Skip to main content

فرانسه: په کاله کې پولیس پر کډوالو بریدونه کوي

حکومت د هغو ګڼ شمېر راپورونو په اړه چې د دې ناوړه چلند په تړاو خپاره شوي، ناغېړي کوي

Police check identity documents after halting a distribution of food, water, and clothing in an industrial area of Calais shortly after midnight on June 30, 2017. © 2017 Mail on Sunday/Philip Ide


(پاریس) – د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې فرانسوي پولیس په ورځني ډول په کاله کې پناه‌غوښتونکي زوروي، خو د فرانسې چارواکي د دې ګڼ شمېر راپورونو پر وړاندې چې په‌دې تړاو خپاره شوي دي، ناغېړي کوي.

"داسي یو لکه په دوزخ کې چې ژوند کوو: په کاله د پولیسو له لوري د ماشومانو او لویانو زورول" تر نامه لاندې ۴۱ مخیز اوږد راپور داسې شواهد وړاندې کوي چې پولیس، په تېره د فرانسې د تاوتریخوالي ضد پولیس هره ورځ د ماشومانو او لویانو کډوالو پر وړاندې، کله چې هغوی ویده وي او يا په هغو حالاتو کې چې د هغوی له لوري هیڅ ډول ګواښ نه‌وي متوجه، د مرچو اسپرې استعمالوي. همداراز پولیس د دوی بسترې، کمپلې او جامې يا ضبطوي او يا اسپرې  پر شيندي او ځينې وخت د کډوالو پر خوراکي توکو او اوبو هم د مرچو اسپرې شيندي چې ظاهراً دا ټول د دې لپاره کوي چې دا کډوال د سيمې پرېښودلو ته اړ کړي.

دا ډول کړنې، له غیر انساني او سپکاويو څخه ډک چلند  دی، د پولیسو دا کړنې له نړیوالو معیارونو سره په تناقص کې دي، پولیسو ته یوازې هغه وخت د ځواک د کارولو اجازه ورکول کېږي چې بله هیڅ لاره او چاره نه وي، هغه هم په‌داسې حالاتو کې چې له وضعیت سره باید سمون ولري او د يوه معقول قانوني هدف د پلي کولو لپاره تر سره شي.

After police halted an evening distribution of food and clothing, three officers stop and question a boy who had paused to change his shoes before returning to the wooded area where he and other migrants spend the night, May 2017.  © 2017 Help Refugees

دغه پولیس په کاله او شا او خوا سیمو کې د زور په کارولو سره، له هغه قانون څخه سرغړونه کوي چې له سپکاوي ډک غیر انساني چلند، جزا، خوراک او څښاک ته د کډوالو د لاسرسي پر ضد د غیر قانوني لاسوهنې د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی. نړیوال معیارونه سپارښتنه کوي چې پولیس يوازې هغه وخت زور کارولای شي چې بله هیڅ چاره نه‌وي، خو هغه هم باید په هغو حالاتو پورې محدود وي چې  زور يې پر وړاندې کارول کیږي او د یوه معقول قانون د پلي کولو په موخه ترسره شي.

په فرانسه کې د بشري حقونو د څار ادارې رييس، ښاغلي بنیډیکټ جانیروډ Bénédicte Jeannerod وويل چې د پولیسو دا عمل چې پر ماشومانو او لویانو په داسې وخت کې د مرچو سپرې شیندي چې هغه یا ویده وي او یا په عادي او سوله‌ييز ډول خپل ورځنی ژوند مخ ته وړي،  د بشپړې غندنې وړ دی "پولیس د کډوالو د کمپلو، بوټانو او خوراکي توکو په ضبطولو او يا له منځه وړلو سره نه يوازې دا چې خپل مسلک ته په ټیټه سترګه ګوري، بلکې هغو خلکو ته هم زیان رسوي چې د حقونو د ساتلو سوګند يې کړی دی."

دغه راپور د کاله او دانکرک په داخل او شاوخوا سیمو کې د څه د پاسه ۶۰ پناه‌غوښتونکو او کډوالو سره د مرکو پر بنسټ د ۲۰۱۷ کال د جون او جولايي په میاشتو کې تیار شوی دی چې ۳۱ يې لا وارثه ماشومان دي. په‌‌دې ترڅ کې د بشري حقونو د څار اداره د کاله د مشر مرستیال او په پاریس کې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو تر څنګ له ګڼو مدافع وکیلانو، ټولنیزو کارکونکو او د هغو غیر دولتي موسساتو له داوطلب کار کوونکو سره لیدلي دي چې په کاله کې فعالیت کوي. 

دا راپور دا شواهد وړاندې کوي چې د پولیسو له‌خوا د پناه‌غوښتونکو او کډوالو ځورول، د بشري مرستو د بهیر ګډوډول، او د مرستندویه کارکوونکو ربړول تر يو ځایه د دې لپاره کېدل چې د کډوالو شمېره راټیټه کړي.

له ۴۰۰ څخه ډېر کډوال او پناه‌غوښتونکي چې ډېره برخه يې له اریترا، ایتوپیا او افغانستان څخه دي، د کاله په داخل او چاپیریال کې پر سړکونو او يا په ځنګلي سیمو کې ژوند کوي، تر ۲۰۰ پورې يې لا وارثه ماشومان دي. لږ تر لږه ۳۰۰ نور ماشومان او لویان چې عراقي کوردان، افغانان او له نورو ملیتونو څخه دي، د کاله په ختیځه خوا کې د دانکرک او ګرانټ سینټ په داخل او شاوخوا کې د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي.

د کاله ښار مشر مرستیال، پر پولیسو لګېدلي د تشدد تورونه په کلکه وغندل او دا يې تش تومت وباله، خو د بشري حقونو د څار ادارې له‌خوا موندل شوي شواهد د نږدې ټولو هغو پناه‌غوښتونکو او کډوالو د څرګندونو پر بنسټ ولاړ دي چې مرکې ورسره شوې دي.

Asylum seekers and other migrants in Calais stand in line at a late-night distribution of food, blankets, and clothing, March 2017.  © 2017 Private

د بشري حقونو د څار ادارې دا هم ثبت کړي دي چې محلي چارواکو کاله ته د کډوالو د زیاتېدونکې راستنېدنې په ځواب کې خوراکي توکو، اوبو او نورو لومړنیو اړتیاوو ته د کډوالو د لاسرسي مخه ډب کړې ده. يوې محکمې دغه حکمونه غیر انساني او له سپکاوي څخه ډک وبلل. د فرانسې د حقونو مدافع هم په دې چلند او د چارواکو له‌خوا په نورو پورته شویو ګامونو نیوکه وکړه چې په کاله کې يې د پناه‌غوښتونکو او کډوالو لپاره د ژوندون غیر انساني شرایطو ته لاره هواره کړې ده.

يوې بلې محکمې چې د جون پر ۲۶مه يې خپل حکم صادر کړ، چارواکو ته د ۱۰ ورځو په منځ کې اوبو، تشنابونو، حمامونو او جامو د وینځلو ځایونو ته د لاسرسي لارښوونه وکړه؛  د جولايي په ۶مه چارواکو د محکمې د حکم پر وړاندې استيناف غوښتنه وکړه. ټاکل شوې ده چې دغه استیناف غوښتنه به د جولای په ۲۸مه راوبلل شي.

۱۷ کلن بنیام ټي، Biniam T. د بشري حقونو څار ادارې ته وويل، "که دوی د خوب پر مهال موږ پیدا کړي، پر موږ اسپرې شيندي او زموږ ټول شیان اخلي. دوی دا کار په هرو دوه یا درې ورځو کې کوي. دوی راځي او زموږ کمپلې هم وړي."

مرستندویه کارکوونکو هغه صحنه هم بیان کړه چې وسله‌والو ژاندارمري ځواکونه له دوی چاپېر شول او هغه ګڼې پېښي يې هم بیان کړې چې د فرانسې د تاوتریخوالي ضد پولیسو په زوره مرستندویه کارکونکو ته لاسرسی ډب کړی او د کارکوونکو له لاسونو يې خوراکي توکي تښتولي دي.

کله چې مرستندویه کارکوونکو د دې پېښو د عکسونو یا ويډیوګانو اخیستلو هڅه وکړه  پولیسو يې د لنډ وخت لپاره ټليفونونه ضبط کړل او له اجازې او يا کوم قانوني دلیل پرته يې په ټلیفونونو کې هر څه پاک کړل او يا وکتل.

د ۲۰۱۶ کال د اکټوبر تر پایه له څپرو څخه ډک په یوه شاړ ښارګوټي کې چې د ښار په يوه څنډه کې پروت دی، ۱۰۰۰۰ پناه‌غوښتونکي او کډوال هستوګن شول چې د لا وارثه ماشومانو ګڼ شمېر هم په کې شامل دي، خو د کاله ښاروالي د هغې پرېکړې بیا بیا یادونه کوي چې د ښار په يوه څنډه کې به هم د کډوالو کمپونه بیا فعال نه‌کړي.

محلي چارواکو په ځانګړې توګه هغه وړاندیزونه، چې په ترڅ کې يې په کاله کې د کډوالو لپاره د پناه ځایونو او د پناه‌غوښتنې د دفتر د جوړولو غوښتنه شوې وه، په‌دې دلیل رد کړي دي چې شمالي فرانسې ته به د نورو کډوالو راتګ ګړندی کړي. د کورنیو چارو وزیر ګیرارد کولمب د ۲۰۱۷ کال د جون پر ۲۳ نېټه کاله ته د يو سفر پر مهال دا ډول تصورات بدرګه کړل.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ژمنه وکړه چې د کډوالو او پناه‌غوښتونکو پر وړاندې به انساني چلند غوره او د پناه‌غوښتنې په سیسټم کې به سمون راولي؛ نوموړي د جولای په لومړیو کې د اروپايي اتحاديې په يوه ناسته کې چې د ايټالیا په تریست ښار کې رابلل شوې وه، وويل: "هغه ښځې او نارینه چې لومړی د سوريې نه راتلل، اوس له اریتره او يا ګڼو نورو هېوادونو څخه راځي او هغه څوک چې د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي په اروپا او بیا په فرانسه کې يې باید هرکلی وشي. له‌دې کبله به په‌دې مبارزه کې موږ هرومرو برخه واخلو."

د بشري حقونو د څار ادارې وويل چې محلي او ملي چارواکي باید د ځواک د کارولو په تړاو ژر تر ژره پولیس پر نړیوالو معیارونو عمل ته چمتو کړي او له هغه چلند څخه لاس واخلي چې د بشري مرستو د وېش په بهیر کې لاسوهنې، چارواکو د سوء استفادې او د زورزیاتي د نورو ډولونو په برخه کې قانوني اقداماتو ته اړتیا لري. په تېره بیا، پولیسو ته لارښوونه وکړي چې په هغو حالتونو کې پر کډوالو د مرچو اسپرې و نه کاروي؛ د يوه مشروع هدف د تر لاسه کولو لپاره سوله‌ييز وسایل ګټور وي.

د کورنیو چارو وزارت باید د کډوالو د ساتنې پر وړاندې پراته خنډونه ژر تر ژره لرې کړي. په کاله کې يو داسې دفتر جوړ کړي چې پناه‌غوښتونکي خپل غوښتنلیکونه ورته وړاندې کړي او يا په موجوده دفترونو کې د غوښتنلیکونو د سپارلو اسانتیا رامنځته کړي. دغه وزارت باید له اړونده ادارو او بشري ډلو سره يو ځای د هغو خلکو لپاره هستوګنه برابره کړي چې د پناه اخیستلو غوښتونلیک يې ورکړی دی. هغه نا ثبت شویو کډوالو ته هم بېړنۍ هستوګنه چمتو کړي چې په کاله کې پناه ځای نه‌لري.

محلي او ملي چارواکي باید ډاډ ورکړي چې لاوارثه ماشومان پرته له ځنډه تشخیص او  د ماشومانو د ساتنې داسې خدماتو ته وسپاري چې د ظرفیت او کارکوونکو له پلوه بشپړ وي.

جانیروډ وويل: "چارواکي باید يو څرګند پيغام ورکړي چې د پولیسو له‌خوا رسېدلی اذیت او له واک څخه نوره ناوړه ګټه اخیستنه به نوره و نه زغمل شي". "حکومت باید ډاډ ورکړي چې کډوالو ته بشپړه ساتنه ورکړل شوې او کولای شي چې د پناه‌غوښتنې لپاره غوښتنليکونه وسپاري."

 

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country