Skip to main content

افغانستان

Events of 2021

افغان ښخې په یوه لیکه کې انتظار باسي چې  نغدې پیسې ترلاسه کړي چې د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا په کابل، افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د نوامبر په ۳ نیټه ویشل کیدې.

© 2021 AP عکس/برام جانسن

په اګست میاشت کې د طالبانو لخوا د هیواد تر نیولو وروسته، د افغانستان اوږدې جګړې په ناڅاپه توګه د بشري حقونو او بشري ناورین چټکتیا ته لاره هواره کړه. طالبانو سمدلاسه د ښځو د حقونو پرمختګونه او د رسنیو ازادي بیرته واخیسته – چې د ۲۰۰۱ کال وروسته د بیارغونې د هڅو له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کیدلې. د نجونو ډیری منځني ښوونځي وتړل شول، او ښځې په ډیرو دولتي دندو او ډیری نورو برخو کې د کار کولو څخه منع شولې. طالبانو خبریالان ووهل او بندیان یې کړل؛ ډیری رسنۍ وتړل شوې یا یې په پراخه کچه خپل راپور ورکول کم کړل، چې د ځینو د تړل کیدلو لامل له هیواده د خبریالانو تښتیدل و. د طالبانو په نوې کابینه کې نه ښځې شاملې وې او نه هم په کې د طالبانو له کرښو څخه بهر کوم وزیر شتون درلود.

په ډیرو ښارونو کې، طالبانو د افغان ملي امنیتي ځواکونو پخواني غړي، د پخواني حکومت چارواکي او یا د هغوی د کورنیو غړو پسې لټون وکړ، ویې ګواښل او ځینې وختونه یې بندیان او یا یې اعدام کړل.

کله چې طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل، په زرګونو خلکو له هېواده د تښتیدلو هڅه وکړه، خو په هوايي ډګر کې ګډوډۍ او تاوتریخوالي د ډېرو په خطر-کې افغانانو د ایستلو مخه ونیوله.

د طالبانو بریا افغانستان له بشري ناورین څخه فاجعې ته بوتلو، په میلیونونو افغانان د عاید له لاسه ورکولو، د نغدو پیسو کمښت، او د خوراکي توکو د لوړو لګښتونو له امله د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ شول.

د طالبانو له واکمنیدلو څخه مخکې شپږو میاشتو کې، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو، هاوانونو او هوايي بریدونو له امله په ملکي تلفاتو کې چټک زیاتوالي راغلو. د اسلامي دولت د خراسان ولایت (د داعش افغان څانګې) په ښوونځیو او جوماتونو بریدونه ترسره کړل، چې په ډېرو بریدونو کې یې هزاره شیعه اقلیت په نښه کړل.

غیرقانوني وژنې، اجباري ورکول، د جګړې له قوانینو څخه سرغړونه

ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې د ۲۰۲۱ په لومړیو شپږو میاشتو کې د نږدې ۴۰ سلنه ملکي مرګ ژوبلې مسؤل طالبان ول، که څه هم دوی د ډیری پیښو پړه پر غاړه اخیستې نه وه. ښځو او ماشومانو د ټولو ملکي تلفاتو نږدې نیمایي برخه جوړوله. د داعش خراسان لخوا په بریدونو کې وژنې او یو شمیر وژونکې چاودنې شاملې وې.

په ډیری بریدونو کې د افغانستان هزاره شیعه ټولنه په نښه شوله. د می په ۸ مه، په کابل کې د سید الشهداء په لېسه کې درې چاودنو د ۴۲ نجونو او ۲۸ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۸۵ ملکي وګړي ووژل او تر ۲۰۰ ډېر یې ټپیان کړل، چې اکثریت یې هزاره ګان ول. د دې برید پړه چا وانخیستله، مګر دا برید د هزاره ګانو په سیمه کې ترسره شوی و چې داعش خراسان په مکرر ډول په نښه کړی دی. د اکتوبر په اتمه، په کندز کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګي برید لږ تر لږه ۷۲ کسان ووژل او تر ۱۴۰ زیات یې ټپیان کړل؛ د داعش خراسان ډلې یې مسؤلیت په غاړه واخیست. د مارچ په ۴ مه، وسله والو په جلال اباد کې د پلاستیک په یوه فابریکه کې اوه هزاره مزدوران په ډزو ووژل.

طالبانو په څو ولایتونو کې لسګونه پخواني چارواکي او د امنیتي ځواکونو کارکوونکي د غچ اخیستنې په قصد ووژل. وروسته له هغه چې طالبانو د جولاى په نيمايي کې د غزني ولايت د مالستان ولسوالي ونيوله، د يو شمېر ملکي وګړو په ګډون يې لږ تر لږه ١٩ امنيتي سرتېري په خپلو زندانونو کې ووژل. د جولای په میاشت کې طالبانو د سپین بولدک له نیولو وروسته په کندهار کې لږ تر لږه ۴۴ د پخوانيو امنیتي ځواکونو غړي ووژل. ټول يې طالبانو ته تسلیم شوي ول. د کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې هم د توقیف او وژنو مؤثق راپورونه ورکړل شوي دي.

طالبانو او داعش دواړو د دولتي کارکوونکو، ژورنالستانو او مذهبي مشرانو په ګډون د ملکي وګړو هدفي وژنې ترسره کړلې. د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۱۷ مه، ناپېژاندو وسله والو د افغانستان د استیناف محکمې دوه ښځینه قاضیانې په ډزو ووژلې او موټر چلوونکی یې ټپي کړ. داعش خراسان د مارچ او جون میاشتو تر منځ په ننګرهار کې د پولیو د نهه واکسیناتورانو د وژلو مسوولیت په غاړه واخیست. د جون په نهمه، وسله والو په بغلان کې ۱۰ بشردوستانه ماین ایستونکي ووژل؛ چې داعش خراسان یې پړه په غاړه واخیسته. د اګست په میاشت کې، د کابل په هوايي ډګر کې د داعش خراسان ځانمرګي برید ۱۷۰ ملکي وګړي ووژل، چې ډیری یې هغه افغانان ول چې له هیواده د تښتیدلو هڅه یې کوله.

همدا ډول د طالبانو ځواکونو د دایکندي، ارزګان، کندز او کندهار په ګډون یو شمیر ولایتونو کې خلک له کورونو څخه په زوره ایستلي دي، چې لامل یې له پخواني حکومت څخه د دې ځای د اوسیدونکو د څرګند ملاتړ غچ اخیستل ښودل کېږي. تر ټولو لوی اخراج، د سپټمبر په میاشت کې د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ او د دایکندي ولایت له ګاونډیو ولسوالیو څخه د سلګونه هزاره کورنیو ایستل و، چې د خپلو کورونو پرېښودو او کډه کولو ته اړې شوې.

طالبان او افغان حکومتي امنیتي ځواکونه دواړه د هاوانونو او راکټونو په ړندو بریدونو کې د ملکي وګړو د وژلو او ټپي کولو مسؤل ول، او د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې د ۲۰۲۰ کال د همدې مودې په پرتله، د پخوانیو دولتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله تر دوه برابره زیاته شوې وه. د جنوري په لسمه، په یوه پیښه کې، په نیمروز ولایت کې په یوه هوایي برید کې د اوو نجونو، شپږو ښځو او څلورو هلکانو په ګډون ۱۸ تنه ملکي وګړي ووژل شول؛ او دوه ملکي وګړي ټپيان شول.

د اګست په ۱۵مه، کله چې طالبان کابل ته ننوتل، د پخواني حکومت د ملي امنیت د ریاست یوې بریدګرې قطعې د عیني شاهدانو په وینا ۱۲ پخواني بندیان چې تازه خوشې شوي وو، ونیول او اعدام کړل.

د اګست په ۲۹مه، امریکا پر یوه موټر د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ چې د دوی په ادعا له چاودیدونکو توکو ډک و او د کابل هوايي ډګر ته روان و. د موټر چلوونکی په حقیقت کې د یوې نادولتي موسسې کارکوونکی و چې ټاکل شوې وه متحده ایالتونو ته د تخلیې په پروګرام کې واستول شي. دوه اونۍ وروسته د متحده ایالتونو د دفاع وزارت ومنله چې برید یوه "خواشینوونکې تېروتنه" وه، چې د اوو ماشومانو په ګډون یې ۱۰ ملکي وګړي ووژل.

د ښځو او نجونو حقونه

د طالبانو له واکمنیدلو څخه څو اونۍ وروسته، طالب چارواکو د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د پالیسیو یوه منظمه لړۍ اعلان کړه. په دې کې کارموندنې او ښوونې او روزنې ته د لاسرسي محدودول او د سوله ییزو غونډو د حقونو محدودول شامل دي. همدا ډول طالبانو په مشهورو میرمنو پسې څار کاوه او له دوی څخه یې له کوره د بهر وتلو ازادي واخیسته.

طالبانو ویلي دي چې دوی د نجونو او ښځو لپاره د زده کړو ملاتړ کوي، خو د سپټمبر په ۱۸ مه یې د منځنيو ښوونځیو د بیا پرانیستلو امر وکړ چې یوازې د هلکانو ښوونځي بېرته پرانیزي. د نجونو ځینې منځني ښوونځي بیا وروسته په یو څو ولایتونو کې پرانستل شول، خو د اکتوبر تر میاشتې پورې ډیری تړلي پاتې ول. د اګست په ۲۹مه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر اعلان وکړ چې نجونې او ښځې کولای شي په لوړو زده کړو کې برخه واخلي خو له هلکانو او نارینه وو سره ګډې زده کړې نه شي کولی. د ښځینه ښوونکو کمښت، په ځانګړې توګه په لوړو زده کړو کې، په دې معنی دی چې ښایی دا پالیسي په عملي توګه د ډیرو نجونو او میرمنو لپاره زده کړې ته د لاسرسۍ د انکار سبب وګرځي.

هغه میرمنې چې د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې یې هلکانو ته، یا په پوهنتون کې په مخلوطو ټولګیو کې نارینه وو ته تدریس کاوه، په ځینو سیمو کې له دندې ګوښه شوې دي ځکه چې نارینه وو ته د تدریس اجازه نه لري. د افغانستان په ډیری برخو کې، طالب چارواکو پر ښځینه بشردوستانه کارکونکو بندیزونه یا محدودیتونه وضع کړي دي – دا یو داسې اقدام دی چې ممکن روغتیایی پاملرنې او بشري مرستو ته لاسرسی بدتر کړي. همدا ډول طالبانو نږدې ټولې ښځينه دولتي کارکوونکې له دندو ګوښه کړې دي. د سپتمبر په میاشت کې، د طالبانو د کلیو پراختیا وزارت یوازې نارینه وو ته امر وکړ چې خپلو دندو ته راستانه شي، او ویې ویل چې کار ته د ښځو راستنیدل "ځنډ شوي" تر هغه پورې چې دوی "ورته د کار کولو لپاره یو میکانیزم چمتو کړي". کله چې ښځو ته اجازه ورکړل شوې ده چې بیرته کار ته راستنې شي، دوی په خپلو کاري ځایونو کې د جنسیت پر بنسټ جلاوالي له اړتیاوو سره مخ شوې دي.

په سپتمبر میاشت کې، طالبانو د ښځو چارو وزارت له منځه یووړ او بیا یې ودانۍ د دعوت او ارشاد، امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته ورکړه، دا هغه اداره ده چې د اتباعو د چلند په اړه مقررات پلي کوي، چې د ښځو جامې، له کور څخه له محرم پرته د ښځو د له کوره وتلو وخت او اجازې تعینول په کې شامل دي. هغه پناهځایونه چې له تاوتریخوالي څخه د تښتېدونکو ښځو لپاره جوړ شوي وو، تړل شوي او یو شمېر ښځې چې په کې اوسېدلې، د ښځو زندانونو ته لېږدول شوې دي.

 د رسنیو، بیان، او غونډو جوړولو ازادي

افغان رسنۍ د روان کال له پیل راهیسې په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا تر ګواښ لاندې راغلې دي. همدا ډول د داعش خراسان ډلې پر ژورنالیستانو یو شمیر وژونکي بریدونه هم کړي دي.

د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په ۲۱مه، د غزني ولایت د خبریالانو د اتحادیې مشر رحمت الله نیکزاد په داسې حال کې په ډزو ووژل شو چې له خپل کور څخه یوه جومات ته روان و. که څه هم طالبانو د دې برید مسؤلیت وانخیست، خو نیکزاد ته تر دې مخکې د سیمه ییزو طالب قومندانانو له خوا ګواښونه شوي وو.

داعش خراسان ډلې د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۱۰ مه په جلال اباد کې د انعکاس نیوز ټلویزیون خبریالې ملالې میوند او د هغې د موټر چلوونکي طاهر خان د وژلو مسوولیت په غاړه واخیست. د ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشت په ۲مه نېټه، په جلال اباد ښار کې، په دوه جلا پېښو کې، د انعکاس نیوز تلویزون درې ښخینه خبریالانې ووژل شوې چې د بهرنیو ژبو خبري راپورونه به یې دوبله کول.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د افغانستان نږدې ۷۰ سلنه رسنۍ بندې شوې او نورې یې تر ګواښ او ځاني-سانسور لاندې فعالیت کوي. په سپتمبر میاشت کې، طالب چارواکو په رسنیو او د بیان په آزادۍ پراخ محدودیتونه ولګول چې په دې کې د "ملي شخصیتونو سپکاوی" او هغه راپورونه چې کولی شي "د خلکو په روحیه منفي اغیزه وکړي" شامل دي. د سپټمبر په ۷ مه، د طالبانو امنیتي ځواکونو د اطلاعات روز رسنۍ دوه خبریالان توقیف کړل او تر خوشې کولو مخکې یې په توقیف کې سخت ووهل. دغو خبريالانو په کابل کې د ښځو لاريون ته پوښښ ورکولو. طالبانو په کابل کې د واک تر لاسه کولو وروسته لږ تر لږه ۳۲ خبریالان بندیان کړل.

د سپټمبر په دویمه، افغان ښځو په ګڼو ښارونو کې د طالبانو د هغو تګلارو پر ضد چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، مظاهرې وکړې. په هرات کې طالب جنګیالیو پر مظاهره چیانو د درو ګوزارونه وکړل او د خلکو د خورولو لپاره یې د وسلو ړندې ډزې وکړې چې له امله یې دوه نارینه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول. طالبانو وروسته له هغه پر هغو مظاهرو بندیز ولګاوه چې په کابل کې یې د عدلیې له وزارت څخه یې مخکې تر مخکې تائیدي ترلاسه کړې نه وي. که څه هم ځینې لاریونونو دوام وموند.

د جولای په شپږمه، پخواني افغان حکومت اعلان وکړ چې د "ملي ګټو خلاف" خبرونه خپرول غیر قانوني دي. د جولای په ۲۶مه، د پخواني حکومت د څارګرې ادارې له خوا څلور خبریالان وروسته له هغه ونیول شول چې د کندهار له سپین بولدک څخه راستانه شول چې هلته یې د طالبانو له خوا د ولسوالۍ د نیولو په اړه څېړنې کړې وې. دوی تر هغه پورې بندیان ول چې کندهار ولایت د اګست په ۱۳مه د طالبانو لاس ته ولوېد.

نړیوال عدالت او د ناوړه ګټې اخیستنې پلټنې

د سپټمبر په ۲۷ مه، د جزاء د نړیوالې محکمې څارنوال د محکمې قاضیانو ته یو غوښتنلیک وړاندې کړ چې د پخواني افغان حکومت له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د تحقیقاتو د بیا پیلولو اجازه ترلاسه کړي. څارنوال کریم خان وویل، که څه هم، د هغه تحقیقات به یوازې په هغو جرمونو متمرکز وي چې ادعا شوې د طالبانو او اسلامي دولت لخوا ترسره شوي او د تحقیقاتو نورو اړخونو ته لومړیتوب نه ورکوي، د بیلګې په توګه د پخواني افغان حکومت د ځواکونو او د متحده ایالتونو د ځواکونو او د سي آی ای د پرسونل لخوا ترسره شوي جرمونه.

د اګست په ۲۴مه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یوه ځانګړې ناسته دایره کړه، چې د افغانستان او د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) له خوا یې په ګډه غوښتنه شوې وه، خو د اسلامي همکارۍ د سازمان د همغږي کوونکي په توګه د پاکستان په مشرۍ خبرې اترې، د څارنې د یو نوي میکانیزم په جوړولو کې پاتې راغلې. په خپله بله عادي غونډه کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اکټوبر په ۷مه، د اروپايي ټولنې په مشرۍ یو پریکړه لیک تصویب کړ چې د افغانستان لپاره یو ځانګړی راپورتر وټاکي، چې د متخصصینو لخوا یې ملاتړ کیږي، چې په دې کې "د حقیقت موندنې، عدلي طب او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه" راپورتر هم شامل دی.

په جون میاشت کې، افغان شاهدانو د ویډیو لینک له لارې د استرالیا ورځپاڼو په وړاندې د افترا په محاکمه کې شاهدي ورکړه چې د اسټرالیا د SAS پخواني افسر بین رابرټس-سمیت لخوا وړاندې شوې وه. په ۲۰۱۸ کې، د ایج، سیډني مارنینګ هیرالډ، او کینبرا ټایمز د SAS واحدونو او پخپله رابرټس-سمیت لخوا د ملکي خلکو د ادعا شویو وژنو او نورو سرغړونو حسابونه خپاره کړي ول. دا سرغړونې د استرالیا د پلټونکو لخوا څیړل کیږي.

مهم نړیوال فعالان

د اپریل په ۱۴مه، د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو اعلان وکړ. په دې ګړندي وتلو کې د ډیرو هغو افغانانو د ایستلو پلانونه شامل نه وو چې د متحده ایالتونو او ناټو ځواکونو یا یې د مرستندویه هیوادونو لخوا تمویل شوو پروګرامونو لپاره کار کاوه.  

کاناډا، اروپايي اتحادیې، بریتانیا، متحده ایالتونو او نورو هیوادونو څو سوه زره هغه افغانان ویستل چې د دوی له حکومتونو، پوځي ځواکونو او یا یې له هغو سازمانونو سره مستقیم کار کولو چې دوی یې ملاتړ کولو. په زرګونو نور افغانان په خطر کې پاتې شول— په دوی کې د بشري حقونو مدافعان، د ښځو د حقونو فعالان، ژورنالیستان، او همجنسبازان، دوه جنسیته، او ترانس جندر شامل دي– چې له هیواد څخه په خوندي ډول د وتلو هیڅ لاره نه لري. که څه هم د اروپايي اتحادیې غړو ځینې افغانان ویستل، خو تر نومبر میاشتې پورې هیچا هم د نورو کډوالو د منلو ژمنه نه وه کړې. غړو هیوادونو د یو ملیارد یورو د بشردوستانه مرستو ژمنه وکړه.

د طالبانو تر واکمنیدلو وروسته، د نیویارک فدرال ریزرو د افغانستان د مرکزي بانک د امریکايي ډالرو شتمنیو ته لاس رسی قطع کړ. د پیسو نړیوال صندوق د پیسو ایستلو د ځانګړو حقونو په ګډون، بسپنې ته د افغانستان د لاسرسي مخه ونیوله. د اګست په میاشت کې، بسپنه ورکوونکو د نړیوال بانک له خوا د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق پیسو تادیه ودروله، چې پخوا به د ملکي کارکوونکو د معاشونو ورکولو لپاره کارول کیدلې، چې د افغانستان اقتصادي سقوط یې ګړندی کړ.

په سپټمبر میاشت کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړ. د دې پلاوي راتلونکی، چې د نورو شیانو تر څنګ د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ترویج او د بشري حقونو څخه د سرغړونو د ادعاوو په اړه د څارنې، څیړنې او راپور ورکولو دنده لري، ناڅرګند دی. تمه کیږي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش به د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې د یوناما د راتلونکي په اړه شورا ته سپارښتنې وکړي.

تر نومبر میاشتې پورې، د طالبانو حکومت په رسمي توګه د کوم بل هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. په سپتمبر میاشت کې، اروپايي اتحادیې د طالبانو له حکومت سره د ښکیلتیا لپاره پنځه معیارونه وټاکل، چې په هغو کې بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او د یوه ټولشموله او استازي کوونکي حکومت جوړول شامل دي.

د سپټمبر په ۲۳ مه، د جي۲۰ په غونډه کې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی پر افغانستان د ټولو اقتصادي بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه، ویې ویل چې چین تمه لري چې د طالبانو حکومت په نهایت کې ډیر ټولشموله شي، او په طالبانو یې غږ وکړ چې د نړیوالې ترهګرۍ سره غوڅه مبارزه وکړي.

د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې، روسیې، ترکیې او ایران ویلي چې دوی به د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت تر هغه پورې ونه مني چې دوی یوه "ټولشموله" اداره جوړه نه کړي. روسیې د اکتوبر په ۲۰مه، په مسکو کې د افغانستان په اړه بین الافغاني خبرو لپاره د طالبانو استازو ته بلنه ورکړه.

په داسې حال کې چې پاکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، له طالبانو سره یې د پراخې نړیوالې ښکېلتیا غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې له طالبانو د یو پراخ "ټولشموله" حکومت جوړولو غوښتنه کوي.

د تیر کال په اوږدو کې، د ملګرو ملتونو ځانګړو طرزالعملونو، د تړون نهادونو، او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په مکرر ډول په افغانستان کې خرابېدونکي وضعیت ته اشاره کړې ده.