي او د موجودو نړیوالو قوانینو نیمګړتیاوې له منځه یوسي."

اوربلونکې وسله چې د ۲۰۱۶ کال د جون پر ۲۲مه د سوريې د حلب ښار پر کفر همراه کلي لګېدلې ده. © 2016 Anas Sabagh/Anadolu Agency/Getty Images

دا راپور د ژوندي پاتې شویو، عيني شاهدانو، ساحوي ډاکټرانو او نرسانو، د سوځېدنې اړوندو او نورو متخصيصينو سره د مرکو او په طبي ژورنالو کې د ژورو څېړنو پر بنسټ چمتو شوی دی. په‌دې راپور کې د افغانستان، غزې او سوریې د قضیو څېړنې راغلې دي.

اوربلوونکې وسلې د شديدو سوځيدنو لامل ګرځي او کله کله خو ان تر هډوکي پورې رسېږي او د تنفسي ستونزو، انتانونو، شوک او د غړو د له منځه تللو لامل ګرځي. د وخت په تېرېدو سره دا لوی داغونه د عضلاتو نسجونه سره را تنګوي او د فزیکي معیوبیت لامل ګرځي. د برید ټکان او د هغې دردناکه درملنه د څېرې بدلونکي داغونه د رواني تکلیف او تولنیزې انزوا لامل ګرځي.

د وسله‌والې جګړې په سیمه کې نیمګړې روغتیايي پاملرنه، د سوځيدنې له امله د رامنځته شویو شدیدو ټپونو د درملنې روان ستونزمن بهیر نور هم پسې ناوړه کړی دی. اوږدمهاله معیوبیتونه، د روغتیايي درملنې لګښت او د شتمنیو زیان چې د اوربلونکو وسلو له کارونې څخه رامنځته کېږي ناوړه ټولنیزې اقتصادي ستونزي رامنځته کوي.

ډاکتر رولا حلام، چې په سوریه کې يې د ناریه وسلو د قربانیانو درملنه کړې ده، وايي: "اور بلوونکې وسلې ویجاوړنکې سوځېدنه رامنځته کوي او ټپونه يې د ګرمو اوبو او يا اور څخه رامنځته شويو سوځېدو په پرتله ډېر ژور دي." دا وسلې هر څه سوځوي. که دا وسلې فلز سوځولای شي، نو د انسان غوښه به يې پر وړاندې څه مقاومت ولري؟"

د دودیزو وسلو په اړه د کنوانسیون CCW درېيم پروتوکول چې په۱۹۸۰ کال کې رابلل شوی دی، د هغو اوربلوونکو وسلو لپاره مقرره جوړه کړې ده چې د سوځېدونکو موادو د کیمیاوي غبرګون له کبله تودوخه او اور رامنځته کوي، دوه لارې د دې پروتوکول اغېزمنتوب محدودوي. لومړی د جوړښت له پلوه د دې پروتوکول تعریف د سپین فاسفورس په شمول دا ډول څو موخیز مهمات چې اوربلوونکې اغېزې لري، مستثنی کوي. دویم دا چې له هوا څخه د استعمال شویو وسلو په پرتله له ځمکې څخه د توغول شویو اوربلوونکو وسلو پر کنټرول د دې پروتوکولو محدودیت خورا کم دی. 

د بشري حقونو د څار ادارې او د هارورډ پوهنتون د نړیوالو بشري حقونو څانګې وايي: د دې هوکړه‌لیکونو غړي هیوادونه له کلونو راهیسې د اوربلوونکو وسلو په اړه خپله انديښنه ښکاره کړې ده، خو دوی باید د درېيم پروتوکول د بډای کولو په اړه بحثونه وکړي.

ټاکل شوې ده چې د عادي وسلو په اړه د کنوانسیون  کلنۍ ناسته د ۲۰۲۰ کال د نومبر له ۱۱تر ۱۳ پورې په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې راوبلل شي، خو کېدای شي چې د کرونا وایروس د محدودیتونو له کبله ملګري ملتونه د دې ناستې نېټې تر څو ورځو پورې وځنډوي.

د بشري حقونو د څار ادارې او د هاروارډ د نړیوالو بشري حقونو کلینیک وايي: په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو د دوديزو وسلو د کنوانسیون لپاره کومه نوې نيټه نه ده ټاکلې، هېوادونه باید په‌دې ترڅ کې د اوربلوونکو وسلو پر وړاندې د مبارزې لپاره ملاتړ رامنځته کړي.

په راتلونکو څو میاشتو کې د دوديزو وسلو د کنوانسیون غړي هېوادونه باید دې هوکړې ته ورسېږي چې د پنځه کلنې ارزونې په کنفرانس کې چې ټاکل شوې ده د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې راوبلل شي، د درېیم پروتوکول اغېزمنتوب و ارزوي او يو داسې بهیر پیل کړي چې په پروتوکول کې د تېښتي لارې بندي کړي.

ډاچي رټي وايي: «ګڼو حکومتونو د درېیم پروتوکول د محدودیتونو لپاره ژورې ارزونې ته لیوالتيا ښودلې ده، خو هغه لږ شمېر هېوادونه چې د دې کار مخنیوی کوي، باید د دې زاړه کنوانسیون د بیا کتنې او تعديل کولو انساني اړتیا درک کړي.»

د قضیو څېړنه


اته کلنه راضیه هغه وخت سخته وسوځېدله چې د جګړې د يوه نا معلوم اړخ له خوا د ۲۰۰۹ کال د مارچ پر ۱۴مه د سپینو فاسفورسو ګولۍ  د افغانستان په يوه کلي کې د دوی د خامو خښتو پر جوړ شوي کور باندې ولګېدله. د باګرام په هوايي اډې کې د امریکايي نظامیانو په يوه روغتون کې له درملنې سره سره نوموړې تلپاتې داغونه لري چې هغې ته يې فزیکي او رواني زيان رسولی دی.

تورنه کرسټين کولینز، چې په باګرام کې د راضیه نرسه وه، موږ ته وويل چې راضیې ډېر زیات ژړل، ځکه هغه له ډېره درده کړېدله: "دې پېښي په دې ماشومتوب کې د هغې ژوند واخیستی." کولينز د خپل شخصي نظر له مخې وويل: "پر دې وسلو باید يو ډول کنټرول رامنځته شي. بلکل، سل سلنه."


د ۲۰۰۹ کال د جنوري پر ۴مه د ۱۵۵ ملي میتري هاوان درې مرمۍ چې سپين فاسفورس يې درلودل، له فلسطيني وسله‌والو ډلو سره د دښمنۍ له کبله وتوغول شول چې په شمالي غزه کې د ابو حلیمه د کورنۍ پر هستوګنځای ولګېدلې، د سپینو فاسفورسو له کبله لګېدل شوی اور د کورنۍ ۵ غړي ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.

صباح ابو حلیمه وايي، چې هر شي اور واخیسته، هغې موږ ته وویل: «زما مېړه او زما څلور ماشومان زما د سترګو پر وړاندې ژوندي وسوځېدل؛ زما وړوکې لور، زما يوازنۍ لور، زما په غېږه کې ويلي شوه. يوه مور کله ليدلای شي چې د سترګو پر وړاندې یې ماشومان ژوندي وسوځول شي؟ ما دوی و نه‌شول ژغورلای. ما له دوی سره مرسته و نه‌شوای کړای.»


د سوريې حکومتي ځواکونو د ۲۰۱۳ کال د اګسټ په ۲۶مه د اروم الکبری په سیمه کې پر يوه ښوونځي اوربلوونکې وسله را وغورځوله.  

ډاکتر رولا حلام چې د قربانیانو درملنه يې کړې ده، موږ ته وویل: «که رښتیا ووایم داسې ښکارېدل چې د قیامت يوه منظره ده. د دوی جامې په دوی پورې ځوړندې وې. له دوی څخه د سوځول شوې غوښي او يو ډول نادره کيمیاوي مادې ګډ شوی بد بوی جګېدی.... نو ښکاره وه چې سخت سوځېدلي وو.»

محمد اسي چې د بدن ۸۵ سلنه برخه يې سوځېدلې ده سخت داغونه لري، هغه موږ ته وويل کله چې به زه له کوره ووتلم، پنځه يا لس دقیقې وروسته به بېرته راتلم، ځکه ما نه غوښتل څوک مې په کوڅه کې ودروي او پوښتنه وکړي چې ستا بدن ولې داسې دی؟ دا سوځېدلي څه دي؟ هغه وايي: "تر ټولو سخته يې دا ده چې زما کوچنی وراره ما ته له نږدې کېدو وېريږي، زما نور وریرونه چې تل به يې ما ته غېږه راکوله اوس وېریږي چې له ما سره لوبي وکړي."

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.