Skip to main content
Donate Now

افغانستان: د امنیتي وضعیت په خرابېدو سره د بشري حقونو د اصلاحاتو بهیر په ټپه درېدلی

د حکومت او طالبانو لهخوا د ملکیانو بېساري وژنې

(نیويارک، جنوري ۱۲، ۲۰۱۷) – د بشري حقونو د څار ادارې، د ۲۰۱۷ کال په نړیوال راپور کې چې نن خپور شو، ویلي په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان حکومت داسې لاسته‌راوړنې نه‌لري چې د بشري حقونو پرمختګ په‌کې ښکاره شي. د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ زياتېدونکې جګړې تر ۸۰۰۰ ډېرو ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې چې ډېری يې د ترهګرو له‌خوا په شویو بريدونو او يا د حکومتي ځواکونو يا حکومت‌پلوه ملېشو له‌خوا بریدونو کې په نښه شوي دي. په حکومت کې دننه د لوړپوړه دولتي چارواکو تر منځ د غښتلیو سیاليو او سیاسي ارادې نه‌شتون؛ د ښځو پر حقونو د تېري‌کوونکیو ملېشو مخنیوی، له بریدونو څخه د ښوونځیو د ژغورلو او رسنیزې ازادۍ د خوندي‌کولو بهير په ټپه درولی دی.

د بشري حقونو د څار ادارې، د نړیوال راپور د ۲۷م چاپ په ۶۸۷ مخ کې د ۹۰ هېوادونو بشري فعالیتونو ته کتنه کړې. اجراییه رئيس کینیت روت Kenneth Roth د راپور په سرلیکنه کې ليکي چې د ولس‌پالو یو نوی قدرت غوښتونکی نسل په‌دې لټه کې دی چې د بشري حقونو د ساتنې مفهوم له منځه یوسي دوی دا حقونه د اکثریت ارادې له‌پاره خنډ بولي. د هغو لپاره چې ځانونه له نړیوال اقتصاد څخه شاته پاتې بولي او له تاوتريخجنو جرمونو څخه وېرېږي مدني ټولنې، رسنۍ او ولس يې د هغو ارزښتونو په بیا پیاوړي کولو کې کلیدي ونډه لري چې د حقونو د ملاتړ کوونکې ډیموکراسۍ بنسټ يې ايښی دی.

د افغانستان له‌پاره د بشري حقونو د څار ادارې لويي څېړونکې، پټریشیا ګوسمن وايي: په داسې حال کې چې د افغانستان ملي وحدت حکومت چارواکي د قدرت پر سر سره په جنګ کې دي، ورسره د بشري حقونو د تېرو ۱۵ کلونو غټې لاسته‌راوړنې هم له خطر سره مخ شوې دي. حکومت باید د ملکیانو د ساتنې او اصلاحاتو د بیا پلي کولو له‌پاره خپله ژمنیتا راژوندۍ او د د عملي کولو په موخه یې چټک ګامونه واخلي.

طالبانو ولسوالۍ او ولایتونه ګواښلي او زرګونه ملکیان يې خپلو سیمو پرېښودو ته اړ ایستلي دي. په ۲۰۱۵ کال او بیا د ۲۰۱۶ کال تر لومړیو پورې طالبانو د کم عمره ځوانانو برتي کول په تېره بیا په شمال ختیځ افغانستان کې ډېر کړي دي. حکومتي ځواکونو هم په نا امنو سیمو کې ښوونځي نیولي او یا يې د نظامي موخو له‌پاره کارولي دي. 

اسلامي دولت پورې اړوندو ډلو هم سلګونه ملکیان وژلي. په‌داسې حال کې چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړې هم زور اخیستی دی، په ځواکمنو سیاسي څېرو پورې تړلیو بلواګرو ملیشه ځواکونو هم ګڼ شمېر ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

حکومت د هغو ښځو چې د اخلاقي جرمونو په تور بندیانې شوې وې، ازادولو کې لږ څه پرمختګ کړی دی، خو د هغو ښځو د محاکمې په مخنیوي کې پاتې راغلي چې له کوره تښتېدلې دي. په‌داسې حال کې چې دولت د ښځو، سولې او امنیت د عملياتي پلان له‌پاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ قطعه‌نامې پر بنسټ يو تطبیقي پلان جوړ کړی دی، خو دا پلان تر اوسه نه‌دی په ډاګه شوی او نه يې د حکومت له‌خوا بودجه نهايي شوې.

دا کال د افغان ژورناليستانو له‌پاره يو ډېر خونړی کال وو چې له ۲۰۰۱ کال را په‌دېخوا یې ساری نه‌درلود؛ د دې کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۱۲ ژورنالیستان ووژل شول. د ژورنالیستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډېری پېښو اصلي مسوولین حکومت او يا حکومت‌پلوه عناصر دي چې ور پسې طالبان هم يادولی شو. پر ژورنالیستانو د بریدونو د مخنیوي له‌پاره د حکومت په ژمنو کې سږ کال هېڅ پرمختګ نه‌دی راغلی.

ګوسمن وويل چې حکومتي چارواکي په هېڅ‌ډول نه‌شي کولی چې ترهګري د بنسټيزو بشري حقونو د محدودولو او د ملکیانو د زیان له‌پاره پلمه وګرځوي. د ښوونځيو ساتنه، د بشري حقونو تضمینول او امنیتي ځواکونه مسوول ګڼل هغه اړین ګامونه دي چې د افغانانو دا هیله چې په هېواد کې یې امنیت راشي، پوره کړي.

Every piece on our website is resource intensive. If you donate whatever you can today, we will use it to continue investigating abuses and advocate for change in 100+ countries.

Region / Country