Skip to main content

افغانستان: په کندهار کې د طالبانو د وژنو ګواښونه

بلواګرو ځواکونو سلګونه کسان نیولي؛ هغوی وژني چې له حکومت سره اړیکي لري

د طالبانو له لوري د پنجوايي ولسوالۍ نیولو وروسته، د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۴ یوه کورنۍ د ولسوالۍ پرېښودلو په حال کې لیدل کېږي ۲۰۲۱ جاوید تنویر/ AFP د ګیټي انځورونو له لارې

(نيويارک) – د بشري حقونو څار اداره وايي: طالب ځواکونو چې د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې کومې ولسوالۍ نیولې دي، د دې ولسوالیو سلګونه هغه اوسېدونکي يې هم نیولي دي چې له حکومت سره په کار کولو او اړیکو لرلو تورن دي. هغوی ځینې زندانیان وژلي هم دي، په‌دې وژل شویو کسانو کې د حکومت د ولایتي چارواکو خپلوان او د پولیسو او اردو غړي هم شامل دي.

ژورنالستانو د بشري حقونو څار ادارې ته ويلي، وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۸مه طالبانو له پاکستان سره د کندهار د سپین بولدک سرحدي پوله او د جولای پر ۱۶مه د سپین بولدک د ولسوالۍ مرکز ونیول، له هغه وروسته دوی د هغو اوسېدونکو د پیدا کولو په لټه کې شول چې له محلي حکومت او امنيتي ځواکونو سره يې کار کړی دی. هغو طالب ځواکونو چې د کندهار د مرکز چاپېره سيمې يې نیولې دي، هم دا ډول پلټنې کړې او يو شمېر اوسېدونکي يې له کورونو را ايستلي دي. محلي رسنۍ خبر ورکوي چې طالبانو له ۳۰۰ زیات کسان په يوه نا معلوم ځای کې زندان ته اچولي دي.

د بشري حقونو څار ادارې، د آسیا څانګې رئیسه پټريشيا ګوسمن، وايي: «ژورې اندېښنې شته چې په کندهار کې به د طالبانو ځواکونه له حکومتي او امنيتي ځواکونو څخه د غچ اخيستنې په پلمه لا ډېر جنایتونه وکړي. د طالبانو مشرانو د هر ډول تېريو له مسئولیت اخيستنې انکار کړی دی، خو د دوی تر واک لاندې سيمه کې د شړلو، بې قانونه زنداني کولو او وژنو ډېرو پېښو، د خلکو تر منځ وېره ډېره کړې ده.»

د سیمي یو اوسېدونکی وايي چې طالبانو د پولیسو په ګډون چې د کندهار لومړني امنيتي ځواکونه جوړوي، د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو غړو ته خبر ورکړی دی چې له دوی سره دي ځانونه ثبت کړي، تر څو امن لیکونه تر لاسه کړي. هغه چا چې ځانونه ثبت کړي دي، اړ دي چې په میاشت کې يو ځل طالبانو ته راپور ورکړي. د طالبانو ځواکونه د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د هغه پرسونل کورونو ته هم ورغلي دي چې له دوی سره يې ځانونه ثبت کړي وو، هغوی يې نیولي او توقیف ته یې بېولي او يو ناڅرګند شمېر يې وژلي هم دي. محلي فعالانو ويلي دي چې د جولای پر ۹مه په يوه پېښه کې طالبانو د ننګيالي په نوم يو کس د خپلې کورنۍ د غړو د سترګو پر وړاندې وژلی دی. نوموړی د کندهار د سرپوزه اوسېدونکی وو چې پخوا يې له پولیسو سره کار کاوه.

رسنيو دا خبر هم ورکړی دی چې د جولای په ۱۹مه طالب ځواکونو د دې ولایت د ولایتي شورا د يوه غړي، فدا محمد دوه زامن له کوره را و ایستل او وروسته یې ووژل. هغه د کندهار له پخواني امنيه قوماندان، جنرال عبدالرازق سره چې په ۲۰۱۸ کال کې د طالبانو له لوري ووژل شو، نږدې اړيکې درلودې. د عبدالرازق تر امر لاندې د کندهار پولیس د نیول شویو طالب جنګیاليو او د طالبانو د مشکوکو ملاتړو، قبېلوي سیالانو او نورو ملکيانو شکنجې، سلګونه اجباري شړنو او صحرايي وژنو تورن دی.

نړیوال بشري قوانینو صحرايي محکمې، اجباري تېښتو ته اړ ایستل او په توقیف ځایونو کې د خلکو نورې هر ډول شکنجې ناروا ګڼلې دي چې جنګي جنایت هم بلل کېږي. د ملکي کسانو توقیف يو غیر قانوني عمل دی، خو ماسیوه له دې چې د اړینو امنيتي دلایلو له مخې ضرور وګڼل شي. د غچ اخیستلو په موخه شوي بریدونه د ډله‌ييزې سزا يوه بڼه ده چې دا هم ناروا ګڼل کېږي. د جنګي جرمونو نړیواله محکمه دا مهال د طالبانو په ګډون په جګړه کې د ښکېلو ټولو اړخونو له لوري شوي جنګي جرمونه او له بشري حقونو د سختو سرغړونو تورونه څېړي. هغه طالب قوماندانان چې تر خپل امر لاندې ځواکونو له خوا د شویو جنایتونو په اړه خبر وو او يا باید خبر وای او بیا يې هم د دوی مخنیوی نه‌دی کړی، د امريه مسئولیت له مخې ملامت بلل کېږي.

ګوسمن وايي: «ملګري ملتونه، متحده ایالات او نور هغه هېوادونه چې د سولې په مذاکراتو کې ښکېل دي، باید سمدستي د طالبانو پر مشرتابه غږ وکړي چې دا وژنې او نور جنایتونه ودروي."

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country